شاته

پاکستان کې سیاسي اړی ګړی په بریدونو بدل شو، په سیند هاؤس د واکمن ګوند پي‌‌ټي‌ایي دفعالینو حمله

په پاکستان کې تاؤژن سیاسي حالات په اړي ګړي اؤ بریدونو بدل شوي دي اؤ دجمعې په ماذیګر د واکمن ګوند پاریدلو فعالینو پلازمینه اسلام اباد کې په سیند هاؤس برید کړی چرته چې دعمران خان دګوند تحریک انصاف نه اوښتي دپارلیمان غړي میشت دي.

په رسنیو خپرو شوؤ ویډيو ګانو کې لیدل کیږي چې د تحریک انصاف ګوند په ګڼ شمیر مظاهرین د سیند هاؤس مخې ته ورټول شوي اؤ ددغه ودانۍ په دیوالونو اؤ دروازه ورخیژي اؤ د ودانۍ دروازه ماتوي.

په عین حال کې په سیند صوبه کې واکمنې اؤ‌ په مرکز کې حکومت مخالفې سیاسي ډلې پاکستان پیپلز پارټۍ ګواښ کړی چې که دپي ټي ایي فعالین د سیند هاؤس نه ونه وتل نو دوئ ته هم په کراچۍ کې دګورنر هاؤس وداني معلومه ده.

دمخالفې سیاسي ډلې جمعیت علماء اسلام فعالین هم د سیند هاؤس خوا ته دځان ورسولو هڅې کوي خو رسنۍ وایي چې پولیسو دهغوئ مخه نیولې ده.

څېړونکي وایي ښکاري چې وزیراعظم خان پوهیدلی دی چې نور خپل حکومت نه شي بچ کولی ځکه اوس دقصده حالات خرابول غواړي ترڅو پوځ مارشل لاء لګولو ته راوړاندې شي.

دکورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وايي په سیند هاؤس برید یو غیرقانوني عمل دی اؤ پولیسو ته یې دې برید کې دککړو کسانو په ضد دګامونو اخستو امر کړی دی.

دتحریک انصاف پاریدلي ګڼ شمیر کسان د سیند هاؤس ودانۍ ته دننه هم ننوتلي اؤ دغلته د موجوده پارلیماني غړو په ضد یې دقهره ډک شعارونه ورکړي دي،

په رسنیو لیدل کیږي چې دې برید کوونکو کې د واکمن ګوند دقامي اسمبلۍ دوه غړي هم شامل دي اؤ دکورنیو چارو وزیر وایي ددغو دواړو غړو دنیولو امر یې هم پولیسو ته کړی دی.

رسنۍ وایي چې پولیسو دتحریک انصاف دګوند دفعالینو په نیولو پیل کړی اؤ شیخ رشید دا هم وایي چې دسیندهاوس وداني داحتجاج کوونکو نه پاکه کړل شوې ده.

د مخالفو ډلو لخوا د وزیراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ دتحریک مخې ته له راتلو وروسته د واکمن ګوند تحریک انصاف ګڼ شمیر دپارلیمان غړو داپوزیشن ډلو دملاتړ اعلان کړی اؤ دغه غړي په اسلام اباد کې دسیند دحکومت په سرکاري ودانۍ سیند هاوس کې ساتل شوي دي.

رسنۍ وایي چې ددغه پارلیماني غړو دحفاظت لپاره دسیند نه هم څلور سوه پولیس رابلل شوي وؤ خو هغوئ دتحریک انصاف دفعالینو دبرید په مخې نیولو کې ناکام شوي چې له هغې وروسته داسلام اباد پولیس موقعې ته رسیدلي اؤ عملیات یې پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په سیند هاوس د واکمن ګوند دفعالینو دبرید سره سم د پاکستان پیپلز پارتۍ اؤ جمعیت علماء اسلام ګڼ شمیر فعالین هم دسیندهاؤس د ودانۍ مخې ته رسیدلي دي.

څېړونکي وایي دحکومتي اؤ مخالفو ګوندونو دفعالینو یو بل ته مخ کیدو د یوې خونړۍ جګړې ویرې پیدا کړي دي.

دپاکستان مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز په سیند هاوس د شوي برید غندنه کړې اؤ په ټویټر یې وزیراعظم عمران خان ته په اشاره لیکلي "حکومت خو دې بچ نه شې بچ کولی خو دا کوم لږ ډير عزت چې درته پاتې دی ،دا بچ کړه په عزت سره اوځه"

هغې عمران خان ته په اشاره زیاته کړې" ته یو ولسي حکومت خو یې نه چې ټینګ به شې ځکه درسره اوس یوازې دبدمعاشۍ لاره پاتې شوې خو دا به هم تالپاره سرچپه کیږي"

دسیند صوبې وزیر اؤ‌ دپاکستان پیپلز پارټۍ وتلي مشر سعید غني وایي حکومت ښکاره ترهګري کړې ده اؤ په سیند هاؤس یې خپل بدمعاشان ورپرېښي دي،

بیلابیلو رسنیو سره خبرو کې هغه ددې برید غندنه کړې اؤ ددې په بدل کې یې په کراچۍ کې په ګورنر هاؤس دبرید اشاره ورکړې ده.

دسعید غني په وینا "حکومت که خپل بړیڅي د سیند هاؤس نه پشا نکړل نو بیا زمونږ فعالینو ته هم دګورنر هاؤس لاره معلومه ده"

خبریال شمس مومند وایي په سیند هاوس د پي‌ ټي ایي برید خپلو مخالفینو لپاره یو ډاګیز پیغام دی چې عمران خان په اسانۍ سره دقانوني لارې دکرسۍ په پرېښودو تیار نه دی.

هغه ډیوه ته ویلي دعمران خان دګوند دفعالینو لخوا په سیند هاؤس برید ددې خبرې دلالت کوي چې عمران خان ته دخپل حکومت ختمیدو باور شوی دی اؤ هغه اوس غواړي چې دقصده حالات خراب کړي ترڅو پوځي کودتا ته دلارې په هوارؤلو سره دیو سیاسي شهید درجه ومومي.

پاکستاني رسنیو تیره ورځ دعوه کړې وه چې دحکومتي ګوند تر۲۴ؤ زیات غړي په اسلام اباد کې سیند هاؤس ته ورټول کړل شوي اؤ دغه دغو غړو نه زیاترو رسنیو ته ویلي چې دبې باورۍ تحریک کې به خپلې رایې وزیراعظم عمران خان ته نه ورکوي.

حکومت مخالف ګوندونه دعوې کوي چې د بې باورۍ تحرک د پاره د اړتیا څخه زیات غړي لري اؤ‌د حکومت اتحادي ډلو هم د مخالفو ګوندو سره لاري چارې جوړې کړې دي-

زیاتره څېړونکي وایي دحکومت ایتلافي ګوندونه هم کیدای شي دعمران خان په ضد دبې باورۍ تحریک کې داپوزیشن سره ودریږي اؤ که چرې دغسې وشي نو بیا خو دعمران خان دحکومت دبچ کیدو هیڅ چانس نه پیدا کیږي .

خو که چرې ایتلافي ګوندونو کې څه غړي عمران خان ته هم خپلې رایې ورکړي بیا هم د اپوزیشن ګوندونو دملاتړو غړو شمیره پارلیمان کې سیوا ده اؤ عمران خان به په اسانه داقتدار نه لرې کړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي