شاته

یوناما به په افغانستان کې خپل ماموریت دوامداره ساتي

د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو خصوصي مشن یوناما ویلي په افغانستان کې به خپل ماموریت ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې د یوناما مشن د بیا تازه کولو په لړ کې د برطانیی د مستقل مشن او قطر په کورباتوب او د نورو ملکونو ملګرو په مرسته په افغانستان کې د انساني حقونو او په خاصه توګه د ښځو او اقلیتونو د حقونو په موضوع یو غونډه وشوه.

په نیویارک کې دغه غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو او په نورو برخو کې کار کونکو مېرمنو هم برخه واخیسته.

په غونډه کې موجود د افغان ښځو، جینکو او بشري حقونو دپاره د امریکا خصوصي استازې رینا امیري وویل د افغانستان ثبات د ټولې نړۍ دپاره ضروري دی.

مېرمن امیري وویل پکار ده چې د انساني حقونو د سرغړونو پرضد په سختۍ خبره وشي. ،، مونږ په تېرو 20 کالو کې دا زدکړه کړي او دا زدکړه یاد ساتل پکار دي چې که امن وي یا بشري امداد د انصاف نه بغېر موثره نه شي پاتې کېدی. او هم دا مونږ نن دلته راغلي تکړه افغان ښځو نه اورېدل غواړو چې د جینکو د تعلیم پشمول په نورو کومو څانګو باندې توجو ورکړی شي. او دا هم چې د دی موثرتیا یقیني کولو دپاره څه تګلاره جوړه کړی شي.،،

په غونډه کې برخه اخیستونکو افغان مېرمنو افغانستان دپاره د یو اېن د خصوصي رپورټ ورکونکي یا Rapporteur د ټاکل کېدو او د یوناما مېنډېټ د نوي کېدو ګام هرکلې وکړو خو دا غوښنته يي هم وکړه چې طالبان دي په رسمي توګه و نه پېژندل شي.

افغان خبریالې فاطمه فېضي د غونډې ګډون والو ته وویل په افغانستان کې په تېرو 20 کالو کې چې میډیا او د میډیا ادارو څومره پرمختګ کړی و په تېرو اووه میاشتو کې هیڅ نه دي پاتي.

مېرمن فېضي وویل طالبان د خبریالانو دپاره قوانین جوړوی، خبریالان پخپله خپل خبرونه سېنسر کۍ، په 900 نه زیاتو ښځو خبریالانو کې لږترلږه 74% نه زیاتو کارونه پرېښودي دي او ګنړ شمېر د میډیا ادارې هم تړل شوي دی. ،، د طالبانو سره د هر قسمه خبرو دپاره دي عالمي ټولنه د میډیا ازادی او د افغان خبریالانو د تحفظ موضوع هم یوه شرط وټاکي. د ښه یا د بدل شوي طالبانو تصور حقیقت نه دی. چې کله نه هغوې په واک کې راغلي د افغانانو ژوندونه په عذاب کې دي. زا تاسو نه دا غواړم چې مونږ سره یووالې وښايۍ او د طالبانو د نه تسلیمولو سره خپله زمه واري پورا کړۍ،،

نجلا ایوبي د افغانستان پخوانۍ ججې او د ښځو د حقونو فعالې غونډې ته وویل طالبان دا وخت لکه د ځمکې د خدی طاقت لري. هلته قانوني نظام نه ښکاري، هېڅ څوک نه دي خبر چې طالبان په کوم قانون عمل کوي.

نجلا وویل د افغانستان لارې کوڅې د طالبانو دپاره لکه عدالتونه دي، طالبان هغه ښځي ججانې لټوي چې دهغوي ملګرو ته يي سزاګانې اورلې وی. هغې زیاته کړه طالبان د افغانستان د قانوني نظام نه د ښځو برخه په هر شکل کې ختمه کړې د.

نجلا غوښتنه وکړه چې عالمي ټولنه دي بېدارا وسي ځکه چې د هغې په قول طالبان د ښځو د حقونو د تحفظ معامله د خپل مفاد دپاره استعمالولي شي. هغې غوښتنه وکړه یوناما دي د خپل مېنډېټ په زریعه په طالبانو فشار واچوي چې د انصاف یوه نظام دي جوړ کړی شي.

هغې وویل طالبانو د احتساب دپاره دي د یوناما مېنډېټ وغځولې شي. او دویمه دا چې مونږ د افغان ښځو سره د تشدد د مخنیوي او د هغوې د حقونو د تحفظ په لړ کې د عالمي اقدارو سره سمه یوه معاهده غواړو. نو که بیا طالبان د ښځو د حقونو نه انکاري کېږي نو په عالمي کچه به د شرمېږي،،.

افغان فعالې یلدا رویان وویل د افغانستان په غربي برخه کې د هزاره اقلیتي ټولنې جینکۍ بی درکه کېږي، په امنیتي ادارو کې کار کونکي لږترلږه 5000 هزاره ښځي په پټېدو مجبوره دي. او سکه، ازبک، تاجک او نور اقلیتونه د طالبانو د واک دلاندې په ویره کې ژوند کوي. هغې دا هم زیاته کړه چې په افغانستان کې د ځان د وژلو رپورټونه هم زیات شوي خو دهغې د زرایعو ترمخه په دی کې زیاتره د قتل پېښي دي.

،، طالبان یوازې اقلیتونه د تشدد دلارې ویرولو او کنټرول کولو ترحده محدوده نه دي بلکه دوی په سرکاري ادارو او یونیورسټو کې په فارسي او دري ژبه په استعمالولو هم بنددېزونه لګوي چې زمونږ پېژدنګلو ختمول غواړي. هغوې د امداد په تقسیم کې اقلیتونه او ښځې ترټولو ورستو ساتي. د یو رسمي حکومت او د اقلیتونو د حقونو د تحفظ دپاره د یوه تګلارې د نشتوالې په سبب د یوناما رول نور زیاته مهمه دې. خو په معذرت سره به وېم چې ښځې او اقلیتي ټولنې د یوناما نه مایوسه شوي دي،،

په غونډه کې برخه اخیستونکو د کېنیډا، انډونېشیا، ناروی، ترکي، قطر، برطانیې او د یو شمېر نورو ملکونو نمایندګانو د افغان ښځو او فعالینو خبرو ته غوږ ایښودی و او په خپله خپله موقع يي په افغانستان کې د بشري، د ښځو او اقلیتونو د حقونو د تحفظ په لړ کې د ژمنو سره سره د افغانستان سره د انساني امداد د جاري ساتلو ژمنې هم بیا تکرار کړې.

طالب چارواکي په افغانستان کې د انساني حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې تشویش ردوي.


  • 16x9 Image

    ثمینه احسن

    ثمینه احسن د خېبرپښتونخوا د پېښور یونیورسټۍ نه په جرنلزم او ماس کمیونیکېشن سره سره په پولیټیکل ساینس کې هم سبق وېلی. هغه د 2009 راهسې د ډیوه سره د خبریالې په توګه کار کۍ. ثمینه احسن د دی نه وړاندې د PACT  په نوم د پاکستان او افغانستان دپاره د یوه رېډیو پراجېکټ، د پېښور رېډیو سټېشن، او FM سټېشنونو سره هم کار کړی. هغه د ښځو او جینکو، ماحولیاتو، سیاست، او په نورو ډېرو موضوعاتو لیکل او ویډیو رپورټونه جوړۍ. تاسو ورسره دلته ملګري کېدی شۍ.