ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان کې سیاسي اړی ګړی په بریدونو بدل شو، په سیند هاؤس د واکمن ګوند پي‌‌ټي‌ایي دفعالینو حمله

په پاکستان کې تاؤژن سیاسي حالات په اړي ګړي اؤ بریدونو بدل شوي دي اؤ دجمعې په ماذیګر د واکمن ګوند پاریدلو فعالینو پلازمینه اسلام اباد کې په سیند هاؤس برید کړی چرته چې دعمران خان دګوند تحریک انصاف نه اوښتي دپارلیمان غړي میشت دي. په رسنیو خپرو شوؤ ویډيو ګانو کې لیدل کیږي چې د تحریک انصاف ګوند په ګڼ شمیر مظاهرین د سیند هاؤس مخې ته ورټول شوي اؤ ددغه ودانۍ په دیوالونو اؤ دروازه ورخیژي اؤ د ودانۍ دروازه ماتوي. په عین حال کې په سیند صوبه کې واکمنې اؤ‌ په مرکز کې حکومت مخالفې سیاسي ډلې پاکستان پیپلز پارټۍ ګواښ کړی چې که دپي ټي ایي فعالین د سیند هاؤس نه ونه وتل نو دوئ  ته هم په کراچۍ کې دګورنر هاؤس وداني معلومه ده. دمخالفې سیاسي ډلې جمعیت علماء اسلام فعالین هم د سیند هاؤس خوا ته دځان ورسولو هڅې کوي خو رسنۍ وایي چې پولیسو دهغوئ مخه نیولې ده. څېړونکي وایي ښکاري چې وزیراعظم خان پوهیدلی دی چې نور خپل حکومت نه شي بچ کولی ځکه اوس دقصده حالات خرابول غواړي ترڅو پوځ مارشل لاء لګولو ته راوړاندې شي. دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وايي په سیند هاؤس برید یو غیرقانوني عمل دی اؤ پولیسو ته یې دې برید کې دککړو کسانو په ضد دګامونو اخستو امر کړی دی. دتحریک انصاف پاریدلي ګڼ شمیر کسان د سیند هاؤس ودانۍ ته دننه هم ننوتلي اؤ دغلته د موجوده پارلیماني غړو په ضد یې دقهره ډک شعارونه ورکړي دي،  په رسنیو لیدل کیږي چې دې برید کوونکو کې د واکمن ګوند دقامي اسمبلۍ دوه غړي هم شامل دي اؤ دکورنیو چارو وزیر وایي ددغو دواړو غړو دنیولو امر یې هم پولیسو ته کړی دی.  رسنۍ وایي چې پولیسو دتحریک انصاف دګوند دفعالینو په نیولو پیل کړی اؤ شیخ رشید دا هم وایي چې دسیندهاوس وداني داحتجاج کوونکو نه پاکه کړل شوې ده. د مخالفو ډلو لخوا د وزیراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ دتحریک مخې ته له راتلو وروسته د واکمن ګوند تحریک انصاف ګڼ شمیر دپارلیمان غړو داپوزیشن ډلو دملاتړ اعلان کړی اؤ دغه غړي په اسلام اباد کې دسیند دحکومت په سرکاري ودانۍ سیند هاوس کې ساتل شوي دي. رسنۍ وایي چې ددغه پارلیماني غړو دحفاظت لپاره دسیند نه هم څلور سوه پولیس رابلل شوي وؤ خو هغوئ دتحریک انصاف دفعالینو دبرید په مخې نیولو کې ناکام شوي چې له هغې وروسته داسلام اباد پولیس موقعې ته رسیدلي اؤ عملیات یې پیل کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې په سیند هاوس د واکمن ګوند دفعالینو دبرید سره سم د پاکستان پیپلز پارتۍ اؤ جمعیت علماء اسلام ګڼ شمیر فعالین هم دسیندهاؤس د ودانۍ مخې ته رسیدلي دي. څېړونکي وایي دحکومتي اؤ مخالفو ګوندونو دفعالینو یو بل ته مخ کیدو د یوې خونړۍ جګړې ویرې پیدا کړي دي. دپاکستان مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز په سیند هاوس د شوي برید غندنه کړې اؤ په ټویټر یې وزیراعظم عمران خان ته په اشاره لیکلي "حکومت خو دې بچ نه شې بچ کولی خو دا کوم لږ ډير عزت چې درته پاتې دی ،دا بچ کړه په عزت سره اوځه" هغې عمران خان ته په اشاره زیاته کړې" ته یو ولسي حکومت خو یې نه چې ټینګ به شې ځکه درسره اوس یوازې دبدمعاشۍ لاره پاتې شوې خو دا به هم تالپاره سرچپه کیږي" دسیند صوبې وزیر اؤ‌ دپاکستان پیپلز پارټۍ وتلي مشر سعید غني وایي حکومت ښکاره ترهګري کړې ده اؤ په سیند هاؤس یې خپل بدمعاشان ورپرېښي دي، بیلابیلو رسنیو سره خبرو کې هغه ددې برید غندنه کړې اؤ ددې په بدل کې یې په کراچۍ کې په ګورنر هاؤس دبرید اشاره ورکړې ده. دسعید غني په وینا "حکومت که خپل بړیڅي د سیند هاؤس نه پشا نکړل نو بیا زمونږ فعالینو ته هم دګورنر هاؤس لاره معلومه ده" خبریال شمس مومند وایي په سیند هاوس د پي‌ ټي ایي برید خپلو مخالفینو لپاره یو ډاګیز پیغام دی چې عمران خان په اسانۍ سره دقانوني لارې دکرسۍ په پرېښودو تیار نه دی. هغه ډیوه ته ویلي دعمران خان دګوند دفعالینو لخوا په سیند هاؤس برید ددې خبرې دلالت کوي چې عمران خان ته دخپل حکومت ختمیدو باور شوی دی اؤ هغه اوس غواړي چې دقصده حالات خراب کړي ترڅو پوځي کودتا ته دلارې په هوارؤلو سره دیو سیاسي شهید درجه ومومي. پاکستاني رسنیو تیره ورځ دعوه کړې وه چې دحکومتي ګوند تر۲۴ؤ زیات غړي په اسلام اباد کې سیند هاؤس ته ورټول کړل شوي اؤ دغه دغو غړو نه زیاترو رسنیو ته ویلي چې دبې باورۍ تحریک کې به خپلې رایې وزیراعظم عمران خان ته نه ورکوي. حکومت مخالف ګوندونه دعوې کوي چې د بې باورۍ تحرک د پاره د اړتیا څخه زیات غړي لري اؤ‌د حکومت اتحادي ډلو هم د مخالفو ګوندو سره لاري چارې جوړې کړې دي- زیاتره څېړونکي وایي دحکومت ایتلافي ګوندونه هم کیدای شي دعمران خان په ضد دبې باورۍ تحریک کې داپوزیشن سره ودریږي اؤ که چرې دغسې وشي نو بیا خو دعمران خان دحکومت دبچ کیدو هیڅ چانس نه پیدا کیږي . خو که چرې ایتلافي ګوندونو کې څه غړي عمران خان ته هم خپلې رایې ورکړي بیا هم د اپوزیشن ګوندونو دملاتړو غړو شمیره پارلیمان کې سیوا ده اؤ عمران خان به په اسانه داقتدار نه لرې کړي

18.03.2022 ډیوه

روسي ځواکونو د اوکراین لفیېف ښار هوايي ډګر ته څېرمه برید کړی

واشنګټڼ - روسي ځاکونو د اوکراین د لویدیځ لفیېف ښار له یو هوايي ډګر سره نېږدې برید کړی خو د مرګ ژوبلې په اړه دمګړۍ څه نه دي‌ ویل شوي. د لفیېف ښاروال رویټرز ته ویلي، چې خپله په هوايي ډګر باندې برید نه دی شوی. د هوايي ډګر له شاخوا سیمې چې برید پرې شوی زیات لوګي پورته کېږي. په ورته وخت کې د میرېپول ښار له سینما څخه د ژونديو پاتې شويو کسانو د رایستلو بهیر روان دی. په دغه تیاتر باندې د شورو یا چهارشنبې په ورځ روسانو راکټي برید کړی و. داسې راپورونه وو چې د برید پر وخت په یاد تیاتر کې په سلګونو کسانو پناه اخیستې وه چې ماشومان هم پکې وو. تر اوسه هم دا څرګنده نه ده چې له دغه برید څخه په کوم شمېر کسان ژوندي وتلي. ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د چین له ولسمشر شي جینپېنګ سره د اوکراین په مسله د جمعې په ورځ په ټیلیفون خبرې وکړي. دا وروسته له هاغې کېږي چې د اوکراین ولسمشر زیلینسکي د روسي یرغل په وړاندې د نړۍ مرسته وغوښته. چین په دغې شخړه کې مهم رول لري او داسې راپورونه دي چې روس له چین څخه د پوځي مرستې غوښتنه کړې. امریکا له اوکراین سره پوځي مرستې کوي او بایډن په روانه اونۍ کې له اوکراین سره د ۸۰۰ میلینو ډالرو دفاعي مرسته اعلان کړه. د سپینۍ ماڼۍ مطبوعاتې مشرې جن ساکي وویل، "مونږ له روس سره د چین یوې خواته کېدو او د هغو په ممکنه پایلو او اغیزو باندې خپلې ژورې اندېښنې څرګندې کړې دي" هغې وویل، "د جمعې د ورځې ټیلیفوني خبرې به د ولسمشر بایډن لپاره یو فرصت دی چې دا و ارزوي چې ولسمشر شي په کوم دریځ دی. له شک پرته چې ملاتړ موجود دی او یا په ښکاره د چین لخوا د روسانو د کړنو نه غندنه.  د ملګروملتونو په چارټر کې د نورو هېوادونو تمامیت ته درناوی یو بنیادي اصل دی. او دا چې چین د روس کړنې نه غندي دا خپله لویه مسله ده." د جګړې له ډګره: د امریکا دفاعي چارواکي وايي، داسې ښکاري چې د روس پرمختګ درېدلی ځکه دوی د اوکرایني ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ دي. د امریکا یو لوړ پوړي دفاعي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط خبریالانو ته ویلي، روسي ځواکونه د دریو اونیو راهیسې اوکراین ته ننوتي خو منجمد پاتې دي. هڅه کوي ځانونو ته د سون او خوراکي‌ توکي او وسلې ورسوي. هغه زیاته کړه، روسي ځواکونه هڅه کوي چې پلازمېنې کیېف ته ننوځي خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې کې پاتې راغلي چې کوم پرمختګ وکړي. دغه چارواکی وايي، د دې پر ځای روسي قومندانانو خپلې توپچي ځواک د کرښو مخې ته وړ چې په ښار باندې توغندیز بریدونه زیات کړي او "ښار وېجاړ کړي." هغه دا هم وویل، چې مونږ داسې نښې نښانې ترلاسه کړي چې د روسي ځواکونو مورال په کمزوره کېدو دی چې تر ډېره د رهبرۍ د کمزورتیا له امله او سرتیرو ته د ماموریت او اهدافو په اړه د معلوماتو د نه ورکول کېدو له امله او زما په فکر چې همدا د دوی په وړاندې د سخت مقاومت یو دلیل هم کېدای شي. داسې نښې هم شته چې روسي قومندانان اوس دا پوښتنې کوي چې دې یرغل ته نور څومره دوام ورکولای شي. د امریکا او ناټو چارواکي په ورته وخت کې د اوکراین د دفاعي وړتیاوو په ښه کولو باندې کار کوي. د شمالي ښار چرنیېف والي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې د روسانو د هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۵۳ کسان وژل شوي دي. روس دا راپورونه رد کړي دي. په ورته وخت کې د اوکراین حکومت ویلي،‌ روس په مېریپول او له کیېف څخه د باندې په یو شمېر نورو ځایونو باندې بریدونه زیات کړي دي.  

18.03.2022 ډیوه

دجي ایس پي پلس سکيم له امله د پاکستان او يورپي اتحادیې تجارت 70 فيصدي زیات شوی

د پاکستان دتجارت وزارت ویلي چې د پاکستان او يورپي اتحادیې ترمنځ دوه اړخیزه تجارت  کال 2014م  کې د جي ایس پي پلس سکيم ترلاسه کېدو سره د 70 فيصدي څخه زيات شوی دی. اقتصاد پوهان دپاکستان لپاره د يورپي يونين د تجارتي مراعاتو دا نظام خورا ګټور ګرځوي او وايي ددې د برقرار ساتلو لپاره باید چې پاکستان د بشري او مزدورانو دحقوقو په اړه د اتحادیې په شرطونو عمل باوري کړي او د اتحادیې خلاف د بیانونو ورکولو ډډه وکړي. ورځپاڼه ډان وايي چې دپاکستان د تجارت د وزارت لخوا جارى شوې څېړنه کې ويل شوي چې جي ایس پي پلس يو خپل مېنځي ګټور نظام دی او وايي ددې له کبله د يورپي اتحادیې د 28 هېوادونو سره د پاکستان په تجارت کې زړه پورې اضافه شوې ده. کال 2014م  کې يورپي يونين د پاکستان لپاره د کال 2023م پورې د تجارتي مراعاتو د جي اېس پي پلس سکيم نافذ کړی ؤ. د خزانې پخوانی وزیر او اقتصاد پوهه حفیظ پاشا وايي که څه هم د پاکستان شمیر په کم ترقي یافته    هېوادونو کې نه کېږي خو بيا هم يورپي يونين پاکستان ته دا اسانى ورکړه او دا لويه ښېګړه ده. د پاکستان د تجارت وزارت شمېرې ښيي چې د پاکستان او يورپي اتحادیې ترمنځ دوه اړخیزه تجارت چې په کال 2013 کې 6.9 بيلېنه يورو ؤ د جي اېس پي پلس سکيم وروسته کال 2021 کې 12.2 بيلېنه يورو ته رسېدلی دی او دا 78 سلنه اضافه ده. ښاغلی حفيظ پاشا ډيوه ته وايي ددې مراعاتى نظام په نتیجه کې د پاکستان يورپي يونين هېوادونو ته د کپړې یا ټېکسټالز مصنوعاتو په برامد کې اضافه شوې ده. هغه وايي دا د پاکستان لپاره ډېر ګټور نظام دی او د هېواد په ګټه کې ده چې د يورپي يونين سره د پاکستان اړیکې ښې او د جي اېس پي پلس سکيم پځائ پاتې شي. په دې وروستیو کې دپاکستان وزيراعظم عمران خان د امریکا په ګډون په يورپي هېوادونو کلکې نیوکې کړې وې او د يورپي يونين د هېوادونو ددې غوښتنې په ځواب کې چې پاکستان دې باېد د روسیې لخوا په اوکراین د يرغل  ښکاره غندنه وکړي، ویلي وو چې پاکستان به د چا غلامي قبوله نه کړي. پاکستان کې حکومت مخالفو ګوندونو هم د وزير اعظم په دغه بيان ټکونه کړي وؤ او د خزانې وزیر هم وزير اعظم ته په يورپي هېوادونو د تنقید څخه د ډډې کولو خواست کړی ؤ. د اقتصادي چارو کارپوهه قېصر بنګالي ډيوه ته وایي ددې نظام له کبله که د يورپي يونين هېوادونو ته برامدات سېوا شوي نو ورسره پاکستان کې خلکو ته د روزګار فرصتونه هم ترلاسه شوي دي. هغه وايي د يو هيواد خارجه تګلاره د هغه هیواد د اقتصادي مفاداتو په تناظر کې جوړېږي او باید چې د خارجه پالیسي په اړه داسې بيانونه ورنه کړی شي چې له امله یې د هېواد اقتصادي ګټو ته نقصان ورسېږي. د پاکستان د سرکاري شمېرو ترمخه دا وخت د پاکستان يورپي يونين ته برامدات چې کال 2013م کې 3.31 ارب يورو وؤ، کال 2021م کې د 69 فيصدي اضافې سره 5.59 ارب يورو ته رسېدلي دي. ښاغلی حفيظ پاشا وايي پاکستان 23 نړیوالې لوظنامې ېا کنونشنز لاسلیک کړي چې دې کې دخواري کښو  د حقونو د حفاظت تړونونه هم شامل دي، پاکستان له به پرې عمل کول وي. هغه وايي پاکستان چې په اوکراین د روسیې د يرغل په معامله کوم دريځ خپل کړس نو له هغې وروسته دا خطره شته د جى ایس پي پلس د شرطونو په حواله د يورپي يونين له لوري په هغې د عمل درامد لپاره په پاکستان فشار زيات شي او دا فشار به د ایف ای ټي ایف د فشار په څېر وي.

18.03.2022 ډیوه

دعمران خان اقتدار نه دلرې کولو هڅې،حکومت د خپلو اوښتو غړو په ضد سپریم کورټ ته ځي

پاکستان کې د وزیراعظم عمران خان داقتدار نه لرې کولو لپاره داپوزیشن ګوندونو لخوا دبې باورۍ دتحریک مخې ته له راتلو وروسته په سیند صوبه کې دګورنر راج پځائ کولو بحثونه تاوده شوي دي اؤ میډیا وایي چې مرکزي حکومت په دغه اړه خپلې مشورې سرته رسولي دي. په عین حال کې حکومت اعلان کړی چې د حکومتي ګوند تحریک انصاف نه کومو دپارلیمان غړو اپوزیشن سره لاره نیولې ده دهغوئ په ضد به سپریم کورټ ته عریضه کوي. دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید تیره ورځ ویلي وؤ وزیراعظم عمران خان ته یې سیند صوبه کې دګورنر راج پځائ کولو مشوره ورکړې ده اؤ دخالي په ورځ پاکستاني میډیا ویلي چې د وزیراعظم مشرۍ کې راجوړې شوې دحکومتي وزیرانو اؤ مشیرانو غونډه کې د ګورنر راج په اړه مشورې شوي دي. سیند کې پیپلز ګوند صوبایي حکومت لري چې دغه ګوند مرکز کې د عمران خان دحکومت نسکورؤلو لپاره زیات فعاله رول لوبوي اؤ حکومت دپاکستان پیپلز ګوند په مشرانو تور لګولی چې دحکومت پارلیماني غړو ته یې پیسې ورکړي ترڅو دبې باورۍ تحریک کې دوزیراعظم عمران خان په ضد خپلې رایې وکاروي. خو د تحریک انصاف ګوند سره تړاؤ لرونکي داپوزیشن ملاتړ کوونکي یو غړي نورعالم بیا دا تورونه په سختۍ سره رد کړي اؤ وایي هغه پخپله اؤ د نورو اوښتو غړو لخوا په سوګند داخبره کولی شي چې داپوزیشن ملاتړ یې په پیسو نه بلکې دضمیر په غږ کړی دی. پاکستاني رسنیو تیره ورځ دعوه کړې وه چې دحکومتي ګوند تر۲۴ؤ زیات غړي په اسلام اباد کې سیند هاؤس ته ورټول کړل شوي اؤ دغه دغو غړو نه زیاترو رسنیو ته ویلي چې دبې باورۍ تحریک کې به خپلې رایې وزیراعظم عمران خان ته نه ورکوي. د رسنیو د رپورټونو له مخې سیند صوبه کې د ګورنر راج لګولو په اړه حکومتي ګوند خپله یوه غونډه کې دخالي په ورځ مشورې ترسره کړي دي خو وزیراعظم عمران خان سیند کې د ګورنر راج دنفاذ تجویز سره نه دی متفق شوی. دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید میډيا ددې غونډې داحوال ورکولو په وخت ویلي چې وزیراعظم دګورنر راج په اړه تجویز باندې دنور غور وینا هم کړې ده. خو رسنۍ وایي په دې غونډه کې بیا وزیراعظم امر کړی چې دده دګوند سره دبې وفایۍ کوونکو پارلیماني غړو په ضد باید سپریم کورټ ته رجوع وکړل شي . داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري په سوشل میډیا خپل یو جاري کړي بیان کې ویلي حکومت پرېکړه کړې ده چې د ایین د63-A دفعې دتشریح لپاره به دحکومت لخوا سپریم کورټ ته دایین د186مې دفعې په اساس عریضه کولی شي اؤ د عدالت نه به رایې غوښتل کیږي چې دیو ګوند غړي خپلې رایې په پیسو پلوري نو دهغوئ د ووټ به څه حیثیت وي. دهیواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم په سیند کې دګورنر راج نافذولو سره مخالفت ښودلی دی. ملتان کې میډیا سره خبرو کې شاه محمود قریشي ویلي په سیند هاوس کې چې څه روان دي دا دجمهوریت په ضد دي اؤ دپارلیمان دغړو په لاس دپارلیمان دسپکاوي هڅې کیږي چې دا نه دجمهوریت په ګټه دي اؤ نه دمعیشت . سیند صوبه کې د واکمن پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د ګورنر راج دګنګوسو په اړه په ټویټر یو اردو نظم شئیر کړی چې دسر څو مصرعې یې داسې دي راځئ ګورنر راج لګوؤ سبا نه هم نن یې لګوؤ په ټول پاکستان کې چې کومه نڅا روانه ده په سیند کې هم دا نڅا پیلوؤ. حکومت مخالف ګوندونه دعوې کوي چې د بې باورۍ تحرک د پاره د اړتیا څخه زیات غړي لري اؤ‌د حکومت اتحادي ډلو هم د مخالفو ګوندو سره لاري چارې جوړې کړې دي- زیاتره څېړونکي وایي دحکومت ایتلافي ګوندونه هم کیدای شي دعمران خان په ضد دبې باورۍ تحریک کې داپوزیشن سره ودریږي اؤ که چرې دغسې وشي نو بیا خو دعمران خان دحکومت دبچ کیدو هیڅ چانس نه پیدا کیږي خو که چرې ایتلافي ګوندونو کې څه غړي عمران خان ته هم خپلې رایې ورکړي بیا هم د اپوزیشن ګوندونو دملاتړو غړو شمیره پارلیمان کې سیوا ده اؤ عمران خان به په اسانه داقتدار نه لرې کړي

18.03.2022 ډیوه

خوست کې وزيرستاني کډوال: د بيرته ستنېدو په تمه د سختو ستونزو سره مخ یو

په افغانستان کې مېشته د شمالي وزیرستان کډوال وایي د کډوالو د ستنېدو مرحله د سستۍ ښکاره ده او د واپسۍ د اعلان سره سم په زرګونو شمېره کورنۍ د لرې پرتو سیمو نه د خوست ګلانو کیمپت ته راغلي او دوي هیڅ خوراک څښاک نه لري او د واپسۍ په انتظار دي. د کډوالو د واپسۍ عمل د دسمبر 10م نه پیل شوی او د قدرتي افتونو په وخت د انتظام صوبايي اداره (پي ډي اېم اې) وایي د واپسۍ عمل روان دی هر ورځ د یو سل نه یو نیم سل پورې کورنۍ بیرته راستنې کوي او تر دې مهاله 5000 نه زیاتې کورنۍ د افغانستان نه بيرته ستنې کړی شوي دي او د واپسۍ دا مرحله به تر هغې روانه وي تر څو ټول کډوال بیرته نه وي ستانه کړی شوي. د افغانستان په ګلانو کېمپ کې مېشت یو وزیرستان کډوال ملک میریان خان وايي، د د واپسۍ د اعلان سره سم د افغانستان په نورو سیمو کې مېشت کډوالو په زرګونو شمېره کورنۍ د خوست  ګلانو کېمپ ته راغلي چې د واپسۍ انتظار کوي. هغه وویل دغه کورنۍ د واپسۍ لپاره کېمپ ته راغلې او دوی دغلته د خوراک څښاک او استوګنې هیڅ انتظام نه لري. هغه زیاته دوی ته هر ورځ ویل کیږي چې تر اوسه هغه د وړاندې نه رجسټرډ کډوال په بشپړه ډول نه دي واپس شوي او چې کله هغه واپس کړي بیا به د دې نوو کډوالو واپسي پېل کیږي. خو د پي ډي اېم اې وياند احسان داوړ وايي، د افغانستان څخه بيرته د راتلونکو کډوالو دپاره په غلام خان ټول انتظامات شوي، او چې د چا نوم ليکنه شوي وي، ټولې اسانتياوې ورته برابر کړی شوي، د کډوالو د بيرته راتلو او دلته په ځای کولو په عمل کې ډېرې ادارې کار کوي، د دې خلکو تصديق کوي او دغه عمل روان دی. هغه وويل د ټولو کډوالو د بيرته ستنولو پورې به دغه عمل روان وي. يو بل کډوال ملک مير قصاب خان وایي پاکستاني چارواکو د دوی سره د ټولو کډوالو بیرته د ستنیدو ژمنه کړې وه. هغه زیاته کړه  په دې مرحله کې د ځینې کورنیو زنانه دغلته پاتې شوي او نارینه یې ترې ستانه شوي دي او د ځینو بیا زنانه ستنې شوي او نارینا یې دغلته پاتې شوي دي. هغه د شمالي وزیرستان خلکو نه غوښتنه وکړه چې د دوی دغه مشکل لپاره دې د حکومتي چارواکو سره خبره وکړي.   د افغانستان نه راغلي یو بل کډوال ملک بانډلي ویلي په تیرو درې میاشتو کې د افغانستان څخه په زرګونو کورنۍ بيرته راغلي، او بې د اسانتياو او بې د کوم انتظام څخه داسې په ډاګه پراته دي. نوموړي زیاته کړه دوی غوښتنه کوي چې يا دې خپلې علاقې ته ستانه کړی شي او يا دې ورته دلته اسانتياوې برابر کړی شي. د پي ډي اېم اې وياند احسان داوړ وايي، د افغانستان څخه د وزیرستاني کډوالو د بيرته ستنېدو عمل د دسمبر د لسمې نه پېل شوی او تر دې وخته پورې نزدې پينځه زره کورنۍ بيرته راغلي دي او په دوی کې د 3000 کورنيو تاييد شوی چې دا کډوال دي. او نوموړی زیاتوي د کډوالو د نوعيت په تاييدولو يا تصديق کار روان دی، او چې دغه عمل څنګه سر ته رسي د دوی سره به هم مرستې کولی شي، هغه وويل دغو کډوالو ته په غلام خان پوله لومړۍ اسانتياوې ورکړی شوي او د نورو کډوالو په څیر هرې کورنۍ ته 12000 روپې د خرڅ او اته زره روپې د خوراک ورکولی شي د شمالي وزيرستان د مرستيال کمشنر دفتر وايي، کډوال راروان دي او د دوی جاج اخستل کيږي او د اسانتياو برابرتيا ورته کولی شي.  دفتر ویلي د واپسۍ دا مرحله به د اخري کډوالو تر راتګ روانه وي. د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان څخه په کال 2014 کې هغه وخت ځايي خلک کډوال شوي چې کله دغلته د ضرب عضب په نوم د وسله والو تندلاو پرضد پوځي عملیات کېده، هغه وخت ويل شوي وو چې د شمالي وزيرستان نه نزدې يو لک کورنۍ کډوالې شوې او 20زره پکې افغانستان ته تللې وې.

18.03.2022 ډیوه

څېړونکي اؤ مخالف ګوندونه وایي موجوده حالاتو کې دسپیکر اسد قیصر رول متنازعه شوی دی

څيړونکي او د حکومت مخالفو سياسي ګوندونو غړي وایي دقامي اسمبلۍ د سپيکر کردار په موجوده وخت کې  متنازعه شوی دی او د ایيني اختياراتو سره سم بې پلوه  نه دی پاتې۔ د قامي اسمبلۍ سپيکر څو ورځې وړاندې ويلي وؤ خپلې ذمه وارۍ د قانون او ایين سره سمې تر سره کوي۔ په اسلام اباد کې خبريال اعزاز سيد په خپل ټويټر ليکلي د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر ورته ويلي چې دقامي اسمبلۍ غونډه به را وغواړي خو بیا ایین دا واک ورکړی چې  ترڅومره وخته وغواړي د قامي اسمبلۍ رابللی غونډه ځنډولی شي. د اعزاز سید په وینا سپیکر ورته ویلي چې هغه ته دغونډې دځنډولو واک قانون ورکړی اؤ دسپیکر واک هیڅوک نه شي چیلنج کولی. د قامي اسمبلۍ پخواني ډپټي سپيکر او د پاکستان پيپلز پارټۍ غړي فېصل کريم کنډي ډيوه ته وويل د پاکستان د ایين ترمخه سپيکر به بې پلوه وي او د ټول پارليمان به يو شان مشري کوي، خو موجوده سپيکر د خپل ګوند پاکستان تحريک انصاف په ښکاره ملګرتيا کوي، او غواړي چې د بې باورۍ په تحریک د رایې اچولو پروسه کې خنډان راولاړکړي. "د سپيکر چوکۍ بې پلوه وي، خو موجوده سپيکر د خپل ګوند ملګرتيا کوي، که د عدم اعتماد ووټ په لار کې خنډان رامينځ ته کوي نو دده په ضد به هم د عدم اعتماد تحريک راوړل شي" د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر وخت په وخت د وزير اعظم عمران خان ، وفاقي وزيرانو او مشيرانو سره وخت په وخت په داسې حال کې لیدنې کوي چې د اپوزیشن ګوندونو د وزیراعظم عمران خان په ضد دباورۍ تحریک دقامي اسمبلۍ سیکرټریټ کې جمع کړی اؤ هیله ښودل کیږي چې په دې تحریک به د روانې میاشتې په ۲۷مه رایې ورکړل شي. سیاستمدار او څيړونکي افراسياب خټک په ټوېټر ليکلي اسد قېصر په مشکل کې دی، د قامي اسمبلۍ سپيکر چې څنګه رول لوبوي دا داسې نه شي چلېدلې او د پاکستان سپريم کورټ پکې مداخلت کولی شي۔ په اسلام اباد کې میشت خبريال عبدالله مومند وايي وړاندې وختونو کې د بې باورۍ په تحریک رایو اچولو کې د سپيکر کردار بې پلوه پاتې شوی دی خو دموجوده سپیکر رول ته په کتلو سره په اسانه ویل کیدای شي چې سپيکر د ټول پارليمان نه بلکې د پاکستان تحريک انصاف استازیتوب کوي. "په تيرو دريوو کالو کې مونږ د اسمبلۍ داجلاسونو په دوران کې کتلي چې اسد قېصر بې پلوه نه دې او د خپل ګوند نمائندګي کوي" سپیکر اسد قېصر څو ورځې وړاندې پاکستاني ميډيا ته وويلي وؤ چې دی په موجوده حالاتو کې ماهرينو سره په رابطه کې دی، او دا يو خبره په ډاګه کول غواړي چې څه کوي د ایين او قانون سره سم به يې کوي " زه په دې هيڅ غرض نه لرم چي مخالفه ګوندونه او يا حکومتي ګوند څه کوي"  څيړونکي او د مخالف, ګوندونو غړې وایي موجوده د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر د ایين له مخې نه شي کولی چي داسمبلۍ اجلاس رابلل شوې غونډه وځونډوي، سپيکر د بې باورۍ د تحريک جمع کیدو سره سم په ټاکل شوؤ ورځو کې د اجلاس راغوښتو پابند دی او که اسد قېصر داسې ونه کړي موجوده سياسي بحران به نور هم زيات شي۔

18.03.2022 ډیوه

پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې په ریکارډ کچه راغورځېدلې ده

د پاکستان مرکزي بېنک (سټېټ بېنک اف پاکستان) وايي، نن د جمعې په ورځ (18 مارچ) پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې د 180 روپو نه سېوا شوې ده. په پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو اتحاديه وايي، په پرانستي مارکيټ کې د يو ډالر بيعه د 181 روپو نه سېوا شوې ده. د اتحاديې مشر ملک بوستان وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، په نړیواله کچه د روس او اوکراين د جګړې له امله د توانایۍ او خوراکي توکيو بيعې لوړې شوي چې له امله یې د پاکستان درامدي بل هم سېوا شوی دی او د هغې له کبله پاکستانۍ روپۍ د فشار سره مخ ده. اقتصاد پوهه جرنلسټ وکیل الرحمان وايي، په پاکستان کې د ډالرو کمی دی او ملکي تجارتي خساره هم ورځ تر بلې سېوا کيږي. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، د زر مبادله ذخیره په تېزۍ سره کميږي او په تېره يوه مياشت کې په دې کې يو ارب ډالر کمی راغلی دی او د دې له امله د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ د فشار سره مخ ده. هغه زياته کړه د ډالر د ګرانېدو سره به نور ګراني جوړيږي ځکه چې پاکستان زياتره څيزونه د بهر هېوادونو څخه راغواړي او د دغو څيزونو سودا په ډالر کې کيږي ځکه نور دلته به يې اثر د ګرانۍ په شکل کې مخې ته راځي. نوموړي دا هم وويل چې دا وخت په ملک کې کوم سياسي اړی ګړی روان دی، د 27 فرورۍ نه پيپلز پارټۍ د حکومت پرضد کوم لاريون پېل کړی د هغې ورځې وروسته د ونډو هم راغورځېدلی دی او دا وخت حالات داسې دي چې پانګه وال پانګونو ته ډېر زړه نه ښه کوي او د دې په تمه دي چې حالات يو لور شي، نو اوس د ونډو په بازار کې هر څه په ټپه نه دي ولاړ خو د منفي اغېزو سره مخ دی. پاکستاني مطبوعات وايي په تېرو لسو مياشتو کې پاکستانۍ روپۍ 18 فيصده يا 27 روپۍ راکمه شوې ده. له دې وړاندې د کال 2021 د مې په مياشت کې د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ 152 په ريکارډ کچه ختلې وه. مرکزي بېنک وايي، د روان مالي کال په نهه میاشتو کې پاکستانۍ روپۍ 14اعشاريه درې فيصده راکمه شوې ده. بل اقتصاد پوهه سجاد احمد وايي، په وروستيو کې چې د پاکستان حکومت کوم اېمنسټي يا د بخښنې سکيم اعلان کړی دی، تېل او د بجلۍ بيعې يې ارزانې کړې وې، او مالياتي نړيوالې ادارې بيا په دغې تحفظات څرګند کړي وو، د هغې له امله د ايي اېم اېف پروګرام د متاثر کېدو امکان دی. هغه وايي د ډالر د قدر سېوا کېدو يو دغه علت دی ځکه چې پاکستان ته د ډالرو ضرورت دی. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، د پاکستان مالياتي خساره د کمېدو نوم نه اخلي مخ په بره روانه ده، او امکان لري چې د روان مالي کال د اخرې پورې د ډالر بيعه د 200 روپو پورې ورسي او دې سره به پاکستان ته د پېسو په واپسۍ کې هم مشکلات وي. د اقتصاد پوهانو په خبره داسې اشارې دي چې په راتلونکي وخت کې به پاکستان ته د نورو ډالرو ضرورت وي او د اغېزې به هم مخې ته راځي. د پاکستان مرکزي بېنک سټېټ بېنک روانه میاشت ويلي، دا وخت په ملکي کچه د غېر ملکي زر مبادله ذخيره 22اعشاريه 28 اربه ډالرو ته راټيټه شوې ده. د بېنک ترمخه د سټېټ بېنک خپله مجموعي د غېر ملکي زر مبادله ذخیره 15اعشاريه 83 اربه ډالره او د کاروباري بېنکونو سره شپږ اعشاريه 45 اربه ډالره ده. د مرکزي بېنک د شمېرو ترمخه د فرورۍ په مياشت کې د ملک ټوله بهرنۍ د زر مبادله ذخيره 23اعشاريه 70 اربه ډالره وه.

18.03.2022 ډیوه

مردان کې يو نرښځی په ډزو وژل شوی بل ژوبل

د خېبرپښتونخوا په مردان ښار کې يو نرښځی په ډزو وژل شوی او بل ژوبل کړی شوی دی، پوليس وايي ډزې د نرښځيانو په دېره کې شوي دي. د مردان ښار د پوليس مشر (ډي اېس پي) عدنان اعظم وي او اې ډيوه ته ويلي، پرون د زيارت په ماښام د نرښځيانو دېرې ته څو کسان راغلي چې ترمنځ يې جګړه جوړه شوې او بيا يې ډزې کړي دي. هغه وویل، د ډزو په نتيجه کې يو نرښځی (چاند) وژل شوی او (زمرد) سخت ژوبل شوی دی. د پوليس افسر په خبره د پېښې مقدمه د دوه کسانو پرضد درج شوې، او پلټنې پېل کړی شوي دي. د ژغورنې ادارې (رېسکيو1122) ويلي دوی د مردان مېډېکل کمپليکس روغتون ته دوه ژوبل نرښځيان منتقل کړي، او بيا ډاکټرانو ویلي په ژوبلو کې يو ژوند د لاسه ورکړی او د بل درملنه روانه ده. روانه اوونۍ په خېبرپښتونخوا کې دا دوېمه پېښه ده چې په نرښځيانو پکې تشدد کيږي. څو ورځې وړاندې د خېبرپښتونخوا په مانسهره ضلع کې څلور نرښځيان په ډزو ژوبل کړی شوي وو. د ډاکټرانو په وېنا په ژوبل شوو نرښځيانو کې د يو د ملا تیر(سپېنل کاډ) خراب شوی او هغه معذوره شوی دی. تېره اوونۍ هم په مردان ښار کې د موسيقۍپه يو پروګرام کې په يو نرښځي ډزې شوې وې او د هغې وروسته بيا په ښار دننه نرښځيانو احتجاج کړی او د حکومت نه یې د تحفظ غوښتنه کړې وه. د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي، تراوسه پورې چې څومره نرښځيان وژل شوي يا ژوبل کړی شوي دي، پوليسو پکې ککړ کسان نيولي دي خو هغوی ته سزاګانې نه دي ورکړی شوي. د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوونکی قمرنسيم وايي، په خېبرپښتونخوا صوبه کې د نرښځیانو پرضد د تشدد پېښې زياتې شوي دي. وي او اې ډيوه سره په خبرو  کې هغه ویلي، دوی ګڼي چې د نرښځيانو په قضيو کې ډېره پاملرنه نه کيږي ځکه زياتره ککړ کسان د عدالتونو نه خوشي شي او د سزاګانو نه بچ شي. قمر نسيم زياته کړه درې کاله وړاندې نرښځيانو ته د تحفظ ورکولو او په هغوی د تشدد د مخنيوي دپاره د خېبرپښتونخوا پوليس لخوا يوه ځانګړې کميټي جوړه کړی شوې وه خو د هغې څه مثبته نتيجې مخې ته نه دي راغلي. خو د يادې کمېټۍ يو غړي چې نوم يې نه څرګندول غوښته ويلي دي، دوی د نرښځيانو پرضد د تشدد د پېښو پلټنې کوي او هڅه يې ده چې د نرښځيانو پرضد د تشدد د پېښو مخنيوي وکړي. د نرښځيانود اتحاديې (ټرانسجنډر الاينس پاکستان) ترمخه په خېبرپښتونخوا کې د کال 2015م راهسې تراوسه پورې په صوبه کې د 90 نه زيات نرښځيان وژل شوي او په 150 باندې مختلف ډول تشدد شوی دی.

18.03.2022 ډیوه

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د يوناما موده د يو بل کال پورې غځولې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خصوصي مشن يا ادارې يوناما موده د يو کال لپاره غځول شوې ده او په دې اړه يو قرارداد د ملګرو ملتونو امنيتي شورا منظور کړی دی. بل اړخ ته د کډوالو د ادارې يو اېن اېچ سي ار مشر ويلي بايد نړيواله ټولنه د افغانانو مرستې لا زياتې کړي. ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلې ادارې يوناما موده په داسې حال کې  د يو بل کال دپاره غځولې چې په دغه هيواد کې د طالبانو د واکمنۍ شپږ مياشتې پوره شوي خو د طالبانو حکومت تراوسه پورې يو هيواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی. د ملګرو ملتونو امنيتي شورا د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د خصوصي ادارې يوناما موده د يو کال لپاره غځولې ده، د امنيتي شورا په 15 غړو کې 14 غړو د دې قرارداد په حق کې رای ورکړې او د روس استازي د رای ورکولو نه ډډه کړې ده. دا قرارداد د ناروی استازي موناجول وړاندې کړی وو، نوموړي وويل دا يو ښکاره پېغام دی چې امنيتي شورا د افغانستان د خلکو سره ولاړه ده او بايد ټول افغانان په دې عمل کې ياد وساتل شي. دا قرارداد به د يوناما د مشن په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو تحفظ او د دوي په ژوند کې برخه خوندي کوي. د برطانيې استازې ډېم باربارا ووډورډ د موجوده طالب چارواکو له خوا د پخواني حکومت د کارمندانو، ټولنيز فعالانو او د لږکيو په ضد ګامونو د تشويش څرګندونه وکړه. هغې وويل بايد طالبان دا ثابته کړي چې په هيواد کې تندروه ډلې اوس شتون نه لري، نوموړې د يو غړي هېواد له خوا د راې نه ډډه کول د افسوس وړ وګرځول او وې ويل يو هېواد په داسې حال کې د رای ورکولو نه ډډه وکړه چې د افغانستان خلک مرستو ته لويه اړتيا لري. د روس استازي واسلې نېبنزيا وويل دوي ځکه د راې ورکولو نه ډډه وکړه چې د ملګرو ملتونو د شتون لپاره د کوربه هېواد رضامندي ترلاسه کول له پامه غورځول شوي دي. د چين استازي ژانګ جون وويل د تېر کال د اګست وروستو افغانستان د پرامنه بيا ودانۍ په لور د يوې نوې مرحلې سره مخ دی او بايد معاشي ستونزې حل کول بايد لومړيتوب وګرځول شي. نوموړي زياته کړه چې بايد نړيواله ټولنه د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو د خپلواکۍ اصول خپل کړي چې داسې ترهه ګري ختمه کړی شي او معاشي پرمختيا بيا روانه کړی شي. بل اړخ ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې يو اېن اېچ سي ار مشر فيليفو ګرېنډي ويلي نړۍ بايد افغانانو سره مرستې وکړي ځکه چې په دغه هېواد کې انساني بحران لا په زياتېدو دی. د کابل د څلور ورځنۍ دورې وروستو ښاغلي ګرېنډي ويلي هغه د يو شمېر کورنيو سره ليده کاته وکړه چا ته چې دا نه وه معلومه چې دوي به د بل وخت څه خوري. نوموړي ويره څرګنده کړې چې دا بحران به لا زياتېږي، نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې دننه او بهر افغانانو سره مرستې لا زياتې کړي. د يو اېن اېچ سي ار مشر ويلي دوي د زنانوو سره خبرې وکړې څوک چې د خپل صحت او ماشومانو په اړه فکرمندې وې، مياندې او پلاران د خپلو کورنيو لپاره فکرمند دي او ضرورتونه ډېر زيات دي. د ملګرو ملتونو د وروستيو راپورونو ترمخه 95فيصده افغانانو ته د هغوي د ضرورت مطابق خوراک نه ترلاسه کېږي او دا شمېره په ځينو ځايونو کې 100 فيصده ته هم رسېدلې ده. د يو اېن اېچ سي ار مشر ګرېنډي د ګل په ورځ افغانستان ته رسېدلی وو او هلته يې د افغانستان د اوسمهاله چارواکو سره هم ليده کاته کړي وو. د دوي ترمخه د روان کال د پېل سره ملګرو ملتونو شاوخوا پينځه لکه افغانانو ته مرستې ورکړې دي او ښاغلي ګرېنډي په قندهار کې د صحت مرکز سره سره په جلال اباد کې د جينکو د ښوونځي دوره هم کړې وه کوم چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له خوا جوړ کړی شوي دي. د نوموړي په وينا په افغانستان کې د روانې جګړې له امله د هيواد دننه شاوخوا درې نيم مليونه خلک بې کوره شوي دي، د صحت نظام د يو شمېر چېلنجونو سره مخ دی، په ښوونځيو او روغتونونو کې کارمندان بې له پېسو کار کوي او دا وخت په افغانستان کې 24مليونه خلک انساني مرستو ته اړتيا لري. ښاغلي ګرېنډي زياته کړه چې په افغانستان کې کارکوونکو ادارو ته په سمدستي توګه نزدې څلور نيم اربه ډالر پکار دي چې داسې د 22 مليونه افغانانو د خوراک، ودانيو او نور ضرورتونه پوره شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ترمخه د بې کوره خلکو د ودانۍ لپاره دوي 240 مليونه ډالرو ته اړتيا لري او تر دې دمه دوي ته يواځې 97 مليونه ډالره ترلاسه شوي دي. هغه په نړيواله ټولنه هم زور ورکړو چې بايد دوي د افغانانو مرستې وکړي چې داسې په دغه هېواد کې ستونزې هوارې شي. د مارچ په 31مه به ملګري ملتونه، برطانيه، جرمي او قطر د بشري ضرورتونو پوره کولو لپاره يوه غونډه هم کوي.

18.03.2022 ډیوه

دبشري حقونو نړیوالې ادارې پاکستان کې په رامنځته شوي سیاسي وضعیت اندېښنې ښودلي

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې هیومن رائټس واچ د وزیراعظم عمران خان په ضد دمخالفو سیاسي ګوندونو لخوا دبې باورۍ دتحریک جمع کولو وروسته  پاکستان کې په رامنځته شوؤ  سیاسې حالاتو  اندښنې ښودلي دي. دبشري حقونو دغه سازمان وایي د پاکستان دحکومت ذمه واري ده چې د ایین تر مخه د بې باورۍ په تحریک  له ګواښونو او تاوتریخوالي پرته دپارلیمان غړو ته د رايې ورکولو اجازه ورکړي او مخالفو ګوندونه او د حکومت پلویانو ته پیغام ورکړي چې جمهوري بهیر باید ګډوډ نه کړي- دا په  داسې حال کې ده چې دپاکستان د وزیراعظم عمران خان په ضد د بې باورۍ د تحریک قامي اسمبلۍ  کې له جمع کیدو  وروسته حکومت او مخالفو ګوندونو دواړو پایه تخت  اسلام اباد کې دسترو ولسي جلسو راجوړولو اعلان کړی دی، په عین حال کې سپریم کورټ بار ایسوسیشن دبې باورۍ په تحریک د رایې  اچونې په ورځ د تصادم د مخنیوې د پاره  سپریم کورټ ته خواست یا عریضه کړې ده چې سپریم کورټ دې ټولو ریاستې ادارو اؤ دقامي اسمبلۍ اسپیکر  ته ایینې چوکاټ کې د پاتې کیدو امر وکړي. دپاکستان وتلی خبریال اویس توحید وايي کومه پرېکړه چې په پارلیمان کې پکار ده د ائین او قانون تر مخه وشي، پر هغې حکومت او مخالف ګوندونه خپل طاقت ښکاره کول غواړي.   "زه فکر کوم چې د بې باورې د تحریک څخه وړاندې به ګډوډي وي او د مخالفو ګوندونو او حکومت تر منځ تاوترخوالی ښکاري، ددې ذمه واري پر حکومت او مخالفو ګوندونو دواړو باندې راځي چې د یو بل په ضد یې د سختو بیانونو او تورونو لړۍ شورو کړې ده"  تر دې وړاندې د وفاقې وزیر فواد چوهدرې له اړخه یو بیان کې ویل شوي وؤ چې د بې باورۍ تحریک کې د عمران خان په ضد ووټ کارونکو ته به د ۱۰ لکو خلکو د جلسې څخه تیریدل وي- بل پلو ته دمخالفو ګوندونو ایتلاف هم د روانې میاشتې په ۲۵مه  اسلام اباد  ته دستر لاریون کولو اعلان کړی دی. د مخالفو ګوندونو د ایتلاف له اړخه د بې باورۍ دغه تحریک حکومت د سختو بحراني حالاتو سره مخ کړی دی- وزیراعظم عمران خان د مسلم لیګ نواز ګوند په مشر شهباز شریف او دپیپلز ګوند په مشر اصف علي زرداري تورونه لګولي چې دبې باورۍ دتحریک کامیابولو دپاره دپارلیمان غړو ته دبډو رشوتونو ورکولو وړاندیزونه کوي. په عین حال کې دحکومتي وزیرانو له اړخه په پیپلز ګوند  د قامي اسمبلۍ د حکومتي غړي په اسلام اباد  سیند هاوس کې دبندې ساتلو تور هم لګول شوی خو د پیپلز ګوند مشر یوسف رضا ګیلانې ویلي خپلو څو غړو یې د تحفظ د پاره خواست کړی ؤ چې هغوئ په سیند هاوس کې ساتل شوي دي- د پیپلز ګوند مشران دا اندېښنه هم ښایي چې حکومت پر سیند هاوس برید کولی شي- ددې څخه وړاندې د مارچ په لسمه نیټه د اسلام اباد پولیسو د پارلمان لاجز څخه د جمعیت اسلام دوه غړي او یو شمیر نور فعالین نیولي وؤ- حکومت تور لګوي چې په پایه تحت کې د جګړې د پاره مخالفو ګوندونو خپل رضاکاران اسلام اباد ته راغوښتي دي-  د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په اسلام اباد کې د مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي پکار ده چې  حالات دجګړې لوري ته لاړ نه شي اؤ  که چرې داسې وشي نو حالات خرابیدای شي- مخالفو ګوندونو د مارچ په اتمه پارلېمان کې د عدم اعتماد تحریک وړاندې کړی چې پکې د وزیراعظم عمران خان د لرې کولو غوښتنه شوې ده. تمه ده چې په قامې اسمبلۍ کې د بې باوري په تحریک  د رایو ورکولو عمل د مارچ په ۲۸مه نیته ترسره شي.

17.03.2022 ډیوه

په اول ځل د هندوستان تجارتي سامان د پاکستان او افغانستان د لارې ازبکستان ته ولېږل شو

د طالبانو د صنعوتونو او تجارت د وزارت د ویاند ترمخه 140   ټنه کارګو نه ډک ټرکونه د شورو یا چهارشنبی په ورځ د کابل نه تاشکند ته روان شوو. په دغو ټرکونو کې زیاتره د هندوستان چیني یا بوره وه. د طالبانو د صنعتونو او تجارت د وزارت ویاند مولانا ظهیر وي او ای ته وویل دغه سامان یو ورځ وړاندې د پاکستان نه د تورخم دلارې کابل ته رسېدلې و.  کابل نه تاشکند ته د هندي سامان د روانېدو په موقع د طالبانو صنعتونو او تجارت وزارت یوه دستوره هم جوړه کړې وه  چې پکې  د افغانستان دپاره د مرکزي او جنوبی اېشیا ترمنځ د مهمه تجارتي لارې په توګه د پېژندلو په لړ خوشالی ونمانځي. د پاکستان یو چارواکې وي او ای ته ویلي دغه تجارتی سامانونه د دی میاشت په سر کې د هندوستان د ممبۍ ښار نه روان کړې شوي وو او د کراچۍ سمندري بندر ته رسېدو نه پس ازبکستان ته د لېږلو دپاره په ټرکونو کې بار کړی شول. د چارواکي ترمخه دا هر څه د پاکستان او ازبکستان ترمنځ په  نېزدي ورځو کې د دوه اړه خیزه تجارتي لوظنامې دلاندي شوي. د مارچ په وړمبیو ورځو کې د ازبکستان صدر  شوکت میرضیایف د پاکستان د دوه ورځني سفر په موقع په اسلام اباد کې د نورو یوشمېر معاهدو سره تجارتي معاهده هم لاسلیک کړي وه.  د پاکستان چارواکي وايي دغه تجارتي قافله چې ازبکستان ته لاړله، د دی انتظام د معاهدې دلاندې په شخصي توګه شوی و او د پاکستان، افغانستان، ازبکستان یا د هندوستان حکومتونو پکې هېڅ مداخلت نه وو کړی.  د نوم نه ښودلو په شرط دغه چارواکي وویل دا به اوس یو باقاعده عمل وي او ازبکستان به د پاکستان د سمندري بندر دلارې د نړۍ د هر یو ځاي نه سامانونه راغوښتلی شي. هغه زیاته کړه طالبان به په دغه تجارتي لړ کې مرستې کوي ځکه چې د ازبکستان په شان افغانستان هم د پاکستان د سمندري بندر دلارې عالمي تجارت ته رسايي لري. یاده دي وي د پاک افغان ټرانزټ ټرېډ د معاهدی دلاندې اسلام اباد کابل ته د نورو ملکونو سره د تجارت دپاره خپله ځمکنۍ او سمندري لاره د استعمالولو اجازت ورکوي او هم د دغه معاهدې دلاندې افغان تاجران خپل سامانونه د پاکستان د ځمکنۍ، هوايي او سمندري لارو هندوستان ته هم لېږلې شي. خو د هندوستان او پاکستان د کړکېچنوتعلقاتو په سبب د هندوستان سامانونه یوازې د سمندر د لارې افغانستان ته تلې شي.  خو په نزدی کې پاکستان هندوستان ته اجازت ورکړې چې په افغانستان کې د بشري امداد په لړ کې  50,000  ټنه غنم د پاکستان د ځمکنۍ لارې لېزلې شي.  

17.03.2022 ډیوه

زیلینسکي د روسي یرغل پر مهال له جرمني مرسته وغوښته

واشنګټن – د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زیلینسکي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د جرمني پارلمان ته د وینا پر وخت له دغه هېواد څخه مرسته وغوښته. هغه وویل، په اروپا کې نوی دیوال جوړ شوی، " د ازادۍ او غلامۍ ترمنځ" زیلینسکي په خپلې ویډیوي وینا کې وویل، "او دا دیوال په اوکراین باندې د هر بم له غورځېدو او د هرې پرېکړې له نه کېدو سره نور هم لویېږي. هغه په جرمني باندې د نارډ سټریم ټو په نامه د ګازو د نل لیکې په ملاتړ باندې نیوکې وکړې او وویل چې جرمني خپلې اقتصادي ګټې د اوکراین له امنیت څخه مخکې وګڼلې. یاده نل لیکه له روس څخه جرمني ته طبعي ګاز لېږدوي چې په اوکراین د روس له یرغل وروسته ځنډول شوې ده. زیلینسکي وویل،‌"مونږ تاسو ته مخ واړوه." او "مونږ درته وویل، چې نارډ سټریم جګړې ته د تیاري په څېر ده." د جرمني پارلمان ته د اوکراین د ولسمشر دا وینا په داسې وخت کې شوې ده چې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د اوکراین په مېرېپول ښار کې د روسي برید نه وروسته د ژغورنې هڅې روانې وې. روس په دغه ښار کې په هغې سینما باندې هوايي برید کړی په کوم کې چې په سلګونو ملکي وګړو پنا اخیستې وه. تر دې  مخکې، د امریکا ولسمشر جو بایډن له اوکراین سره د ۸۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت نوره پوځي مرسته اعلان کړه او د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین یې یو جنګي مجرم وباله. دا مرسته د شورو یا چهارشنبې په ورځ کانګرس ته د اوکراین د ولسمشر زیلینسکي له وینا څخه لږ وروسته اعلان شوه. بایډن له پوتین سره خپله لفظي شخړه تونده او وویل، "زه فکر کوم هغه یو جنګي مجرم دی" خو هغه نور تفصیل ور نه کړ او ولاړ. د کرملن ویاند ډیمیټري پېسکوف له ټاس خبري ایجنسۍ سره په غبرګون کې د بایډن څرګندونې د منلو او بخښلو وړ نه دې بللې. له اوکراین سره یواځې په یوې اونۍ کې د امریکا نوې امنیتي مرستې یو بلین ډالرو ته ورسېدې. په دې نوې مرسته کې د ډیرو نورو پوځي وسایلو ترڅنګ ۸۰۰ د الوتکو ضد د سټینګر سیستمونه شامل دي چې د اوکراین پوځ په دې وتوانیږي چې د روسي الوتکو او هیلې کوپټرو په وړاندې د خپلو خلکو او هوايي حریم دفاع وکړي.  

17.03.2022 ډیوه

د بلوچستان حکومت په کوټه کې امنيتي ځواکونو ته د تیار سۍ امر کړی

د بلوچستان حکومت د صوبې په مرکزي ښار کوټه کې امنیتي ځواکونه ځای په ځای کړي او د ته د تیارسۍ امر یې ورته کړی دی. د صوبې د داخله چارو محکمې د شورو، چهارشنبې، په شپه ناوخته يوه اعلاميه کې خبرداری وکړو چې د اینده دوو ورځو په مهال زیارت او جمعې (پنځشنبه، جمعه) په کوټه کې د ترهګرۍ کومه پېښه رامنځته کېدی شي. د داخله چارو محکمې غوښتي چې د پېښې د مخ نيوي په موخه دې د ښار او د بېلا بېلو ځايونو امنيت لا خوندي شي او خلک دې له ګڼې ګوڼې ځان ګوري۔ د حکومت له لوري داسې درې جلا جلا اعلاميې خپرې شوې په اعلاميو کې زياته کړل شوي چې د امنيت خوندي ساتلو په موخه يې په کوټه کې دولتي او غير دولتي پوهنتونونه، پوهنځي او مکتوبونه د دو ورځو لپاره رخصت کړي او په کوټه ښار کې د نهم او لسم ټولکي روان امتحانونه هم ځنډول شوي۔   د ښار لویو او واړو مسجدونو، ريلوی سټيشنونو، پارکونو، مارکيټونو او پر سرکاري ودانيو په ګڼ شمېر امنيتي عسکر ځای پر ځای کړل شوي۔ حکومت له عام اولس څخه هم غوښتلي چې له ضرورت پرته دې له کورونو څخه نه وزي۔ حکومتي چارواکي وايې په کوټه ښار کې د پوځي چاوڼيو لاري تړل شوي او عامو خلګو ته اجازه نه ورکول کېږي چې چاوڼيو ته ور ننوزي۔ په کوټه کې د وي او ای ډیوه خبریال ترمخه د زیارت پنجشنبې، په ورځ په کوټه ښار کې کاروبارونه ساړه او زياته ګڼه ګوڼه نه ليدل کېده. د کوټې اوسېدونکي وکيل محمد رفيق په خبره له تېرې ورځې دوی په ويره کې دي، په ښار کې ګڼه ګوڼه کمه او په عدالتونو کې د مقدمو لپاره هم خلک ندي ورغلي محمد رفیق وویل " پاروند چې کومه اعلاميه خپره شوې وه، موږ ټول په ويره کې يو، زه سهار عدالت ته تللم، په ښار کې خلک کم او سمه خاموشي وه، خلک ويرېدلي دي، په عدالتونو کې د کېسونو لپاره هم سايلين کم راغلي و"۔  د کوټې د پولسيو ايس ايس په عبدالحق بلوڅ وي او ای ډيوه ته د ټيليفون له لارې وويل چې د ترهګرۍ د مخ نيوي په موخه يې په ښار کې د امنيتي ادارو عسکر، ليويز پوليس او ايف سي عسکر په ګڼ شمېر کې ځای پر ځای کړي او د پاکستان پوځ پر سټېڼډ بای يا تيار سۍ حالت کې دی. بلوڅ وويل چې تر څو څارګرې او استخباراتي ادارې د ترهګرۍ د موجوده  خطر د ختمېدو خبر ورنه کړي ترهغې به په کوټه ښار کې امنيتي عسکر هم داسې د تيار سۍ په حالت کې وي "تاسو ته خو معلومه ده چې په ټول بلوچسان کې داسې خطرونه ځي راځي، خو امنيتي ځواکونه تيار دي، دا نشو ويلای چې کوم تنظيم به ترهګري کوي، د بمي چاودنې يا نورې داسې ترهګرۍ خطر سته"۔    د بلوچستان د کورنيو چارو د اعلاميې د نور تفصيل لپاره وي او ای ډیوه د صوبې د وزير اعلا د صلاح کار مير ضيا لانګو او د بلوچستان حکومت وياندې فرح عظيم شاه سره د رابطې کوښښ وکړو د دې رپورټ د جوړولو تر وخته يې ځواب ترلاسه نشو. په نژدو ورځو کې په بلوچستان کې د تشدد یو شمېر پېښې شوي دي. د دې مياشتې ماﺭچ پر اوومه نېټه په سبې ښار کې هغه وخت د امنيتي ځواکونو و پوسته ته نېږدې ځانمرګی بريد شوی و کله چې د پاکستان صدر عارف علوي په سبي کې د کلنیزې "سبي ميله"  دوام درلود. په چاودنه کې د ايف سي شپږ عسکر وژل شوي و او تر شلو زيات نور کسان ټپيان شوي دي.   د بريد ذمه واري داعش خراسان نومي ډلې منلې او دعوه يې کړې چې ځانمرګی بريدګريوه پاکستانی و.   د فرورۍ په دويمه نيټه په نوشکې او پنجګور کې د بلوڅ بيلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بي ايل اې د "مجيد بريګيډ" نومي څانګې وسلوال د ايف سي ته ننوتلي وو او تر درو ورځو يې خپل بريد غځولي و۔   په دواړو بريدونو کې بلوڅ ډلي د 195 عسکرو د وژلو دعوه کړې وه خو د پاکستان د پوځ وياندي ادارې "اي ايس پي ار" دغه دعوه رد کړې وه او ويلي و چې د دوی 11 عسکر وژل شوي او 20 بريدګر يې په ځوابي بريد کې وژلي۔  

17.03.2022 ډیوه

څېړونکي وایي دخپل اقتدار دوام لپاره وزیراعظم عمران خان دمذهب نوم کارؤل شورو کړي

سوات کې يوى جلسى ته وينا کې وزير اعظم عمران خان ويلي  په یو کال  کې د احمديانو غير مسلمه ګرځولو نه وروسته دا دويمه تاريخي موقعه ده جې د هغه په حکومت کې ملګرو ملتونو د اسلامي هيوادونو دتنظيم په استازيتوب د اسلاموفوبيا په ضد دپاکستان قرارداد په دروند اکثريت سره منظور کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې مخالف ګوندونه غواړي دوزیراعظم عمران خان دحکومت تخته دبې باورۍ دتحریک له لارې نسکوره کړي او دبشري حقونو فعالين په سياسي جلسه کې د احمدي ورورولۍ  په هکله د عمران خان بيان بې کچه غير ذمه ورانه او  دمذهب دنوم نه داستفادې په معنا بولي.  دبشري حقونو فعالین وایي  د اسلاموفوبيا په ضد دقرارداد ذکريډټ اخستو پځائ عمران خان ته پکار دي چۍ پاکستان کې داحمديانو او نورو اقليتونو په بده ورځ شرم وکړي. د پاکستان په کچه د بشري حقونو دتنظيم ایچ ار سي پي عممومي سيکتر حارث خليق په يوه سياسي جلسه کې د وزير اعظم عمران خان د احمديانو په هکله بيان بې کچه غير ذمه ورانه ګرځولى. وي او اى ډيوه سره خبرو کې حارث خليق وويل د بې باورۍ تحريک سره مخ عمران خان چې دا وخت کومې جلسې کوي د هغې د احمديانو يا د نورو لږکيو سره څه تړاو کيدلى شي؟ حارث خليق وويل د ملګرو ملتونو قرارداد باندې دخوشالى کولو پځائ وزير اعظم عمران خان ته پکار دي چې پاکستان کې دمیشت احمديانو او د نورو لږکيو په بده ورځ وشرمیږي. نوموړي زياته کړه بيا په کومه خوله عمران خان په مولانا فضل الرحمان سیاست لپاره د مذهب دکارولو و تورونه لګوي. د مخالفو ګوندونو دبې باورۍ دتحريک مخې ته له راتلو  وروسته وزير اعظم عمران خان د هيواد په بیلابیلو ښارونو کې جلسې پيل کړي دي او واکمن تحريک انصاف ګوند په دغه قرارداد د ووټونو په ورځ د پارليمان د ودانۍ مخې ته دلکونو پلويان د راغونډولو اعلان هم کړى دى. څېړونکى امتياز عالم هم د وزير اعظم عمران خان د احمديان په اړه بيان باندې ټکونه کوي اؤ  وي او اى ډيوه سره خبرو کې وایي داسې ښکاري چې د بې باورۍ دتحريک پسر د مشکلاتو سره مخ عمران خان هم مذهبي کارډ لوبول غواړى . د امتياز عالم په خبره تر دې وړاندې هم دمذهب نوم یا کارډ پاکستاني حکمرانانو داسې حالاتو کې کارولی دی. نوموړي زپاته کړه عمران خان د مدينې د رياست خبره کوې خو چې کومه سپکه خوله او کنځل هغه دخپلو  سياسي مخالفينو لپاره کاروي، د هغې دمدينې رياست کې مثال نه ترلاسه کیږي. د وزير اعظم عمران خان د احمديانو په اړه بيان باندې په ټولنيز رسنيو بحث کې د امريکا دسترې تحقيقي ادارې بروکنګ انسټيټوټ کارمندې مديحه افضل د خپل ټويټ د لارې سياسي چارو کې د مذهب په ورګډولو انديښنې ښودلي دي. وړاندې نه د بشري حقونو ملکي او نړيوال تنظيمونه پاکستان کې د لږکيو په ضد دمذهب د سپکاوي دقانون نه په ناسمه استفاده  اؤ د لږکیو نجونو  سره دجبري ودونو او توپيري چلند پسر انديښنې ښايي، خو د پاکستان حکومت دا د غربي نړى پروپيګنډه بولي او دعوې کوي چې  پاکستان کې ميشت لږکيو ته یې دهغوئ حقونه ورکړي دي

17.03.2022 ډیوه

د افغان خبریالانو تنظیمونه: طالبانو په واکمنۍ کې خبریالانو دپاره حالات کړکېچن شوي

په افغانستان کې د خبريالانو ټولنې او د افغانستان د خبريالانو مرکز په مشترک راپور کې ويلې چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو وروسته په هېواد کې د خبريالانو په وړاندې تاوتريخوالی دچنده زیات شوی دی.   راپور کې دا هم وېل شوي چې د طالبانو په واکمنۍ کې مالوماتو ته لاس رسايي کمه شوي او د خبريالانو او رسنيو د کار کچه محدوده شوې او د خبريالانو په وېنا اوس مهال دوی د ويرې سره مخامخ دي او خپل ځان پخپله په سانسور کولو مجبوره دي۔  د خبريالانو ټولنې او د افغانستان د خبريالانو مرکز د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت په هېواد کې د خبريالانو او رسنيو د موجوده وضيعت په حقله په خپل ګډ رپورټ کې ويلي چې د  1400 کال شروع څخه تراوسه په افغانستان کې د خبريالانو سره د تاو تريخوالي 117 پېښې رامنځ شوي۔   د ژورنالستانو د ټولنې مشر حجت الله مجددي وي او ای ډيوه ته وايي د طالبانو واکمن کېدو ورسته چې د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي کومې پېښې رامنځ ته شوي هغې د هېواد په خبريلانو او رسنيو خراب اثر کړی دی۔ " په مجموعو کې 117 پېښې دي چې 34 يې د جمهوريت په دوره کې دي او 83 د امارت په دوره کې دي" نوموړي زياته کړه چې دغه ډېرې نيونې چې د خبريالانو وشوې هغه بېخي بې څارې وې په افغانستان کې، او په دغه کچه ستونزو خبريالان اندېښمن کړل او رسنيز بنسټونو او رسنيز کار باندې ډېر تاثير وکړو۔      رپورټ کې دا هم ويلې شوي چې تېر لمريز کال دوران په افغانستان کې 11 خبريالانو او د رسنيو کار کوونکو ژوند د لاسه ورکړی او روان کال کې د يوبهرني په ګډون څلور خبريالان وژلې شوي دي۔ د کميټۍ مرستيال مشر عبدالمعيد هاشمي وي او ای ډيوه ته وايي په افغانستان کې د خبريالانو سره  د تاو تريخوالي او د هغوی په وژنو کې ککړ تنانو ته تر اوسه سزا نه ده ورکړل شوې۔ "په دې روستيو کې چې د داعش په نوم کوم بريدونه په جلال اباد کې په عنکاس ټيلي ويژن وشول په ښځينه خبريالانو وشول يا په هلمند او غزني کې خبريالان ووژل شول په هغې کې ککړ يو کس هم نه دې نيولی شوی"   په دغه راپور کې راغلي چې په تیرو شپږو میاشتو کې د خبریالانو په وړاندې د طالبانو لخوا د ګواښ پنځه پېښې، د وهلو ټکولو درې پېښې او نامالومه تنانو لخوا د خبریالانو د ټپي کولو درې پېښې په افغانستان کې ريکارډ شوي دي۔ د ننګراهار يو ځايي خبريال عبدالرزاق همدرد چې په وروستيو کې په ځانمرګي بريد کې زخمي شوې و وايي اوس مهال په افغانستان کې خبريالان مالوماتو ته په مکمله توګه لاس رسی نه لري، دې وايي په دې هېواد کې د خبريالانو ژوند د مستقل ګواښ سره مخامخ دی۔ هغه وايي ډيوه ته وايي: " هغه يوه پېښه وه چې زه پکې ژوندی پاتې شوم، نه پوهېږم چې له دې وروسته زه کوم قدم ګدم نو چې زما په نوم کومه مارمې ليکلې شوې ده، بيا به بندي کېږم، بيا به وړل کېږم، دغې ويرې زما په دې روان وضيعت ډېر بد تاثير کړی دی"   د خبريالانو د ملاتړ دغه بنسټونه وړاندیز کوي چې د حکومت او رسنیو ګډه کمیټې چې له دې وړاندې د جمهوريت پرمهال د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي لپاره جوړه شوې؛ هغه دې بيا فعاله کړل شي۔ طالبانو له دې مخکې د خبریالانو سره د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی، خو تر دې دمه یې د دغه راپور په حقله څه نه دي ویلي۔ دا نه ده معلومه چې طالبانو د افغان خبریالانو د تنظیمونو کلیز رپورټ ته څه عکس العمل ښودلی خو په کابل کې د واک ترلاسه کولو وروسته طالب مامورینو ویلي د افغانانو د بنیادي انساني حقونو او د مطبوعاتو ته ازادۍ احترام به کوي.    

17.03.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more