شاته

سعودي وایي پاکستان ته د ورکړل شوؤ درېوؤ اربو ډالرو بېرته اخستنې دمودې پراختیا ته غوڅه بڼه ورکوي

دسعودي عرب د خزانې وزیر محمد الجدعان وېلي چې پاکستان ته ورکړې شوي د 3 اربو ډالرو سهولت غځولو ته غوڅه بڼه ورکړی کېږي.

د سعودي د خزانې وزیر دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې د پاکستان د بهر ملکي زر مبادلې ذخائر په لاندې تللي او پاکستان دا وخت ډالرو ته سخته اړتیا لري.

اقتصادي ماهرين وايي که سعودي عرب دا سهولت غځوي نو دې سره به مارکیټ ته مثبته اشاره ترلاسه شي.

د خبرى اژانس رايټرز د رپورټ ترمخه دا خبره د سعودي عرب د خزانې وزیر محمد الجدعان په ډېوس ښار کې روان د ورلډ اکنامک فورم د غونډې په مهال غېر رسمي خبرو کې کړې ده.

سعودي عرب تېر کال 2021م کې د پاکستان په مرکزي بنک کې درې ارب ډالر ايښودلي وؤ چې مقصد یې د پاکستان غورځېدونکو د زرمبادلې ذخاېرو ته اډاڼه ورکول وو.

که څه هم د سعودي عرب د خزانې وزیر په دې اړه نور جزيات نه دي شريک کړي خو د مئ دمياشتې په لومړۍ نېټه دواړو هېوادونو په يو ګډ بېان کې وېلي وؤ چې په دې سهولت کې پراختیا لپاره په شرطونو او یا د نورو سرچينو د لارې د همکارۍ په امکاناتو خبرې کوي.

پاکستان ته دا وخت د بهر ملکي زر مبادلې ذخایرو لپاره د ډالرو ضرورت دی. د بهر ملکي زر مبادلې ذخائر 6 اربو ډالرو ته غورځېدلي دي، ګرانى سېوا شوې او ورسره د ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر هم پرله پسې غورځېږي او دا وخت د يو ډالر نرخ د بنک دننه تر 200 روپو اوښتی دی.

د اقتصادي چارو کارپوهه او خبريال مهتاب حېدر ډيوه ته وايي د سعودي عرب دا پیکیج اوس مهال په دوحه کې د نړيوالې مالياتي ادارې د قرض پروګرام د بحالې خبرو سره تړلی دی.

دهغه په وینا" دا داسې تړلی چې د پروګرام د بحالۍ وروسته به پته لګي چې پاکستان ته څومره رقم پکار دی او چې کله پروګرام بحال شي د نورو سرچينو ترڅنګ به په دې کې د سعودي عرب د قرض ېا امداد غټ کردار وي"

پاکستان کې تېره میاشت د عمران خان د حکومت د عدم اعتماد د لارې د ختمېدو وروسته نوی اتحادى حکومت جوړ شوی خو د ايي اېم اېف سره د قرض پروګرام د بحالۍ په حواله د غېر ېقيني صورتحال له امله د هېواد اقتصاد او د ونډو بازار باندې بدې اغېزې شوي او دا په داسې حال کې ده چې سياسي بحران هم رامنځته شوی دی.

دا وخت د نړیوالې مالياتي ادارې سره د قرض پروګرام د بحالى په لړ کې د قطر سرښار دوحه کې د پاکستان خبرې هم روانې دى چې پکې د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل د پاکستاني پلاوي استازیتوب کوي.

د اقتصادي چارو يو بل خبريال طاهر امين ډيوه ته وايي که په دې سهولت کې پراختیا کېږي نو دې سره به د هېواد مارکیټ ته مثبته اشاره ترلاسه شي.

دهغه په وینا اقتصاد پوهان وايي دا به د هېواد د دېواليه کيدو او د سرى لنکا پشان صورتحال نه په بچ کولو کې مرسته وکړي.

هغه زیاتوي تېر کال چې کله سعودي عرب پاکستان ته د 3 ارب ډالرو سهولت ورکړی ؤ نو هغه وخت هم د پاکستان د زرمبادلې ذخائر لاندې روان وو او که دا وغځول شي نو د زرمبادلې ذخیره په توانمنه شي، ګراني به کمه شي او د ډالر په مقابله کې به د روپۍ ارزښت ښه شي. او مارکېټ چې د کرېش کيدو لوري ته روان دی هغه به هم بچ شي.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د مخ په سېوا کيدونکې تجارتي خسارې او د روپۍ په قدر کې د پرله پسې کمي وروسته هېواد ته د يو شمېر غېر ضروري شېانو په درامد هم بنديز لګولی دی، حکومت دعوه کوي چې دې ګام سره به پاکستان ته هرکال د 6 اربو ډالرو بچت وشي.