شاته

پښتنو ملت پالو ګوندونو دشهباز شریف دقامي حکومت وړاندیز ته تندغبرګون ښودلی

په پاکستان کې پښتون قام پرستو ډلو عوامي نیشنل پارټۍ او ملي جمهوري غورځنګ په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو سياسي ګوندونو د مشر شهباز شريف هغه وړاندیز ته چټک غبرګون ښودلی چې وايي که د وزير اعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحریک کامیاب شو نو د پاکستان تحریک انصاف پرته د پينځوؤ کلونو لپاره قومي حکومت جوړېدی شي.

دقامي اسمبلۍ غړي او د قامي جمهوري غورځنګ ډلې مشر محسن داوړ وايي دوئ به ددې سپيناوی د شهباز شريف څخه غواړي چې د قومي حکومت نه د هغه مطلب او مقصد څه دی؟

د پاکستان په جمهوري چارو نظر لرونکي څېړونکي هم د قامي حکومت د تشکيل سره اتفاق نه لري او وايي دا د حقيقت نه لېرې وړاندېز دی.

پيپلز ګوند درېځ لري چې د انتخاباتو نه وروسته په ټولو سياسي ګوندونو ګډ يو ايتلافي حکومت جوړیدی شي.

د کورنیو چارو وزیر شیخ رشيد احمد هم په قامي اسمبلۍ کې د مخالفو سياسي ګوندونو مشر شهباز شريف د لوري د قامي حکومت د جوړولو وړاندیز ته سخت غبرګون ښودلی او د زيارت په ورځ یې اسلام اباد کې د مطبوعاتو سره د خبرو په مهال ویلي "که تاسو قومي حکومت جوړوئ نو څه خيال مو دی چې مونږ دلته بېکاره ناست يو او ایا د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلويانو لاسونو ته بنګړي اچولې دي"

د مخالف پيپلز ګوند ډلې د اطلاعاتو مرکزي سکتر فېصل کريم کنډي په دې اړه د ډيوه پوښتنې ته خپل ځواب کې وېلي چې شهباز شريف د اتحادي حکومت خبره کړې ده.

هغه وايي دا اوس چې د وزير اعظم عمران خلاف کوم د عدم اعتماد تحریک مخې ته راغلی دا هم مخالفې اتحادي ډلې په شريکه وړاندې کوي او د پيپلز پارټۍ تېر حکومت هم په اتحاديانو ګډ ؤ.

ده واضحه کړه چې شهباز شريف د ايتلافي حکومت خبره کړې او د قومي حکومت خبره نه کوي.

فېصل کريم کنډى وايي دقومي حکومت تناظر دا وي چې د اتحاديانو حکومت به جوړوي، لکه د مثال په توګه پيپلز ګوند او یا مسلم لیګ ق او نورې ډلې به پکې وى.

اخوا د پښتون ملت پاله عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي وياند زاهد خان ډيوه سره په خبرو کې وويل قومي حکومت ته د اولس ملاتړ او منډېټ نه وي ترلاسه.

دی وايي عوامي نیشنل ګوند په جمهوريت او دستور باور لري.

زاهد خان واضحه کړه چې عوامي نیشنل ګوند د مخالفو ګوندونو برخه ده خو که څوک داسې فيصلې په مخالفو ډلو ورتپي نو زمونږ رایې چې پکې نه وي نو دا به د هغوئ خپلې فېصلې وي.

دی بيا وايي "مونږ تل د دستور، جمهوریت د بالا دستې دعوه دار پاتې شوي يو او اوس هم په دې ولاړ يو. مونږ غواړو چې د دستور او ولس د غوښتنې په اساس حکومت جوړ شي"

د قامي اسمبلۍ غړي او ملي جمهوري غورځنګ ډلې مشر محسن داوړ وویل يوه خبره واضحه کوي چې د هغه ګوند په پارلیمان کې خو د مخالفو سياسي ګوندونو برخه ده خو په پاکستان ډېموکرېټک مومنټ کې نه ده شامله.

دی وايي مونږ سره چې د شهباز شريف کومې لېدنې شوي نو هغه زموږ سره د قومي حکومت د تشکيل په اړه کوم بحث نه دی کړی او مخالفو ډلو سره هم په خبرو کې د عدم اعتماد تحریک په اوسني صورتحال خبرې شوې دي.

دنوموړي په وینا "موږ دوئ ته ویلي چې د بې باورۍ د تحريک په اړه به مخالفې ډلې دخپل ګوند سره د سلا مشورې وروسته خبروي"

محسن داوړ وايي کله چې مونږ مخکې ځو او نورې خبرې کېږي نو لمړی به ددې خبرې وضاحت د مخالفو ډلو نه غواړو چې په دې کې د دوئ مطلب څه دی؟

دهغه په وینا وړاندې نه هم د خلکو په عدم اعتماد تحریک باندې ډېر شکونه دي. د قامي حکومت خبره شهباز شريف کوي او فکر کوي چې دې ته ورته خبره مولانا فضل الرحمان هم کړې مونږ به پوهوى چې ددې پرشا د دوئ مقصد څه دی؟

په پاکستان کې په جمهوري، قانوني او سياسي چارو نظر لرونکي د غېر دولتي تهنک ټېنک پلډېټ مشر احمد بلال محبوب ډيوه ته وايي په تېرو وختونو کې د هېواد دننه د قامي حکومت کوم تاریخ نه لري البته ايتلافي حکومتونه پاتې شوي دي.

نوموړی وايي قومي حکومت هغه وي چې پکې د پارليمان دننه موجودې ټولې ډلې شامل وي او که څوک په خپله خوښه په دې کې يو مخصوص ګوند بهر ساتى نو هغې ته بيا قومي حکومت نه شي وېل کېدی، هغه مخلوط یا ګډ حکومت وي.

دې وايي څنګه چې شهباز شريف وايي چې د قومي حکومت د لارې به اقتصاد مضبوطوي او سياسي ثبات به راولي خو دا مقصد خو لمړۍ د تحريک انصاف ګوند په بهر ساتلو نه ترسره کېږي او بله دا چې زه ددې ضرورت هم نه وينم.

نوموړی بيا وايي که څه هم دا يو مهم وړانديز دی خو نه ګڼي چې په دې اړه به په مسلم لیګ نون کې دننه هم کوم د پام وړ بحث شوی وي.

د پاکستان په سياسي او جمهوري تاريخ کې د قومي حکومت کوم مثال نشته خو اکثر له د ټېکنوکرېټ ېا قومي حکومت د تشکیل وړانديزونه او خبرې د هېواد د پوځي اسټبلشمنټ د پلويانو له خوا مخې ته راځي.