شاته

پېښور:دخویندو ادبي لښکر په هنري اؤ ادبي خدماتو پښتنو میرمنو ته ایوارډونه ورکړي

د میرمنو ادبي او هنري خدماتو ته د ستاینې او پیرزونو وړاندې کولو په غرض یوه درنه دستوره د خویندو ادبي لښکر (خال) له لوري سر ښار پیښور کې شوې ده چې پکې ادب او فن سره تړلو میرمنو او نارینه ؤ ګډون کړی ؤ.

د یاد تنظیم مشره لیکواله میرمن کلثوم زیب ډیوه ته وویل،دا دستوره د میرمنو د نړیوالې ورځې په مناسبت په اتم مارچ ټاکل شوې وه خو ښار کې د ترهګرۍ دپیښو د دړکو له امله په دغه ورځ دستوره تر سره نه شوه.

هغه وایي د ادب او فن بیلا بیلو څانګو کې ځلانده کردار تر سره کونکو دوه پنځوس میرمنو ته جایزې ورکړل شوې.

"دې کې د پوهنتونونو او کالجونو پیغلې شاملې دي. هاغه میرمنو ته هم جایزې ورکړل شوې د کومو چې کتابونه چاپ شوي دي. دې د پاره مونږ یوه کمیټه جوړه کړې وه. د دقیق جاج اخستو نه وروسته کمیټې د غوره میرمنو اعلان وکړو. د فن نړۍ کې مو د ګلنار بیګم جایزې سندرغاړو میرمن وږمې اومیرمن شکیله ناز ته ورکړې"

وایي دا جایزې د پښتو ادب او فن کې د نومیالو لیکوالو او هنرمندانو په نوم شوې دي چې پکې الف جانه خټکه، س بې بې، سلما شاهین، زیتون بانو، او ګلنار بیګم شاملې دي.

میرمن کلثوم زیاته کړه. خال د پښتنو میرمنو یوازینی ادبي تنظیم دی چې تیرو پنځوؤ کالو کې یې یو شمیر د میرمنو ادبي محفلونه راجوړ کړي دي.

دنوموړې په وینا "د نارینه و ګڼ ادبي تنظیمونه دي خو چا هم مجله نه ده چاپ کړې. زمونږ تنظیم باقاعده د دردانې په نوم ادبي مجله چاپ کړې ده"


د یاد تنظیم د کابینې د غړو میرمنوشمیره دولس او د ټولو پښتنو لیکوالو شاعرانو غړو شمیره صرف اویا میرمنې دي.

د خال د سکترې میرمن زیبا اپریدۍ نه چې پوښتنه وشوه آیا کروړونو پښتنو کې صرف اویا، اتیا میرمنې لیک لوست سره تړلې دي؟ نو هغه وایي.

"زمونږ پښتنه ټولنه کې د سړو تعلیم کم دی. د ښځو خو بیا ډیر کم دی. هم دغه وجه ده چې میرمنې د ادب دنیا کې کمې دي ځکه چې مونږ ښځو ته تعلیم نه ورکوو. زنانه لیکوالې شاعرانې ښې ډیرې دي خو په کورونو بندې دي. هغوي ته خپل حق نه ورکړی کیږي"

په دغه موقعه میرمنو نارینه و ته خواست وکړو چې خپلو کورنیو کې دې جینکو ته هم د خپل فن او هنر د څرګندونو موقعې ورکړي. ددغه خونده ورې دستورې پایې کې میرمنو او نارینه و خپل کلامونه وړاندې کړل.