شاته

کولرا افغانستان کې '۱۵ تنه مړه کړي او زرګونه' نور پرې اخته دي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې د کولرا نارغۍ له کبله شاوخوا ۱۵ تنه مړه شوي او په دغې ناروغۍ د اخته کېدونکو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د یاد وزارت ویاند جاوید احمد هژیر د چهارشنبې په ورځ مۍ۲۵ (غبرګولې څلرومه) رسنیو ته په لېږلې غږیز پیغام کې ویلي چې د روان ۲۰۲۲ میلادي له پیل څخه بیا تر دا مهاله په افغانستان کې د کولرا ناروغۍ څه باندې ۵۲زره پېښې ثبت شوي دي.

نوموړي زیاته کړې: "هغه ارقام چې دعامې روغتیا وزارت سره ثبت شوي دي، د ۲۰۲۲ میلادي له پيل څخه بیا تر دامهاله شاوخوا ۵۲۳۹۷ پېښې ثبت شوي او ۱۵ د مړینې پېښې ثبت شوي دي. د دغه ناروغۍ پېښې تر ډېره په ګرم سیرو ولایتونو کې رامنځته کیږي."

د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل کابل، ننګرهار، هرات، هلمند او کندهار له هغو ولایتونو څخه دي چې د کولرا ناروغۍ ډېرې پېښې پکې ثبت شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په ۲۰۲۰ میلادي کال په افغانستان کې د کولرا ناروغۍ یولک ۳۶زره پېښې ثبت شوي او ۳۵ کسان مړه شوي دي، همدارنګه په ۲۰۲۱ میلادی کال کې د کولرا ناروغۍ یولک ۸۲زه پېښې ثبت شوي او ۹۸ کسان مړه شوي دي.

کولرا یو ډول اسهالي ناروغي ده چې د ککړو اوبو، ناپاکه میوه جاتو او غذا څخه د یوه ناروغ شخص څخه نورو کسانو ته انتقالیږي. د کولرا ناروغۍ سخترین علایم سخت سهال، تبه، استفراق، د تنفس اخیستلو زیاتوالی، او ټیټ فشار دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید تر تشناب وروسته لاسونه په صابون پرېمنځل شي او له پاکو خوړو، او ترکاریو څخه استفاده وشي.