شاته

پاکستان کې د افغانانو اعتراض؛ طالبان: افغانستان کې هیچا ته خطر نشته

په اسلام اباد کې د یو شمېر افغان پناه غوښتونکو تر اعتراض وروسته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې هیڅ وګړي ته خطر نشته.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د څه مودې راهیسي یو شمېر افغانان بهیر ته د تلو په نیت په اسلام اباد کې د احتجاج په بڼه راټول شوي او ځينو یې رسنیو ته ویلي چې په افغانستان کې یې ژوند په خطر کې دی.

یاد وزارت دغه افغان پناه غوښتونکو ته په خطاب کې ویلي: "اسلامي امارت یوځل بیا واضح کوي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی هیڅ وګړي ته که هغه له هر ټبر، مذهب او یا سیمې سره تعلق ولري؛ هیڅ ډول تهدید متوجه نه دی. اسلامي امارت د هر هیوادوال د امنیت تضمین خپله دیني او ملي دنده بولي."

دا په داسې حال کې ده چې د تیرو شاوخوا نهو میاشتو راپدېخوا پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته ګڼ شمېر کسانو، د امریکا متحده ایالاتو، کاناډا، استرالیا او اروپايي هیوادونو ته د تګ په نیت ځانونه اسلام اباد ته ورسول.

دغه کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي د ملګرو ملتونو د کډالۍ یا سازمان او نورو اړوندو ادارو څخه غوښتي چې د دوی ستونزو ته پاملرنه وکړي او له پاکستان څخه د وتلو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

یادو افغان پناه غوښتونکو تر کوچني اختر وروسته په اسلام اباد کې د سپینو کفنونو په اغوستلو سره د احتجاج په بڼه هم راټول شوي او لیکلي و: "موږ ووژنئ"

ویل کیږي چې په یادو راټول شوو کسانو کې ښځې، ماشومان، سپین ږیري او ناروغان هم شامل دي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي چې یادو افغان پناه غوښتونکو کې هغه کسان شامل دي چې له کلونو یې کورونه پاکستان کې دي او له فرصت څخه په استفادې غواړي نورو هیوادونو ته ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کاناډا د کډوالۍ، پناه او تابعیت ورکولو ادارې (IRCC) روانه میلادي میاشت له پاکستان څخه د افغان کډوالو د یوې ۳۰۰ کسیزې ډلې د انتقال خبر ورکړ.

دغه ادارې د مۍ ۱۴ (غوايي ۲۳) په یوې اعلامیې کې ویلي چې ددغو کسانو په منځ کې هغه کسان هم شامل دي چې په تیرو دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې له کاناډايي سرتیرو سره کار کړی دی.

د تیر کال د اګست میاشتې له ۱۵ څخه تر ۳۰ مې نېټې لږ تر لږه ۱۲۴زره کسان له افغانستان څخه و ایستل شول،خو اوس مهال دغه بهیر پڅ شوی دی او په زرګونو په شرایطو برابر کسان د وتلو په تمه دي.