ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې سږکال د نوروز جشن پیکه و

واشنګټن  - افغانستان کې د طالبانو د دویم ځل واکمنېدو نه پس، اولنی نوروز په خوند او روایتي ډول یې ونه لمانځل شو. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې دوی به د خلکو مخه نه نیسي، مګر دوی به په حکومتي او رسمي کچه دا ورځ ونه لمانځي، ځکه د دوی په باور داسې څه په اسلام کې نشته. د دې با وجود، په مزار شریف کې ځینو ذرائعو ویلي دي چې طالبانو سخي زیارت ته د ښځو ورتګ منعه کړی و.  نور کلونه به دا ورځ عمومي رخصتي وه، خلک به بهر ته د میلې دپاره راوتل، په کابل ښار کې به ګڼه ګوڼه ډېره وه، په مزارشریف ښار کې به د سخي زیارت جنډه په ډېرې شاندارې دستورې جګېدله، او خلک به د ګل سرخ سترې میلې دپاره مزار ته تلل. د رپوټونو ترمخه، سږ کال د نوروز لمانځنه ډېره کمرنګه وه، په مزار شریف کې د سخي زیارت جنډه هم جګه نشوه، او په کابل کې هم د نوروز خوند د پخوا په شان نه لیدل کېده. صرف د سلګونو په شمېره کې خلک د کابل ښار کارته سخي زیارت ته ولاړل او هلته یې د نوروز مېله جوړه کړه، مګر کابل کې هم د سخي جنډه جګه نه شوه.  د کابل ښار یو اوسېدونکی سعید محمد د اسوشیټډ پرس خبري رسنۍ ته ویلي دي: "مونږ په دې امید یو چې دا کال د ټولو مسلمانانو دپاره، په خاص ډول د افغانستان خلکو ته یو د خوشحالیو کال، یو د سولې او استحکام کال، او د یو ورورولۍ کال وي." افغانستان او ایران کې د نوروز ورځ، سرکاري رخصتي پاته شوې ده، مګر دا ځل طالبانو اعلان وکړ چې دوی به په سرکاري کچه دا ورځ نه لمانځي. که څه هم نوروز د ایراني جشن په نوم مشهوره دی، مګر دا جشن د اوسني افغانستان په خاوره کې ډېرې ژورې تاریخي ریښې لري او د افغانستان نه ورهاخوا، هر کال په مرکزي ایشیا، عراق، ترکیه، او شام کې لمانځل کیږي. نوروز چې په فارسي کې نوې ورځې ته وایي، د پسرلي او د هجري شمسي یا لمریز هجري کال اوله ورځ ګڼل کیږي. د نوروز لرغوني جشن تاریخ ډېر اوږد دی او آن په ایران او اوسني افغانستان باندې د عربو د حملو نه مخکې هم دې سیمو کې په ډېرو رواجونو لمانځل کېده. د نوروز په اړه د مشرانو مبارکۍ که څه هم د طالبانو مشرانو د نوروز مبارکي نده ورکړې، خو په ملکي او نړېواله کچه مختلفو مشرانو دا ورځ د افغانستان خلکو او د نورو هېوادونو خلکو ته چې نوروز لمانځي، مبارکي ورکړې ده. په افغانستان کې پخواني صدر حامد کرزي په خپل فېسبوک او ټوېټر پاڼو یو پیغام خپور کړی او په کې د نوي کال او نوروز یادونه داسې کړې ده: "د نوروز روایتي جشن د رارسېدو او د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال پیل له امله ټولو وطنوالو ته مبارکي وایم."  ښاغلي کرزي د والدینو نه غوښتي دي چې خپل بچیان، جینکۍ او هلکان، ښوونځیو ته ولیږي. د افغانستان پخواني اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله هم "د نوروز د لرغوني جشن او د نوي ۱۴۰۱ لمریز کال" له امله د مبارکۍ پیغام خپور کړی دی. د پخواني جهادي کمانډر احمد شاه مسعود زوی، احمد مسعود، چې د طالبانو خلاف یې مزاحمتي تحریک جوړ کړی دی، په یو لنډ پیغام کې د نوروز د مبارکۍ ترڅنګ یې هیله ښودلې ده چې سږکال "آزادي په استبداد او رڼایي په تورتمونو کامیابه شي". د ملګرو ملتونو سېکټري جنرل انټونیو ګوټېرش د نوروز په ویاړ خپل ځانګړي ویډیویي پیغام کې ویلي چې، "نوروز د نويو پیلونو جشن دی، د یو نوي کال، د پسرلي د رارسېدو، او د ماحول د تازه کېدو پیل دی."  ګوټېرش ویلي چې نوروز جشن، په نړۍ کې څه دپاسه درې سوه میلینه خلک چې د مختلفو ملکونو سره تعلق ساتي، د یو بل سره يوځای کوي او په دې مهال باید ثقافتونه وپېژندل شي او ترې خوند واخېستل شي. د امریکا صدر جو بایډن ویلي چې هغه او مېرمن یې ټولو کسانو ته چې په نړۍ کې نوروز لمانځي، خپلې نیکې پېرزوینې وړاندې کوي. د برطانیې وزیراعظم بورېس جانسن هم پخپل ټویټر لیکلي دي: "نوروز پېروز و ټولو هغو کسانو ته چې نن په نړۍ کې دا ورځ لمانځي، په شمول زمونږ د افغان ملګرو چې خپل اولنی نوروز دلته په برطانیه کې لمانځي. غواړم تاسو او کورنیو ته مو خپلې نیکې هیلې وړاندې کړم."  د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو په یو ویډیویي پیغام کې افغانانو، ایرانیانو، او نورو کسانو ته چې نوروز لمانځي، په انګریزي او فرانسیسي ژبه مبارکي ورکړې ده:   

21.03.2022 ډیوه

څېړونکي: او اي سي اسلامى نړۍ ته ورپيښو ستونزو په حل کې څه مهم رول نه دی لوبولی

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او اي سي د بهرنیو چارو د وزیرانو 48مه غونډه د دې میاشت په 21 او 22مه په اسلام اباد کې کيږى چې پکې به د افغانستان، کشمیر، فلسطین او د نورې اسلامي نړۍ پر مسایلو غور کولی شي. د او اي سي د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې په اوکراین د روسیې له یرغل وروسته نړۍ له نویو ننګونو سره مخ ده او داسې ښکاري چې د واکراېن جګړې نړۍ نه د افغانستان خبره هېره کړې ده چې څو میاشتې مخکې به د نړیوالو مطبوعاتو د سر په خبرونو کې شامل و. څيړوکې وايي که د او اي سي ريکارډ ته وکتل شي نو دې تنظيم اسلامى نړۍ ته په ورپيښو ستونزو کې څه مهم رول نه دی لوبولی. البته د دوى وينا ده د دې غونډې نه نړۍ ته يو پيغام ورکول پکار دى چى اسلامي نړۍ به د روس- يوکراين جګړه کې بې پلوه وي او د يو یا د بل فریق پلوي به نه وي. څېړونکي وايي فکر نه کوي د او اي سي دا غونډه به د افغانستان په اړه له یوې هوکړې او د مرستې له ژمنې پرته بل کوم ګټور پیغام واستوي. د وى او اې ډيوه سره خبرو کې د پېښور پوهنتون د سیمه اییزې مطالعې مرکز پخواني مشر ډاکټر سرفراز خان وويل ،"ځما په خيال د ا اي سي پخوانې ريکارډ څه ګټه ور نه دې ياتې شوى، او اسلامي هېوادونه هم خپلې شخړې لري، لکه د سعودي-ایران. شخړه، د اماراتو-ایران شخړه او د افغانستان ګاونډیان د افغانستان په اړه موافق نه دي. هغه زیاته کړه چې پاکستان به د افغانستان د مالي ستونزو په اړه خپل غږ پورته کوي خو پاکستان خپلې ستونزې نه شي هوارولی نو د افغانستان ستونزې به څه حل کړي او سعودي عربستان هم اوس له افغانستان سره کومه دلچسپي نه لري. پخواني سفارتکار اصف دراني وویل د او اي سي غونډه باید "نړۍ ته یو واضح پیغام واستوي چې اسلامي نړۍ به د روسیې او اوکراین په جګړه کې بې طرفه وي او د یوې ډلې برخه به نه وي." هغه وویل دې غونډې ته پکار ده چى د افغان اولس د مرستو د پاره يو مهم رول ولوبوي چيرې چى دا وخت نيمايي ابادي د خوراک د کمي سره مخامخ ده او ملګرو ملتونو چى د افغانستان د پاره کومه د اتو بلين ډالرو مرستې ژمنه کړې وه په هغې کې صرف د يو بلين ډالره ژمنې شوي دي. نوموړى زياته کړه چى د روسیې اوکراین جګړې نه وروستو د نړۍ ټول پام په دې جګړه دی او افغانستان بالکل په خبر کې نيشته چى د افغانانو د پاره ښه پرمختګ نه دی. د څيړونکو په وينا که څه هم او اي سي د اسلامي نړۍ د سیاسي او سفارتي شخړو په هوارولو کې موثر کردار ونه لوبولی شو خو دا تنظيم مسلمانې نړۍ ته د صحت، تعليم او د غربت په شان ستونزو حل کولو کې ډير څه کولی شي.  

21.03.2022 ډیوه

څېړونکي: د وزیراعظم خلاف د عدم اعتماد تحریک کامیابي به د خېبرپښتونخوا دپاره مشکلات پېدا کړي

په خېبر پښتونخوا کې د سياسي او پارليماني چارو پوهان وايي د وزير اعظم عمران خان خلاف د بې باورۍ تحريک که چېرې کاميابېږي نو د خېبر پښتونخوا په حکومت به يې خراب اثر ضرور پرېوزي او صوبه د سياسي اړي ګړي سره د مخامخ کېدو ترڅنګ د مالي ستونزو سره هم مخامخ کېدلی شي. څېړونکي وايي په صوبه کې د پاکستان تحريک انصاف حکومت به د مخالفه ګوندونو د نوې حکومت څخه د بجلۍ، ګېس او تېلو د رايلټي په مد کې د هغه پېسو غوښتنه هم کوي کومې چې اوس مهال دوی د وفاق نه په کلکه نه غواړي. په پېښور کې مېشت خبريال او د پارليماني چارو کارپوهه لحاظ علی وېنا ده چې په وفاق کې د عدم اعتماد تحريک کاميابۍ سره د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ باندې اثر نشي راتللي خو په صوبه کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند حکومتي چارې اغېزمنې کولی شي.   نوموړي زياته کړه که دا وخت وفاقي حکومت بدلېږي نو صوبايي حکومت به د اوبو نه جوړېدونکې بجلۍ منافع غواړي، خېبر پښتونخوا حکومت به د ای جي اين قاضي فارموله هم راوچتوي او خپله برخه به هم غواړي او په دې ټولو شيانو چې اوس پرې خاموشه دي بيا به يې غواړي. هغه دا هم وويل چې که حکومت بدلېږي نو صوبايي حکومت ته به مالي ستونزې مخې ته راځي ځکه چې قابل تقسيم محاصل کې به ورته پېسې نه ورکړل کېږي او د دوی چې کومې روانې منصوبې دي نو په هغې کې به دوی ته پېسې نه ورکول کېږي.   د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ د 145 غړو نه د پاکستان تحريک انصاف 94 غړيدي او د وزير اعلا محمود خان پرضد د بې باورۍ تحريک لپاره به اپوزيشن کم از کم د 73 غړو ضرورت وي چې د پارليماني چارو پوهانو په وېنا ترلاسه کول ممکن نه دي. خبريال شاهد حميد وي او ای ډيوه ته وايي د بې باورۍ تحريک سره په مرکز کې د پاکستان تحريک انصاف حکومت بدلېدو په نتيجه کې د دغې ګوند ځيني غړي د وزير اعلا محمود خان صوبايي حکومت لپاره خنډان جوړولی شي. نوموړي دا هم وويل چې هغه ايم پي اېز چې د محمود خان خلاف پاتې شوي، يا تېر اسمبلۍ کې فارورډ بلاک وو يا اوس په وزارتونو د حکومت نه خفه دي نو هغه د بغاوت صورتحال پېدا کولی شي. د ډان ورځ پاڼې د يو خبر ترمخه د پاکستان پيپلز ګوند صوبايي مشر نجم الدين خان ويلي چې د پاکستان تحريک انصاف صوبايي اسمبلۍ 45 غړو په مرستې به مخالفه ګوندونه ډېر زر د وزير اعلا محمود خان خلاف د بې بارورۍ تحريک وړاندې کړي۔ نوموړي ويلي چې په دې اړه پاکستان پيپلز ګوند، عوامي نېنشل ګوند او جعيت علما اسلام په يوه پاڼه دي۔ په پېښور کې د ډان ورځ پاڼې خبريال او په سياسي چارو نظر لرونکی زولفقارعلي وي او ای ډيوه ته وايي په موجوده سياسي صورت حال کې په حکومت فشار اچولو لپاره داسې ډول بيانونه کارول کېږي. د پاکستان وزير اعظم عمران خان خلاف د بې باورۍ تحريک مخالفو سياسي ګوندونو ديارلس ورځې وړاندې په قامي اسمبلۍ کې جمع کړی او سپيکر د مخالفه ګوندونو په غوښتنه د دې مياشتې په 25مه نېټه د اسمبلۍ غونډه رابللي ده. ټاکل شوې ده چې په دغه ورځ د عمران خان خلاف د بې باروۍ په تحريک ووټونه وشي او که نوموړي د 172 غړو د اعتماد رای ترلاسه نه کړی شوې نو اقتدار به د لاسه ورکړي.  

21.03.2022 ډیوه

سپريم کورټ: د ارټيکل63-A وضاحت، د پارلیمان جګړه دې د پارلیمان دننه وشي

د وزیراعظم عمران خان پرضد د مخالفو ګوندونو لخوا د بې باورۍ د پریکړې/ عدم اعتماد جمع کولو پس چې ځينې حکومتي غړي د اپوزيشن سره ودرېدلي، صدر عارف علوي د سترې محکمې/سپريم کورټ نه د دستور آرټیکل 63-A وضاحت د پاره ریفرنس جمع کړی دی. سترې محکمې يا سپريم کورټ ويلي دي د پارلیمان جنګ دې د پارلیمان دننه وشي او عدالت يواځې دا ګوري چې د چا اييني حق متاثره نه شي. د سپريم کورټ دوه کسیزه بینچ کې شامل جسټس منیب اختر ويلي دي چې د دستور/ ايين آرټیکل 95 ترمخه د راې یا د ووټ د استمال حق د سیاسي ګوند وي او د دې ترمخه د ځانګړي ووټ څه حیثیت بیا پاتې نه شي. د بنچ مشر چيف جسټس عمر عطا بندیال ویلي دي که چري د جسټس منیب اختر په دې ابزرویشن/ مشاهده لاړ شو نو دا به بیا په عدالتي فیصلې کې يو خنډ جوړيږي ځکه چې پوښتنه هم دغه ده چې څوک د خپل ګوند د صلاح پرضد ووټ استمالولی شي اوکه نه؟. مشر قاضي/ چيف جسټس عمر عطا بندیال دا ریمارکس د سپریم کورټ بار ایسوسي ایشن لخوا د بې باورۍ د پریکړې په وخت د سیاسي ګوندونو ترمینخ د نښتو د ویرې د خواست د اورېدنې په وخت ورکړي دي. اټارني جنرل خالد جاوید خان عدالت ته باور ورکړی دی چې حکومت به د پارلیمان د يو غړي لاره هم نه نیسي چې د عدم اعتماد پحقله د قامي اسمبلۍ غونډه کې شرکت وکړي او نه به حکومت څوک مجبوره کوي چې د وزیراعظم په حق کې د راې استمال وکړي او صدارتي ریفرنس جمع کولو مقصد په راتلونکي يا مستقبل کې دغه شان قضیو پحقله وضاحت غوښتل دي. له دې وړاندې حکومتي وزیرانو دړکه کړې وه چې د قامي اسمبلۍ هر يو غړی به د لکونو خلکو د جلسې نه تيريږي او بیا به د وزیراعظم پرضد يا حق کې د خپلې راې استمال کوي. ستر قاضي عمر عطا بندیال ویلې دي چې سیاسي ګوندونه دې د پارلیمان دننه د خپل طاقت مظاهره وکړي او که چري چا قانون مات کړو نو پرضد به یې کارروايي کیږي. مشر قاضي د سیاسي ګوندونو نه دا غوښتنه هم کړې ده د بې باورۍ په پریکړې باندې د رايې ورکولو په ورځ دې د پارلیمان مخامخ ډي چوک کې د مظاهرو او جلسو نه ډډه وکړي. عدالت ويلي، چې د ووټ استمال د هر چا اييني حق دی او څوک هم د دې نه ، نه شي محرومه کولې او عدالت به دا هم ګوري چې د يوې دستورې له امله چرته څوک د دې حق نه خو محرومه نه شي. په اتم مارچ مخالفه ګووندونو د وزیراعظم عمران خان پرضد د بې باورۍ تحریک په قامي اسمبلۍ کې جمع کړی او د ايين ترمخه سپیکر پابند دی چې په 14 ورځو کې دننه په دې پریکړې د رایې ورکولو د پاره د قامي اسمبلۍ غونډه راوبلي خو سپیکر دا غونډه په 25 مارچ رابللې ده او د حکومت دا دریځ دی چې د پارلیمان په ودانۍ کې به په 22-23 مارچ د اسلامي هیوادنو تنظیم غونډه کیږي. د سپریم کورټ بار ایسوسي اېشن صدر احسن بهون د عدالت نه بهر میډیا سره خبرو په وخت ويلي په تیرو وختونو کې به دلته پوځي ډکټټرانو ايين ماتولو خو اوس د قامي اسبملۍ سپیکر هم دغه کار کړی دی. د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بټو چې د نورو مخالفو ګوندونو مشرانو سره عدالت کې موجود وو مطبوعاتو سره يې په خبرو کې ويلي، چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت د بې باورۍ د پریکړې نه تښتي او د دې مقصد د پاره د سپیکر استمال کوي خو سپیکر دې په دې پوهه شي چې دستور ماتول د آرټیکل شپږم ترمخه غداري ده. سترې محکمې ته د صدر ډاکټر عارف علوي لخوا دستور آرټیکل 63-A وضاحت دپاره ېو ریفرنس هم جمع کړی شوی دی اؤ په دې به 24 عدالت اورنه کوي. حکومت غواړي چې د حکومتي ګوند د پارلمیان کوم غړی د دوی د ګوند پرضد ووټ استمالول غواړي د دې آرټیکل ترمخه د هغوی د پارلیمان غړيتوب ختم کړي خو قانون پوهه قاضي انور ډیوه ته وايي داسې ترهغه وخت پورې نه شي کیدی ترکومه چې د يو ګوند غړي د خپل ووټ استمال نه وي کړی. تیره ورځ د خېبرپښتونخوا په بټ خېله کې يوې غونډې ته په وېنا کې وزیراعظم عمران خان هم د خپل ګوند خفه غړو ته د واپس راتللو خواست کړی وو او دړکه یې کړې ده که دوی واپس نه راځي نو ددوی د بچو سره به نه څوک ودونه کوي او نه به د دوي بچي تعلیم ترلاسه کړي.

21.03.2022 ډیوه

په چين کې الوتکه غورځېدلې، 133 کسان پکې سواره وو

د چين سرکاري ميډيا ویلي، نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (21 مارچ) د چين الوتکه په ګوانګ شي صوبه کې غورځېدلې ده، په الوتکه کې 133 کسان سواره وو. سي سي ټي وي ويلي، چې د چين ايسټرن ايرلاينز بوينګ 737 د پېښې ښکار شوې ده. ويل شوي د ژغورنې کار کوونکي د بېښې ځای ته لېږل شوي او په سمدستي ډول په پېښه کې د مړو ژوبلو په اړه څه نه دي ويل شوي. د شنګهايي چاينه ايسټرن الوتکه د چين په درېو غوره الوتکو کې شماريږي، کومه چې په ملکي او نړيواله کچه سفرونه کوي. ویل شوي د الوتکې سره د چین د ووژو ښار په لويديځ کې رابطه قطع شوې ده. په شکاګو کې د بوينګ کمپنۍ په سمدستي ډول د الوتکې په اړه څه نه دي ویلي. د وي او اې د خبر ترمخه چاينه ايسټرن الوتکه په جون 2015 کې چين ته ورکړی شوې او شپږ کاله يې پرواز کړی دی. د دوه اينجنو دغه الوتکه په نړۍ کې د لنډ او مينځني فاصلې د سفر دپاره مشهوره الوتکه ده. چاينه ايسټرن د عامو الوتکو 737، 800 او 737مکس يو ډول دی. 737 مکس ډول الوتکه د دوه الوتکو د غورځېدو وروسته په ګرده نړۍ کې ودرول شوې وې. په چین کې د الوتکې وروستۍ پېښه په کال 2010 کې شوې وه.

21.03.2022 ډیوه

پاکستان او بهرنيانې کمپنۍ په بلوچستان کې د سرو زور او تانبې په کانونو بيا کار پېل کولو متفق شوي

پاکستان او د کانونو دوه نړيوالو کمپنيانو د اوږدوې مودې شخړه هواره کړې او چارواکو ويلي د سويلي اسيا په ملک (پاکستان) کې به د نړۍ د سرو زرو او تانبې/ کاپر د غټو زېرمو په جوړولو بيا کار پېلوي. د کېنېډا بېرک ګولډ کارپورېشن او د چيلي انټو فېګسټا په کال 2011 کې د پاکستان په بې وزله صوبه بلوچستان کې هغه وخت د ريکوډک په کان کار ځنډولی وو چې کله پاکستان دوی ته د دغه پروژې د تیارولو د لايسنس ورکولو نه انکار کړی وو او بيا په دغه اړوند يوه اوږده قانوني جګړه شوې وه. د پاکستان د وزیراعظم دفتر د اتوار/ يکشنبې په ورځ (20 مارچ) ويلي، چط د بېرک کمپنۍ سره د معاهدې يا تړون لاندې به د نړيوال بېنک ثالثي عدالت د پاکستان ضد نزدې د 11 اربه ډالرو جرمانه معاف کوي. په اسلام اباد کې د تړون لاس ليک کېدو وروسته په جاري شوي بيان کې ويل شوي، بېرېک کمپني په په بلوچستان کې نزدې 10 اربه ډالره پانګونې کوي او د 8000 څخه زيات کسان به پکې په روزګار کيږي. ويل شوي نزدې د يو ارب ډالرو پانګونې به د سړکونو، سکولونو، او د کانونو دپاره د تکنيکي تربيې په ادارو جوړولو مصرف کولی شي. د وزيراعظم دفتر ويلي، په نوې پروژه کې به نيم ملکيت د بېرک ګولډ کمپنۍ سره او پاتې نيمه برخه به د پاکستان د مرکزي حکومت او بلوچستان حکومت په برابر تقسيم سره وي. د معاهدې وروسته د توانايۍ مرکزي وزیر حماد اظهر خبري غونډې ته ويلي، چې په پاکستان کې د لس اربه ډالرو پانګونه تر ټولو غټه تاريخي پانګونه ده. وزيراعظم عمران خان په ټويټر ویلي، د ريکوډک پروژه به په ممکنه توګه د نړۍ د سرو زرو او تانبې تر ټولو لوی کان وي. دا به پاکستان د قرضونو نه خلاص کړي او د خوشالۍ نوې لارې په پرانيزي. او بېرک ويلي، دغه تړون  به کمپنۍ ته د کان کيندنۍ اجاره يا ليز، د لايسنس جواز او سطحي حقونه ورکړي، او دغه پروژه به د نړۍ د غټ غېر پرمختللي سرو زرو او تانبې د زېرمو کوربه توب وکړي.

21.03.2022 ډیوه

 بلوڅ ګوندونه وايي د رېکو ډېک په اړه بهرني کمپنو سره د حکومت تړون ردوي

بلوڅ کوندونو ویلي په بلوچستان کې د سرو زرو او مېسو د درنګونو په اړه د بهرنیو کمپنو سره د وفاقي حکومت معاهده د منلو وړ نه ده. د بلوڅ ملت پاله “نیشنل ګوند” مرکزي سیکر یټري جنرل جان محمد بلوڅ وايي دا تړ‎ون د بلوڅو د وسایلو د لوټلو او قبضې په معنا دی دا د قبلولو نه دی. د بي این پي مینګل د مرکزي کمېټی پخوانی غړ‎ی او د کوټې ضلعې مشر غلام نبي مري وایي په دې پروژہ کې حکومت د دوی په تجویز ونو عمل ندی کړ‎ی وایي “ھرہ ھغه پروژہ چې د بلوچستان د اولس او د قامپاله ګوندونو له رضا پرته وي راته منظورہ ندہ”. پاکستان او د کانونو دوه نړيوالو کمپنيانو د اوږدوې مودې شخړه هواره کړې او چارواکو ويلي د سويلي اسيا په ملک (پاکستان) کې به د نړۍ د سرو زرو او تانبې/ کاپر د غټو زېرمو په جوړولو بيا کار پېلوي. د کېنېډا بېرک ګولډ کارپورېشن او د چيلي انټو فېګسټا په کال 2011 کې د پاکستان په بې وزله صوبه بلوچستان کې هغه وخت د ريکوډک په کان کار ځنډولی وو چې کله پاکستان دوی ته د دغه پروژې د تیارولو د لايسنس ورکولو نه انکار کړی وو او بيا په دغه اړوند يوه اوږده قانوني جګړه شوې وه. د پاکستان د وزیراعظم دفتر د اتوار/ يکشنبې په ورځ (20 مارچ) ويلي، چط د بېرک کمپنۍ سره د معاهدې يا تړون لاندې به د نړيوال بېنک ثالثي عدالت د پاکستان ضد نزدې د 11 اربه ډالرو جرمانه معاف کوي. په اسلام اباد کې د تړون لاس ليک کېدو وروسته په جاري شوي بيان کې ويل شوي، بېرېک کمپني په په بلوچستان کې نزدې 10 اربه ډالره پانګونې کوي او د 8000 څخه زيات کسان به پکې په روزګار کيږي. ويل شوي نزدې د يو ارب ډالرو پانګونې به د سړکونو، سکولونو، او د کانونو دپاره د تکنيکي تربيې په ادارو جوړولو مصرف کولی شي. د وزيراعظم دفتر ويلي، په نوې پروژه کې به نيم ملکيت د بېرک ګولډ کمپنۍ سره او پاتې نيمه برخه به د پاکستان د مرکزي حکومت او بلوچستان حکومت په برابر تقسيم سره وي. د معاهدې وروسته د توانايۍ مرکزي وزیر حماد اظهر خبري غونډې ته ويلي، چې په پاکستان کې د لس اربه ډالرو پانګونه تر ټولو غټه تاريخي پانګونه ده. وزيراعظم عمران خان په ټويټر ویلي، د ريکوډک پروژه به په ممکنه توګه د نړۍ د سرو زرو او تانبې تر ټولو لوی کان وي. دا به پاکستان د قرضونو نه خلاص کړي او د خوشالۍ نوې لارې په پرانيزي. او بېرک ويلي، دغه تړون به کمپنۍ ته د کان کيندنۍ اجاره يا ليز، د لايسنس جواز او سطحي حقونه ورکړي، او دغه پروژه به د نړۍ د غټ غېر پرمختللي سرو زرو او تانبې د زېرمو کوربه توب وکړي. د کېنېډا د کمپنۍ مشر مارک برسټو وويل دا به يواځې دې صوبې ته بلکې منطقې او پاکستان په راتلونکې لسيزې کې لويې ګټې ورکړي او رېکوډِک به په راروانو پينځه شپږو کالو کې د استعمال وړ وي. انتوفېګسټا وويل دوي موافق شوي چې له دې جدا شي ځکه چې اوس دا منصوبه د کاپر او خام مال جوړولو ته توجه ورکوي. بېرک او انتوفېګسټا په شريکه شاوخوا يوه لسيزه وړاندې په بلوچستان کې رېکوډِک معدنيات موندلي وو او دوي ويلي چې په دې يې 220مليونه ډالر لګولي دي. د پاکستان بلوچستان صوبه د قدرتي وسايلو نه ډکه هغه صوبه ده چې د ايران او افغانستان سره يې پولې لګېدلې دي.

21.03.2022 ډیوه

روس په ماریوپول ښار کې اوکراين ته د تسليمېدو دپاره وخت ورکړی

روس په ماریوپول ښار کې اوکراين ته د ګل/ دوشنبې د سهاره پورې د تسليمېدو الټيمېټم ورکړی، په داسې حال کې چې د اوکراين صدر ولاديمیر زيلنسکي ویلي، چې د روس د صدر ولاديمیر پيوټن سره د سولې خبرو ته تیار دی. او د اوکراين مرستیالې وزيراعظمې ايرينا ويرشوچک د روس خبرداری رد کړی چې تسليم شي، او ويلي يې دي چې د تسليمېدو خبره نه شي کېدی او نه دوی وسله غورځوي. د اوکراين پرېوادا خبري ادارې سره په خبرو کې هغې ويلي روس يې په دغه اړه د وړاندې نه خبر کړی دی. د روس سرکاري خبري ادارې (ار ايي اې) ویلي، د روس د دفاع وزارت د اوکراين نه سهار وختي د ماسکو په وخت د پينځه او د کيف په وخت د څلورو بجو پورې ځواب غوښتی دی. د روس لخوا دغه خبرداری د هغې څو ساعته وروسته مخې ته راغلی، چې د اوکراين صدر زيلنسکي د اتوار په ورځ سي اېن اېن سره په خبرو کې ویلي، که خبرې ناکامه کيږي د دې مطلب به دا وي چې دا درېمه نړيواله جګړه ده. زيلنسکي ویلي، د روس سره د سولې هر اړخيزه خبرې غواړي، چې د اوکراين ځمکنۍ بشپړتيا په ځای شي او انصاف ورسره شي. د روس خبرې کوونکو ويلي، چې په وروستيو کې فريقېن دې خبرو ته نزدې شوي چې اوکراين به په نېټو کې نه شامليږي او بې طرفه به پاتې کيږي. زيلنسکي سي اېن اېن ته ویلي، چې د روس پوځ اوکراين ته راننوتی چې مونږ ختم کړي او مونږ ووژني. خو هغه ویلي اوکراين به خپلواکي ساتي. هغه ویلي، روسانو زمونږ ماشومان وژلي، دا حالات نور بيرته نه شي تلی، د اوکراين څخه د ځينو علاقو په ازاد حیثيت د تسليمېدو غوښتنه نه شي کېدی دا جوړ جاړی سم نه دی. د اتوار په ورځ د روس پوځ د ماريوپول په هغه ارټ سکول بمباري کړې چرته چې 400 کسانو پناه اخستې وه. د ماریوپول چارواکو ويلي، په بريد کې ودانۍ تباه شوې ده، او په پېښه کې د مرګ ژوبلو په اړه په سمدستي ډول څه نه دي ویل شوي.

21.03.2022 ډیوه

د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ترهګرو او نورو تندلارو ډلو صورتحال څه دی؟

واشنګټن  - د نړۍ استخباراتي ادارې خبرداری ورکوي چې په افغانستان باندې د طالبانو واک اختیار، په جنوبي ایشیا او ټوله نړۍ کې د ترهګرو او تندلارو ډلو بڼه په بنیادي توګه بدلوي. د استخباراتي چارو او د ترهګرو سره د مبارزې چارواکي په ځانګړې توګه وایي چې د القاعده سره د تعلقاتو بندولو او د داعش-خراسان غوندې د تررېسټي ډلو د مخالفت په اړه د طالبانو د وعدو باوجود هم چې د ۲۰۲۰ کال قطر لوظنامه کې راغلې وې، د دغسې ډلو د پرمختګ ښکاره شواهد لیدل کیږي. د امریکا د سنټرل کمانډ مشر پوځي جنرل فرانک مکېنزي د مارچ په ۱۵مه واشنګټن کې د کانګرس غړو ته وویل: "طالبان په دې کوشش کې دي چې په داعش ډلې باندې فشار جاري وساتي. مګر اوس پوهیږي چې دا مشکل کار دی." جنرل فرانک مکېنزي زیاته کړه چې، "هغوی (طالبان) د القاعده په مسئلې کې چې د هغو سره مخالفت وکړي او کوشش وکړي هغوی محدوده وساتي، ډېر کلک ندي."  د ملگرو ملتونو د راپور چې د غړو هېوادونو د استخباراتي ادارو برابر کړی، هم همدا فکرمندۍ څرګندې کړي دي. په راپور کې ویل شوي دي: "داسې تازه څه شواهد/علامې نشته چې ګني طالبان دې په ملک کې د خارجي ترهګرو جګړه مارو د فعالیت محدود کولو دپاره څه ګامونه اخیستې وي. برعکس ترهګرې ډلې اوس هلته دومره زیاتره آزادي لري چې په دې وروستي تاریخ کې یې هېڅکله دومره آزادي نه درلوده." د داسې اندېښنو با وجود ځیني سفارتکارانو، لکه د افغانستان دپاره د امریکا خاص استازي ټامس وېسټ، امید څرګند کړی چې طالبان به د ترهګرو ډلو ضد اقدام وکړي. ټامس وېسټ د فرورۍ په ۱۵مه د امریکا د سولې په انسټېټیوټ کې وویل، هغه په دې باور لري چې طالبان د داعش ډلې د ترهګرو په ځپلو کې "ډېر صاف نیت" لري. دا چې طالبان او غټ ترهګر تنظیمونه اوس مهال په افغانستان کې څنګه فعالیت کوي، او په تېرو شپږو میاشتو کې چې امریکا د افغانستانه وتلې ده، دوی څنګه یو بل سره ګوزاره کړې ده، په دې به دلته یو نظر واچوو: طالبان طالبان اول ځل په ۱۹۹۴ کې راپیدا شول، ځان ته د افغانستان اسلامي امارت وایي، مشرتابه یې ځان امیرالمومنین ګڼي چې پخپله د طالبانو مذهبي شورا یې ټاکي او د عهدې موده یې د عمر تر آخره ده.  د طالبانو اوسنی مشر یا د دوی په وینا، امیرالمومنین یې، ملا هبت الله آخندزاده نومیږي چې تر اوسه هېڅ مېډیا ته نه دی راڅرګند شوی او څوک نه پوهیږي چې چېرته دی. د حکومت چارې یې نګران حکومت ته سپارلي چې د ده په حکم ټاکل کیږي. د امریکا او د ملګرو ملتونو د نورو غړو هېوادونو د استخباراتو د اندازې ترمخه، د طالبانو د افرادو تعداد د اته پنځوس زره او یو لاکهو ترمنځ (۱۰۰۰۰۰-۵۸۰۰۰) دی چې دا شمېره د جنګي حالاتو او موسمي جنګونو په نسبت بدلېدونکې ده. د طالبانو سره شاوخوا اته زره نه تر لس زرو (۱۰۰۰۰-۸۰۰۰) پورې خارجي جګړه ماران هم همکار پاته شوي چې اکثره یې اوس د طالبانو طرفداره پاته دي. د طالبانو دفاع وزارت په دې وروستیو کې ویلي چې نیت لري د یو لک و لس زره (۱۱۰۰۰۰) په تعداد یو پوځ جوړ کړي. د امریکا او ملګرو ملتونو استخباراتي راپورونو کې راغلي چې طالبان اوس هم د القاعده سره نږدې کار کوي او د نورو ترهګرو ډلو سره تعلقات ساتي، او هغوی هڅوي چې د طالبانو په نوي پوځ کې شامل شي. د سوفان ګروپ په نامه د یوې څېړنيزې استخباراتي ادارې مشر کولېن کلارک وایي چې طالبان ممکن د داعش-خراسان ډلې سره مقابله وکړي، مګر دا به ورته ډېره سخته وي چې داعش-خراسان له منځه یوسي. طالبان بل اړخ ته دا خبره نه مني چې ګني ترهګرې ډلې به د دوی تر حکومت لاندې خلکو ته کومه مسئله جوړه کړی شي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېر سټمبر میاشت کې خبري کنفرنس ته وویل: "مونږ په افغانستان کې هېڅ داسې کس نه ګورو چې د القاعده سره یې تعلق وي. هغه داعش چې په شام او عراق کې موجود دی، دلته کې نشته. مونږ دې حقیقت ته ژمن یو چې د افغانستان د خاورې نه به هېڅ کوم بل ملک ته خطره پېښه نه شي." داعش-خراسان ډله په افغانستان کې د داعش ملګرې ډله چې داعش-خراسان هم یادیږي، د طالبانو او د القاعده قسم خوړلې دښمنه ده. مګر د نورو ترهګرو ډلو په شان، د طالبانو د واکمنه کېدو نه ډېره ګټه داعش خراسان ته هم رسېدلې ده. کله چې طالبانو په افغانستان قبضه ولګوله، نو د جېلونو دروازې خلاصې شوې او د داعش-خراسان سلګونه کسان له بنده خوشې او وتښتېدل. د طالبانو کمانډرانو سمدستي د داعش-خراسان پخوانی مشر ابو عمر خراساني اعدام کړ، مګر ډېر نور داعشیان وتښتېدل. په هغه وخت کې د امریکا پوځي مشرانو ویل چې د جېلونو خلاصېدلو سره، افغانستان کې د داعش ډله چې څو سوه کسان و، تعداد یې لږ ترلږه دوه زره (۲۰۰۰) سخت دریځه جګړه مارانو ته ورسېدل. داعش-خراسان په دې هم تورن دی چې د اګسټ په ۲۸مه یې کابل ائیرپورټ سره خودکشه حمله وکړه، ۱۳ امریکاییان او د ۱۷۰ زیات افغانان یې ووژل. د ملګرو ملتونود غړو هېوادونو استخباراتو په خپل راپور کې ویلي چې د هغه وخت راهیسي، د داعش خراسان ډلې د جګړه مارو شمار دوه برابره زیات شوی او شاوخوا ۴۰۰۰ ته رسیږي چې ممکن نیمایي یې خارجي کسان وي. په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې داعش-خراسان د ۲۰۲۰ کال په سر کې ټوله خپل د واک لاندې سیمې د لاسه ورکړې وې، مګر اوس "د افغانستان په ختیځ کې یو وړه سیمه باندې واک اختیار لري" او دا صلاحیت یې پیدا کړی چې "غټې او پېچلې حملې ترسره کړي." د ځینو استخباراتي ادارو د اندازې ترمخه، داسي هم ښکاري چې داعش-خراسان ډلې ته د داعش اصلي ډلې نه چې شام او عراق کې ده، په تېرو شپږو میاشتو کې څه د پاسه پنځه لاکه ډالر لېږل شوي دي. امریکاییانو پخوا پیشبیني کړې وه چې داعش-خراسان به په شپږو میاشتو کې دا قابلیت پیدا کړي چې د نړۍ په کچ حملې ترسره کړي، مګر اوس اندازه لګوي چې دا قابلیت به په آینده ۱۸-۱۲ میاشتو کې پیدا کړي. د القاعده اصلي ډله د القاعده مشر اېمن الظواهري د اګسټ په آخره کې یو بیان ورکړ چې هغه کې یې طالبانو ته د کامیابېدو مبارکي ورکړه، مګر پس د هغه اکثره د افغانستان په حالاتو خاموش پاته شوی دی. د دې میاشتې په سر کې یو ویډیویي پیغام یې خپور شو چې هغه کې یې "د امریکاییانو شکست" ته اشاره کړې ده.  داسې باور کیږي چې پخپله الظواهري په افغانستان کې چېرته پټ دی او د یو شمېر ملکونو استخبارات اندازه لګوي چې د هغه صحت ښه ندی. ملګرو ملتونو ته پیش کړی شوی یو استخباراتي راپور دا څرګندوي چې د امریکاییانو په وتلو او د طالبانو په واکمنه کېدو سره، القاعده ډلې ډېر مفاد اخیستی دی. د ملګرو ملتونو د راپور ترمخه، "د [القاعده] ځینې نږدې خواخوږي اوس مهال د طالبانو په منځ کې د افغانستان د نوې انتظامیې اهمې عهدې په غاړه لري." راپور زیاتوي، داسې ډېر امکانات شته چې د الظواهري ممکنه ځایناستی سیف العدل به د ایران نه د وتلو او په افغانستان کې د مېشتېدو کوشش وکړي. د ترهګرۍ ضد په برخه کې د مغربي ملکونو ادارې اندازه لګوي چې افغانستان باندې د طالبانو د قبضې مخکې، ممکن د القاعده اصلي ډلې د افغانستان په لږ تر لږه ۱۵ ولایتونو کې څو سوه جګړه ماران درلودل. په سټمبر کې د امریکا یو جګپوړي استخباراتي چارواکي وویل چې "افغانستان ته د القاعده [جګړه مارو او چارواکو] د ورتګ ځینې نښې نښانې" لیدل شوي دي، مګر هغه په احتیاط سره زیاته کړه چې "دا لا ړومبۍ ورځې دي." که څه هم امریکایي چارواکي په دې فکرمند دي چې القاعده به بیا په خارج کې خپلو حملو باندې ترکیز وساتي، یو تازه راپور چې د امریکا د استخباراتو ادارې د معلوماتو په بنیاد جوړ شوی، وایي چې القاعده د طالبانو په خواهش، ځانونه چوپ نیولي او طالبان چې اوس غواړي حکومت یې په نړېوال کچ په رسمیت وپېژندل شي، شاید د القاعده مشران په بهر کې د حملو کولو نه راوګرځوي.   د بر صغیر القاعده د القاعده ډلې یوه اهمه څانګه، د بر صغیر القاعده کې ده چې د اصلي القاعده ډلې په اندازه افغانستان کې موجوده ده. د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د استخباراتي اندازو ترمخه، د برصغیر القاعده په افغانستان کې قریب څلور سوه (۴۰۰) جګړه ماران لري چې په غزني، هلمند، کندهار، نیمروز، پکتیکا، او زابل ولایتونو کې خواره دي.  د بر صغیر القاعدې په ډله کې افغانان، د بنګله دېش، پاکستان، هندوستان، او میانمار (برما) شهریان شامل دي چې ویل کیږي د افغانستان د مخکیني حکومت خلاف یې د طالبانو ترڅنګ جنګ کړی دی. د امریکا اولني استخباراتي څېړنو ښودلې ده چې د برصغیر القاعده جګړه ماران د طالبانو په صفوفو کې شامل شوي دي. داسې فکر کیږي چې د بر صغیر القاعده ډلې مشر اسامه محمود او د هغه نایب عاطف یحیی دواړه دننه په افغانستان کې اوسیږي. د حقاني شبکه د حقاني شبکه په سیمه کې تر ټولو بارسوخه او د سټراټیجیکي اړخه کامیابه تندلارې ډله ګڼل کیږي. که څه هم په نوم باندې طالبانو ته وفاداره ډله کتل کیږي، مګر لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، دا یوه "نیم خودمختاره" ډله ده چې هم د القاعده او هم د داعش-خراسان سره تعلقات ساتي. د ملګرو ملتونو د راپور په بنیاد، د حقاني شبکه داسې کسان لري چې په پېچلو حملو کې ډېر مهارت لري او جګړه مارو ته تکنیکي مهارتونه ورښایي، لکه د لارې د سر بمونه، د راکټ جوړول، او داسې نور. دا شبکه په خوست، پکتیکا، او پکتیا ولایتونو کې د ۳۰۰۰ نه واخله تر ۱۰۰۰۰ پورې وسله وال روایتي جګړه ماران هم لري. د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني دی چې پلار یې جلال الدین حقاني د مجاهدینو یو لوی کمانډر تېر شوی و. حقاني شبکه تر ډېره پورې د پاکستان په قبایلو علاقو کې پاته شوې او د هغه ځای نه به د سرحدې پورې غاړې افغانستان کې یې حملې کولې. سراج الدین حقاني چې عمر یې د څلوېښتو کالو نه اووښتی دی، د امریکا حکومت په تور لېست کې شامل دی او په سر یې لس میلینه ډالره جایزه ټاکل شوې ده. هغه د طالبانو د مشر یو نایب او د طالبانو په حکومت کې د داخله چارو نګران وزیر دی. په حقانيانو باندې دا الزام دی چې د ۲۰۰۱ کال راهیسي یې په امریکاییانو، د افغانستان په مخکیني حکومت، او په هند باندیې یې ځیني سخت مرګونې او ډېرې پېچلې حملې کړي دي. دا باور هم شته چې حقاني شبکه د پاکستاني استخباراتو او القاعده سره قوي تعلقات لري. امریکا په ۲۰۱۲ کې دا شبکه د یو خارجي ترهګرې ډلې په نوم درج کړه. په تېرو کلونو کې چې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو څه استخباراتي معلومات راغونډ کړي و، دا څرګندوي چې هغه وخت د حقاني ډلې د طالبانو او داعش-خراسان ترمنځ د یو منځګړي پیغام رسوونکي کردار ادا کاوه او د طالبانو په ضمني تصدیق یې، داعش-خراسان ډلې ته هدایت ورکاوه چې د افغانستان په مخکېني حکومت باندې بریدونه وکړي. تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي چې زیاتره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۲۶۴۰ کلومټره سرحد په سیمه کې فعالیت لري، یوه یاغي ډله ده چې په دواړو ملکونو کې یې ترهګري بریدونه کړي دي. د ملګرو ملتونو د استخباراتو د تازه اندازې تر مخه، د ټي ټي پي د افرادو شمېر د ۳۰۰۰ نه واخله تر ۵۵۰۰ پورې دی. ټي ټي پي وایي چې مقصد یې د پاکستان په پښتنو علاقو باندې د پاکستان د حکومت واک اختیار ختمول او د اسلامي شریعت په بنیاد د یو تندلاري حکومت جوړول دي. په افغانستان کې امریکایي قواوو او د پاکستان پوځ په تېرو شلو کلونو کې د ټي ټي پي څو تنه مشران وژلي او یا هم نیولي دي. د ټي ټي پي اوسنی مشر نور ولي محسود په ښکاره د افغانستان د طالبانو مشر ته بیعت اعلان کړی دی. داسې ویل کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدل، ټي ټي پي ته ډېره حوصله ورکړې ده، او د پاکستاني چارواکي غواړي چې د ټي ټي پي ډلې سره معامله کې افغان طالبان د پاکستان د حکومت مرسته وکړي. ملګري ملتونه وایي چې دغو کوششونو تر یو حده پرمختګ کړی دی. د ملګرو ملتونو په یو تازه راپور کې لیکل شوي چې، "د [افغان] طالبانو له اړخه د منځګړیتوب/وساطت نتیجه دا شوې چې د پاکستان په ضد د ټي ټي پي حملو کې یو کمی راشي." راپور د یوه هېواد د استخباراتي ادارې له قوله ویلي چې طالبان په دې خبرو کې ښکېل دي چې د ټي ټي پي طالبانو د کورنیو غړو ته بېرته په پاکستان کې د پرامنه مېشتیدو اجازت ورکړی شي. د ازبکستان اسلامي تحریک د ازبکستان اسلامي تحریک یا آی اېم یو، د ۱۹۹۰مو کلونو په وروستیو کې د القاعده د بنسټګر اسامه بن لادن په مرسته او مالي امداد جوړ شو، او د آی اېم یو څو تنه مشرانو په القاعده ډلې کې عهدې لرلې. دا ډله غواړي چې د ازبکستان حکومت رانسکوره او په ځای یې یو تندلاری اسلامي نظام جوړ کړي. د ازبکستان اسلامي تحریک د ۱۹۹۹ کال په فرورۍ میاشت کې خپله اوله حمله وکړه او د ازبکستان په سرښار تاشقند کې یې په یو وخت باندې پنځه بم ګاډي وچاودل. دا باور هم شته چې دې ډلې په افغانستان او پاکستان کې هم حملې کړي دي. په ۲۰۱۵ کې، د ازبکستان اسلامي تحریک مشر عثمان غازي او د دې ډلې نور جګپوړي مشران د القاعده نه لاره بېله کړه او د رقیبې ډلې داعش سره یې بېعت اعلان کړ. مګر دا اقدام د طالبانو په مشرانو ښه ونه لګېد او طالبانو یې په ضد باندې یو لوی عملیات پیل او عثمان غازي یې وواژه او ډله یې هم قریب ورختمه کړه. په ۲۰۱۸ کې، د ازبکستان اسلامي تحریک ډلې د افرادو تعداد څو سوه کسان اټکل شوی و، مګر په هماغه کال دا ډله د افغانستان په فاریاب ولایت کې د طالبانو له خوا سخته وځپل شوه. استخباراتي ادارې وایي، د ۲۰۲۱ کال په نیمایي کې آی اېم یو په دوو فرقو – ازبک او تاجک – باندې وویشل شو چې ازبک فرقه یې ممکن داعش سره یوځای کېدو ته زړه ښه کړی وي. تازه استخباراتي راپورونه ښيي چې کله طالبانو په افغانستان قبضه لګوله، د آی اېم یو (ازبکستان اسلامي تحريک) پاته شوي جګړه ماران ورسره یوځای ول او طالبانو دوی ته د تګ راتګ آزاده ماحول برابر کړی دی. کتیبة امام البخاري کتیبة امام البخاري (د امام البخاري جماعت – کې آی بي) په ۲۰۱۱ کال کې د هغو جګړه مارانو له خوا جوړ شو کوم چې د ازبکستان اسلامي تحریک یې پرې ایښی و او د طالبانو سره څنګ په څنګ یې د افغانستان د مخکېني حکومت په ضد جګړه کوله. د دې ډلې مشر دلشاد دهقانوف دی چې د تاجکستان شهري دی. د کتیبة امام البخاري ډلې ځواکونه د افغانستان په بادغیس ولایت کې موجود دي، مګر فکر کیږي چې د دې ډلې شاوخوا سل ۱۰۰ تنه جګړه ماران ممکن د شام په لاذقیه او یا ادلب سیمو کې هم فعالیت ولري. د ملګرو ملتونو د راپور ترمخه، په افغانستان کې د کتیبة امام البخاري (کې آی بي) ډلې د کسانو شمېر په سېوا کېدو دي، ځکه د ځايي خلکو په برتي کولو کې یې کامیابي حاصله کړې ده. کې آی بي نه یوازې د طالبانو نه پیسې ترلاسه کوي، بلکې په شام کې هم د مشرتابه د طریقه چندې راټولوي. د ملګرو متلونو سره شریک شوي استخباراتي معلومات ښيي چې دهقانوف په سټمبر میاشت کې کابل ته تللی و او هلته یې د طالبانو نه غوښتي و چې کې آی بي او آی اېم یو (کتیبة امام البخاري او د ازبکستان اسلامي تحریک) د ده تر مشرتابه لاندې یوځای کړي. د راپورونو ترمخه، د دهقانوف دا غوښتنه ونه منل شوه، او طالب مشرانو زور اچولی چې کې آی بي د طالبانو د نوي پوځ یوه برخه وګرځوي. د اسلامي جهاد ډله د استخباراتي ارزونو مطابق، چې د ملګرو ملتونو سره شریکې شوي دي، د اسلامي جهاد ډله "په افغانستان کې د جنګ دپاره د مرکزي ایشیا تر ټولو آماده ډله" ګڼل کیږي او په دې مشهوره ده چې "په جنګي تکتیکونو، او د بمونو په جوړولو کې" خاص مهارتونه لري. د دې ډلې مشر د علم بېګ محمدوف په نوم د قرغېزستان یو شهري دی. د اسلامي جهاد د ډلې نایب مشر، امساتور اتابایف دی چې هغه بیا د تاجکستان شهري دی. د اسلامي جهاد ډله د افغانستان په بدخشان، بغلان، او کندز ولایتونو کې فعالیت کوي، د مخکېني حکومت په ضد یې د طالبانو ترڅنګ جنګ کړی، او آن تېر کال کې یې د طالبانو نه ځیني مالي امداد هم ترلاسه کړی دی. ویل کیږي علم بېګ محمدوف هم د کتیبة امام البخاري ډلې د مشر په شان، د طالبانو نه غوښتي دي چې د مرکزي ایشیا اهمې ډلې دې د ده تر مشرتابه لاندې یوځای کړي. مګر راپورونه وایي چې طالبانو یې دا غوښتنه نده منلې. د شرقي ترکستان اسلامي تحریک/د ترکستان اسلامي پارټۍ د شرقي ترکستان اسلامي تحریک (اي ټي آي اېم)، چې د ترکستان اسلامي پارټۍ (ټي آي پي) په نوم هم پېژندل کیږي، په لومړي ځل د چین په سینکیانګ سیمه کې جوړه شوه، او د اولنۍ حملې خبر یې په ۱۹۹۸ کال کې ورکړل شو.  د ۲۰۰۱ کال نه پس، دې ډلې هم د القاعده نه او هم د طالبانو نه امداد اخیستل شروع کړل، او د ۲۰۰۷ راهیسي په دوامداره توګه په افغانستان کې فعاله پاته شوې ده. د استخباراتي ارزونو ترمخه چې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو برابر کړي، د شرقي ترکستان اسلامي تحریک په افغانستان کې د ۲۰۰ نه واخله تر ۷۰۰ جګړه ماران لري چې پوځي مشق او د چین په اهدافو باندې د حملې پلانونه جوړوي. د شرقي ترکستان اسلامي تحریک (اي ټي آی اېم) اکثره جګړه ماران د افغانستان په بدخشان ولایت کې دي چې د چین سره شریکه پوله لري. مګر د ملګرو ملتونو د یو تازه راپور ترمخه، طالبانو په دې وروستیو کې د دې ډلې زیاتره جګړه ماران "د تحفظ او هم د محدود ساتلو په مقصد" نورو ځایونو ته لېږدولي دي. تازه استخباراتي معلومات څرګندوي چې د اي ټي آی اېم کسان په افغانستان باندې د طالبانو د قبضې لګولو ملاتړ کړی او د دې ډلې جګړه ماران هڅول شوي چې د افغانستان سره کلک تعلقات جوړ کړي. ملګرو ملتونو په یو تازه راپور کې ویلي: "هغو دا هم انګېرلې ده چې د طالبانو په نوم حکومت به دوی ته افغانستان کې د کډوالۍ اسناد او پاسپورټونه هم ورکړي، او د بین الاقوامي سفرونو امکان به ورته برابر کړي." د دي ترڅنګ چې د شرقي ترکستان اسلامي تحریک د طالبانو او القاعده ډلې سره نږدې تعلقات ساتي، داسې راپورونه شته چې دې ډلې افغانستان کې د نورو دلو سره هم همکاري ساتلې ده، په شمول د ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) او جماعت انصارالله چې د آی اېم یو د تاجېکانو جدا شوې فرقه ده. استخباراتي معلومات دا هم ښکاره کوي چې داعش-خراسان ډلې ځان ته د شرقي ترکستان اسلامي تحریک د جګړه مارانو جذبول/رابلل تېز کړي دي. لشکر اسلام لشکر اسلام په کال ۲۰۰۴ کې د پاکستان په خیبر ضلعه کې پایه ګذاري شو، مګر وروسته چې د پاکستان پوځ سره یې مقابله وشوه، په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان ننګرهار ولایت ته منتقل کړی شو. د هغه وخته چې لشکر اسلام ډله افغانستان ته تللې، د داعش-خراسان سره یې جنګونه پېښ شوي، چې په ۲۰۱۸ کال کې دې دوو ډلو د علاقو او وسائلو په سر باندې غټې نښتې کړي دي. حزب اسلامي حزب اسلامي په کال ۱۹۷۶ کې د ګلبدین حکمتیار له خوا جوړ کړی شو چې حکمتیار بیا په ۹۰یمو کلونو کې د وزیراعظمې عهدې ته ورسېد.  حزب اسلامي ډله د طالبانو سره نږدې نظریه لري او جګړه مارانو یې په تېرو کلونو کې د طالبانو سره مرسته کړې ده. په کال ۲۰۱۵ کې، ګلبدین حکمتیار خپلو کسانو ته هدایت ورکړ چې په افغانستان کې د داعش ډلې سره مرسته وکړي، مګر هېڅکله یې داعش ډلې ته بېعت ونکړ. حزب اسلامي په افغانستان کې امریکایي پوځیان په نښه کول او د ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۵ کاله پورې یې په امریکایي او ائتلاف ځواکونو یو لړ حملې وکړې. حکمتیار وروسته د جنګ نه لاس واخېست، کابل ته ولاړ، مګر د اشرف غني حکومت منتقد پاته شو. لشکر طیبه لشکر طیبه په ۱۹۹۰مو کلونو کې په پاکستان کې پایه ګذاري شوه او کله کله د جماعت الدعوة په نوم هم پېژندل کیږي. د لشکر طیبه ډلې مشر حافظ محمد سعید پاته شوی و چې د القاعده ملګرتیا یې کوله. د دې ډلې په تړاو تر ټولو اهمه حمله، د ۲۰۰۸ کال د نوامبر میاشت کې د هند په ممبئي کې خونړۍ حملې وې چې په کې د ۱۶۰ نه زیات کسان ووژل شول.  لشکر طیبه ډلې په ۲۰۰۶ کال کې د پاکستان په کوئټه ښار کې دفتر پرانېست چې په افغانستان کې طالبانو سره مرسته وکړي، او داسې هم ویل کیږي چې لشکر طیبه ډلې افغانستان ته جګړه ماران لېږل چې د طالبانو سره په جګړه کې مرسته وکړي. د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې، د حافظ سعید کور ته څېرمه چاودنه وشوه چې درې کسان په کې مړه شول. امریکا د حافظ محمد سعید په سر د لس میلینه ډالرو انعام اعلان کړی دی. حافظ سعيد د پنجاب سي ټي ډي پوليسو په کال 2020 کې نيولی او هغه ته بيا په بېلابيلو قضيو کې سزاګانې اورول شوي او دا وخت هم په بند کې دی.

21.03.2022 ډیوه

روسانو اوکراین کې د هنرونو په یو سکول باندې چې سلهاوو کسانو هلته پناه اخېستې وه، بمباري کړې ده

واشنګټن  - روسي ځواکونو د اوکراین په محاصره شوي ښار ماریوپول کې د هنرونو په یو سکول باندې چې قریب څلور سوه (۴۰۰) عامو کسانو هلته پناه اخیستې وه، بمباري کړې ده. د ماریوپول ښار کونسل د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې د هنرونو د سکول ودانۍ په دې حمله کې ویجاړه شوې ده. دا چې په دې برید کې څومره کسان مړه شوي او څومره ژوندي پاته دي، تر اوسه معلومات ندي ورکړل شوي. د ماریوپول بلدیاتي کونسل د خالي/شنبې په ورځ دعوه کړې وه چې په هغه ښار کې زرګونه کسان په زوره د خپلو کورونو ویستل شوي دي. په ټېلېګرام اېپ کې د ماریوپول بلدیاتي کونسل په چېنل کې خپور شوی بیان وایي: "په تېره هفته کې، د ماریوپول ښار په زرګونو تعداد اوسېدونکي روسي علاقو ته وړل شوي دي. اشغالګرانو په غیرقانوني ډول د لیفوبرېژني ضلعې او د سپورټس کلب بلډینګ نه چېرته چې څه د پاسه زر کسانو [اکثره ښځې او ماشومانو] د دوامداره بمباریو د ېرې هلته پناه اخېستې وه، خلک بېولي دي." د ماریوپول مېئر (ښاروال) واډیم بیوچینکو په یو بیان کې وویل: "ډېره سخته ده چې فکر وکړئ په ۲۱مه صدې کې خلک په جبر یو بل ملک ته یووړل شي. هغه څه چې اشغالګران یې نن کوي، پخواني نسل ته آشنا دي، هغو ته چې د دویمې عالمي جګړې پېښې یې لیدلې وې، کله چې نازیانو په جبر خلک نیول." په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لېنډا ټامس-ګرینفېلډ ویلي چې که د ماریوپول ښار نه د خلکو د جبري وړلو خبره حقیقت وي، نو دا د "پرېشانۍ وړ" او د "بې ضمیرۍ" خبره ده. هغې وویل چې د ماریوپول کونسل بیان په اړه یې صرف اورېدلي، خو دا دعوې نشي تصدیق کولی. د اوکراین صدر ولوډیمیر زېلنسکي د خالي/شنبې په ماسخوتن خپل تقریر کې وویل چې په ماریوپول کې د روس رویه به "په تاریخ کې د جنګي جرمونو" په شان یاد وساتل شي. جنګ او مذاکرات د اوکراین په یو بل ښار، مایکولېف کې هم چې روسانو د جمعې په ورځ په یوې پوځي اډې بمباري کړې وه، تر اوسه د اوکراین چارواکو دا ندي ویلي چې هلته څومره کسان وژل شوي دي. د بمبارۍ په وخت کې اوکرایني عسکر پخپلو بېرکونو کې ویده و. د اوکراین د پوځ ترجمانې اولګا مالارچوک د فرانس پرېس خبري ادارې ته ویلي: "مونږ ته اجازت نشته چې څه ووایو، ځکه د ژغورنې عملیات لا ختم ندي، او د عسکرو رشته دارانو ته تر اوسه څه خبر ندی ورکړی شوی."  یو عسکر اې اېف پي ته ویلي چې پنځوس جسدونه تر اوسه موندلی شوي دي، او یو بل وویل چې ممکن شاوخوا سل نور جسدونه د خاورو لاندې پاته وي. د مایکولېف ښار، د اوډېسا بندري ښار نه ۱۳۰ کلومټره لېرې پروت دی. د اوکراین صدر زېلنسکي د ماسکو سره د امن د وسیعه مذاکراتو غوښتنه کړې ده. زېلنسکي ویلي: "د یو ملاقات وخت رارسېدلی دی، دا د خبرو وخت دی. د دې وخت رارسېدلی چې د اوکراین علاقائي سالمیت بحال کړی شي او ورسره انصاف وشي. که نه نو د روس نقصان به دومره زیات شي چې ستاسو څو نسله به یې هم جبران نشي کړی." بل اړخ ته د روسانو د مذاکره کوونکي پلاوي مشر ویلي چې روس او اوکراین دې موافقې ته نږدې شوي چې اوکراین په نېټو کې د شاملېدو د کوشش نه انکار وکړي. هغه همدا شان ویلي چې دواړه اړخونه په دې خبرې هم هوکړې ته نږدې شوي چې اوکراین دې د بې طرفۍ دریځ غوره کړي. د اوکراین د مذاکراتي پلاوي مشر بیا ویلي چې د اوکراین موقف بدل شوی ندی او د دوی غوښتنې "ډزبندي، د [روسي] عسکرو وتل او قوي امنیتي تضمین د مستحکمو طریقه کار سره" دي. د روس هایپرسونېک ميزائیلونه که د یوې خوا د اوکراین او روس ترمنځ د مذاکراتو د پرمختګ خبرې کیږي، بل طرف ته په اوکراین کې جګړه په زور سره دوام لري او روس ویلي چې په دې جنګ کې یې دوه ځله هایپرسونېک میزائیلونه استعمال کړي دي. هایپرسونیک په دې معنا چې رفتار یې د غږ یا آواز د رفتار نه تېز وي. روسان وایي د دوی دغه هایپرسونیک میزائیلونه په ساعت کې د شپږ زره کلومټره (۶۰۰۰) نه زیات رفتار لري او د میزائیلو دفاعي سیسټم یې مخه نشي نیولی.  روسانو ویلي چې په هایپرسونېک میزائیلو یې د اوکراین د ګوله بارودو یوه ذخیره او په بله ورځ یې ورباندې د تیلو یوه ذخیره ویشتلې ده.   د هایپرسونېک میزائیلو د استعمال دعوه تر اوسه کومې آزادې سرچینې تصدیق کړې نده. د اوکراین د هوایي قواوو ترجمان ویلي چې دا حملې شوي دي، مګر دوی معلومات نلري چې میزائیلونه څه قسم و. د برطانیې استخباراتو ویلي د دوی د اندازې ترمخه، روس اوس په اوکراین کې خپل جنګي طریقه کار بدل کړی او اوس کوشش کوي چې په مختلفو حملو سره فشار راوړي د اوکراین زور راکم کړي. په اوکراین باندې د روس د یرغل دا څلورمه هفته کیږي، خو تر اوسه روسانو په سرښار کیېف قبضه نده لګولې.

20.03.2022 ډیوه

سږکال به دپاکستان داقتصادي ودې کچه پینځه فیصدي ته ورسیږي،دخزانې د وزیر دعوه

دپاکستان دخزانې مرکزي وزير شوکت ترین دعوه کړې ده چې د هېواد اقتصاد په بېلابېلو برخو کې وده کړې ده او وایي سږکال به د اقتصادي ودې کچه تر 5 فيصدي پورې ورسىږي. اسلام اباد کې د اتوار په ورځ مطبوعاتو غونډې ته خپله وینا کې نوموړي ویلي دنړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف سره به روانې خبرې راتلونکې اوونۍ کې مکمل شي او د شپږ اربو ډالرو د پور پروګرام لاندې به ورسره د اووم قسط ترلاسه کولو تړون لاسلیک شى. اقتصاد پوهان وايي دا سمه ده چې د روانې کهاتې په خساره کې ښه والی راغلی دی او برامدات هم زيات شوي خو د خزانې د وزير دا دعوه نه مني چې ګني روان مالي کال کې به د هېواد اقتصاد 5 فيصدى وده وکړي.  د خزانې وزیر وویل،  تېره میاشت د جارى کهاتې خساره 54 کروړه ډالر وه، برامدات هم 28 فيصدى زيات شوي او دا راز درامدات هم  تېره میاشت د 6.3 اربه ډالره څخه 5.2 ارب ډالرو ته راکم شوي دي. نوموړي د خدماتو په څانګه د اېکسپورټ تفصيل هم وړاندې کړو او وئ ویل دا د 521 ميلېنه ډالرو څخه 527 ميلېنه ډالرو ته اوچت شوي دي. هغه وايي ترسيلات زر د 2.144 نه 2.190 ارب ډالرو ته ختلي دي او دا به روژه او اختر کې لا نور زیات شي. نوموړي زياته کړه دا ډول لويې صنعتونو هم د جنورۍ په میاشت کې 4 فيصدى وده کړې او اوس مهال 8.2 ته رسېدلې ده. هغه وايي دا ټولې شمېرې ښيي چې د هېواد اقتصاد پياوړی دی او روان مالي کال کې به د 5 یا له دې زياتې کچې سره وده وکړي. خو بلخوا د اقتصادي چارو پوهان د خزانې د وزير ددې دعوې سره اتفاق نه کوي. ډيوه سره خبرو کې د اقتصادي چارو څېړنکار ډاکټر اشفاق حسن خان وویل دا سمه ده چې د جارى کهاتې په خساره کې ښه والی راغلی او برامدات هم زيات شوي دي خو ګڼي چې د هېواد اقتصاد به د 3.5 یا د 4 فيصدي کچې نه زياته وده وکړي. د خزانې وزیر شوکت ترین ویلي چې دنړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف لخوا به دوئ ته سبا ځواب ترلاسه شي او هغوئ سره به اخري غونډه د راتلونکي نهې په ورځ کېږي. ده وویل ايي ایم ایف ترې پوښتلي چې ولس ته د بجلۍ او تېلو په بېعو کې د ورکړی شوؤ مراعاتو لپاره فنډ له کوم ځایه راوړي خو وايي مونږ نړیوالې مالياتي ادارې ته وېلي په دې کې به څه پېسې صوبې ورکوي او څه به له نورو ذریعو ترلاسه کوي او د صوبو سره په دې اړه لوظنامې هم شوې دي. ده وويل د نړیوالې مالياتي ادارې سره به مذاکرات راتلونکې اوونۍ کې مکمل شي او تړون به وشي. پاکستان کال 2019م کې د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف سره د شپږ اربه ډالرو د پور پروګرام لاسلیک کړی ؤ او تراوسه پاکستان ته ددغه رقم څخه نېزدې 3 اربه ډالره قرضه ترلاسه شوې او دا اوس د اووم قسط په اړه چې شاوخوا يو ارب ډالر جوړېږي خبرې روانې دي. د خزانې وزیر دا هم ویلي چې د زراعتو په څانګه کې هم بېلابېلو فصلونو ښه وده کړې ده او هيله لري چې دا ځل به د غنمو فصل هم 6 فيصدي پورې وده وکړي. ده وویل د جارى کهاتې خساره کمه شوې ده او د مرکزى بینک د ذرمبادلې ذخيرې د 16.50 ارب ډالره کچې ته رسېدلې دي. خو د اقتصادي چارو خبریال طاهر امين په حکومتي شمیرو باور نه لري اؤ ډيوه ته وايي د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت تل مصنوعي شمېرې ښودلې دي. هغه وايي حکومت د اقتصاد هڅې غوره انځور ورکوي وايي که پورونه او د بېنکونو منافعې ترې وباسي نو د 16 اربو ډالرو د ذرمبادلې شتمنۍ شمیره په حقیقت کې دومره نه پاتې کېږي. هغه وايي دا ايله 8 يا 7 ارب ډالره کېدای شي. د خزانې وزیر شوکت ترین د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل که نوی حکومت راغلو نو دی به ورسره کار ونه کړي. واىي" زه د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړې او سنېټر يم، اصولي بنده او او لوټه نه يم"

20.03.2022 ډیوه

اسټيټ‌بینک:اتوؤ میاشتو کې دپاکستان مالیاتي خساره 12 اربه،9کروړه او 90لکو ډالرو ته زیاته شوې

د پاکستان مرکزي بینک وايي د روان مالي کال 2022م په اتوؤ میاشتو کې مالیاتي خساره 12 اربه،9کروړه او 90لکو ډالرو ته زیاته شوې ده. بینک وایي تیر مالي کال 2021م کې مالي خساره په دغه موده کې د یو ارب ډالر نه هم کمه وه . مرکزي بینک وایي روان مالی کال د فرورۍ په مياشت کې مالیاتي خساره 78فیصدي راکمه شوې او د جنورۍ په مقابله کې مالیاتي خساره د 2.53 اربه ډالره نه 54 کروړه ډالره ته راکوزه شوې ده. د اقتصاد ماهر طاهر امین وایي په وقتي توګه دا راکمه شوې خو په نړیواله کچه د خوراکي توکو او توانایۍ د زیاتو بیعو له امله  روان کال مالیاتي خساره به 20اربه ډالرو ته ورسي.  ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "د فرورۍ په میاشت کې مالیاتي خساره 78فیصدي کمه شوې او تیرو میاشتو کې هم سرپلس شوې وه  خو بیا په دې  کې اضافه وشوه  دملکي صورت حال او د زیاتو نړیوالو نرخونو له امله  د پاکستان درامدي لګښتونه هم زیات شوي، برامدات سېوا شوي خو اوس هم د دواړو تر منځه یو غټ فرق موجود دی او تجارتي خساره 32 اربه ډالره ده ،مجموعي 55 اربه ډالره درامدات دي او 22 اربه ډالره برامدات شوي  او 82فیصدي درامدات زیات شوي دي" د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د سوشل میډیا د لارې وایې د روانو کهاتو خساره کمیدل په وخت د حکومتی ګامونو نتیجه ده چې مالیاتی خساره یې په یوه میاشت کې د 2اربه ډالره نه 0.5 اربه ډالره ته راکوزه کړې  او درامدات هم 21فیصدي راکم شوي. مرکزی بینک وایي د تیرې  جنورۍ په مقابله کې  دشیانو او خدماتو په مد کې یو ارب او 31 کروړه ډالره کمی راغلی دی. د اقتصاد ماهر سجاد احمد وایي د زیاتو نړېوالو نرخونو له امله مالیاتي خساره به په راتلونکي کې زیاتیږي او دا به نزدی 16 اربو ته زیاته شي.  مرکزی بینک وایي د شیانو او خدماتو  په مد کې د تیر کال په مقابل کی روان کال درامدات 47فیصدي زیات شوي او د تیر کال 37 اربه ډالرو په مقابله کی روان کال 8 میاشتو کې 54اربه ډالره درامدات شوي او تجارتي خساره د تیر کال 17اربه ډالره په مقابله کې 29 اربه ډالره ده

20.03.2022 ډیوه

دبې باورۍ تحریک:دپاکستان دقامي اسمبلۍ غونډه دجمعې په ورځ راوبلل شوه

دپاکستان په سختو تاؤژنو سیاسي حالاتو کې دقومي اسمبلۍ اسپیکر اسد قیصر داپوزیشن ګوندونو په غوښتنه دقامي اسمبلۍ غونډه په ۲۵م مارچ رابللې ده. ټاکل شوې ده په دې غونډه کې به داپوزیشن ګوندونو لخوا د وزیراعظم عمران خان پرضد دبې باورۍ په وړاندې شوي تحریک دپارلیمان غړي خپلې رایې ورکوي اؤ که چرې وزیراعظم عمران خان د۱۷۲غړو دباور رایې ترلاسه نه کړی شوې نو داقتدار نه به لاس وینځي. دپاکستان دمرکزي پارلیمان یا قامي اسمبلۍ دټولو غړو شمیره ٣٤٢ ده چې په دې کې ١٦٢ غړي داپوزیشن ګوندونو سره تړاؤ لري خو د واکمن ګوند تحریک انصاف ۲۴ؤ غړو هم تیره اوونۍ اپوزیشن ګوندونو سره خپل ملاتړ ښودلی اؤ ویلي یې دي چې خپلې رایې به د وزیراعظم عمران خان پرضد ورکوي. همداشان څېړونکي احتمال ښایي چې د حکومت دایتلافي ګوندونو زیاتره پارلیماني غړي به هم کیدای شي خپلې رایې د وزیراعظم عمران خان پرضد وکاروي خو حکومتي وزیران بیا هیله ښایي چې ایتلافیان به یې هم رایې ورکړي اؤ مرور شوي ګوندي ملګري به یې هم یووارې بیا دعمران خان ملګرتیا وکړي. خو دا په داسې حال کې ده چې واکمن ګوند تحریک انصاف دخپل ګوند ۱۴ؤ اوښتو غړو ته تیره ورځ دسپیناوي نوټسونه هم ورکړي دي اؤ د اطلاعاتو مرکزي وزیر وایي که دغو اوښتو دپارلیمان غړو د ډاډ وړ جواب ورنکړو نو د پارلیمان دغړیتوب ختمولو عمل به یې پیل شي اؤ‌ بیا به د دوئ په خالي شوؤ څوکیو سردوباره ټاکنې کیږي. خو وتلي قانون پوهه قاضي انور اوړمه ورځ ډیوه سره خبرو کې ویلي چې تحریک انصاف تر هغې دخپل ګوند دپارلیماني غړو غړیتوب نه شي ختمولی ترڅو چې هغوئ دخپل ګوند دپرېکړې برعکس رایې نه وي کارولې. قاضي انور وایي دتحریک انصاف نه اوښتو غړو یوازې اراده ښکاره کړې ده چې دعمران خان پرضد به رایې ورکوي خو په عملي ډول یې لا رایې نه ده ورکړې اؤ ترڅو چې یې رایې دخپل ګوند دتګلارې برعکس نه ده ورکړې نو په ضد یې هیڅ رقم اییني ګامونه نه شي اخستل کیدای. د وزیراعظم عمران خان پرضد دبې باورۍ دتحریک مخې ته له راوتلو وروسته دپاکستان سیاسي وضعیت زیات تاؤژن شوی دی اؤ تیره ورځ دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ګواښ کړی ؤ چې که دګل په ورځ دقامي اسمبلۍ غونډه راونه بلل شوه نو دوئ به پارلیمان کې احتجاجي پرلت وکړي اؤ وبه ګوري چې بیا ترې څوک څنګه دپارلیمان ودانۍ کې داو ایي سي دخارجه وزیرانو غونډه کوي. خو یوه ورځ وروسته اپوزیشن داو ایي سي دغونډې ایسارولو په اړوند دخپل بیان نه پشا شو اؤ پخپله تازه ګډه اعلامیه کې یې ددغه غونډې راجوړیدلو هرکلی کړی دی. داتوار په ورځ وزیراعظم عمران خان په ټویټر لیکلي "موږ دحق سره ولاړ یو اؤ دسیاسي مافیاګانو لخوا دخپلو غلا دپیسو بچ کولو لپاره دسیاستمدارانو دضمیرونو په داسې شرمناکه توګه دلیلامۍ کلکه غندنه کوؤ" په عین حال کې په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ګوندونو مشر شهباز شریف هم په ټویټر لیکلي چې ولس د اوړو.چینو ،دارو درملو لوټماره عمران مافیا رد کړې ده اؤ اوس دتاریخ ددې کرپت ترین حکومت یوې دقیقې لپاره زغملو ته هم تیار نه دي.

20.03.2022 ډیوه

افغانستان نه هره ورځ تر400 زیاتې دپاکستاني کډوالو کورنۍ هیواد ته راستنولی شي

په افغانستان کې  میشت د شمالي وزیرستان دکډوالو د بیرته ستنیدو بهیر دوامداره دی او انتظامیه وایي د هرې ورځې په شمیر 400 نه زیاتې کورنۍ د افغانستان نه د غلام خان د لارې هیواد ته راستنوي. د کډوالو د ستنیدو عمل د دسمبر په لسمه پیل شوی او انتظامیه وایي د کډوالو د بېرته ستنولو لپاره د نوم لیکنې 21 زره فارمونه افغانستان ته لیږل شوي چې پکې  11 زره کورنیو د بېرته ستنېدو لپاره نوم لیکنه کړې  ده. دشمالي وزیرستان دانتظامیې له مخې دکډوالو دبېرته راستنولو په دغه مرحله کې تر دې مهاله 7169 کورنۍ د غلام خان د لارې هیواد ته راستنې شوي او دغه عمل به تر هغې روان وي ترڅو چې ټول کډوال بېرته نه وي راستانه کړل شوي. په افغانستان کې دشمالي وزیرستان د کډوالو یو مشر مولاجان وي او ای ډیوه ته وویل د خوست ګلانو کیمپ ته په د زرګونو په شمیره کورنۍ د بېرته ستنېدو لپاره راغلي دي خو د بېرته ستنیدو دغه عمل بې کچه د سستۍ ښکار دی او دغه کډوالې کورنۍ د خوراک څښاک په شمول هیڅ اسانتیاوې نه لري او د بېرته دستنېدو په انتظار دي.  د شمالي وزیریستان د مرستیال کمیشنر د دفتر چارواکي وایي د کډوالو د بیا ستنېدو لپاره په غلام خان پوله انتظامات نیول شوي او د هرې ورځې په شمیر 400 نه زیاتې کورنۍ راستنوي.  ددغه دفتر دچارواکو په خبره د ستنیدو پرمهال په غلام خان پوله ددې کډوالو نوم لیکنه کیږي بیا یې د نادرا نه تصدیق کیږي او تر هغې وروسته دوئ ته خوراک او د ضرورت نور سامانونه ورکول کیږي اؤ سخت امنیت کې  بنو ته راوړل کیږي. د افغانستان نه راغلی یو کډوال صدام وزیر وایي درې میاشتې کیږي چې د افغانستان نه سره د کورنۍ راستون شوی دی خو دلته دوی ته هیڅ انتظام نشته . هغه وایي  دوئ په خپله د بنو بکاخېل سیمه کې عارضي خیمې لګولي چې پکې په زرګونو شمیره کورنۍ میشتې دي . وي او ای ډیوه سره  دخبرو پرمهال هغه وویل دوئ په سخت مشکل کې دي او بې د اسانتياؤ او بې د کوم انتظام څخه داسې په ډاګه پراته دي.  نوموړي زیاته کړه دوئ غوښتنه کوي چې ورته باید دمالي مرستو ترڅنګ د بجلۍ، اوبو، خوراک څښاک او نورې اسانتياوې برابر کړی شي. دافتونو په مهال د دولتي مرستندویه ادارې  پي ډي اېم ای وياند احسان داوړ وايي، د افغانستان نه د راغلو 3000 کورنيو تاييد شوی چې دوئ کډوال دي. هغه وویل د کډوالو د نوعيت په تاييدولو يا تصديق کار روان دی، او چې دغه عمل څنګه سر ته ورسیږي نو  دوئ سره به هم مرستې کولی شي،  د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان څخه په کال 2014م کې هغه وخت ځايي خلک افغانستان ته کډوال شوي وؤ چې کله دغلته د ضرب عضب په نوم د تندروه وسله والو پرضد پوځي عملیات کېده، هغه وخت ويل شوي وؤ چې د شمالي وزيرستان نه نزدې يو لک کورنۍ کډوالې شوې او 20زره پکې افغانستان ته تللې وې.

20.03.2022 ډیوه

پېښور:پولیسو د وتلي سندرغاړي کرن خان دټنګ ټکور په محفل چاپه وهلې،دموسیقۍ الات یې ورمات کړي

د پښتو د وتلي سندرغاړي کرن خان د ټنګ ټکور په محفل پېښور کې پولیسو چاپه وهلې اؤ دهغه دموسیقۍ الات یې یې ورمات کړي دي. په ټولنیزو رسنیو ددې پېښې په سختو ټکو غندنه روانه ده اؤ دپولیسو دا عمل په خیبر پښتونخوا کې دطالبیت یا تندلاریتوب یوه واضحه نخښه بلل شوې ده. پولیس ددې پېښې پخلی کړی خو وایي دا عملیات یې دسیمې دخلکو په شکایت کړي دي ځکه چې دبرات په شپه په لوړ غږ موسیقۍ دسیمې خلک راپارولي وؤ اؤ‌ پولیسو یوازې هنرمندان ددغه موقعې څخه په خوندي ډول ویستلي دي. خو په ټولنیزو رسنیو ددې پېښې بیلابیلې ویډيوګانې خپرې شوي چې پکې هنرمندانو ته راټولې شوې پیسې اؤ دموسیقۍ الات په زمکه خواره واره لیدل کیږي. پخپله سندرغاړي کرن خان لا په دې اړه څه نه دي ویلي اؤ داتوار په ورځ وي او ای ډیوه دکرن خان د دریځ معلومولو لپاره هغه سره پرله پسې دتماس نیولو هڅه وکړه خو دهغه موبایل فون بند ؤ. په ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې کله کرن خان دموسیقۍ په محفل کې په سندرو بوخت وي په دغه مهال پولیس په منډه دغه محفل ته ورننوځي چې ورسره سم دموسیقۍ محفل ودریږي خو په دغه لنډه ویډیو کې بیا نه ښکاري چې پولیسو د کرن خان اؤ دهغه دسازنده ملګرو سره څه رویه کړې ده. احتشام افغان نومې یو فعال په ټویټر دپولیسو ددې چاپې لنډه ویډیو په ټویټر خپره کړې اؤ ورته یې لیکلي د پېښور پولیسو د پښتو ژبې د مشهور سندرغاړي کرن خان د موسیقۍ پر پروګرام برید کړی او د موسیقۍ وسایل یې مات کړي دي ښاغلی افغان لیکي "موږ یې په سختو ټکو غندو. په پېښور کې ترهګر په ښکاره توګه ګرځي هغه ورته نه ښکاري او نه ورته څه وايي خو موسيقۍ سندرې چي د ميني او د امن نخښه ده په هغې بريد کوي" ځینې فعالینو داسې دعوې هم کړي دي چې پولیسو دموسیقۍ دمحفل نه دپیسو بیګ هم دځان سره وړی دی خو پولیس بیا دا دعوې ردوي چې ګنې دوئ دفنکارانو سره بده رویه کړې ده اؤ وایي یوازې دخلکو په شکایت یې دغه عملیات کړي دي. د پېښور دپشتخرې تاڼې دپولیسو مشر یا ایس ایچ او انسپکټر ظفرخان چې ددې چاپي مشري یې پغاړه لرله وي او ای ډیوه ته ویلي په شب برات په لوړ غږ دابادۍ منځ کې موسیقي غږیدله اؤ دسیمې خلک یې سخت تنګ کړي اؤ راپارولي وؤ . هغه وایي دسیمې دخلکو په شکایت پولیس دموسیقۍ دغه محفل ته ورغلي اؤ هنرمندانو ته یې ویلي چې موسیقي باید په لوړ غږ ونه غږوي اؤ بیا یې دهنرمندانو دحفاظت په توګه هغوئ له دغه ځایه په خوندي توګه ویستلي دي. دپولیسو مشر وایي په کومه سیمه کې چې د موسیقۍ دامحفل راجوړ شوی ؤ هلته مدرسې اؤ جوماتونه دي اؤ دیني علماء هم پکې میشت دي، دسیمې خلک سخت راپاریدلي وؤ اؤ پولیس دڅه بدې پېښې دمخنیوي په غرض دغه محفل ته ورغلی اؤ هنرمندان یې له دغه ځایه ویستلي دي. خو په عین حال کې بیا دپشتخرې په پولیس تاڼه کې دموسیقۍ په دې محفل دچاپې مقدمه یا ایف ایي ار هم درج کړل شوی دی. په دغه ایف ایي ار کې ویل شوي چې پولیسو دموسیقۍ محفل کې د محمدعامر عمر نومې تن نه تمانچه اؤ کارتوس ترلاسه کړي دي. خو په ایف ایي کې دهنرمندانو یا نور نومونه نه دي ورکړل شوي. څېړونکی اؤ خبریال شاه رضا شاه وي او ای ډیوه ته وایي دا یوه ډيره دغندنې وړ پېښه ده ځکه چې کرن خان دپښتو موسیقۍ یو ځلانده ستوری دی اؤ ددې ترڅنګ یو پي ایچ ډي ډاکټر هم دی . هغه وایي کرن خان  خو نه څه جرم کړی ؤ. نه یې قتل کړی ؤ اؤ نه یې چرته چاودنه کوله چې پولیسو ورسره دغسې ناوړه رویه کړې ده. دشاه رضا شاه په رضا په خبره "په خیبر پښتونخوا کې چې ددهشت ګردۍ اؤ انتهاپسندۍ کومه نوې څپه راپورته شوې دا پېښه دهغې لړۍ یوه کړۍ ده اؤ تندروه فکر لرونکو خلکو دلته داسې عملونه پیل کړي څنګه چې په افغانستان کې طالبان کوي" هغه وایي دا پېښه په اصل کې په پښتو موسیقۍ اؤ پښتون کلتور ګزار دی اؤ په دې پېښه کې ککړو پولیسو ته باید مثالي سزا ورکړل شي. دبشري حقونو اؤ دپښتون ژغورنې غورځنګ فعال فتح خان په ټویټر لیکلي "مونږ کله هم دعاطف اسلم اؤ علي ظفر سره داسې سلوک نه دی لیدلی ،اخر دا ریاست دهر لوري نه ولې یوازې په پښتنو بریدونه کوي؟" دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا صوبې دکلتوري څانګې مشر ښاغلي خادم حسین هم دا برید غندلی اؤ په ټویټر یې لیکلي نوموړي هنر مند کرن خان په میوزک پروګرام د پولیس حمله، آلات ماتول او ګډونوال وهل ټکول د پښتونولۍ، کلتور او هنر توهین دی. هغه وایي دا د پولیس جامه کښې ترهه ګري کول دي اؤ باید دې پېښه کې دککړو پولیسو په ضد سمدستي ګامونه واخستل شي "ګنې مونږ په سړکونو د احتجاج حق لرو"

20.03.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more