شاته

محمود عباس: امریکا په رفح باندې د اسرائيل د یرغل مخه نیولای شي

د فلسطینیانو د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس نن یکشنبه اپریل ۲۸ (حمل نهمه) وویل چې یوازې متحده ایالتونه کولای شي چې په رفح باندې د اسرائیل د یرغل مخه ونیسي.

عباس خبرداری ورکړ که اسرائيل په رفح یرغل وکړي، د فلسطینیانو په تاریخ کې به لوی ناورین رامنځ ته شي.

هغه په ریاض کې د نړیوال اقتصاد په غونډه کې وویل: «موږ له متحدو ایالتونو څخه غواړو چې له اسرائیل وغواړي په رفح باندې عملیات بند کړي، ځکه چې متحده ایالتونه یوازینی هېواد دی چې کولای شي اسرائيل د دغه جنایت له ترسره کولو راوګرځوي.»

اسرائيل ویلي‌ دي چې په رفح باندې به ژر عملیات پيلوي، دغلته له غزې څخه بې ځایه شوي څه باندې یو میلیون فلسطینیان راټول شوي دي. په همدې حال کې امریکا،‌ مصر، قطر او ځینې نور هېوادونه هڅه کوي چې اسرائيل او حماس د دوامداره اوربند یو تړون لاسلیک کړي.

د شپږو اوونیو د اوربند او له حماس سره د یرغمل شویو د خلاصون په اړه مذاکرات روان دي.

حماس چې مخکې یې په غزې کې د اسرائيل د اوربند تړون رد کړی و، ویلي دي چې په غزې کې د اوربند په وړاندیز غور کوي. د حماس یو مقام خلیل الحیه په دې اړه نور معلومات ورنه کړل، خو ویې ویل چې اسرائيل د حماس د مخکني وړاندیز په ځواب کې دا وړاندیز کړی دی.

حماس په یوې بیانیې کې ویلي دي چې دریو ډلو په غزې کې د اوربند هلې ځلې پيل کړې دي، خو د اسرائيل نوم یې نه دی اخیستی.

په غزې کې د روغتیا مقامات وايي چې داسرائيل په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر څه باندې ۳۴۴۰۰ ته رسېدلی او تر ۷۷۵۰۰ زیات نور ژوبل شوي دي.

حماس د تېرکال د اکتوبر په میاشت کې په اسرائيل بریدونه وکړل، اسرائيل وايي‌ چې په دغو بریدونو کې ۱۱۶۰ تنه ووژل شول.

فورم \ دبحث خونه