شاته

دبشري حقونو نړیوالې ادارې پاکستان کې په رامنځته شوي سیاسي وضعیت اندېښنې ښودلي

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې هیومن رائټس واچ د وزیراعظم عمران خان په ضد دمخالفو سیاسي ګوندونو لخوا دبې باورۍ دتحریک جمع کولو وروسته پاکستان کې په رامنځته شوؤ سیاسې حالاتو اندښنې ښودلي دي.

دبشري حقونو دغه سازمان وایي د پاکستان دحکومت ذمه واري ده چې د ایین تر مخه د بې باورۍ په تحریک له ګواښونو او تاوتریخوالي پرته دپارلیمان غړو ته د رايې ورکولو اجازه ورکړي او مخالفو ګوندونه او د حکومت پلویانو ته پیغام ورکړي چې جمهوري بهیر باید ګډوډ نه کړي-

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان د وزیراعظم عمران خان په ضد د بې باورۍ د تحریک قامي اسمبلۍ کې له جمع کیدو وروسته حکومت او مخالفو ګوندونو دواړو پایه تخت اسلام اباد کې دسترو ولسي جلسو راجوړولو اعلان کړی دی،

په عین حال کې سپریم کورټ بار ایسوسیشن دبې باورۍ په تحریک د رایې اچونې په ورځ د تصادم د مخنیوې د پاره سپریم کورټ ته خواست یا عریضه کړې ده چې سپریم کورټ دې ټولو ریاستې ادارو اؤ دقامي اسمبلۍ اسپیکر ته ایینې چوکاټ کې د پاتې کیدو امر وکړي.

دپاکستان وتلی خبریال اویس توحید وايي کومه پرېکړه چې په پارلیمان کې پکار ده د ائین او قانون تر مخه وشي، پر هغې حکومت او مخالف ګوندونه خپل طاقت ښکاره کول غواړي.

"زه فکر کوم چې د بې باورې د تحریک څخه وړاندې به ګډوډي وي او د مخالفو ګوندونو او حکومت تر منځ تاوترخوالی ښکاري، ددې ذمه واري پر حکومت او مخالفو ګوندونو دواړو باندې راځي چې د یو بل په ضد یې د سختو بیانونو او تورونو لړۍ شورو کړې ده"

تر دې وړاندې د وفاقې وزیر فواد چوهدرې له اړخه یو بیان کې ویل شوي وؤ چې د بې باورۍ تحریک کې د عمران خان په ضد ووټ کارونکو ته به د ۱۰ لکو خلکو د جلسې څخه تیریدل وي-

بل پلو ته دمخالفو ګوندونو ایتلاف هم د روانې میاشتې په ۲۵مه اسلام اباد ته دستر لاریون کولو اعلان کړی دی.

د مخالفو ګوندونو د ایتلاف له اړخه د بې باورۍ دغه تحریک حکومت د سختو بحراني حالاتو سره مخ کړی دی-

وزیراعظم عمران خان د مسلم لیګ نواز ګوند په مشر شهباز شریف او دپیپلز ګوند په مشر اصف علي زرداري تورونه لګولي چې دبې باورۍ دتحریک کامیابولو دپاره دپارلیمان غړو ته دبډو رشوتونو ورکولو وړاندیزونه کوي.

په عین حال کې دحکومتي وزیرانو له اړخه په پیپلز ګوند د قامي اسمبلۍ د حکومتي غړي په اسلام اباد سیند هاوس کې دبندې ساتلو تور هم لګول شوی خو د پیپلز ګوند مشر یوسف رضا ګیلانې ویلي خپلو څو غړو یې د تحفظ د پاره خواست کړی ؤ چې هغوئ په سیند هاوس کې ساتل شوي دي-

د پیپلز ګوند مشران دا اندېښنه هم ښایي چې حکومت پر سیند هاوس برید کولی شي-

ددې څخه وړاندې د مارچ په لسمه نیټه د اسلام اباد پولیسو د پارلمان لاجز څخه د جمعیت اسلام دوه غړي او یو شمیر نور فعالین نیولي وؤ-

حکومت تور لګوي چې په پایه تحت کې د جګړې د پاره مخالفو ګوندونو خپل رضاکاران اسلام اباد ته راغوښتي دي-

د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په اسلام اباد کې د مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي پکار ده چې حالات دجګړې لوري ته لاړ نه شي اؤ که چرې داسې وشي نو حالات خرابیدای شي-

مخالفو ګوندونو د مارچ په اتمه پارلېمان کې د عدم اعتماد تحریک وړاندې کړی چې پکې د وزیراعظم عمران خان د لرې کولو غوښتنه شوې ده.

تمه ده چې په قامې اسمبلۍ کې د بې باوري په تحریک د رایو ورکولو عمل د مارچ په ۲۸مه نیته ترسره شي.