شاته

روسي ځواکونو د اوکراین لفیېف ښار هوايي ډګر ته څېرمه برید کړی

واشنګټڼ - روسي ځاکونو د اوکراین د لویدیځ لفیېف ښار له یو هوايي ډګر سره نېږدې برید کړی خو د مرګ ژوبلې په اړه دمګړۍ څه نه دي‌ ویل شوي.

د لفیېف ښاروال رویټرز ته ویلي، چې خپله په هوايي ډګر باندې برید نه دی شوی.

د هوايي ډګر له شاخوا سیمې چې برید پرې شوی زیات لوګي پورته کېږي.

په ورته وخت کې د میرېپول ښار له سینما څخه د ژونديو پاتې شويو کسانو د رایستلو بهیر روان دی.

په دغه تیاتر باندې د شورو یا چهارشنبې په ورځ روسانو راکټي برید کړی و.

داسې راپورونه وو چې د برید پر وخت په یاد تیاتر کې په سلګونو کسانو پناه اخیستې وه چې ماشومان هم پکې وو.

تر اوسه هم دا څرګنده نه ده چې له دغه برید څخه په کوم شمېر کسان ژوندي وتلي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د چین له ولسمشر شي جینپېنګ سره د اوکراین په مسله د جمعې په ورځ په ټیلیفون خبرې وکړي.

دا وروسته له هاغې کېږي چې د اوکراین ولسمشر زیلینسکي د روسي یرغل په وړاندې د نړۍ مرسته وغوښته.

چین په دغې شخړه کې مهم رول لري او داسې راپورونه دي چې روس له چین څخه د پوځي مرستې غوښتنه کړې.

امریکا له اوکراین سره پوځي مرستې کوي او بایډن په روانه اونۍ کې له اوکراین سره د ۸۰۰ میلینو ډالرو دفاعي مرسته اعلان کړه.

د سپینۍ ماڼۍ مطبوعاتې مشرې جن ساکي وویل، "مونږ له روس سره د چین یوې خواته کېدو او د هغو په ممکنه پایلو او اغیزو باندې خپلې ژورې اندېښنې څرګندې کړې دي"

هغې وویل، "د جمعې د ورځې ټیلیفوني خبرې به د ولسمشر بایډن لپاره یو فرصت دی چې دا و ارزوي چې ولسمشر شي په کوم دریځ دی. له شک پرته چې ملاتړ موجود دی او یا په ښکاره د چین لخوا د روسانو د کړنو نه غندنه. د ملګروملتونو په چارټر کې د نورو هېوادونو تمامیت ته درناوی یو بنیادي اصل دی. او دا چې چین د روس کړنې نه غندي دا خپله لویه مسله ده."

د جګړې له ډګره:

د امریکا دفاعي چارواکي وايي، داسې ښکاري چې د روس پرمختګ درېدلی ځکه دوی د اوکرایني ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ دي.

د امریکا یو لوړ پوړي دفاعي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط خبریالانو ته ویلي، روسي ځواکونه د دریو اونیو راهیسې اوکراین ته ننوتي خو منجمد پاتې دي. هڅه کوي ځانونو ته د سون او خوراکي‌ توکي او وسلې ورسوي.

هغه زیاته کړه، روسي ځواکونه هڅه کوي چې پلازمېنې کیېف ته ننوځي خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې کې پاتې راغلي چې کوم پرمختګ وکړي.

دغه چارواکی وايي، د دې پر ځای روسي قومندانانو خپلې توپچي ځواک د کرښو مخې ته وړ چې په ښار باندې توغندیز بریدونه زیات کړي او "ښار وېجاړ کړي."

هغه دا هم وویل، چې مونږ داسې نښې نښانې ترلاسه کړي چې د روسي ځواکونو مورال په کمزوره کېدو دی چې تر ډېره د رهبرۍ د کمزورتیا له امله او سرتیرو ته د ماموریت او اهدافو په اړه د معلوماتو د نه ورکول کېدو له امله او زما په فکر چې همدا د دوی په وړاندې د سخت مقاومت یو دلیل هم کېدای شي.

داسې نښې هم شته چې روسي قومندانان اوس دا پوښتنې کوي چې دې یرغل ته نور څومره دوام ورکولای شي.

د امریکا او ناټو چارواکي په ورته وخت کې د اوکراین د دفاعي وړتیاوو په ښه کولو باندې کار کوي.

د شمالي ښار چرنیېف والي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې د روسانو د هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۵۳ کسان وژل شوي دي.

روس دا راپورونه رد کړي دي.

په ورته وخت کې د اوکراین حکومت ویلي،‌ روس په مېریپول او له کیېف څخه د باندې په یو شمېر نورو ځایونو باندې بریدونه زیات کړي دي.