په چين کې الوتکه غورځېدلې، 133 کسان پکې سواره وو
د چين سرکاري ميډيا ویلي، نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (21 مارچ) د چين الوتکه په ګوانګ شي صوبه کې غورځېدلې ده، په الوتکه کې 133 کسان سواره وو.
سي سي ټي وي ويلي، چې د چين ايسټرن ايرلاينز بوينګ 737 د پېښې ښکار شوې ده.
ويل شوي د ژغورنې کار کوونکي د بېښې ځای ته لېږل شوي او په سمدستي ډول په پېښه کې د مړو ژوبلو په اړه څه نه دي ويل شوي.
د شنګهايي چاينه ايسټرن الوتکه د چين په درېو غوره الوتکو کې شماريږي، کومه چې په ملکي او نړيواله کچه سفرونه کوي.
ویل شوي د الوتکې سره د چین د ووژو ښار په لويديځ کې رابطه قطع شوې ده.
په شکاګو کې د بوينګ کمپنۍ په سمدستي ډول د الوتکې په اړه څه نه دي ویلي.
د وي او اې د خبر ترمخه چاينه ايسټرن الوتکه په جون 2015 کې چين ته ورکړی شوې او شپږ کاله يې پرواز کړی دی.
د دوه اينجنو دغه الوتکه په نړۍ کې د لنډ او مينځني فاصلې د سفر دپاره مشهوره الوتکه ده.
چاينه ايسټرن د عامو الوتکو 737، 800 او 737مکس يو ډول دی.
737 مکس ډول الوتکه د دوه الوتکو د غورځېدو وروسته په ګرده نړۍ کې ودرول شوې وې.
په چین کې د الوتکې وروستۍ پېښه په کال 2010 کې شوې وه.