ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د افغان خبریالانو تنظیمونه: طالبانو په واکمنۍ کې خبریالانو دپاره حالات کړکېچن شوي

په افغانستان کې د خبريالانو ټولنې او د افغانستان د خبريالانو مرکز په مشترک راپور کې ويلې چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو وروسته په هېواد کې د خبريالانو په وړاندې تاوتريخوالی دچنده زیات شوی دی.   راپور کې دا هم وېل شوي چې د طالبانو په واکمنۍ کې مالوماتو ته لاس رسايي کمه شوي او د خبريالانو او رسنيو د کار کچه محدوده شوې او د خبريالانو په وېنا اوس مهال دوی د ويرې سره مخامخ دي او خپل ځان پخپله په سانسور کولو مجبوره دي۔  د خبريالانو ټولنې او د افغانستان د خبريالانو مرکز د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت په هېواد کې د خبريالانو او رسنيو د موجوده وضيعت په حقله په خپل ګډ رپورټ کې ويلي چې د  1400 کال شروع څخه تراوسه په افغانستان کې د خبريالانو سره د تاو تريخوالي 117 پېښې رامنځ شوي۔   د ژورنالستانو د ټولنې مشر حجت الله مجددي وي او ای ډيوه ته وايي د طالبانو واکمن کېدو ورسته چې د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي کومې پېښې رامنځ ته شوي هغې د هېواد په خبريلانو او رسنيو خراب اثر کړی دی۔ " په مجموعو کې 117 پېښې دي چې 34 يې د جمهوريت په دوره کې دي او 83 د امارت په دوره کې دي" نوموړي زياته کړه چې دغه ډېرې نيونې چې د خبريالانو وشوې هغه بېخي بې څارې وې په افغانستان کې، او په دغه کچه ستونزو خبريالان اندېښمن کړل او رسنيز بنسټونو او رسنيز کار باندې ډېر تاثير وکړو۔      رپورټ کې دا هم ويلې شوي چې تېر لمريز کال دوران په افغانستان کې 11 خبريالانو او د رسنيو کار کوونکو ژوند د لاسه ورکړی او روان کال کې د يوبهرني په ګډون څلور خبريالان وژلې شوي دي۔ د کميټۍ مرستيال مشر عبدالمعيد هاشمي وي او ای ډيوه ته وايي په افغانستان کې د خبريالانو سره  د تاو تريخوالي او د هغوی په وژنو کې ککړ تنانو ته تر اوسه سزا نه ده ورکړل شوې۔ "په دې روستيو کې چې د داعش په نوم کوم بريدونه په جلال اباد کې په عنکاس ټيلي ويژن وشول په ښځينه خبريالانو وشول يا په هلمند او غزني کې خبريالان ووژل شول په هغې کې ککړ يو کس هم نه دې نيولی شوی"   په دغه راپور کې راغلي چې په تیرو شپږو میاشتو کې د خبریالانو په وړاندې د طالبانو لخوا د ګواښ پنځه پېښې، د وهلو ټکولو درې پېښې او نامالومه تنانو لخوا د خبریالانو د ټپي کولو درې پېښې په افغانستان کې ريکارډ شوي دي۔ د ننګراهار يو ځايي خبريال عبدالرزاق همدرد چې په وروستيو کې په ځانمرګي بريد کې زخمي شوې و وايي اوس مهال په افغانستان کې خبريالان مالوماتو ته په مکمله توګه لاس رسی نه لري، دې وايي په دې هېواد کې د خبريالانو ژوند د مستقل ګواښ سره مخامخ دی۔ هغه وايي ډيوه ته وايي: " هغه يوه پېښه وه چې زه پکې ژوندی پاتې شوم، نه پوهېږم چې له دې وروسته زه کوم قدم ګدم نو چې زما په نوم کومه مارمې ليکلې شوې ده، بيا به بندي کېږم، بيا به وړل کېږم، دغې ويرې زما په دې روان وضيعت ډېر بد تاثير کړی دی"   د خبريالانو د ملاتړ دغه بنسټونه وړاندیز کوي چې د حکومت او رسنیو ګډه کمیټې چې له دې وړاندې د جمهوريت پرمهال د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي لپاره جوړه شوې؛ هغه دې بيا فعاله کړل شي۔ طالبانو له دې مخکې د خبریالانو سره د همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی، خو تر دې دمه یې د دغه راپور په حقله څه نه دي ویلي۔ دا نه ده معلومه چې طالبانو د افغان خبریالانو د تنظیمونو کلیز رپورټ ته څه عکس العمل ښودلی خو په کابل کې د واک ترلاسه کولو وروسته طالب مامورینو ویلي د افغانانو د بنیادي انساني حقونو او د مطبوعاتو ته ازادۍ احترام به کوي.    

17.03.2022 ډیوه

پښتنو ملت پالو ګوندونو دشهباز شریف دقامي حکومت وړاندیز ته تندغبرګون ښودلی

په پاکستان کې پښتون قام پرستو ډلو عوامي نیشنل پارټۍ او ملي جمهوري غورځنګ په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو سياسي ګوندونو د مشر شهباز شريف هغه وړاندیز ته چټک غبرګون ښودلی چې وايي که د وزير اعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحریک کامیاب شو نو د پاکستان تحریک انصاف پرته د پينځوؤ کلونو لپاره قومي حکومت جوړېدی شي. دقامي اسمبلۍ غړي او د قامي جمهوري غورځنګ ډلې مشر محسن داوړ وايي دوئ به ددې سپيناوی د شهباز شريف څخه غواړي چې د قومي حکومت نه د هغه مطلب او مقصد څه دی؟ د پاکستان په جمهوري چارو نظر لرونکي څېړونکي هم د قامي حکومت د تشکيل سره اتفاق نه لري او وايي دا د حقيقت نه لېرې وړاندېز دی. پيپلز ګوند درېځ لري چې د انتخاباتو نه وروسته په ټولو سياسي ګوندونو ګډ يو ايتلافي حکومت جوړیدی شي.  د کورنیو چارو وزیر شیخ رشيد احمد هم په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو سياسي ګوندونو مشر شهباز شريف د لوري د قامي حکومت د جوړولو وړاندیز ته سخت غبرګون ښودلی او د زيارت په ورځ یې اسلام اباد کې د مطبوعاتو سره د خبرو په مهال ویلي "که تاسو قومي حکومت جوړوئ نو څه خيال مو دی چې مونږ دلته بېکاره ناست يو او ایا د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلويانو لاسونو ته بنګړي اچولې دي" د مخالف پيپلز ګوند ډلې د اطلاعاتو مرکزي سکتر فېصل کريم کنډي په دې اړه د ډيوه پوښتنې ته خپل ځواب کې وېلي چې شهباز شريف د اتحادي حکومت خبره کړې ده. هغه وايي دا اوس چې د وزير اعظم عمران خلاف کوم د عدم اعتماد تحریک مخې ته راغلی دا هم مخالفې اتحادي ډلې په شريکه وړاندې کوي او د پيپلز پارټۍ تېر حکومت هم په اتحاديانو ګډ ؤ. ده واضحه کړه چې شهباز شريف د ايتلافي حکومت خبره کړې او د قومي حکومت خبره نه کوي. فېصل کريم کنډى وايي  دقومي حکومت تناظر دا وي چې د اتحاديانو حکومت به جوړوي، لکه د مثال په توګه پيپلز ګوند او یا مسلم لیګ ق او نورې ډلې به پکې وى. اخوا د پښتون ملت پاله عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي وياند زاهد خان ډيوه سره په خبرو کې وويل قومي حکومت ته د اولس ملاتړ او منډېټ نه وي ترلاسه. دی وايي عوامي نیشنل ګوند په جمهوريت او دستور باور لري. زاهد خان واضحه کړه چې عوامي نیشنل ګوند د مخالفو ګوندونو برخه ده خو که څوک داسې فيصلې په مخالفو ډلو ورتپي نو زمونږ رایې چې پکې نه وي نو دا به د هغوئ خپلې فېصلې وي. دی بيا وايي "مونږ تل د دستور، جمهوریت د بالا دستې دعوه دار پاتې شوي يو او اوس هم په دې ولاړ يو. مونږ غواړو چې د دستور او ولس د غوښتنې په اساس حکومت جوړ شي" د قامي اسمبلۍ غړي او ملي جمهوري غورځنګ ډلې مشر محسن داوړ وویل يوه خبره واضحه کوي چې د هغه ګوند په پارلیمان کې خو د مخالفو سياسي ګوندونو برخه ده خو په پاکستان ډېموکرېټک مومنټ کې نه ده شامله. دی وايي مونږ سره چې د شهباز شريف کومې لېدنې شوي نو هغه زموږ سره د قومي حکومت د تشکيل په اړه کوم بحث نه دی کړی او مخالفو ډلو سره هم په خبرو کې د عدم اعتماد تحریک په اوسني صورتحال خبرې شوې دي. دنوموړي په وینا "موږ دوئ ته ویلي چې د بې باورۍ د تحريک په اړه به مخالفې ډلې دخپل ګوند سره د سلا مشورې وروسته خبروي" محسن داوړ وايي کله چې مونږ مخکې ځو او نورې خبرې کېږي نو لمړی به ددې خبرې وضاحت د مخالفو ډلو نه غواړو چې په دې کې د دوئ مطلب څه دی؟ دهغه په وینا وړاندې  نه هم د خلکو په عدم اعتماد تحریک باندې ډېر شکونه دي. د قامي حکومت خبره شهباز شريف کوي او فکر کوي چې دې ته ورته خبره مولانا فضل الرحمان هم کړې مونږ به پوهوى چې ددې پرشا د دوئ مقصد څه دی؟ په پاکستان کې په جمهوري، قانوني او سياسي چارو نظر لرونکي د غېر دولتي تهنک ټېنک پلډېټ مشر احمد بلال محبوب ډيوه ته وايي په تېرو وختونو کې د هېواد دننه د قامي حکومت کوم تاریخ نه لري البته ايتلافي حکومتونه پاتې شوي دي. نوموړی وايي قومي حکومت هغه وي  چې پکې د پارليمان دننه موجودې ټولې ډلې شامل وي او که څوک په خپله خوښه په دې کې يو مخصوص ګوند بهر ساتى نو هغې ته بيا قومي حکومت نه شي وېل کېدی، هغه مخلوط یا ګډ حکومت وي. دې وايي څنګه چې شهباز شريف وايي چې د قومي حکومت د لارې به اقتصاد مضبوطوي او سياسي ثبات به راولي خو دا مقصد خو لمړۍ د تحريک انصاف ګوند په بهر ساتلو نه ترسره کېږي او بله دا چې زه ددې ضرورت هم نه وينم. نوموړی بيا وايي که څه هم دا يو مهم وړانديز دی خو نه ګڼي چې په دې اړه به په مسلم لیګ نون کې دننه هم کوم د پام وړ بحث شوی وي. د پاکستان په سياسي او جمهوري تاريخ کې د قومي حکومت کوم مثال نشته خو اکثر له د ټېکنوکرېټ ېا قومي حکومت د تشکیل وړانديزونه او خبرې د هېواد د پوځي اسټبلشمنټ د پلويانو له خوا مخې ته راځي.

17.03.2022 ډیوه

پېښور:پلار اؤ لور په یو ځائ دپوهنتون نه دپي ایچ ډي سندونه اخستي دي

د پيښور انجنيرنګ پوهنتون دکانووکيشن( دسندونو د ویش دستوره) په وخت یو پلار او لور په يوه ورځ د پي ايچ ډي د ډګرۍ ترلاسه کولو سره يو ځانګړی اعزاز په خپله نامه کړی دی۔ اسسټنټ پروفيسر ډاکټر مسعود احمد په ميکاټرانکس انجينيرنګ او لور یې ناديه خان مسعود په په اليکټريکل څانګه کې د ډاکټرۍ یا پي ایچ ډي سند اخستی دی۔ ډيوه سره خبرو کې ډاکټر مسعود احمد وويل ده دپاره ډيره د وياړ خبره ده چې ده او لور یې په يوه ورځ د پي ايچ ډي ډګرۍ یا سندونه واخستل. دهغه په وینا "ما دپاره هغه ورځ هم نه هيريدونکې ده چې کله موږ دواړو ته پي ايچ ډي کې داخله ترلاسه شوه" هغه وایي په يو ځائ د ډګريو اخستو نه علاوه ده دپاره دا هم د خوشحالۍ خبره وه چې دی اؤ‌ لور یې په یو ځائ پوهنتون کې طالبعلمان شول او زده کړې یې شورو کړې او بيا یې په يو ځائ دسندونو اخستلو دغه موقعه هم ډيره د خوشحالې وه. ډاکټر مسعود احمد په بنيادي توګه د مردان کاټلنګ سيمې سره تعلق لري او دا وخت د پيښور انجنيرنګ اينډ ټيکنالوجې پوهنتون کې د ايسوسې ايټ پروفېسر په توګه خپله دنده ترسره کوي۔ د نوموړي اووه اولادونه دي چې پکې وړومبی درې لوڼه دي. هغه ډيوه ته وایي په پښتنه ټولنه کې چې د چا زامن نه وي ميرات ګڼل کیږي اؤ هر څو که هغه ته الله تعالی وروسته نارينه اولاد ورکړو خو ي وایخلکو به ويل چې په لوڼو يې دومره لوړې زده کړې وکړې. ‘‘هلک راته الله راکړو وروسته ،کشر ؤ خو جينکۍ مشرانې وي زما په اړه چې به خبري کېدلې چې په خپلو بچو ښه سبق وایي خو په بچو کې قابليت ؤ نو ځکه دې فيلډ کې وړاندې لاړې‘‘  ډاکټر مسعود زياتوي چې په کال ۱۹۸۸م کې ورته انجنيرنګ پوهنتون کې نوکري ترلاسه شوه هم په دغه کال یې واده هم وکړو، خو  واېي په بل کال یې پلار مړ شو د کوم له کبله چې د کور ټولې ذمه وارۍ دده په اوږو پریوتې نو په وخت یې پي ايچ ډي ونکړي شوه. دنوموړي په وینا "خو دې دوران کې راته څو وارې نړیوال شکالرشپ ميلاو شوی ؤ  چې هغه رانه دمجبورۍ په وجه پاتې شو " وایي د دومره کاميابو  پشا دده دکور ودانې لاس دی ځکه چې هغي کور سمبال کړی ؤ اؤ هم یې  دده د مور پلار او وروڼو خويندو خدمت ډير په مړانه سره کړی دی۔ دپي ایچ ډي سند اخستونکې ناديه مسعود خان  وایي داسې به ډېر کم شوي وي چې پلار او لور په يو ځائ د پي ايچ ډي سند اخستی وی خو واېي دا هر څه په اتفاقي توګه شوي دي اؤ دې دپاره څه ډول منصوبه بندي له وړاندې نه وه شوې۔ ‘‘نا موږ څه منصوبه بندي نه وه کړې خو اکثره به مو ټوکو ټکالو کې يو بل ته ويل چې يو ځائ به پي ايچ ډي کوو، بابا د کورنیو مجبوريو له کبله په وخت پې ايچ ډې نه وه کړی شوې‘‘ ناديه خان زياتوې کله څه هم جينکې د انجنيرنګ شعبې ته په ډيره شميره کې نه راځې خو واېي ما دپاره پلار يو رول ماډل وو د چه نه ځه متاثره شوم او دا لار مې خپله کړه۔ ‘‘دا ډيره ښه پوښتنه ده چې جينکې ډېرې انجنيرنګ ته نه راځي خو زما په کور کې زما پلار انجنرينګ کړی ؤ بيا په دي څانګه کې مدرس دی، کور کې راته يو ماحول جوړ ؤ او بله دا چې زما دوه ماما ګان هم انجنيران دي نو ځکه ما ويل چې دې فيلډ کې زه وړاندی تلی شم‘‘ ډاکټر مسعود احمد په پښتنو غږ وکړو چې په زامنو او لوڼو کې دي توپير نه کوي بلکي دواړو ته دې دتعليم او تربيت يو شان زمينه برابره کړي ځکه چې جېنکۍ ډير توان او صلاحيتونه لري چې لوړي زدکړې وکړي چې ژوندی مثال ډاکټر ناديه ده۔

17.03.2022 ډیوه

د امریکې او پاکستان تعلقات ساړه شوي

تېر کال افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته، داسې لیدل کېږي چې واشنکټن او اسلام اباد چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په لړ کې د یو بل سره په همکارۍ مجبور وو په اهمو مسلو یې ترمنځ فاصله زیاتېږي. د وي او ای د رپورټ ترمخه د 1990 په لسیزه کې هم کله چې د پخواني شوري اتحاد ځواکونه د افغانستان نه ستانه شول او امریکې د پاکستان ملاتړ او سيمې په اړه استخباراتي معلومات ته ضرورت نه لرلو نو د امریکې او پاکستان تعلقات د سوړ والي ښکار شوي وو. د امریکي په وېلسن سېڼر کې د جنوبي اسا د چارو څېړونکی مایکل کوګلمېن وي او ای ته وايي افغانستان هغه ښیښه ده چې واشنګټن پکې پاکستان سره خپلو تعلقاتو ته کتنه کوي.  د وی او ای د رپورټ ترمخه که د پاکستان د نظر نه وکتل شي نو د 225 مېلین ابادۍ ملک چې اېټمي وسله هم لري د رقیب ملک هندوستان سره پوځی او اقتصاديي توازن برقرار ساتلو دپاره د امریکې په شان عالمي طاقت سره نژدې تعلق ضروري ګڼي. په اسلام اباد کې د امریکې د سفارت ترمخه په 2021 کې په افغانستان کې د جنګ شروع کېدو نه پس امریکې پاکستان ته په پوځي او غیر پوځي مرسته کې 32.5 بېلین ډالر ور کړي دي. په کال 2018 کې امریکې پاکستان سره پوځي امداد وځنډولو او غیر پوځي امداد یې 300 مېلین ډالرو ته راکم کړو. د دې وروسته پاکستان ته نورو ملکون ته د مرستې دپاره توجه وکړه. روس سره د تعلقاتو بهتر کولو او مرسته ترلاسه کولو دپاره د پاکستان وزیراعظم عمران خان  تېره میاشت د مسکو دوره په داسې مهال وکړه چې روسي ځواکونو په اوکراېن یرغل شروع کولو. په اوکراېن د یرغل په سر د نړیوالو بندیزونو پرته عمران خان وویل پاکستان به د روس ته د ګېس او غنمو درامدات دوامداره ساتي. دا میاشت د ملګرو ملتونو په 193 غړو هېوادونو کې 141 ملکونو د یو قرارداد په حق کې رای ورکړې چې پکې د روس غندنه شوي وه. پاکستان د قرارداد په حق کې د رای ورکولو نه ډډه وکړه. د دې غوښتنو په ځواب کې چې پاکستان دې په اوکراېن د یرغل په سر د روس غندنه وکړي، عمران خان ویلي "ستاسو زمونږ په اړه څه فکر کوئ؟ ایا مونږ د ستاسو غلامان یوو…تاسو څه وایي مونږ به یې کوو؟" د سټاک هوم انټرنېشنل پیس ريسرچ انسټېټیوټ وايي تېر کال پاکستان چین نه د 750 مېلین ډالرو مالیت وسله اخیستلې ده. تېره هفته د پاکستان هوايي پوځ د چین جوړې جی ټېن سي نومې جنګي طیارې څرګندې کړې.  اسلام اباد نه دي ویلي چې چین نه يې په څومره تعداد کې دغه طیارې اخیستلي دي د خبري رپورټونو ترمخه پاکستاني مامورینو د 25 الوتکو خبره کړې ده. د وي او ای رپورټ وايي د پاکستان پوځ د کلونو راهسې د چین نه وسله اخلي خو د دې ترڅنګ به یې امریکې نه هم وسله اخیستله. د رپورټ ترمخه په 2010 کې چې د امریکې او د پاکستان د تعلقاتو د عروج کال و، پاکستان د امریکې نه د یو بیلین مالیت وسله اخیستلې وه چې پکې یو شمېر جدید اېف 16 جنګي الوتکي هم شاملې وې. په 2021 کې امریکې پاکستان ته د وسلې هېڅ خرڅون نه دی کړی. چین او پاکستان چې د اوږدې مودې راهسې سیمه اييز اتحادیان دي، د سرمایه کارۍ، تجارتي او اقتصادي تعلقات یې نور هم پراخ کړي دي. د فېبرورۍ په میاشت کې په چین کې د ژمي اولېمپک لوبو د پرانېستل کېدو په موقع د پاکستان وزیراعظم عمران خان په بېجنګ کې و او په یو شمېر برخو کې یې چین سره د همکارۍ لوظنامې دستخط کړې چې پکې په خلايي تحقیق، ډېجیټل تېکنالوجۍ، ثقافت او تخنیکي مدونو کې همکاري شامله ده. امریکې په سفارتي کچه د اولېمپک دستورې نه بایکاټ کړی و. مایکل کوګلمېن وویل د امریکې په مقابل کې چین سره د پاکستان تعلقات مثبت رجحان لري او د امریکې او پاکستان امکانات کمزوري ښکاري.  د وي او ای د رپورټ ترمخه پاکستاني مامورین وايي امریکا د پاکستان تعلقاتو کې د زورولو او د موقع پرستۍ نه کار اخلي. د پاکستان وزیراعظم عمران خان د فېبرورۍ په 11 نېټه خبریالانو ته وویل کله چې ضرورت وي نو امریکا پاکستان خپل ملګری او پاکستان د لومړۍ کرښې ملک جوړ کړي او بیا یې هېر کړي او پابندۍ پې لګوي. د وي او ای د رپورټ ترمخه په امریکا کې د پاکستان حکومت  غېر دیانتدار لیدل کېږي په خصوصي توګه کله چې په سیمه کې د ترهګرۍ او د اسلامي وسلوال توب د مخنیوي معامله وي. د امریکې د کانګرس غړي سکاټ پېرې وي او ای ته وویل د کلونو راهسې پاکستان د امریکې سره د "دوه مخۍ" نه کار اخیستلی دی او پاکستان اوس هم د یو شمیر وسله والو ډلو مرکز دی. سکاټ پېري د یو قانون مسوده هم معارفي کړی ده چې غواړي پاکستان دې یو داسې ملک وټاکل شي چې د ریاست په سطح د ترهګرۍ ملاتړ کوي. د وي او ای رپورټ وايي دا وېل به د وخت نه مخکې خبره وي چې ایا دغه مجوزه قانون به منظور کړی شي؟ خو کله چې د سکاټ پېري نه پوښتنه وشوه دغه قانون یې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا اووه میاشتې وروسته ولې وړاندې کړی؟ نو په ځواب کې هغه روس سره د پاکستان د تعلقاتو ذکر وکړو. سکاټ پېري وویل امریکا کوښښ کوي چې د روس په ضد نړۍ متحد کړي، په ملګرو ملتونو کې پاکستان په رای ورکولو کې برخه وانخیستله او روس نه پاکستان ته د ګېس نل لیکه جوړولو دپاره کوښښونه کوي. مایکل کوګلمېن وویل په پاکستان او په امریکا کې د یو بل په اړه د تندو بیانونو باوجود یو ملک هم په مستقل ډول د یو بل نه بېلېدل نه غواړي. هغه وویل دا به غلطه خبره وي چې چین او د امریکې د نورو مخالفینو سره د پاکستان زیاتېدوونکي تعلقات  واشنګټن سره د اسلام اباد د تعلق د ختمېدو علامت وګڼل شي. هغه زیاته کړه اسلام اباد اوس هم امریکې سره د همکارۍ خواهش موجود دی. یادونه:  خبریال اکمل دعوی دا خبر د وي او ای دپاره تیار کړی دی  

17.03.2022 ډیوه

پېښور:دخویندو ادبي لښکر په هنري اؤ ادبي خدماتو پښتنو میرمنو ته ایوارډونه ورکړي

د میرمنو ادبي او هنري خدماتو ته د ستاینې او پیرزونو وړاندې کولو په غرض یوه درنه دستوره د خویندو ادبي لښکر (خال) له لوري سر ښار پیښور کې شوې ده  چې پکې ادب او فن سره تړلو میرمنو او نارینه ؤ ګډون کړی ؤ. د یاد تنظیم مشره لیکواله میرمن کلثوم زیب ډیوه ته وویل،دا دستوره د میرمنو د نړیوالې ورځې په مناسبت په اتم مارچ ټاکل شوې وه خو ښار کې د ترهګرۍ دپیښو د دړکو له امله په دغه ورځ دستوره تر سره نه شوه. هغه وایي د ادب او فن بیلا بیلو څانګو کې ځلانده کردار تر سره کونکو دوه پنځوس میرمنو ته جایزې ورکړل شوې. "دې کې د پوهنتونونو او کالجونو پیغلې شاملې دي. هاغه میرمنو ته هم جایزې ورکړل شوې د کومو چې کتابونه چاپ شوي دي. دې د پاره مونږ یوه کمیټه جوړه کړې وه. د دقیق جاج اخستو نه وروسته کمیټې د غوره میرمنو اعلان وکړو. د فن نړۍ کې مو د ګلنار بیګم جایزې سندرغاړو میرمن وږمې اومیرمن شکیله ناز ته ورکړې" وایي دا جایزې د پښتو ادب او فن کې د نومیالو لیکوالو او هنرمندانو په نوم شوې دي چې پکې الف جانه خټکه، س بې بې، سلما شاهین، زیتون بانو، او ګلنار بیګم شاملې دي. میرمن کلثوم زیاته کړه. خال د پښتنو میرمنو یوازینی ادبي تنظیم دی چې تیرو پنځوؤ کالو کې یې یو شمیر د میرمنو ادبي محفلونه راجوړ کړي دي. دنوموړې په وینا "د نارینه و ګڼ ادبي تنظیمونه دي خو چا هم مجله نه ده چاپ کړې. زمونږ تنظیم باقاعده د دردانې په نوم ادبي مجله چاپ کړې ده" د یاد تنظیم د کابینې د غړو میرمنوشمیره دولس او د ټولو پښتنو لیکوالو شاعرانو غړو شمیره صرف اویا میرمنې دي. د خال د سکترې میرمن زیبا اپریدۍ نه چې پوښتنه وشوه آیا کروړونو پښتنو کې صرف اویا، اتیا میرمنې لیک لوست سره تړلې دي؟ نو هغه وایي. "زمونږ پښتنه ټولنه کې د سړو تعلیم کم دی. د ښځو خو بیا ډیر کم دی. هم دغه وجه ده چې میرمنې د ادب دنیا کې کمې دي ځکه چې مونږ ښځو ته تعلیم نه ورکوو. زنانه لیکوالې شاعرانې ښې ډیرې دي خو په کورونو بندې دي. هغوي ته خپل حق نه ورکړی کیږي" په دغه موقعه میرمنو نارینه و ته خواست وکړو چې خپلو کورنیو کې دې جینکو ته هم د خپل فن او هنر د څرګندونو موقعې ورکړي. ددغه خونده ورې دستورې پایې کې میرمنو او نارینه و خپل کلامونه وړاندې کړل.

17.03.2022 ډیوه

څيړونکي: پاکستان کې د جرنېلانو پرضد پلټنې پېل شي خو انجام ته نه رسي

د پاکستان د احتساب قامي ادارې (نېب) ويلي د يو پخواني فور سټار پوځي جنرل پرضد يې د غبن په شکايت پلټنې پېل کړي خو څيړونکي وايي په پاکستان کې دا لومړی ځل نه دی، له دې وړاندې هم که د پوځي افسرانو پرضد دغه رنګ ګامونه پورته شوی خو هغه بیا انجام ته نه دی رسېدلی يا پرې څوک خبر کړی شوي نه دي. ډان ورځپاڼې نن (په 17 مارچ) په يو خپل خبر کې ويلي، نېب د پخواني پوځي افسر فور سټار جنرل احسن سليم حیات او نېشنل لاجسټک سيل (اېن اېل سي) د لوړ پوړو افسرانو پرضد پلټنې پېل کړي دي. د سياسي چارو څيړونکی او د جرنلزم استاز ډاکټر توصيف احمد خان وايي نېب وړاندې هم داسې ګامونه پورته کړي يا د پوځي افسرانو پرضد د پلټنو کولو ویل شوي خو د هغې کوم منتطقي انجام مخې ته نه دی راغلی. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، د پخواني پوځي افسر پروېز مشرف په وخت کې هم د دوه پوځي افسرانو پرضد د غبن د پلټنو ويل شوي وو، او بيا جي اېچ کيو ويلي وو چې د هغو به کورټ مارشل کيږي او دغه ډول بيا د نورو پوځي افسرانو پرضد هم پبلک سروس کمېټۍ ځينې پلټنې کړي خو د هغې بيا هيڅ پته نه ده لګېدلې. هغه وویل جنرل شاهد حامد هم په خپل کتاب کې داسې يادګېرنې کړي دي. نوموړی وايي تراوسه پورې داسې کوم قابل قدر مثال نشته چې کومې غېر پوځي ادارې د جرنېلانو احتساب کړی وي. هغه دا هم وویل د دې علت دا دی چې دلته د پاکستان په رياست کې يو بل رياست دی چې خپل ډاکټراين لري، او دلته سيويلين د دوېمې درجې وګړي دي. د ډان د خبر ترمخه مېجر اکرم رضا په کال 2015م کې په لاهور هایکورټ کې جمع کړي خواست کې دعوه کړې وه چې ځينې پوځي افسرانو د خام تېلو غېر قانونه کاروبار کړی د کوم نه چې قومي خزانې ته د ورځې په سر د دوه کروړه روپو تاوان اوښتی وو. نوموړي په خواست کې دعوه کړې چې د تېلو په غبن کې د دوه لفټنټ کرنلانو، درې مېجرانو او شپږو پوځي سپاهيانو په ګډون 17 تنه شامل وو هغه بيا د نوکرۍ نه لرې کړی شوي او هغه چې د دغه ډلې برخه نه وو يواځې شکايت يې کړی وو، خو هغه بيا نيول شوی او بيا هغه دغه شکايت د هغه وخت د کراچۍ کور کمانډر جنرل احسن سليم حيات ته کړی خو څه نتيجه يې مخې ته نه وه راغلې، او چې بيا هغه (احسن سليم حيات) کله وايس چيف اف ارمي سټاف جوړ شو، دی (اکرم رضا) يې د نوکرۍ نه لرې کړو او جرمانه يې پرې ولګوله. نوموړي د نېب د چيرمېن نه د جنرل احسن سليم حیات او اېن اېل سي د نورو افسرانو پرضد د عملیاتو غوښتنه کړې چا چې قامي خزانې ته د اربونو روپو تاوان اړولی دی. د اسلام اباد د اسلامک پوهنتون د نړیوالو اړيکو د زده کړو د څانګې استاز ډاکټر پروفېسر منظور خان اپريدی وايي، د پاکستان ايين چې ادارو ته کوم اختیارات ورکړي دي بايد هغه په عمل کې راشي او نېب ته چې واک ترلاسه دي پکار ده چې د خپل واک لاندې د هرې ادارې پلټنې وکړي په هغې کې که هر څوک راځي. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، که د کومو پلټنو نتيجې مخې ته نه راځي د هغې د تپوس دپاره هم بيا ځايونه شته لکه په پارلیمان کې دا پوښتنه راولاړېدی شي چې ولې د پلټنو نتيجې مخې ته نه راځي، پکار ده چې کومې پلټنې وشي هغه ښکاره شي او خلکو ته وښودل شي.

17.03.2022 ډیوه

جوبايډن د اوکراين دپاره نورې 800ملينه ډالره مرستې اعلان کړي

د امريکې صدر جوبايډن د شورو/ چهارشنبې په ورځ د اوکراين په خواست د دغه هېواد دپاره د 800 ملينه ډالرو نورې مرستې اعلان کړي چې پکې به وسله او دفاعي الات شامل وي. او جوبايډن بيا د روس د صدر ولاديمیر پيوټن دپاره سخت توري هم کارولي، او ویلي يې دي، "زما په خیال هغه جنګي جرم کوونکی دی". د دغې په جواب کې د روس د کريملن وياند دمتري پيسکوف (ټي اې اېس اېس) خبري ادارې ته ویلي، د بايډن بيان "د قبلولو او معافۍ وړ نه دی".  او د سپينې ماڼۍ وياند جېن ساکی ويلي، "د صدر بايډن بيا د هغه شخصي دی". ولادیمیر پيوټن درې اوونۍ وړاندې د اوکراين پرضد جګړه پېل کړې ده او پوځ يې په اوکراين کې په هسپالونو، سکولونو او کورونو بمباري کړې ده. د اوکراين صدر زيلنسکي ویلي، چې د روس په بريدونو کې د 100 پورې ماشومان وژل شوي دي. جوبايډن ویلي، روانه اوونۍ د امریکا د نوي امداد سره د اوکراين سره شوې مرستې يو ارب ډالرو ته رسېدلي دي. امریکايي صدر زياته کړې د اوکراين سره په شوو مرستو کې 800 د الوتکو راغورځولو نظام هم شامل دی د کوم د لارې چې به د اوکراين پوځ وکړی شي چې د روس د الوتکو او هيلي کاپټرو مخه ونيسي. او د خپلو خلکو فضايي حدودو ساتنه وکړي. د امریکې صدر دا هم ویلي، چې د اوکراين مرستې د دې دپاره کولی شي ځکه چې هغوی د خپلې ازادۍ او جمهوریت د سرلوړۍ دپاره جنګيږي. او دغه کار "د هغوی او امریکا شریک اقدار دي". نوموړي يادګېرنه کړې چې تېر کال د مارچ په مياشت کې د روس جارحانه ارادې ښکاره شوې وې، او د روس د حملې نه ډېر وړاندې امریکا اوکراين ته 65ډالره مرستې ورکړې وې او د اوکراين د دفاعي نظام ښه کولو په لړ کې يې مرستې کړې وې. د امریکا صدر د روس پرضد د بندېزونو يادګېرنه کړې ده، چې په دغو بندېزونو کې "د روس په معيشيت ضربه لګول شوې او د روس معيشيت به نور کمزوری کولی شي او د دوی هدف هم دغه دی". د نوموړي په وېنا دغه جګړه اوږدېدی شي او زیاته کړې يې ده د روس لخوا په اوکراين کې په عامو وکړو د "غېر اخلاقي" بريدونو په مقابله کې به امریکا د اوکراين د ولس سره ولاړه وي. د امريکې صدر به په 24م مارچ په برسلز کې د نېټو د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې ګډون کوي، دغه وخت به په اوکراين د روس د حملې يوه میاشت پوره شوي وي، او له دغې وړاندې روس څو میاشتې دغه خبره کړې وه  چې په اوکراين د بريد هیڅ اراده نه لري.

17.03.2022 ډیوه

په امريکا کې د افغانستان سفارتخانه او کونسلګرۍ تړل کيږي

په امريکا کې افغانستان سفارتکارو ويلي دوي په امريکا کې سفارتخانه،د نيويارک او لاس اېنجلس قونصلګرۍ د مارچ د 23مې نه بندوي. د ګل په ورځ امريکايي چارواکو د افغانستان سفارتکارو سره ليده کاته کړي او د دوي سره يې په دې اړه خبرې کړې دي. دا په داسې حال کې چې تېر کال د اګست په پينځلسمه په افغانستان کې  طالبان په واک کې راغلي او له دې وروستو د کابل چارواکو او واشنګټن کې د افغان سفارتکارو ترمنځ تاو تريخوالی ليدل کېږي. د وي او اې د خبر ترمخه سفارتخانه او قونصلګرۍ به په حفاظتي توګه د امريکا د بهرني سفارت د چارواکو واک ته لاړې شي خو په امريکا کې مېشت افغان سفارتکار بيا دا هم وايي چې درې رنګه بېرغ به په دې ودانيو موجود وي کوم چې طالب چارواکو په سپين بېرغ بدل کړی دی. په امريکا کې شاوخوا 100 افغان سفارتکارانو کار درلود په کوم کې چې زياترو يا په امريکا او يا په کېنېډا کې د پنا درخواستونه ورکړي دي خو لا هم 25داسې سفارتکار موجود دي چې دوي به د اپرېل د 23مې نه وړاندې خپل د مهاجرت يا کډوالۍ هويت بدلوي. له دې وړاندې امريکايي چارواکو افغان استازې عديله راز ته ويلي وو چې د افغانستان د استازې په حېث خپل کار روان وساتي. امريکايي چارواکو ويلي چې د افغانستان سفارتي مشن د مالي ستونزو سره مخ دی او دوي د اکتوبر 2021م نه وروسته تنخاګانې نه دي ترلاسه کړي. د طالب چارواکو په واک کې د راتلو وروستو امريکا لومړی هېواد دی چې دلته د افغانستان سفارت بندېږي، د يورپ پشمول نورو هېوادونو کې لا هم د افغانستان سفارتي استازي کار کوي. که څه هم تېر حکومت ختم کړی شوی دی خو د افغانستان ولسمشر اشرف غني، د خارجه چارو وزير حنيف اتمر او نور سفارتي چارواکو ادعا کوي چې دوي لا هم په بهر هېوادونو کې د افغانستان نمايندګي کوي. تېر کال په دسمبر کې ښاغلي اتمر د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيوګوتېرس ته په ملګرو ملتونو کې د نوي لنډمهاله افغان مشن تفصيل لېږلی وو خو موجوه لنډمهاله استازي نصير فايق د څوکۍ پرېښودلو څخه انکار کړی وو او ويلي يې وو چې اتمر دا حق نه لري چې نوي استازي وټاکي. په افغانستان کې د طالب چارواکو په واک کې د راتلو وروستو کوم هېواد دوي په رسمي توګه نه دي منلي او هم دا لامل دی چې په سفارتي کچ د يو شمېر ستونزو سره مخ دي. په ملګرو ملتونو کې د استازيتوب لپاره د طالب چارواکو له خوا په قطر کې د سياسي دفتر وياند سهېل شاهين نوم لېږل شوی وو خو د هغې رسمي منظوري نه ده ورکړل شوې. په دې ټولو مسلو او نوي خبرونو په اړه مو په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د افغان مشن  د چارواکو او استازو سره خبرې وکړې خو هغوي د خپل دریځ ورکولو نه ډډه وکړه.

17.03.2022 ډیوه

یوناما به په افغانستان کې خپل ماموریت دوامداره ساتي

د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو خصوصي مشن یوناما ویلي په افغانستان کې به خپل ماموریت ته دوام ورکوي. په افغانستان کې د یوناما مشن د بیا تازه کولو په لړ کې د برطانیی د مستقل مشن او قطر په کورباتوب او د نورو ملکونو ملګرو په مرسته په افغانستان کې د انساني حقونو او په خاصه توګه د ښځو او اقلیتونو د حقونو په موضوع یو غونډه وشوه.  په نیویارک کې دغه غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو او په نورو برخو کې کار کونکو مېرمنو هم برخه واخیسته.  په غونډه کې موجود د افغان ښځو، جینکو او بشري حقونو دپاره د امریکا خصوصي استازې رینا امیري وویل د افغانستان ثبات د ټولې نړۍ دپاره ضروري دی. مېرمن امیري وویل پکار ده چې د انساني حقونو د سرغړونو پرضد په سختۍ خبره وشي. ،، مونږ په تېرو 20  کالو کې دا زدکړه کړي او دا زدکړه یاد ساتل پکار دي چې که امن وي یا بشري امداد د انصاف نه بغېر موثره نه شي پاتې کېدی. او هم دا مونږ نن دلته راغلي تکړه افغان ښځو نه اورېدل غواړو چې د جینکو د تعلیم پشمول په نورو کومو څانګو باندې توجو ورکړی شي. او دا هم چې د دی موثرتیا یقیني کولو دپاره څه تګلاره جوړه کړی شي.،،  په غونډه کې برخه اخیستونکو افغان مېرمنو افغانستان دپاره د یو اېن د خصوصي رپورټ ورکونکي یا  Rapporteur د ټاکل کېدو او د یوناما مېنډېټ د نوي کېدو ګام هرکلې وکړو خو دا غوښنته يي هم وکړه چې طالبان دي په رسمي توګه و نه پېژندل شي.  افغان خبریالې فاطمه فېضي د غونډې ګډون والو ته وویل په افغانستان کې په تېرو 20  کالو کې چې میډیا او د میډیا ادارو څومره پرمختګ کړی و په تېرو اووه میاشتو کې هیڅ نه دي پاتي.  مېرمن فېضي وویل طالبان د خبریالانو دپاره قوانین جوړوی، خبریالان پخپله خپل خبرونه سېنسر کۍ، په 900  نه زیاتو ښځو خبریالانو کې لږترلږه 74%  نه زیاتو کارونه پرېښودي دي او ګنړ شمېر د میډیا ادارې هم تړل شوي دی. ،،  د طالبانو سره د هر قسمه خبرو دپاره دي عالمي ټولنه د میډیا ازادی او د افغان خبریالانو د تحفظ موضوع هم یوه شرط وټاکي. د ښه یا د بدل شوي طالبانو تصور حقیقت نه دی. چې کله نه هغوې په واک کې راغلي د افغانانو ژوندونه په عذاب کې دي. زا تاسو نه دا غواړم چې مونږ سره یووالې وښايۍ او د طالبانو د نه تسلیمولو سره خپله زمه واري پورا کړۍ،،    نجلا ایوبي د افغانستان پخوانۍ ججې او د ښځو د حقونو فعالې  غونډې ته وویل طالبان دا وخت لکه د ځمکې د خدی طاقت لري. هلته قانوني نظام نه ښکاري، هېڅ څوک نه دي خبر چې طالبان په کوم قانون عمل کوي.    نجلا وویل د افغانستان لارې کوڅې د طالبانو دپاره لکه عدالتونه دي، طالبان هغه ښځي ججانې لټوي چې دهغوي ملګرو ته يي سزاګانې اورلې وی. هغې زیاته کړه طالبان د افغانستان د قانوني نظام نه د ښځو برخه په هر شکل کې ختمه کړې د.  نجلا  غوښتنه وکړه چې عالمي ټولنه دي بېدارا وسي ځکه چې د هغې په قول طالبان د ښځو د حقونو د تحفظ معامله د خپل مفاد دپاره استعمالولي شي. هغې غوښتنه وکړه یوناما دي د خپل مېنډېټ په زریعه په طالبانو فشار واچوي چې د انصاف یوه نظام دي جوړ کړی شي.  هغې وویل طالبانو د احتساب  دپاره دي د یوناما مېنډېټ وغځولې شي. او دویمه دا چې مونږ د افغان ښځو سره د تشدد د مخنیوي او د هغوې د حقونو د تحفظ په لړ کې د عالمي اقدارو سره سمه یوه معاهده غواړو. نو که بیا طالبان د ښځو د حقونو نه انکاري کېږي نو په عالمي کچه به د شرمېږي،،.    افغان فعالې یلدا رویان وویل د افغانستان په غربي برخه کې د هزاره اقلیتي ټولنې جینکۍ بی درکه کېږي، په امنیتي ادارو کې کار کونکي لږترلږه 5000  هزاره ښځي په پټېدو مجبوره دي. او سکه، ازبک، تاجک او نور اقلیتونه د طالبانو د واک دلاندې په ویره کې ژوند کوي. هغې دا هم زیاته کړه چې په افغانستان کې د ځان د وژلو رپورټونه هم زیات شوي خو دهغې د زرایعو ترمخه په دی کې زیاتره د قتل پېښي دي.  ،، طالبان یوازې اقلیتونه د تشدد دلارې ویرولو او کنټرول کولو ترحده محدوده نه دي بلکه دوی په سرکاري ادارو او یونیورسټو کې په فارسي او دري ژبه په استعمالولو هم بنددېزونه لګوي چې زمونږ پېژدنګلو ختمول غواړي. هغوې د امداد په تقسیم کې اقلیتونه او ښځې ترټولو ورستو ساتي. د یو رسمي حکومت او د اقلیتونو د حقونو د تحفظ دپاره د یوه تګلارې د نشتوالې په سبب د یوناما رول نور زیاته مهمه دې. خو په معذرت سره به وېم چې ښځې او اقلیتي ټولنې د یوناما نه مایوسه شوي دي،،   په غونډه کې برخه اخیستونکو د کېنیډا، انډونېشیا، ناروی، ترکي، قطر، برطانیې او د یو شمېر نورو ملکونو نمایندګانو د افغان ښځو او فعالینو خبرو ته غوږ ایښودی و او په خپله خپله موقع يي په افغانستان کې د بشري، د ښځو او اقلیتونو د حقونو د تحفظ په لړ کې د ژمنو سره سره د افغانستان سره د انساني امداد د جاري ساتلو ژمنې هم بیا تکرار کړې.  طالب چارواکي په افغانستان کې د انساني حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې تشویش ردوي.    

16.03.2022 ډیوه

د اوکرين ولسمشر زېلېنسکي د امريکا او نورې نړۍ نه پوځي مرستې غوښتلي

د اوکرين ولسمشر ويلاديمير زېلېنسکي د شورو/چهارشنبې په ورځ د امريکا کانګرس ته د ويډيو لنک د لارې وينا کړې او غوښنلي يې دي امريکا او نوره غربي نړۍ دې د اوکرين هر قسمه پوځي مرستې وکړي چې د روس نه د خپلې مزکني او هوايي تماميت دفاع وکړي.    زېلېنسکي د دې نه وړاندې يورپين يونين او د نيټو هيډ کوارټرز ته هم په دې اړه ويناګانې کړي دي او کانګرس ته وايي د اوکرين دفاع او ازادي د يورپ ازادي او دفاع ده.    هغه وايي څنګه چې امريکا په پرل هاربر کې او بيا د 9/11 په حملو د هوا نه په نخښه شوه دغسې نن شپه او ورځ د اوکرين فضا ده او د اوکرين اسمان د ملک د ساتونکو او اوسېدونکو د پاره د مرګ څېره ګرځېدلې ده.    زېلېنسکي کانګرس ته وويل “څنګه تاسو ټول امريکايان د دې توري نه خبر يې چې زه يو خوب وينم I have a dream نو هم دغسې تاسو ته وايم چې زه يوه اړتيا لرم I have a need”.    د اوکرين ولسمشر چې د کيیف ښار د کومې برخې نه وينا کوله دعوه کوي چې په درې اوونۍ کې د 1000 نه زيات ميزايلې په کيیف او نورو ښارونو ويشتلي شوي چې په زرګونو خلکو ته ترې هر وخت مرګ ژوبله اوړي.    هغه وويل دا کومه غټه غوښتنه نه ده چې اوکرين دې نو فلاي زون وګرځول شي او که چرې دا ګرانه وي نو د اوکرين پوځي مرستې وکړئ چې د هغې ټول امکانات تاسو او ستاسو ملګري لري.    زېلېنسکي د امريکا د ولسمشر جو بايډن ستاينه وکړه چې په هره موقع د اوکرين دفاع کوي خو د کانګرس نه يې غوښتنه وکړه په هغه ټولو روسي وګړو او کاروباريانو دې بندېزونه ولګوي چې په څه نه څه شکل کې يې د روس د ډوما سره اړيکې وي او لا ورته ترې ګټه رسيږي.    هغه وويل هغه ټولې کاروباري چارې چې امريکايي کمپنيانې يې د روس سره کوي دې ژر تر ژره وتړل شي او په روس دې داسې سخت اقتصادي بندېزونه ولګول شي چې يوه پيسه ورته ونه رسيږي تر څو اوکرين پرېږدي.    زېلېنسکي وايي “روانه جګړه د اوکرين د تقدير د فيصلې جګړه ده. مونږ به پرېکړه کوو چې اوکرين ازاد ساتو او که نه؟  د اوکرین د صدر  د تقریر نه څو ګڼې وروسته به صدر بایډن په وایټ هاوس کې وېنا کوي او اوکراېن سره به د نورې مرستې اعلان کوي. د دې سره به په تیره هفته کې اوکرین سره د امریکې د مجموعي امداد مالیت دوه بېلین ډالر ته ورسېږي. صدر بایډن د نهې، سه شنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل چې د اوکرین په ضد د روس صدر ولادیمیر پوتین جارحیت د امریکې ټول ولس متحد کړی دی. د مارچ په 24 نېټه به صدر بایډن په برسلز کې د نېټو د سر مشرانو په غونډه کې شرکت کوي. په دغه موقع به په اوکرین د روس د یرغل یوه میاشت پوره شي. په اوکرین کې د پوځي مداخلت نه مخکې به روس دا خبره ردوله چې په اوکرین د یرغل اراده لري. د نېټو سېکرېټر جنرل ینس سټالټنبرګ دغه غونډه رابللې ده او په ټوېټر یو پېغام کې ویلي دي په غونډه کې به د اوکرین سره د ملاتړ څرګندونه کولی شي او نېټو به خپله دفاع او مدافعت نور هم زیاتوي  

16.03.2022 ډیوه

دعمران خان په ضد دبې باورۍ تحریک کې دحکومت ایتلافي‌ډلو زیات ارزښت ترلاسه کړی

په داسې حال کې چې دپاکستان دننه حکومت  مخالفو ګوندونو دبې باورۍ دتحریک د لارې د حکومت د نسکورلو هځې ګړندۍ کړي، د حکومت اتحادي ډلو ډیر اهمیت ترلاسه کړی دی- د حکومت اتحادیي ډلو که څه هم تر اوسه په څرکنده د حکومت یا دمخالفو ګوندونو دملاتړ اعلان نه دی کړې خو دحکومت دیولویې اتحادي ګوند مسلم لیګ (ق) مشر چوهدري پرویز الهې په لومړي ځل پر حکومت په څرکنده سختې نیوې کړي اؤ‌ دحکومت سره یې خپل اختلافات ښکاره کړي دي. حکومت مخالف  ګوندونه دعوې کوي چې د بې باورۍ تحرک د پاره د اړتیا څخه زیات غړي لري اؤ‌د حکومت اتحادي ډلو هم د مخالفو ګوندو سره لاري چارې جوړې کړې دي- بل پلو ته حکومت دعوې لري چې اتحادیان د دوئ ملګري دي او د بې باورۍ د تحریک د ناکامولو د پاره د ۱۷۲ څخه د زیاتو غړو ملاتړ په لاس کې لري. مسلم لیګ (ق) د قامۍ اسمبلۍ د پنځوؤ  چوکیو سره په پنجاب کې، متحده قومې مومنټ د قامې اسمبلۍ د اوو،او جې ډی ای د درېو چوکیو سره په سیند، او بلوچستان عوامي پارټي د قامې اسمبلۍ د پنځوؤ چوکیو لرلو سره په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د حکومت اتحادیان دي-  په قامې اسمبلۍ کې د واکمن ګوند تحریک انصاف ۱۵۵ او د مخالفو ګوندونو د ایتلاف ۱۶۲ غړې دي او په داسې حال کې  د بې باورۍ دتحریک د برياليتوب دپاره به حکومت او مخالف ګوندونه دواړه په قومي اسمبلۍ کې ددغه ډلو رايو ته اړتيا ولري. ولې چې په قامي اسمیلۍ کې د بې باورۍ تحریک د پاره د ۱۷۲ ووټونو ضرورت وي- وتلی پاکستانی صحافي مظهر عباس وایي متحده قومې مومنټ ته د پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري د سیند د ګورنر او حکومت کې د ګډون ډیر لویز وړاندیز کړی دی اؤ‌بلوچستان نیشنل پارټۍ مینګل ډله د وړاندې څخه مخالفو ګوندونو سره ملګرې شوې ده- وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي یو اتحادي ګوند هم په مکمله توګه د حکومت ملاتړ ته نه دی تیار شوی- دنوموړي په وینا د بلوچستان عوامۍ پارټۍ د دوؤ او د جې ډي ای د یو غړي نه علاوه په دغه ډلو کې په ځانګرې توګه هم د ویشلو هځې روانې دي- هم دغه سوب دی چې حکومت کمزوری ښکاري-  مشر جرنالسټ عامر متین وایي مسلم لیګ (ق)د ترټولو لویې صوبې د اعلا وزارت د څوکۍ ترلاسه کولو په هځه کې دی، بلوچستان عوامي پارټي د بلوچستان پر معاملو  تحفظات لري اوغواړي چې بلوچستان کې بدلون راوستل شي- وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي عامر متین ویلي چې دجي ډی ای یوه غړې فهمیده مرزا د پیپلز ګوند سره د اختلافاتو له امله د تحرک انصاف ملګرې ده خو غړي یې د بې باورۍ د تحریک په اړه ویشل شوي دي- ایم کیو ایم په سیند صوبه کې پر حکومتې او بلدیاتې کچه خپلې ګټې غواړې که چرې د پیپلز ګوند د دوئ څه غوښتنې ومني نو ایم کیو ایم ګڼي چې راتلونکو ټاکنو کې به حالات نور هم ښه شي-  بل پلو ته بلوچستان عوامي پارټۍ خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف سره د اتحاد ختمولو اعلان کړی او د ګوند د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي بلاول اپریدي د یو ویډیو بیان د لاري ویلي د بې باورۍ تحریک کې به هم د حکومت ملاتړ نه کوي او ډیر زر به قامې اسمبلۍ، سینیټ او بلوچستان کې هم د حکومت سره اتحاد ختم کړي-   د قامي اسمبلۍ د اسپیکر له اړخه د بې باورۍ په تحریک د رایو ورکولو لپاره تر اوسه څه نیټه نه ده ټاکل شوې خو مطبوعات امکان څرکندوي چې تحریک باندې راېې د روان مارچ په ۲۸مه نیټه اچول کیدای شي- حکومت د بې باورۍ پر تحریک د راېو څخه یوه ورځ وړاندې پلازمینه اسلام اباد کې د لویې جلسې کولو اعلان کړی اؤ  بل پلو ته دمخالفو ګوندونو اتحاد پې ډي ایم هم د راونې میاشتې په ۲۵مه نیټه اسلام اباد اړخ ته د لویې لاریون اعلان کړی دی- داپه داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو د وزیر شیخ رشید تر مخه د پایه تحت امنیت ټینګولو د پاره د روانې میاشتې د ۲۲مې نیټې څخه تر ۲۹مې نیټې پورې به اسلام اباد رینجرز او ایف ته وسپارل شي-

16.03.2022 ډیوه

حکومت قبایلي ضلعو کې ډپټي کمشران ته د ورکړل شوي اختیار دفاع کوي خو قبایل یې اندېښمن کړي دي

خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډو کړل شوؤ پخوانیو قبایلي سیمو دننه د انضمام پلویانو اؤمخالفه دواړه ډلو قبایلي ضلعو کې دجسټس اف پیس په اساس ډپټي کمشنرانو ته د اختیاراتو ورکولو غندنه کړې اؤ غوښتنه یې کړې ده چې حکومت خپل دا امر باید بېرته واخلي. خو دخیبر پښتونخوا دصوبایي کابېنې یو وزیر  کامران بنګش ددغه حکومتی امر په هکله په صوبایي اسمبلۍ کې ویلي چې دې سره به د ځایي خلکو ستونزې اؤ مسلې زر هوارې کړل شی. د خیبر پښتونخوا دکورنیو چارو دمحکمې لخوا دخپرې شوې یوې اعلامیې له مخې درې کاله وړاندې په صوبه کښی ضم شؤو اوو قبایلی ضلعو کښې ډپټی کمشنرانو له د پیرنګي د وخت Criminal Procedure Code 1898 د سیکشن 22 لاندې اختیارات ورکړل شوي دي. ددې اختیاراتو په اساس به ډپټي کمشران کولی شي چې خپلو ضلعو کښی د امنیت دوضعې قابو ساتلو په غرض دامن خرابوونکو کسانو د نیولو امر ورکړی اؤ ورسره سم د یو هاغه متاثره تن په لیکلی شکایت پولیس ته د FIR درج کولو امر ورکړی چا ته چې ددې نه وړاندې پولیس د FIR درج کولو نه انکار کړی وي. د خیبر قبایلي ضلعې سره تعلق لرونکي ملک بسم الله خان, چی په سیمه کښې د انضمام مخالفه یوې فعاله ډلې مشر دی،وایي چې د قبایلو ستونزې اؤ تکلیفونه په دې نه حل کیږي.  وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي د انضمام نه وروسته حکومت په قبايلو مختلف قسمه تجربې وکړې اؤ که یو اړخ ته ئي وړومبی دغلته Interim Governances Regulation یا دلنډمهاله حکومتولۍ مقررات پځائ کړل نو بیا یې رواج ایکټ اعلان کړو اؤ ترهغې وروسته یې دشخړو دهواري دشورا ګانو په نوم Dispute Resolution Council جوړ کړل خو یو نظام یې هم په مکمله توګه کار ته نه دی پرېښودی. "حکومت نه پخپله پوهیږي چې قبايلو له کوم رقم نظام ورکړي اؤ نه زمونږ خبره  اوري" ملک بسم الله خان وویل  بايد حکومت د قبائيلو اصل اؤ موثره جرګه بحاله کړي چې دغسې د ځائي خلکو ستونزې اؤ تنازعې هوارې شي. د انضمام مخالفه ډلو تر څنګ انضمام منونکو کسانو اؤ تنظیمونو هم ددغې نوي حکومتي امر په ضد خپل کلک غبرګون څرګند کړی اؤ دا یې دانضمام دپلان دتالا ترغۍ کولو یوه هڅه بللې ده. قبایلي خبریال اؤ د سیمې په چارو ژور نظر ساتونکی شمس مومند وایي چې که څه هم د حکومت سره دا اختیار شته چې په مخصوصو حالاتو کښې په بیړني توګه څه خاص ګامونه پورته کړي خو د بده مرغه په قبايلي سیمو کښې د انتظامیې چې کوم زوړ تاریخ پاتې شوی هغې ته ځایي اوسیدونکی د شک په نظر ګوری. ډیوه سره خبرو کې ښاغلی شمس مومند وایي قبایل ددغه نوي امر په اړه په سوچ کولو مجبوره دي چې ددې قانون د لارې د بیوروکریسۍ خوشحالولو دپاره اؤ د زوړ نظام دوباره توانمن کولو د پاره دغه رقم حربې استعمالولی شي.  د شمس مومند په وینا دا د حیرانتیا خبره ده چې د پولیس کار امن پر ځائ ساتل اؤ د مجرمانو په ضد د قانون مطابق کاروایي کول دي خو په قبایلي ضلعو کښې پولیسو د فریقینو تر منځه جرګې مرکې شروع کړي, کومو چې د هغه په وینا دغلته د عدالتونو کار متاثره کړی اؤ ورسره د ځایياولس په عدالتونو باور هم کم شودی. هغه وایي "دحکومت دغه هڅې مونږ بېرته پخوانی نظام ته د بوتللو په معنا دي اؤ مونږ له پکار دی چې ددغسې هڅو کلکه غندنه وکړو اؤ په هیواد کښې چې کوم قانون لاګو دی هم هاغه قانون دې په ضم شؤو قبایلي سیمو کښې هم په مکمله توګه لاګو کړل شی" په څوارلسم مارچ د خېبر پښتونخوا حکومت دکورنیو چارو محکمې لخوا په يوه اعلاميه کې ويل شوي د قبايلي ضلعو ، باجوړ، مومند،خېبر،کرم، اورکزئ، شمالي وزيرستان او جنوبي وزيرستان ډپيټي کمېشنرانو ته د جسټس اف پيس اختيارات ورکړل شوي . دغه اختیارات دپخوانيو نيمو قبايلي ضلعو د پاره د پېښور، کوهاټ،بنو،لکي مروت، ټانک او ډيره اسماعيل خان ډپټي کمشنرانو ته ورکړل شوي دي۔

16.03.2022 ډیوه

د بلوچستان حکومت: د مرورو بلوڅانو سره به ژر خبرې شروع شي

د بلوچستان حکومت وياندې فرح عظيم شاه ویلي د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ کې څه موده وړاندې شوي ناسته کې د بلوچستان پر مسلو او له پاکستانه د باندې مرورو بلوڅ مشرانو سره د خبرو اترو پلان په ګړندي کولو  زور ورکړل شوی دی. د وي او ای ډیوه سره مرکه کې د مرورو بلوڅانو سره د مذاکراتو په لړ کې فرح عظیم شاه وویل د بلوچستان د امنیت مسله د طاقت او زور دلارې د عارضي وخت دپاره حل کېدلی شي. "خو دا ټولې ستونځې يو څه موه پس بېرته سر پورته کړي، نو د دې يو مستقله حل لټول ضروري دی." فرح عظیم شاه وویل د مخالفینو سره د مذاکراتو دپاره "په څه ورځو کې به  پوره تګ لاره ستاسو مخ ته راوړو".  د صوبايي حکومت ترجمانې د مرورو بلوڅانو سره د مذاکراتو په اړه خبره په داسې حال کې وکړه چې يوه ورځ وړاندې مسلح بلوڅ بېلتون خوښې  ډلې بي ايل ای د سبي ضلعې په سنګان سيمه کې د ايف سي ځواک پر موټر د بمي بريد زمه واري پر غاړه اخیستې. د ليويز چارواکو په خبره په بريد کې د ايف سي څلور عسکر وژل شوي او اتهه ټپيان شوي دي. څېړونکي وايي حکومت په تېرو وختونو کې هم د مخالفو بلوڅ ډلو سره د مذاکراتو دعوې او کوښښونه کړي خو څه مثبتې نتېجې یې مخې ته نه دي راغلي.   په کوټه کې مېشت خبريال جلال نورزی وایي له خفه بلوڅو سره د خبرو اترو لپاره ټاکل شوي د وزير اعظٰم عمران خان  صلاح کار نوابزاده شاه زېن بګټي يوازې له برهمداغ بګټي او بختيار ډومکي سره  تماس نيولی خو د نورو وسلوالو  ډلو او د هغوی له مشرانو سره کومې خبرې نه دي شوي. د جلال نورزي په خبره چې تر څو له دغو نورو تنظيمونو سره خبره روغې ته ولاړه نشي، نو د داسې خبرو اتر به کومه ګټه نه وي۔ د ښاغلي  نورزي په فکر په بلوچستان کې د حکومت په نورو مخالفینو کې خان اف قلات، هربيار مري، ډاکټر الله نظر، جاويد مېنګل او د بي اېل ای مشر بشري زېب شامل دي.   هغه نورزي وویل "زما ندی خيال چې له دې سره دې حکومت يا  کوم تماس نيولی وي، او يا دې دغه يادې ډلې دوی ته غوږ ونيسي، زما خيال دی چې دغه ګروپونه په اکثريت کې هم دي او له دوی سره ډېر خلک دي، که له دوغو تنظيمونو سره خبرې ونشي نو د رياست لپاره به کومه فايده نه وي"۔  په بلوچستان کې له تېرو څو لسيزو راهيسې د امنيت وضعه کړکېچنه ګڼل کېږي  او حکومتي مامورین په مسلح بلوڅ ډلو الزام پورې کوي چې د پوځي چارواکو او حکومتي اسانتیاو پرضد د حملو تر څنګ په بلوچستان کې هدفي وژنې کوي. د فبرورۍ پر دويمه د بلوچستان په پنجګور او نوشکي سيمه کې د ايف سي ځواک پر کيمپونو باندې له ډليز بريد ورستو بلوڅ ليبريشن نومي بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې د دې بريد زمه واري منلې وه او ويلي يې و چې دوی به تر هغه پورې داسې بريدونه کوي تر څو چې پاکستاني عسکر بلوچستان نه پرېږدي، يادې ډلې په دواړو بريدونو کې د يو سل پينځه نوي عسکرو د وژلو دعوه کړې وه خو د پاکستان د پوځ وياندې ادارې ای ايس پي ويلي و چې د دوی 11 عسکر وژل شوي او په ځوابي بريدونو کې يې شل بريدګر وژلې وو۔     د ريسرچ ايند سيکيورټي سټډيزاسلام اباد نومې ادارې رپورټ وايي  په دوه زره يوشتم کې په بلوچستان کې 262 پېښو کې 146 تنه وژل شوي او پينځه سوه ته نېږدې ټپيان شوي دي خو د کال 2022م  په لومړيو دوه نيمو مياشتو کې 33 پېښو کې د 42 امنيتي عسکرو په شمول 111 تنه وژل شوي او د 59 امنيتي عسکرو په ګډون 120 تنه ټپيان شوي دي۔    د زياتره پېښو زمه واري بلوڅ بېلتون خوښو دلو پر غاړه اخيستي، د بلوڅ وسلوال تنظيمونو تر څنګ تحريک طالبان پاکستان او د داعش خراسان څانګې هم د ځينو بريدونو زمه واري منلې ده.  

16.03.2022 ډیوه

پاکستان کې دکرونا په اړه لګول شوي ټول بندیزونه پورته کړی شول

د پاکستان مرکزي حکومت د کرونا وبا دمخنيوي په اړه هېواد کې د تېرو دوؤ کلونو راهسې د لګول شوؤ بندېزونو د پورته کولو اعلان کړی دی. د شورو په ورځ اسلام اباد کې د صحت لپاره د وزير اعظم عمران خان سلا کار ډاکټر فېصل سلطان سره د ګډ خبري کانفرنس په مهال د نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سنټر مشر اسد عمر ویلي چې د کرونا ضد ویکسین د لګولو شرط به په خپل ځائ وي او وايي دا ځکه چي د کرونا وبا لا په بشپړ توګه ختمه نه ده. نوموړي ویلي حکومت د ودانیو  دننه د ودونو په دستورو، بازارونو کې دخلکو په فعالیتونو، په مذهبي غونډو او د لوبو په هلو ځلو بندېزونه ختموي. د صحت ماهرين وايي خلکو له پکار دي چې د ویکسين لګولو سره د کرونا څخه د بچ کېدو تدابیر جارى وساتي چې د وباء زور بيا زيات نه شي.  په دې موقعه د نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن مرکز مشر اسد عمر وویل چې په ټول هېواد کې د کرونا واېروس د وبا د پېښو په کچه کې کمی راغلی او ددې ترڅنګ د وبا ضد ویکسین لګولو په کچه کې اضافه ليدل کېږي. د نوموړي وېنا وه چې په ملک کې نزدې 70 فيصدى خلکو ته تر دې دمه وېکسين لګول شوي دي خو دا یې هم په ډاګه کړه که څه هم د کرونا وبا د مخنيوي لپاره لګول شوي ټول بنديزونه لرې کړې شول خو د وېکسين لګولو شرط او بندېز به پرځائ وي. په ټول پاکستان کې د کرونا وبا دمخنيوي د بندېزنو ختمولو دا اعلان په داسې حال کې شوی  چې د هېواد دننه د کرونا په پېښو کې هم کمی ليدل کېږي. د نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سنټر د بيان ترمخه په تېرو 24 ساعتو کې د کرونا وایرس دمعلومولو په موخه 34 زرو څخه زيات ټېسټونه شوي چې پکې په 493 کسانو کې د کرونا واېرس پخلی شوی دی. د سرکاري شمېرو له مخې په تېر يو شواروز کې د کرونا وبا له امله نور څلور کسان مړه شوي دي او دا مهال په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو کچه 1.42  ده. د اېن سي او سي ترمخه په کرونا وبا د اخته شوو 567 ناروغانو روغتیایي حالت داندېښنې وړ دی. د نوښار په ضلعي هسپتال کې د سينې د مرضونو ماهر ډاکټر وقاص خان ډيوه ته ویلي د نړۍ سره د کرونا وبا د ختمولو يوازینۍ هېله ویکسين وؤ. دی وايي مونږ وليدل چې کومو خلکو دا وېکسين لګولي دي نو هغوي د وبا څخه خو لمړې بچ شوي دي او که چا ته دا وایرس ورپورې شوي هم دي نو د هغو کسانو په نسبت یې کم ځپلي دي او د مړېنې څخه بچ شوي هم دي. ډاکتر وقاص د حکومت لخوا د بندېزنو ختمولو د پرېکړې هرکلی کوي او خو وايي ددې مطلب دا نه دی چې ګواکې وبا هم ختمه شوه. دی وايي باید چې خلک ددې وبا څخه د بچ کېدو احتياطونه جارى وساتي. ماسک کاروي او لاسونه وينځي چې داسې د وبا دبېرته راتلو مخنیوی وشي. اسد عمر دا هم وویل چې مونږ ته علم نشته چې دا وبا به ختمه شي او که نه خو په عېن حال کې داسې ښکاري چې دا به جاري وي او د معمول برخه به وي. ده وويل مونږ روزانه د وبا څارنه کوو او که چېرې داسې څه په نظر راغلل چې له امله یې ګامونو پورته کولو ته اړتیا ولیدل شوه نو هغه ګامونه بيا پورته کولې شي. ده وويل کومو کسانو چې تراوسه پورې د کرونا ضد وېکسين دويم ډوز  نه دي لګولی هغوي دې دا زر تر زره ولګوي چې داسې د وبا د ختمون اعلان وکړل شي. ډاکټر فیصل سلطان وايي باید چې اولس دې د وېکسين لګولو د مهم سره پرله پسې همکاري دوامداره وساتي. ښکاره دې وي چې په ټول ملک کې تر اوسه پورې 10 کروړه، 18 لکه او 81 زره خلکو ته په مکمل ویکسين لګول شوې دي او 12 کروړه, 80 لکه او 74 رزه کسانو ته د کرونا ضد واکسین لمړی ډوز لګول شوی دی.

16.03.2022 ډیوه

جنرال مکېنزي:داعش خراسان په افغانستان کې خپلې پښې نورې هم ټينګوي

د امریکا د سنټرل کمانډ مشر، جنرل فرانک مکېنزي د کانګرس غړو ته ويلي چې د امریکا او د ملاتړ افغان ځواکونو د دوامداره فشار پرته اوس داعش خراسان په افغانستان کې خپلې پښې نورې هم ټينګوي۔ د امریکا او نورو ملکونو استخباراتي ادارو د اندازې ترمخه په افغانستان کې د طالبانو لخ واکمنۍ وروسته دغلته د داعش خرسان د غړو تعداد اوس د 4000 څخه سېوا شوی دی۔  په پاکستان کې څېړونکي وايي چې که چرې د داعش خرسان مخه ونه نيولی شوه نودغه وسله واله ډله به د هند صوبې جوړولو په موخه د افغانستان او پاکستان وروسته د نورو ګاونډي هېوادونو هم ضرور مخه کوي۔  د امریکې د سنټرل کمانډ مشر، جنرل فرانک مکېنزي د کانګرس غړو ته ويلي په افغانستان کې داعش خراسان د ودې کولو په حالت کې دی خو په امريکا او نورو مغربې هېوادونو د حملې کولو توان نه لري۔ نوموړي اندېښنه ښودلې چې د اوړي په موسم رارسېدو سره به د داعش خراسان حملې سېوا شي۔  په دې حقله د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد او څېړنکار ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايي، داعش خراسان د هند صوبې جوړولو د نظريې په اساس نه یوازې  افغانستان اؤ  پاکستان  کې فعالیتونه کوي بلکې که موقعه په لاس ورځي نو نورو ګاونډي هېوادونو کې به هم د خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره عمليات کوي۔ نوموړي زياته کړه "چونکې دا جهادي ګوندونه دي او د دوئ نړيوال او علاقايي جهاد کې دلچسپي وي نو بيا مونږه ګڼلی شو چې په دې ملکونو کې خپل اهداف پوره کوي نو که مخنيوي لپاره يې څوک نه وي نو په مخه به روان وي، خو اوسمهال دداعش خرسان اهداف محدود دي او اهداف يې په افغانستان او پاکستان کې دي" د امریکا او نورو ملکونو استخباراتي ادارو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په دغه هېواد کې د داعش خراسان د غړو تعداد د 4000 نه زيات شوی دی۔  څېړونکي وايي دافغان طالبانو لخوا د جيلونو څخه دقيديانو خوشې کولو په نيتجه کې د 1600 نه تر 2100 پورې تربيه شوي د داعش خراسان غړې هم راخلاص شوي او د هغې وروسته په افغانستان او پاکستان کې دا شبکه زیاته فعاله شوې ده۔ په پېښور کې مېشت خبريال مشتاق يوسفزئ وي او ای ډيوه ته وايي په افغانستان کې د طالبانو لخوا د داعش خراسان ډلې په ضد دعملياتو په نتيجه کې دداعش غړي پاکستان ته داخل شوي او امنيتي چارواکو دا اندېښنه ښودلې چې په ګرمۍ کې دتشدد پېښې نورې هم سېوا کیدای شي۔ نوموړي زياته کړه  پېښور کې په امام بارګاه دځانمرګي بريد وروسته په پاکستان کې هم د سيکيورټي ادارو دا ويلي وؤ چې دا د هغې نتيجه ده چې طالبانو جيلونه مات کړل او د هغې نه خلک خوشي کړل شول او په هغې کې ځينې خلک پاکستان ته راغلی دی۔ مشتاق يوسفزي وي او ای ډيوه ته وويل " پاکستان کې هم سيکيورټي ادارې دا وايي چې ګرمۍ کې د تشدد خطره ده او کېدای شي په دې کې اضافه وشي" د روانې مياشتې په څلورمه د پېښور قيصه خوانۍ بازار سره نزدې د شيعه مسلمانانو په جومات د داعش لخوا شوي ځانمرګي بريد کې د 60  نه زیات تنان  وژل شوي او څه کم 200 ژوبل شوي وؤ۔    بيا په 8م مارچ د بلوچستان په سبي سيمه کې د ځانمرګي بريد مسوليت هم دغې ډلې په سر واخستو، د رپورټونو ترمخه په دغه بريد کې 7 دايف سي اهلکار وژل شوي او 19 تنان ټپيان شوي دي۔ داعش خرسان له دې وړاندې هم وخت په وخت په خېبر پښتونخوا کې په ځايي مشرانو او په امنيتي سرتېرو د بريدونو ذمه وارۍ منلې دي۔ دغې وسله والې ډلې نن د شورو په ورځ هم په باجوړ کې د يو پوليس اهلکار د وژلو او بل ټپې کولو ذمه واري منلې خو ځايي پوليسو لا نه ده تاييد کړې۔   د پاکستان د پوځ پخوانی افسر او د دفاعي چارو څېړنکار رېټائرډ بريګیډېر سېد نظير وي او ای ډيوه ته وايي په منطقه کې د داعش خرسان مخنيوي لپاره پاکستان، افغانستان او نورو ګاونډې هېوادونو ته په ګډه کار کول پکار دي۔ نوموړي دا هم وويل چې د پاکستان لپاره يوه خطره ده او دا خطره په شريکه لرې کېدلې شي چې پاکستان عمليات خواره شي، دښاغلي سید نظیر په وینا دداعش مخنیوي کې به دا عمل مرسته وکړي چې افغانستان اؤ نور ګاونډي هېوادونه  مشترکه عمليات وکړي او پولو باندې په خصوصي توګه نظر وساتلی شي۔  که څه هم امريکايي چارواکي وخت په وخت دا وايي چې په افغانستان کې داعش خراسان پياوړی کېږي او ورځ تر بلې وده کوي خو افغان طالبان دغه دعوې ردوي او دريځ لري چې په دغه هېواد کې د داعش خرسان په ظاهره کوم وجود نشته او نه بل کوم هېواد ته د ګواښ سبب ګرځېدلی شي۔

16.03.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more