ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان: پوځ په وزیرستان او بلوچستان کې د دوه ترهګرو د وژلو دعوه کړې

د پاکستان پوځ دعوه کړې، د افغانستان سره په پوله د شمالي وزیرستان په دوسلي سیمه کې يې د ګل/ دوشنبې په ورځ (14 فرورۍ) د امنيتي ځواکونو پوستې ته د ننوتلو پرمهال يو ترهګر وژلى دى. بل لور ته په بلوچستان صوبه کې هم د يو ترهګر کمانډر د وژلو او دوه نورو د نيولو دعوه شوې ده. د سرکاري ميډيا ترمخه پوځ ویلي، په پسني سيمه کې په عملياتو کې هدايت بالاچ وژل شوی او په خضدار کې نياز او محمد جان نيول شوي دي. د سرکاري میډيا ترمخه پوځ ویلي، چې د فرورۍ په 14م د  شمالي وزیرستان دوسلي سیمه کې یو ځانمرګي برید کوونکي د پوځ پوستې ته د ننوتلو هڅه کړې خو په پوسته کې موجود امنیتي سرتیرو د وړاندې دا هڅه ناکامه کړې ده. د پوځ ترمخه، ترهګر تر وژل کېدو نه مخکې په پوسته کې په امنیتي سرتیرو ډزې کړې او بیا یې لاسي بم ورویشتی وو. پوځ ویلي، د امنیتي سرتیرو په ډزو کې یو ترهګر شریف وژل شوی دی او د هغه نه په غټه کچه وسله او نور بارودي توکي ترلاسه شوي دي. خو د پوځ په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې د وژل شوي تن تړاو د کومې ډلې سره وو. د پوځ په بیان کې ويل شوي چې هغه د وړاندې نه امنیتي ځواکونو پرضد په فعاله توګه ترهګریزو بریدونو کې ککړ وو. دوسلي د شمالی وزیرستان مرکز میرانشاه نه نزدې 30 کلو میټره لرې سویل لودیځ سیمه ده او دغه سیمه د کال 2014 م ضرب عضب پوځی عملیاتو پرمهال د وسله والو نه پاکه ګرځول شوې وه. د پاکستان پوځ په نهمه فرورۍ هم د شمالي وزیرستان په شيوه تحصيل کې ديو ترهګر وژلو دعوه کړې وه. په همدې سيمه کې دې پیښې نه یو ورځ وړاندې د امنيتي ځواکونو په ګاډي ماين چاودنه کې د ایف سي ځواک شپږ سرتيري ژوبل شوي وو او بیا تر هغې وروسته د ډزو په پیښه کې يو ماشوم د ټپي کېدو خبرونه مخې ته راغلي دي. د دغه  پېښې زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه. په شپږمه فرورۍ د پاکستان پوځ ويلي وو د خېبر پښتونخوا په کرمه قبايلي ضلعه کې د افغانستان د پولې ترڅنګ د پولې پورې غاړې نه ترهګریز بريد شوی او پينځه امنيتي سرتيري پکې وژل شوي وو. د پاکستاني طالبانو تحریک د دغه حملې ذمه واري هم منلې وه. تر دې یوه ورځ وړاندې په پینځمه فرورۍ د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان دته خېل سیمه کې د دوو وسله والو د وژل کېدو سره د دوی د ولکې نه په غټه کچه دوسلې ترلاسه کېدو دعوه کړې وه. په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي ضلعو کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي دي. په بلوچستان او قبایلي ضلعو کې په امنیتي ځواکونو د ترسره شوو وروستیو خونړیو بریدونو وروسته په اتمه فرورۍ د پاکستان دپوځ سرلښکر جنرال باجوه هوډ ښکار کړی چې پوځ به هیواد نه د ترهګرو،د هغوی دهمکارانو او ملګرو نوغی وباسي. تیره اوونۍ د بلوچستان په نوشکي او پنجګور سیمو کې په امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه شوي وو چې پوځ پکې د نهو عسکرو وژل کېده تاييد کړي وو. خو د دغو بریدونو ذمه واري قبلونکي بلوڅ بیلتون غوښتونکې ډلې بلوچستان لبریشن ارمي بیا دعوه کړې ده چې په بریدونو کې يې د پوځ 195 عسکر وژلي وو.

15.02.2022 ډیوه

آی اېم اېف د قرضو جاري ساتلو دپاره، د پاکستان نه د نوي قانون منظوري غوښتې ده

نړيوالې مالياتي ادارې اى اېم اېف په رياستي ملکیت کې کمپنيانو يا ادارو په ذمه، د مجموعي ملکي پيداوار خواوشا اته في صدي يا پنځوس (۵۰) کهربه روپو بيړني واجبات، يوه لويه مالياتي خطره ګرځولې او دې لړ کې یې د خپل پور پروګرام جاري ساتل، د روان کال جون مياشتې پورې د دې ادارو کارکردګي ښه کولو دپاره د پارليمان نه د نوي قانون د منظورۍ سره تړلي دي. د ډان ورځپاڼې د يو رپورټ تر مخه، د پاکستان د اقتصاد په اړه په يو رپورټ کې ای اېم اېف ويلي چې په نقصان کې چلېدونکې د رياستي کمپنيانو يا ادارو تر دې حد پورې زيان شوى چې اوس حکومتي ضمانتونه دا نشي سنبالولی، او دا هر څه د قرض اضافي خطرې په ګوته کوي. د ای اېم اېف دې نوي شرط په اړه نوميالي اقتصادپوه قيصر بنګالي پخپل ټويټر پاڼه ليکلي، ټولو نه وړمبې ای اېم اېف پاکستان دې ته مجبوره کړ چې د سټيټ بينک د "غلامۍ قانون یې پرې پاس کړو، بيا نړيوال بينک صوبايي خودمختاري کې بدلون غواړي، او اوس ای اېم اېف غواړي چې پارليمان دې د دوى د حکم د لاندى د رياستي ادارو په اړه قانون پاس کړي." قيصر بنګالي ليکلي چې زموږ خودمختاره پارليمان به اوس د نړيوالو مالياتي ادارو د لاسه يرغمل وي. وى او اې ډيوه سره خبرو کې قيصر بنګالي وويل: "موږ ته د اى اېم اېف او نړيوال بنک ضرورت نشته، او  دې ادارو  کې اصلاحات  او د دې کارکردګي چټک کيدل مشکل نه دي، خو شرط پکې د حکمرانانو روغ نيت دی." نوموړي وويل، د بده مرغه په پاکستان کې په ادارو کې د اصلاحات راوستلو په ځای اکثره ادارې په خپلو نيزدې خلکو کې په ارزان نرخونو خرڅې کړی شي  او د دې په شا علتونه دا ښودلې کيږي چې ګنې په نقصان کې روانې دي. قيصر بنګالي وويل، د ١٩٩٠ په لسيزه کې خواو شا سل حکومتي ادارې شخصي څانګې ته په دې دريځ ورکړل شوې وې چې دا د  بجټ د خسارې وجه جوړيږي، خو نن هغه بجټ خساره د څلور نه پېنځه چنده زياته شوې ده. قيصر بنګالي زياته کړه: «د ١٩٨٠ په لسيزه کې د باسټن يونيورسټۍ پروفيسر ليو رایې د حکومتي ادارو کارکردګي ښه کولو په اړه په درېيو کتابونو باندې مشتمل يو رپورټ ليکلی دی خو دغه رپورټ چېرې هم په پاکستان کې عملي نکړی شو او صرف د خپلو ذاتي ګټو د پاره موږ هر څه خرڅولو ته تيار یو. او دې کار کې زموږ ټول حکومتونه او ادارې شريکې وې.» په اقتصادي چارو نظر لرونکی خبريال فدا حسين وایي دې حکومتي ادارو کې د اصلاحاتو راوستلو خبرې د ډير وخت راهيسې کیږي خو يو حکومت هم پکې بريالې نشو او موجوده حکومت دې حالت کې نه دې چې دا اصلاحات وکړي. ډيوه ريډيو سره خبرو کې نوموړي وويل: «د پروېز مشرف حکومت کې بعضې حکومتي ادارې شخصي څانګې ته ورکړی شوې  لکه د واپډې يو شمير محکمې جوړول او کې اي ايس سي خو دې سره هم د دې کارکردګي ښه نه شوه او نن د بجلۍ بيعې اسمان ته اوختلې او دې مد کې ګردشي قرضې يو ځل بيا دوه اعشاريه څلور کهربه روپو ته رسيدلي دي.» فدا حسين وويل چى اوس ای ايم ايف غواړي چې دې ادارو کې اصلاحات وشي خو دې عمل د پاره يو مضبوط حکومت پکار وي. هغه زیاتوي چې د بده مرغه د پاکستان د سېول او پوځي افسر شاهي سوچ د هيواد د پاره نه بلکه د خپلو شخصي ګټو د پاره وي.

14.02.2022 ډیوه

سېف ډې چلډرن: افغانستان کې غریب فامیلونه او خواريکښ ماشومان زیات شوي دي

واشنګټن  - د ماشومانو د تحفظ نړېوالې ادارې (سېف ډې چلډرن) پخپل یو تازه راپور کې ویلي چې افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسېدو نه پس، په تېرو شپږو میاشتو کې د خواريکښو ماشومانو په تعداد کې اضافه راغلې ده او اتلس فیصده (٪۱۸) کورنۍ خپل ماشومان مزدورۍ ته ليږي. په رپوټ کې اندازه لګېدلې چې شاوخوا د یو میلین نه زیات ماشومان افغانستان کې مزدوري کوي. همدا شان د رپوټ ترمخه، د هغو کورنیو شمېره هم سېوا شوې ده کوم چې د خپل خوراک دپاره د بل چا نه پیسې پور اخلي. د ماشومانو د تحفظ نړېوالې ادارې په رپوټ کې راغلي چې د تېر اګسټ د میاشتې نه د افغانستان په هرو درېیو کورنیو کې، یوې کورنۍ خپل ټول آمدن (عاید) د لاسه ورکړی او څوک پکې کار و روزګار نلري. سېف ډې چلډرن ویلي چې دوی د افغانستان په اوو (۷) ولایتونو کې د ۱۴۰۰ کورنیو سروې کړې ده او نتیجه یې دا وه چې د تېر حکومت د ړنګېدو نه پس، دوه اتیا فیصده (٪۸۲) افغانانو باندې آمدن درېدلی او هغوی اوس هېڅ بله چاره نلري بغیر د دې چې خپل ماشومان مزدورۍ ته ولیږي او د څېړونکو د اندازې لګولو د مخې، که د هرې کورنۍ نه یو ماشوم مزدورۍ ته تللی وي، نو د یو میلین نه زیات ماشومان په افغانستان کې په مزدورۍ اخته شوي دي. راپور زیاتوي چې په ښارونو کې کورنۍ ډېرې ځپلی شوي، او سرښار کابل کې نیمایي کورنیو خپل عاید (آمدن) د لاسه ورکړی دی. د بل اړخه د خوراکي موادو بیعې هم د اقتصادي بحران د وجې بره ختلي او ډېرې کورنۍ د خوراک د اخیستو توان نلري. قریب نهه دېرش فیصده (٪۳۹) کورنیو ویلي چې هغوی خوراکي مواد په پور اخلي. همدا شان اوه نیم فیصده (٪۷.۵) کورنیو ویلي چې هغوی خپلو بچیانو ته د خوراک برابرولو دپاره، سوال او خیرات راټولوي. افغانستان کې د سېف ډې چلډرن ادارې مشر کرېس نیامانډي ویلي چې دوی په بل هېڅ ځای کې د افغانستان په شان خراب حالات ندي لیدي. هغه زیاته کړې چې هره ورځ داسې ماشومان ګوري چې په میاشتو میاشتو یې بغیر د وچې ډوډې بل څه ندي خوړلي او ناروغه دي. کریس نیامانډي وایي: «دلته د خوراکي توکو کمښت هېڅ نشته، بازارونه ډک دي. خو بیا هم ماشومان د لوږې مړه کیږي، ځکه والدین یې نشي کولی ورته د بازاره خوراک واخلي. د دې حالت مخه نیول کیدلی شي، او باید ونیول شي.» د حکومت د ړنګېدو او د طالبانو د واکمنېدو نه پس، په افغانستان باندې نړېوالې مرستې او امداد ودرېد، د افغانستان بنکي نظام فلج شو، د افغانستان خارجي زرمبادله کنګل شوه، د پخواني حکومت ګڼ شمېر کارکوونکي او امنیتي ځواکونه په کور کیناستل او تنخواګانې یې بندې شولې، او په دې ټولو سره افغانستان کې یو اقتصادي او بشري بحران راغی چې اوس افغانان ورنه رنځ وړي. طالبانو خپل حکومت د اسلامي امارت په نوم اعلان کړی، خو تر اوسه هېڅ ملک هغه په رسمي توګه ندی پېژندلی، او طالبان هم حاضر ندي چې حکومت د نورو سره تقسیم کړي، ټول شموله حکومت جوړ کړي، او یا ښځو جینکو ته د کار کولو او تعلیم اجازت ورکړي.

14.02.2022 ډیوه

عدالت: حراستي مرکزونه تاثر ورکوي چې خلک په زور بې درکه کوول ریاستي تګلاره ده

د اسلام اباد های کورټ وېلي په ملک کې حراستي مرکزونه داسې تاثر ورکوي چې په زور خلک بې درکه کول د ریاست تګلاره ده.  د سېند صوبې خبریال مدثر نارو او د نورو بې درکه کسانو مقدمې د اورېدلو مهال د اسلام اباد هايي کورټ مشر قاضي جسټس اطهر من الله وویل حکومت څوک په زور بې درکه کولی نشي او دا چې دا یو منلی شوی حقیقت دی.  د وي  او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه جسټس اطهر من الله وېلي د ریاست ذمه واري ده چې خپلو خلکو ته تحفظ ورکړي خو زیاته یې کړه داسې ښکاري چې ریاست په حکومتي تګلارو نیوکې کوونکي د بې درکۍ لپاره ذمه وار بولي.   نوموړي په ملک کې د بې درکه خلکو معلومولو لپاره جوړ حکومتي کمېشن باندې ټکونه کړي او وېلي عدالت دا معلومول غواړي چې په زور بې درکه کړل شوي خبریال مدثر نارو په معلومولو کې څومره پرمختګ شوی دی.  په اسلام اباد های کورټ کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د مقدمې د اورېدنې په وخت ډپټي اټارني جنرل قاسم ودود عدالت ته ووېل ریاست د خلکو بې درکه کولو کومه تګلاره نه لري او زیاته کړې چې په ملک کې لږ تر لږه 800 خلک بې درکه دي.   خو د بې درکه کسانو یو وکیل کرنل رېټاېرډ انعام الرحمان د عدالت په وړاندې دعوه وکړه چې لږ تر لږه 2,252 کسان بې درکه دی او د 2,212 بې درکه کسانو مړي‌ د هغوي کورنو ته ورکړی شوي دي.   نوموړي‌ عدالت ته وېلي د بې درکه خلکو پلټنه کوونکې کمېشن ذمه واري ده چې په ملک کې د خلکو بې درکیو پلټنې وکړي.‌  د خبریال مدثر نارو وکیل، عثمان وړاېچ واېس آف امرېکا ته وېلي چې کمېشن تراوسه پورې د مدثر نارو د مقدمې په اړه عدالت ته رپورټ نه دی ورکړی.   خبریال او د ټوله نیز میډیا بلاګر مدثر نارو په کال 2018 کې هغه وخت بې درکه شوی وو کله چې هغه د خپلې کورنۍ سره په رخصتۍ وو.   د نوموړي زوي سچل د پلار د بې درکۍ په وخت د شپږو میاشتو و.‌ د ګل، دوشنبې، په ورځ سچل خپله څلورمه کلیزه د خپلې کورنۍ سره په عدالت کې د پلار د مقدمې د سماعت په وخت ولمانځله.  د پاکستان وزیراعظم عمران خان تېر کال د دسمبر په میاشت کې د مدثر نارو کورنۍ سره لیدلي وو او هغوي ته یې د نارو معلومولو یقین ورکړی و.‌  پاکستان کې د بشري ‌حقونو ډلې دعوه کوي چې د ملک استخباراتي ادارو په زرګونو خلک په زور بې درکه کړي خو د پاکستان استخباراتي ادارې د خلکو په زور بې درکیو کې د لاس لرلو نه انکار کوي.   د بلوچ ميسينګ پرسنز يا لادرکه شوو کسانو لپاره غږ په نوم تنظيم مرستيال مشر ماما قدیر بلوڅ د سږ کال د جنورۍ په دوېمه نېټه د کراچۍ پریس کلب مخې ته د احتجاج په وخت وي او اې ډيوه ته وویل چې د 2021م کال اخر پورې د لادرکه شوو بلوڅانو شمېر 52036 ته رسېدلی او داسې نور لادرکه کسان هم چې د دوی په فهرستونو کې لا نه دي شامل کړی شوي په زرګونو دي.  ماما قدیر وایي‌ دا هغه شمېر دی چې د 2000م کال نه تر 2021م کال پورې لادرکه شوي دي. نوموړي وېلي د دوی د شمېرو تر مخه 18000 کسان په تېرو 21 کالو کې په غیرقانوني توګه وژل شوي او بيا د هغو وژل شوو جسدونه هم کورنیو ته نه ورکول کيږي.   په پاکستان کې د لادرکه کسانو د موندنې لپاره په 2011م کال کې جوړشوي کمېشن د 2021 م کال په جنورۍ کې په خپل يو رپورټ کې ویلي چې ددغه وخت پورې 6,944 لادرکه شوو کسانو مقدمې عدالتونو ته وړاندې کړل شوې دي، چې پکې 4,822 هوارې کړل شوې دي.  یادونه: د دې خبر څه معلومات د وي او ای اردو څانګې  د رپورټ څخه اخیستل شوي دي      

14.02.2022 ډیوه

اسرایلي پولیس په شرقي یروشلم کې د شخړې د مخنیوي کوښښ کوي

اسرایلي پولیسو تېره ورځ د فبرورۍ په دیارلسمه نیټه د ختیځ بیت المقدس په یوه کړکیچنه سیمه کې د سخت دریځو قام پرستو یهوديانو (الټرانېشنلیسټ( او فلسطینیانو ترمنځ د تاوتریخوالي مخه ونیوله. ناقراري د شیخ جراح په سیمه کې جوړه شوې وه. په شیخ جراح کې اکثره انښتې کېږي، تیر کال شوي انښتې د اسرایلو او حماس وسله والو ترمنځ په 11 ورځنۍ جګړې وراوختې وې. په شیخ جراح او د ختیځ بیت المقدس په نورو سیمو کې په لسګونو فلسطیني کورنۍ د یهوديانو ابادکارو له خوا د ویستلو له خطر سره مخ دي او د دواړو خواوو تر منځ کړکیچ اکثر په تاوتریخوالي بدلیږي. په شیخ جراح کې وروستۍ ناقراري هغه وخت جوړه شوه چې د تېرې هفتې په اخر کې د یو یهودي ابادکار کور وسوځول شو. اتمر بین ګویر چې یو الټرانیشنلیسټ قانون دان دی ، داتوار په سهار د ددغې خبرې ځواب داسې ورکړو چې د فلسطینۍ کورنۍ د کور مخې ته یې عارضي دفتر جوړ کړو. ددغې ورستو فلسطینیان د بن الګویر خیمې ته ورننوتل، په یو بل یې پلاستیکي څوکۍ وروغورځولې او شخړه جوړه شوه. د اتوار په ورځ ناوخته، پولیسو د فلسطینیانو د احتجاج د شنډولو لپاره بدبوداره اوبه وشیندلې. په ټولنیزو رسنیو کې په یوه ویډیو کې ښودل شوي چې یو اسرایلي پولیس یو فلسطینی ځوان وهي او ټکوي. پولیسو دعوا کړې چې تر د دولسو پورې کسان یې نیولي هم دي. د فلسطین د رېډ کرېسینټ نومې د طبي خدماتو ادارې ویلي دي چې د ربړ په ګولیو ویشتل شوي 14 فلسطینیان ژوبل شوي دي. د ماښام په وخت کې د پولیسو لخوا د خلکو د منتشر کولو لپاره د سټین لاسی بمونو چاودنو اوازونه هم اورېدل کېدل. بن ګویر د یو داسې سختدریځه ربي پیروکار دی چې له اسرایلو څخه عربان ویستل غواړي، ده په پولیسو تور کړو چې د هغه پیروکارانو سره یې “وحشي چلند” وکړو، هغه ګواښ وکړو چې که دی دلته یوې شپې ته پاتې شو "نو تاسو به بیا پوهه شئ" له ویستلو له ګواښه سربیره، په زرګونو فلسطینیان په ختیځ بیت المقدس کې په داسې کورونو کې ژوند کوي چې د توپیري تګ لارې له امله د ویجاړیدو د وېرې سره مخ دي. د لسیزو راهسې په پخوانیو جګړو کې ښکېل په زوره د ویستلو ګواښونو سره د مخ فلسطینیانو او د یهوديانو ابادکارانو ترمنځ د تېرې می په میاشت کې لاریونونو او نښتو د غزا د جګړې په اور تېل اچولي وو. اسراییلو د1967 کال د منځني ختیځ په جګړه کې ختیځ بیت المقدس،لویدیځې غاړې او د غزا تړانګه یوځای نیولي وو. دا قبضه وروسته تر ټولو مقدس ښاریې ختیځ بیت المقدس ورسیدله. البته دغه ګام نړیوالې ټولنې په رسمیت نه دی پیژندلی. اسرایل ټوله ښاریه خپل سرښار خو فلسطینیان بیا ختیځ بیت المقدس د مستقبل د هیواد دارالخلافه بولي. د پیړۍ په پخوانیو شخړو کې یوه شخړه په دې ښار باندې د بیلو بیلو دعوو هم ده.  

14.02.2022 ډیوه

د جرمني چانسلر د یوکرېن او روس سفرونه کوي

د یوکرېن صدر ولادېمیر زیلینسکي د ګل دوشنبې په ورځ په کیېیو کې د جرمني چانسلر اولاف شولز په داسې حال کې کوربتوب کوي چې لویدیځ مشرانو په یو کرېن د روس د یرغل د ویرې په ترڅ کې همدردۍ ښودلي دي.  شولز چې سبا له ماسکو ته ورځي او تمه ده د صدر ولاديمیر پوټن سره وویني په روس د کړکېچ ختمولو غږ کړی دی، هغه په یو ټویټ کې لیکلي دي چې جګړه به سختې نتېجې پیدا کړي، هغه وویل د روس کوم ګام د اروپا امن ته خطرې جوړولی شي.  شولز په داسې موقع د کیېیو او ماسکو په سفر روان دی چې د مغربي ملکونو استخباراتي چارواکو خبرداری کړی چې په یوکرین د روس د حملې امکان هره شیبه په سېوا کېدو دی.  جرمني هم پخپلو شهریانو غږ کړی چې په فوري توګه دې د یوکرېن نه ووځي. لویدیځو حکومتونو ویلي دي که حمله وشوه دوی په روس نور اقتصادي بندیزونه ولګوي.  د G-7 هیوادونو اقتصادي وزیرانو  په یو بیان کې ویلي دي د دويي سمدستي لومړیتوب د خراب وضعیت د کمولو لپاره د هڅو ملاتړ کول دي. د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېون د اتوار په ورځ وویل، هغه رپوټونه نشي تصدیق کولی چې ګنې روس به د شورو/چهارشنبې په ورځ یوکرین حمله وکړي، مګر د هغه وینا ده چې دا حمله ممکن هر وخت وشي.  بل پلو وایټ هاوس په یو بیان کې ویلي، د امریکې صدر جو بایډن یو ځل بیا د شنبې/خالي په ورځ د روس صدر ولاډمیر پوټین سره ټلیفوني خبرې کړي او ورته یې یادونه کړې چې که روس په یوکرین حمله وکړي، نو د «فوري او سختو» نتایجو سره به مخامخ شي  د دې ټلیفوني خبرو نه پس، د پوټین د خارجي سیاست یو لوی سلاکار وویل چې بایډن د روس د امنیتي فکرمندیو په جواب کې هماغه خبرې وکړې کوم چې په جنوري میاشتې کې یې کړې وې.  روس د یوکرین سرحد ته نږدې، د یو لاکهـ نه زیات عسکر ځای پرځای کړي دي او د یوکرین شمال پلو په بلاروس کې یې هم یو لړ مشترک پوځي مشقونه پیل کړي دي، خو وایي چې په یوکرین باندې د حملې کولو څه پلان نه لري.  ماسکو د مغرب نه تضمینونه غواړي چې یوکرین او د پخواني شوروي اتحاد کوم جمهوریت به په نېټو کې نه شاملیږي، او بل دا چې نېټو اتحادیان په یوکرین کې میزائیلونه نصب نکړي او د مشرقي یورپ نه دې هم خپل عسکر وباسي. امریکا او د نېټو نورو اتحادیانو د روس د دې غوښتنو نه په کلکه انکار کړی دی.  د تازه خبرداریو وروسته، یو شمېر ائیرلاینونو یوکرین ته خپل پروازونه وځنډول. خو بل اړخ ته د یوکرین حکومت ویلي چې د فضایي حدودو د تړلو دپاره یې کومه وجه نشته او ائیرلانونه کولی شي د هېڅ ډول محدودیتونو بغیر، خپل عادي پروازونه وکړي.  د جرمني صدر فرانک والټر شټاینمایر د اتوار/یکشنبې په ورځ د روس په صدر ولاډمیر پوټین غږ وکړ چې «د یوکرین د غاړې نه دې رسۍ سسته کړي». جرمن صدر په یو مطبوعاتي کنفرنس کې وویل چې په مشرقي یورپ کې د یوې جګړې د پیلېدو خطره موجوده ده او د دې ذمه وار روس دی.    

14.02.2022 ډیوه

سيګار: د طالبانو د خارجه وزیر نوم د ملګرو ملتونو د بندیزونو په فهرست کې شامل دی

په افغانستان کې د بیا رغونې دپاره د امریکايي هلو ځلو د څارنې ادارې سیګار ویلي د طالبانو د وزیراعظم، د هغه د دوو نایبینو او د طالبانو د خارجه وزیر نومونه د ملګرو ملتونو د بندیزونو په فهرست کې شامل دي. د سیګار په یو ټویټ کې دا هم وویل چې د طالبانو د موقتي حکومت زیاتره غړي د 1996 نه تر د 2001 پورې د طالبانو د اقتدار په رهبرانو کې شامل وو. د امریکې کانګرس ته تېره میاشت درې میاشتنې رپورټ کې سیګار وویل یو ملک هم د طالبانو حکومت په رسمي ډول تر اوسه نه دی پېژندلی او د مالي وسایلو د کمي او د طالبانو د فشار باوجود افغان سفارتونه د دنیا په بېلا بېلو ملکونو کې د افغانستان د بېرغ دلاندې خدمات ترسره کوي.   سيګار وايي په موجوده وخت کې 12 ملکونو په کابل کې خپل سفارتونه فعاله ساتلي دي چې پکې چین، ایران، قرغزستان، قزاقستان، پاکستان، قطر، روس، سعودي عرب، ترکي، ترکمنستان، متحده عرب امارات او ازبکستان شامل دي. سيګار وویل طالبانو د امریکې او د نورو ملکونو نه هم غوښتلي چې په کابل کې دې خپلې سفارتخانې خلاصې کړي او طالبانو د دوی سفارتکارانو ته د تحفظ ضمانت ورکړی دی خو د طالبانو دغه غوښتنې لا نه دي کامیابې شوي. په نړیواله کچه طالبانو د منل کېدو په لاره کې د خنډانو په اړه سیګار وویل تېر کال د ډسمبر په میاشت کې په ملګرو ملتونو کې د خپل استازي د ګمارلو دپاره  ملګرو ملتونو د طالبانو خواست رد کړو او طالبانو د ملګرو ملتونو دغه فېصله غېرمنصفانه وبلله.    سیګار وویل که څه هم طالبانو ویلي چې وسله وال به د افغانستان په خاوره فعالیت ته نه پرېږدي خو امریکايي مامورین په افغانستان کې د القاعدې او د داعش خراسان ډلو موجودګۍ ته اشاره کوي.  سيګار وايي امریکايي مامورینو په افغانستان کې د انساني حقونو د خلاف ورزیو په اړه په رپورټونو هم ژور تشویش څرګند کړی دی او په طالبانو یې غږ کړی چې د ټولو افغانانو د حقونو تحفظ دې وکړي، د عامي معافۍ د خپل اعلان احترام دې وکړي او دا دې عملي کړي او د ټول شموله او نماینده حکومت جوړولو دپاره  دې نور ګامونه واخلي. سیګار وویل د ډسمبر په میاشت کې د طالبانو موقتي خارجه وزیر مولوی امیر خان متقي اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې سره مرکه کې د دې خبرې تردید وکړو چې طالبان د افغانستان د پخواني حکومت مامورین وژني. ادارې وویل مقتي د امریکايي پوځ د مرکزي کمانډ مشر جنرل کېنېت فرېنک مېکېنزي دا خبره هم رد کړه چې طالبانو د واکمنۍ نه پس القاعده بیا قوي شوي ده. افغانستان دپاره د امریکې خصوصي استازي ټامس وېسټ په طالبانو غږ کړی چې د انساني او د مېرمنو د حقونو د تحفظ په اړه دې خپل لوظونه پوره کړي. د سيګار ترمخه، وېسټ ویلي ترهګرۍ د مخنیوي دپاره د ګامونو، د ټول شموله حکومت او د اقلیتونو او مېرمنو د حقونو د احترام د لارې طالبان په قانوني ډول منل کېدلی شي  نړیوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو په نشتوالي تشویش څرګند کړی دی او د طالبانو د واکمنېدو نه پس مېرمنو د خپلو حقونو د تحفظ دپاره په کابل کې یو شمېر مظاهرې هم کړي دي. د سیګار مشر جان ساپکو تېره میاشت په واشنګټن کې د څیړنې ادارې اټلانټک کونسل یوې مباحثې ته وویل په افغانستان کې چې په تېرو شلو کالو کې څه وشول باید بیا تکرار نه شي. جان سپکو زیاته کړه که چېرې دغه هر څه بیا تکرار شو نو نتیجه به یې یو ځل بیا ناکامي وي.  

14.02.2022 ډیوه

څيړونکي وايي: پاکستان کې د 9/11 نه وړاندې تندروه ترهګر سوچ موجود وو

د پاکستان وزير اعظم عمران خان امريکايي خبري ادارې سي اېن اېن سره ځانګړې مرکه کې ويلي چې د امريکې د ترهګرۍ ضد جګړې په حقيقت کې ترهګر پېدا کړي، خو څيړونکي وايي د 9/11 نه وړاندې په پاکستان کې تندروه ډلې موجودې وې او دلته د 90م د لسيزې په سرکې ترهګري شورو شوې وه. څيړونکي وايي امريکا چې د ترهګرۍ ضد جګړه کړې د هغې په غبرګون کې به ترهګري سېوا شوې وي خو د 80م لسيزې راهسې د پاکستان رياست تندروه ډلې او شخصي ملېشا په منطقه کې د خپلو سټرېټيجيکي پاليسو او ګټو لپاره کارولي دي او په دې سيمه کې ترهګرۍ وده کړې ده. د عمران خان د دغې بيان په اړه د پېښور پوهنتون د صحافت څانګې استاز او څېړنکار ډاکټر عرفان اشرف وي او اې ډيوه ته وايي چې په پاکستان کې دننه د وړاندې نه داسې سوچ موجود وو چې تندروه سوچ او ترهګري ورسره وخت په وخت سېوا شوی ده. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل په" کال 1980 کې چې کله پاکستان، امريکې، سعودي عرب د روس خلاف د جهاد په نوم يو جنګ پېل کړو نو په هغې کې چې کوم مجاهدين دوی تربيه کړي وو چې تعداد يې خواوشا 80 زره وو په هغې کې القاعده، عربيان، د چين او چيچنيا نه هم خلک راغلي وو نو دا علاقه د سټېت يا رياست طرف نه مرکز جوړ شو د تشدد". نوموړي زياته کړه چې پاکستان وخت په وخت په منتقه کې تندروه ډلې د خپلې فارن يا بهرنۍ پالېسۍ چارو په توګه کارولي دي. " افغانستان سره چې د پاکستان کوم بارډر يا پوله ده په دې کې خو حقاني شبکه شوه، کوټه شوراچې کومه شوله، او دغه شان تحريک طالبان پاکستان په هغې کې مخکې به ښه او خراب طالبان وو نو زما په خيال دا ټول چې کوم دي د پاکستان رياست سره په اړيکو کې شريک دي او هغوی ته کار کوي، هم دغه شان مرکزي پنجاب چې کوم دی هغې جېش محمد او لشکر طيبه ده هغوی هم کشمير فوکس دی". په پاکستان کې په جماعت دعوه او جېش محمد ډلو باندې د هندوستان تورونه دي امريکا د جماعت دعوه مشر نړيوال ترهګر ګرځولی او د پاکستان په بند کې دی او دا ډله لا قانونه ګرځول شوې ده. خبريال او څيړونکی عقیل يوسفزی هم وايي، دا بيانيه بيخي غلطه ده چې د امریکې د مداخلت يا پاليسيو په نتيجه کې ترهګري سېوا شوې ده، په امريکا لا 9/11 نه وو شوی او په نوره دنيا کې د داعش يا القاعده يا د طالبانو په شکل کې د تنظيمونو ظهور هم نه وو شوی، چې په پاکستان کې د 90 د لسیزې په سر کې د ترهګرۍ پېښې شورو شوې وې. او د 9/11 وروسته بيا په هغې کې اضافه وشوه. وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، "هغه وخت د پاکستان د وزارت داخله خپل رپورټ وو چې په پاکستان کې نزدې 70 مذهبي انتهاپسند تنظيمونه دي، نو که د ده (عمران خان) دغه بيانيې ته مونږ ګورو چې د امریکې په رد عمل کې په پاکستان کې ترهګري سېوا شوې ده، دا هضميږي نا، البته دا ضرور شوې ده، چې په پاکستان کې مذهبي عناصرو 9/11 دليل جوړ کړو چې د امریکې او اتحاديان راغلي دي افغانستان ته، اسلام، پاکستان او افغانستان ته ترې خطره ده، او د هغې په نتيجه کې دلته بيانيه جوړه شوه، خو هغه د مذهبي تنظیمونو، ګروپونو يا پارټيانو په شکل کې جوړ شو، خو کوم انتهاپسند تنظیمونه چې وو، هغو د وړاندې نه دلته ترهګر بیانيه يا عملیات پېل کړي وو". په پاکستان کې تندروه سوچ او ډلو ته د ودې ورکولو په اړه په پېښور کې مېشت څېړنکار او د سياسي چارو کارپوهه  ډاکټر خادم حسين وي او اې ډيوه ته وايي چې په سيمه کې د امريکې د ترهګرۍ ضد جګرې په غبرګون کې  ترهګرۍ ته لږ ډېر تقويت خو مېلاو شوی دی خو په پاکستان کې د انتهاګرۍ يا ترهګرۍ بنيادي وجه د امريکې عمليات نه بلکې د رياست لخوا شخصي مالېشو او ترهګرو ډلو سهولت کاري کول دي. " زما خيال دی چې پاکستان کې د انتهاګرۍ بنيادي وجه د پاکستان خارجه پالېسي ده، چې په هغې کې د سټرېټيجيکي ګټو لپاره تندروه ډلې کارول دي، پاکستان کې په تعليمي نصاب او نظام کې انتهاګر بيانيه په مخکې بوتلل دي او ماشومانو په ذهنونو کې کېښنول دي او په پاکستان کې د ميډيا په زريعه دغه انتهاګرې ډلې په مخکې بوتلل دي نو دې نه د ټي ټي پي په شان ترهګرو ډلو ته يو قسمه ريکروټمنت هم په دې ماحول کې مېلاوېږي".  څيړونکي وايي عمران خان او پاکستاني چارواکي چې وايي چې مخکنيو واکمنو تېروتنه کړې او نور به د چا د جګړې برخه نه جوړيږي، دا سمه خبره نه ده، بلکې پاکستان د افغانستان په لومړۍ جګړه کې هر اړخيزه ګټې ترلاسه کړي او په خپله يې مني هم، او بيا په وروستيو کې پاکستان ګېر وو چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې يې برخه اخستې وه، خو پاکستان په خپله په دې ټول هر څه کې شريک پاتې شوی دی.

14.02.2022 ډیوه

خېبرپښتونخوا کې په بلدياتي انتخاباتو کې بيا زياتې څوکۍ مخالفه امېدوارانو ګټلي

په خېبرپښتونخوا کې پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ (13 فرورۍ) د 19 دسمبر نه پاتې شوي بلدياتي انتخابات ترسره شوي، چې ورسره په صوبه کې د بلدياتي انتخاباتو لومړی پړاو پوره شوی او بيا زیاتې څوکۍ مخالفه ګوندونو ګټلي دي. په خېبرپښتونخوا کې پرون په ترسره شوو انتخاباتو کې د غېر سرکاري او غېر ختمي نتيجو ترمخه جمعيت علمااسلام ف ګوند او ازادو امېدوارانو زياتې څوکۍ ګټلي، او ورسره په هغو ځايونو کې چې په 19 دسمبر د ترسره شوو بلدياتي انتخاباتو په لومړي پړاو کې ځينې پولينګ سټېشنې پاتې شوې وې، مخالفه ګوندونو پرې ګټه ترلاسه کړې ده. خو په پرونو انتخاباتو کې په ډېره اسماعيل خان کې چې د مولانا فضل الرحمان کورنۍ حلقه ده، د مېر څوکۍ د پاکستان تحریک انصاف امېدوار د مرکزي وزیر علي امين ګنډا پور ورور عمر امين ګنډا پور ګټلې ده. د انتخابي کمپاين په مهال د بې قاعدګو په سرغړونه عمر امين ګنډا پور په انتخاباتو کې د برخې اخستو نه نااهله کړی وو خو سپریم کورټ هغه بيا بيرته اهل ګرځولی وو. خبريال او څيړونکی شمس مومند وايي، په ډېره اسماعيل خان کې د وړاندې نه داسې تورونه لګېدلي وو چې هلته حکومتي مشينري استعمالیږي، نو ظاهره د هغې نتيجې به هم هلته راتلې. وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، د پاکستان تحریک انصاف چې په خېبرپښتونخوا کې حکومت دی، په صوبه کې په دوېم پړاو کې به مالومه شي چې هلته نتيجې څنګه راځي، خو نوموړی زياتوي په صوبه کې چې په دوېم پړاو کې په کومو ضلعو کې انتخابات کيږي نو په دغو ضلعو کې ټول سياسي ګوندونه فعاليتونه او ځای لري. هغه زياته کړه دا ويل په خپل ځای وو، چې په صوبه کې په لومړي پړاو کې په کومو ضلعو کې بلدياتي انتخابات ټاکل شوي وو د پاکستان تحریک انصاف ګوند دا خيال وو چې دغلته دوی اکثريت لري او ګټه به وکړي خو د دوی دغه خيال ناکامه شو. شمس مومند وايي، د پي ټي ايي د ناکامۍ څو علتونه وو چې پکې د حکومت لخوا ګراني، بدانتظامي، د ښه حکومتدارۍ نشتوالی، ناسمه انتخاب، د دوی توقع سره سمې هاغه نتيجې مخې ته رانغلې. په خېبرپښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو په لومړي پړاو کې د ماتې خوړو وروسته وزيراعظم عمران خان په خپله وويل، د بلدياتي انتخاباتو په لومړۍ پړاو کې تحریک انصاف ګوند د غلطيانو له امله د بېلات سره مخ شوی، خو په صوبه کې د تحریک انصاف ګوند حکومتي وزيران ويلي وو، د بايلات علت يې په ملک کې جوړه ګراني ده. ښاغلی مومند وايي، د تحریک انصاف د حکومت دپاره به راتلونکي انتخابات هم ډېر اسان نه وي د نوموړي په نشر د هغې نتيجې به هم داسې نه وي چې پي ټي ايي پرې ډېر خوشالۍ وکړي.

14.02.2022 ډیوه

رپوټ: پنجاب کې د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوی تن ذهني مريض وو

د پاکستان د پنجاب صوبې په خانېوال ضلع کې د مذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي تن ورور ويلي، ورور يې ذهنی ناروغه وو. په خانېوال کې دغه پېښه د تلمبه په کلیواله سيمه کې په 12 فرورۍ د جمعې په ورځ شوې وه. د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپل رپوټ کې ويلي، د مذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي تن ورور ويلي چې هغه د 17، 18 کالو راهسې ذهني ناروغه وو، هغه وړاندې په کراچۍ کې اوسېدو، او څو مياشتې مخکې کلي ته ستون شوی، هغه د کلونو پورې په روغتون کې وو خو صحتمند شوی نه وو. هغه ويلي د ورور نه یې د دغه مسلې (ذهني ناروغۍ) په سر ښځې طلاق هم اخستی وو، د هغه دوه زامن او يوه ښځه وه. د پاکستان وزیراعظم عمران خان د دغه پېښې نوټس اخستی او ويلي یې دي "د یو تن یا ډلې لخوا به قانون په لاس کې اخستل بیخي ونه زغمل شي". عمران خان په ټويټر ويلي،  "چې د هجوم یا راپارېدلو خلکو په لاس د وژنو  د پېښو مخنيوي به په سختۍ سره کولی شي او زياته کړې يې ده، هغه د پنجاب د پولیسو مشر نه هم دې پېښه کې د ککړو کسانو او په خپلو فرايضو کې د ناکامه شوو پولیسو په ضد د کارروایۍ رپورټ غوښتی دی". په پاکستان کې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله اياز وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، "که څوک ذهني ناروغه هم نه وي نو بيا هم خلکو ته دا اجازت نشه چې خلک بغېر د عدالتي او قانوني لارې نه علاوه بله لار واخلي، په خپله دعوه هم وکړي، ګواښان هم شي او جج، منصف هم شي او د سزا ورکولو کار هم په خپل لاس کې واخلي".  ښاغلي قبله ایاز وويل، "په داسې پېښو کې د رياست او ټولنې ډېرې زمه وارۍ دي، رياست له پکار ده چې انصاف ته رسايي یقيني کړي، عدالتي نظام چمتو شي، او د سزا يقينيت يقيني کړي". په خانېوال کې د پېښې رامنځته کېدو وروسته د پنجاب پوليسو ويلي، پوليسو په مختلفو ځايونو کې 120 چاپې وهلي او 62 مشکوک کسان يې نيولي دي، 33 کسان نومول شوي او د 300 نامالومه کسانو پرضد مقدمه درج کړی شوې او سختې او د ترهګرۍ مادې پکې شامل کړی شوي دي.   د مذهبي چارو دپاره د وزیراعظم سلاکار محمد طاهر اشرفي هم ویلي، دا کلچر چې په خپله پکې مدعي، منصف او خپله جلاد جوړيږي، دا نه شي چلېدی. دا په يو رياست کې هم نه شي چلېدی. خبري غونډې ته نوموړي ويلي، د بده مرغه يوه رويه داسې ده چې وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځته کيږي. هغه زياته کړې، 62 کسان نيول شوي چې مرکزي تورن چې دغه خبره يې خوره کړې وه هغه هم نيول شوی دی. نوموړي دا خبره هم کړې چې د وژل شوي تن مشتاق کور والو هم دا خبره کړې چې هغه ذهني ناروغه وو. په پاکستان کې غېر دولتي څېړنېزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز روانه میاشت پخپل رپورټ کې ويلي د پاکستان د جوړېدو نه تر اوسه د هېواد دننه د 1415 کسانو پرضد د مذهب د سپکاوى تورونه او مقدمې درج شوي چې پکې د عدالت پرته 89 کسان وژل شوي هم دي. رپورټ کې راغلي چې د کال 1947 نه تر کال 2021م پورې پاکستان کې 18 ښځې او 71 سړي د مذهب د سپکاوي د تورونو په اساس د عدالت پرته وژل شوې دي. د دغه رپورټ په اساس د کال 2011 او 2021 په منځومانه موده کې د پاکستان دننه د مذهب د سپکاوى د الزامونو په رجحان کې اضافه ليدل شوې ده او دغه موده کې د 1287 وګړو پرضد د مذهب د سپکاوى تورونه لګول شوې دي. د سي ار اېس اېس په رپورټ کې ويل شوي د مذهب د سپکاوي تر ټولو زیات 70 سلنه تورونه په پنجاب صوبه کې په خلکو لګول شوي دي.

14.02.2022 ډیوه

منظور پشتين: د علي وزیر د خوشي کولو پورې به په پرلت ناست يو

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي چې څو پورې د پي ټي اېم مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر خوشی کړی شوی نه وي، او پرضد يې د سيند صوبايي حکومت جوړې مقدمې بيرته نه وي اخستي دوی به د سيند اسمبلۍ مخې ته په احتجاج ناست وي. پي ټي اېم پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ (13 فرورۍ) مازيګر په څلور بجې په کراچۍ کې د سهراب ګوټ سيمې نه تر سيند اسمبلۍ لاريون پېل کړی او دغه لاريون په لارې کې درې ځايه د پوليسو لخوا د ودرولو وروسته د شپې نزدې په لس بجې د سيند اسمبلۍ مخې ته رسېدلی او پرلت يې وهلی دی. د سيند اسمبلۍ مخې ته د رسېدو سره سم د پي ټي اېم مشر منظور پشتين وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، دوی د سيند حکومت نه 18 غوښتنې لري چې پکې په سر کې د علي وزير خوشي کول، د هغه او پي ټي اېم پرضد په کراچۍ کې جوړې مقدمې بيرته اخستل لومړۍ غوښتنې دي. علي وزیر د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی. په علي وزير او د پي ټي اېم په نورو مشرانو د کال 2020 د دسمبر په مياشت کې په کراچۍ کې د پي ټي اېم د جلسې وروسته مقدمه جوړه شوې وه، علي وزیر ته په دغه قضيه کې د پاکستان سپريم کورټ ضمانت ورکړی دی. خو په کال 2018 کې په کراچۍ کې په جوړه بله مقدمه کې د نوموړي د ضمانت په خواست عدالت فېصله محفوظه کړې ده. منظور پشتین وايي، د پاکستان مرکزي حکومت، د پنجاب او خېبرپښتونخوا صوبې کولی شي چې په نورو تنظيمونو، کوم چې لاقانونه ګرځول شوي او د ترهګرۍ ضد مقدمې پرې جوړې شوي وي، د هغو پرضد جوړې مقدمې بيرته اخستل کېدی شي په سيند صوبه کې د پاکستان پيپلز ګوند د حکومت کومه مجبوري ده چې د دوی پرضدجوړې مقدمې بيرته نه شي اخستی. که څه هم د پي ټي اېم د مشر تازه بيان، لاريون او پرلت ته د پيپلز ګوند د سيند صوبې حکومت ځواب نه دی ویلي، خو له دې وړاندې خو له دې وړاندې د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي وو، د صوبې وزيراعلي د پي ټي اېم پرضد د کال 2020 د مقدمې په اړه ناخبره ساتل شوی وو.  که څه هم د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره هم کړې وه چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي. هغه تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي. د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله هم ويلي وو چې دوی د هايبرډ جګړې سره مخامخ دي او د هېواد د زلمی کول يې بې لارې کول کيږي. منظور پشتين تل دغه دریځ خپل کړی چې په دوی هم تورونه لګي او دوی ته هم ويل کيږي چې دوی تورونه لګوي، هغه وويل د دوی سره دې کښېني دوی به ورته د تورونو ثبوتونه وړاندې کړي او که په دوی (پي ټي اېم) تورونه ثابت شو، درغژن کړی شوی چې کومه سزا یې خوښه وي، هغه دې دوی ته ورکړی شي.

14.02.2022 ډیوه

د خیبرپښتونخوا په دیارلسو ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو وړومبی پړاو بېرته د سره وشو

د خېبرپښتونخوا صوبې په هغو سيمو کې د وړومبي پړاو انتخابات بیا د سره وشول کوم کې چې په اول ځل د ځینو وجوهاتو له کبله ځنډېدلي و. په دې انتخاباتو کې د اتوار/یکشنبې په ورځ، د سهار اته بجو نه واخله د مازيګر تر پينځو بجو پورې د رائ اچولو عمل روان وو. د ټولټاکنو کميشن چارواکي وايي په دغو سيمو کې تير ځل د اميدوارانو د مړينې او نښتو او لانجو له کبله، دغه ټاکنې ځنډول شوې وې. دوی وايي د انتخاباتو ټول عمل په ښه ډول سر ته ورسېد، خو د دغو سيمو خلک بیا وايي چې ډېر په لږ شمېر کې خلک رائ اچولو ته راوتلي وو او په ووټرانو کې د ښځو شمېر هم لږ و. د خېبرپښتونخوا په دیارلسو (۱۳) ضلعو کې د اتوار يا يکشنبې په ورځ په ۵۶۸ پولېنګ اسټيشنو کې د وړومبي پړاؤ د سره بلدياتي انتخابات تر سره شول او تر دې دمه پورې يې حتمې نتيجې مخې ته نه دي راغلې. د ټولټاکنو کميشن د خېبرپښتونخوا څانګې چارواکي وایي دغه ټاکنې په پېښور، مردان، چارسده، نوښار، خېبر، بونير او ډېره اسماعیل خان په شمول سيمو کې ترسره شول. د خېبر بازار زخه خيل سيمې اوسېدونکی امين الله وي او اې ډيوه ته وويل: «نن په تيرا بازار کې بلدياتي ټاکنې په ښه ډول ترسره شوې او په کې ښځې هم د رائ اچولو د پاره راوتلې وې. زمونږ په ځای کې ټاکنې ښه په امن سره وشولې." د خېبرپښتونخوا په کومو سيمو کې چې دغه ټاکنې وشولې، هغې کې تیر کال په نولسم د ډسمبر د وړومبي پړاو د ترسره شویو ټاکنو په مهال، د مرګ ژوبلې يا امن امان صورت حال د خرابېدو له امله انتخابات ځنډول شوي و. د ټولټاکنو کمیشن شميرې ښيي چې دې ټاکنو کې به ټول اوه لاکهه لس زره و څلور سوه و دوه اویا (۷۱۰۴۷۲) کسان خپلې رایې کارولي چې پکې د درې نیم لاکهو نه پورته (۳۶۲۹۲۴) یې نارینه او درې لاکهه اوه څلوېښت زره پنځه سوه و اته څلوېښت (۳۴۷۵۴۸) یې ښځې دي. د ټولټاکنو کميشن وياند سهيل احمد وي او اې ډيوه ته وويل: «مونږ ته په دې وخت کې چې کومې نتيجې راځي نو دې ته مونږ غېر حتمي نتيجې وايو او غېرحتمي نتیجې به مونږ زر تر زره اعلان کړو.» نوموړي زياته کړه چي غېر حتمي نتيجې به نن ماخوستن او يا په ځينې سيمو کې سبا وشي خو کومې چې سرکاري تفصيلي نتيجې دي، هغه به څو ورځې پس اعلانیږي. سهيل احمد وايي: «زمونږ د چارواکو د وينا ترمخه، ښه په ګڼ شمېر کې خلک د رائ اچولو د پاره راوتلي وو او دغو خلکو د ميئر (ښاروال) او کونسلرانو د پاره ووټونه ورکړل. د دې پته به وروستو لګي چې د سړو او ښځو رائ اچولو شرح څومره وه". تير کال د ډسمبر په 19مه د خېبر پښتونخوا په اولسو ضلعو کې بلدياتې ټاکنې يا انتخابات شوي ؤ او د اليکشن کمېشن د مالوماتو ترمخه په پاتې ضلعو کي به انتخابي عمل د روان کال د مارچ په 31 مه نېټه ترسره کېږي د کوم لپاره چې د نامزدګۍ د کاغذونو جمع کولو عمل شروع کړل شوی دی.

13.02.2022 ډیوه

د یوکرین لانجه: د جرمني صدر وایي یورپ د جنګ د خطرې سره مخ دی او ذمه وار یې روس دی

واشنګټن  - د جرمني صدر فرانک والټر شټاینمایر د اتوار/یکشنبې په ورځ د روس په صدر ولاډمیر پوټین غږ وکړ چې «د یوکرین د غاړې نه دې رسۍ سسته کړي». جرمن صدر په یو مطبوعاتي کنفرنس کې وویل چې په مشرقي یورپ کې د یوې جګړې د پیلېدو خطره موجوده ده او د دې ذمه وار روس دی. بل پلو د جرمني چانسلر یا وزیراعظم اولاف شولټز به دا هفته یوکرین او روس ته په دوره ولاړ شي او کوشش به وکړي چې سیمه کې پیدا شوی جنجال او تناو راکم کړي. شولټز په داسې موقع د کییف او ماسکو په سفر روان دی چې د مغربي ملکونو استخباراتي چارواکو خبرداری ورکړی چې په یوکرین باندې د روس د حملې امکان هره شیبه په سېوا کېدو دی. جرمني هم پخپلو شهریانو غږ کړی چې که یوکرین کې دي، په فوري توګه دې د هغه هېواد نه ووځي.  اولاف شولټز مخکې تر دې چې د یوکرین او روس په سفر ولاړ شي، د اتوار/یکشنبې په ورځ یې یو ځل بیا روس ته خبرداری ورکړ چې په یوکرین دې حمله نه کوي، او په دې یې ټینګار وکړی چې د سفارتکارۍ لارې چارې دې ولټول شي.  د جرمني چانسلر اولاف شولټز په برلېن کې خبریالانو ته وویل: «زه سبا یوکرین ته روان یم چې د صدر زېلینسکي سره وغږیږم. بل سبا به ماسکو ته ولاړ شم او د صدر پوټین سره به خبرې وکړم. په دې دواړو (ملاقاتو) کې مقصد دا دی چې په یورپ کې څنګه کولی شو امن وساتو؟» د یوکرین په هکله شولټز وویل، هغه هېواد دې ډاډه اوسي چې د جرمني په شمول مغربي ملکونه به ورسره کلک ولاړ وي. هغه یوکرین سره د جرمني د مالي امداد یادونه هم وکړه، مګر روس ته یې یو ځل بیا په ډاګه وویل چې یوکرین باندې د روس د حملې په صورت کې، یورپي او نېټو اتحادیان به سمدستي متحد غبرګون وښيي. شولټز وویل: «په همدې وجه ضروري ته چې په څرګنده وویل شي چې که په یوکرین داسې پوځي یرغل وشي چې د هغه ملک علاقائي سالمیت او خودمختاریت ته خطر پېښ کړي، نتیجه به یې سخت جوابونه او پابندۍ وي چې مونږ ورته پوره آمادګي نیولې ده او سمدستي یې د خپلو یورپي او نېټو اتحادیانو سره یوځای عملي کولی شو.» د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېوان د اتوار په ورځ وویل، هغه رپوټونه نشي تصدیق کولی چې ګنې روس به د شورو/چهارشنبې په ورځ یوکرین باندې حمله وکړي، مګر د هغه وینا ده چې دا حمله ممکن هر وخت وشي. بل پلو وایټ هاوس په یو بیان کې ویلي، د امریکې صدر جو بایډن یو ځل بیا د شنبې/خالي په ورځ د روس صدر ولاډمیر پوټین سره ټلیفوني خبرې کړي او ورته یې یادونه کړې چې که روس په یوکرین حمله وکړي، نو د «فوري او سختو» نتایجو سره به مخامخ شي. د دې ټلیفوني خبرو نه پس، د پوټین د خارجي سیاست یو لوی سلاکار وویل چې بایډن د روس د امنیتي فکرمندیو په جواب کې هماغه خبرې وکړې کوم چې په جنوري میاشتې کې یې کړې وې. روس د یوکرین سرحد ته نږدې، د یو لاکهـ نه زیات عسکر ځای پرځای کړي دي او د یوکرین شمال پلو په بلاروس کې یې هم یو لړ مشترک پوځي مشقونه پیل کړي دي، خو وایي چې په یوکرین باندې د حملې کولو څه پلان نه لري. ماسکو د مغرب نه تضمینونه غواړي چې یوکرین او د پخواني شوروي اتحاد کوم جمهوریت به په نېټو کې نه شاملیږي، او بل دا چې نېټو اتحادیان په یوکرین کې میزائیلونه نصب نکړي او د مشرقي یورپ نه دې هم خپل عسکر وباسي. امریکا او د نېټو نورو اتحادیانو د روس د دې غوښتنو نه په کلکه انکار کړی دی. د تازه خبرداریو وروسته، یو شمېر ائیرلاینونو یوکرین ته خپل پروازونه وځنډول. خو بل اړخ ته د یوکرین حکومت ویلي چې د فضایي حدودو د تړلو دپاره یې کومه وجه نشته او ائیرلانونه کولی شي د هېڅ ډول محدودیتونو بغیر، خپل عادي پروازونه وکړي.

13.02.2022 ډیوه

څېړونکي:پاکستان افغانستان لپاره نړۍ نه مرستې غواړي خو پخپله یې افغانانو ته پولې تړلې دي

د پاکستان وزیراعظم عمران خان وایي د نړۍ زیاتره هیوادونه د پاکستان دې دريځ سره اتفاق لري چې افغانستان کښې روان انساني بحران ختمولو د پاره به امریکې ته د افغانستان کنګل کړل شوې اثاثې خلاصول وي . څیړونکي وایې دافغانستان دحالاتو ذمه واره یوازې امریکا نه بلکې د افغانستان هغه ګاوندي هیوادونه هم دي چې افغانستان کښې یې د طالبانو حکومت غوښتو. څېړونکي دپاکستان دا دریځ هم عجیبه بولي چې پخپله یې افغانانو ته خپلې پولې تړلي خو دنړۍ نه دافغانستان لپاره مرستې غواړي. چین ته دخپل وروستي سفر په هکله پخوانيو سفیرانو اؤ صحافیانو سره دخبرو په وخت وزیراعظم عمران خان ویلي دي امریکا هم په دې پوهه ده چې راتلونکي وخت کښې به په افغانستان کښې حالات نور هم خرابیږي ځکه نو پکار ده چې امریکا د افغانستان کنګل کړل شوې پیسې ور ایله کړي. تیر کال د اګست میاشت کې په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ ټینګیدو وروسته  امریکې د افغانستان دمرکزي بانک نزدې نهه اربه ډالر  کنګل کړي وي. اوس دجمعې په ورځ د امریکې صدر جو بایډن په یوه حکمنامه لاسلیک کړی دی چې له مخې به یې دغو پیسو نه درې نیم اربه ډالر دافغان ولس نیغ په نیغه مرستو لپاره ور ایله کولی شي خو پاتې درې نیم اربه ډالر به تر هغه وخته په امریکا کې پاتې وي چې د یوولسم ستمبر د قربانیانو کورنیو ته یې د معاوضې په توګه د ورکولو د دعوې پرېکړه نه وې شوي.  د پاکستان  لخوا پرله پسې امریکې اؤ نړۍ نه د افغان طالبانو دامداد دغوښتنې په هکله د پيښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد اؤ څیړن کار ډاکټر اشرف علي وایې دا خبره سمه ده چې امریکا هم افغانستان کښې د رامنځته شوؤ حالاتو ذمه واره ده خو د افغانستان دحالاتو تر ټولو لویې ذمه وار هغه ګاوندي هیوادونه دي چې په افغانستان کښې یې د طالبانو حکومت جوړولو طرفداري کوله . ډاکتر عرفان اشرف وایي پاکستان د امریکې نه افغانستان د پاره د امداد غوښتنې کوي خو خپله یې افغانستان سره پولې تړلې دي اؤ تجارت یې هم ورسره تړلی دی اؤ دغه شان سلوک افغانستان سره ایران اؤ دمنځنۍ اسیا هیوادونه هم کوي. وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي که چرې دافغانستان ګاوندي هیوادونه افغان ولس سره امداد ته تیار نه دي نو بیا په کومه خله د نړې نه افغانستان سره دمرستو غوښتنه کوي. پاکستان په افغانستان کې دطالبانو دحکومت جوړیدو راپدیخوا دریځ خپل کړی چې نړۍ دې افغان طالبانو ته نه ګوري خو د افغانستان ولس سره دې مرستې وکړي. په دغه ملاقات کښې وزیراعظم عمران خان چین ته خپل وروستی سفر هم د پاکستان اؤ چین اړیکو د پاره ګتور ګرځولی دی اؤ ویلي یې دي چین اؤ پاکستان دافغانستان په اړه په یوه لیکه ولاړ دي خو دامریکې ځېنې مجبورۍ دي. وزیراعظم نزدې ورځو کې په داسې حال کې د چین سفر اؤ هلته دبیجنګ اولمپیکس کښې ګډون کړی ؤ چې داساسي بشري حقونو څخه دسرغړونو په تور د نړۍ ېو شمیر هیوادونو د بیجنګ اولمپیکس بایکاټ کړی ؤ.

13.02.2022 ډیوه

دعلي وزیر قضیه:دسینداسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت لپاره پي‌ ټي ایم لاریون پیل کړو

دپښتون ژغورنې غورځنګ دیکشنبې د ورځې نه په کراچۍ کې دسیند اسمبلۍ مخې ته داحتجاجي پرلت وهلو لپاره ددغه غورځنګ دمشر منظور پشتین په مشرۍ کې لاریون پیل کړی دی چې پکې دکراچۍ اؤ دهیواد دنورو برخو په زرګونو پښتانه برخه لري. دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وي او ای ډیوه ته وایي دوئ به ترهغې دسیند اسمبلۍ مخې ته خپل احتجاجي پرلت ته دوام ورکړي ترڅو چې دسیند حکومت دغورځنګ دبندي مخکښ مشر علي وزیر په ضد ایف ایي ار بیرته نه وي اخستی . دجنوبي وزیرستان نه دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړی اؤ دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر پولیسو کال ۲۰۲۰م کې د دسمبر په ۱۶مه نیټه دپېښور نه نیولی اؤ بیا یې دسیند پولیسو ته سپارلی ؤ.  پولیسو دهغه  پر ضد درج مقدمه کې  تور لګولی چې د کراچۍ په سهراب ګوټ کې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوې جلسې ته په وینا، کې د پاکستان د امنيتي ادارو پرضد خلک راپارولي وؤ. خو علي‌ وزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو وخت په وخت دا تورونه رد کړي اؤ وایي دوئ دپاکستان دایین اؤ قانون دننه دپښتنو دحقونو لپاره پرامنه مبارزه کوي. دعلي وزیر ترڅنګ دپښتون ژغورنې غورځنګ نور غړي حنیف پشتین،اویس ابدال اؤ فهیم هم دا مهال دبیلابیلو تورونو په اساس زندان کې پراته دي. پښتون ژغورنې غورځنګ ددوئ دخوشې کولو لپاره نن دیکشنبې د ورځې نه دسینداسمبلۍ مخې ته داحتجاجي پرلت پیل کولو اعلان کړی اؤ دسیمې نه د ډیوه خبریال فضل عزیز وایي چې دغه پرلت لپاره دمنظور پشتین په مشرۍ د زرګونو پښتنو احتجاجي لاریون پیل شوی دی. دلاریون په مهال دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي چې دوئ به دعلي وزیر اؤ دخپل غورځنګ دنورو بندي فعالینو دخوشې کولو لپاره نن نه دسیند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت پیلوي اؤ ترهغې به دا پرلت دوام کوي ترڅو چې ددوئ‌ ټول بندي ملګري پرېښودل شوي نه وي. منظور پشتین وایي علي وزیر دتیرو څوارلسو میاشتو راهسې بېګناه بې خطا زندان ته اچول شوی دی اؤ بل لوري ته په پنجاب کې دیوې تندروه ډلې دمشرانو اؤ فعالینو په ضد حکومت جوړې کړې مقدمې بېرته اخستي اؤ ایف ایي ارونه یې ختم کړي دي. منظور پشتین وایي دسیند حکومت دعلي وزیر په ضد دایف ایي ار دبېرته اخستو صلاحیت لري اؤ دوئ کراچۍ ته دسیند حکومت دمخالفت لپاره نه بلکې ددې غوښتنې لپاره ورټول شوي دي چې باید دعلي وزیر په ضد ایف ایي ار بېرته واخستل شي. هغه وایي دعلي وزیر ترڅنګ هغوئ دخپلو نورو بندي ملګرو حنیف پشتین، فیهم اؤ اویس ابدال دخوشې کولو غوښتنه هم لري اؤ په کراچۍ کې چې دمیشتو پښتنو سره کوم زیاتی کیږي دهغې په اړه به هم دسیند حکومت سره غږیږي ترڅو دا زیاتی بند کړل شي. دسیند صوبې حکومت لا د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي پرلت اؤ غوښتنو ته خپل غبرګون نه دی ښودلی خو دعلي وزیر له نیول کیدو وړاندې ددې ګوند مشرانو زیاتره وخت دپي‌ ټي ایم دجایزو غوښتنو ملاتړ څرګند کړی ؤ 

13.02.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more