شاته

افغانستان نه هره ورځ تر400 زیاتې دپاکستاني کډوالو کورنۍ هیواد ته راستنولی شي

په افغانستان کې میشت د شمالي وزیرستان دکډوالو د بیرته ستنیدو بهیر دوامداره دی او انتظامیه وایي د هرې ورځې په شمیر 400 نه زیاتې کورنۍ د افغانستان نه د غلام خان د لارې هیواد ته راستنوي.

د کډوالو د ستنیدو عمل د دسمبر په لسمه پیل شوی او انتظامیه وایي د کډوالو د بېرته ستنولو لپاره د نوم لیکنې 21 زره فارمونه افغانستان ته لیږل شوي چې پکې 11 زره کورنیو د بېرته ستنېدو لپاره نوم لیکنه کړې
ده.

دشمالي وزیرستان دانتظامیې له مخې دکډوالو دبېرته راستنولو په دغه مرحله کې تر دې مهاله 7169 کورنۍ د غلام خان د لارې هیواد ته راستنې شوي او دغه عمل به تر هغې روان وي ترڅو چې ټول کډوال بېرته نه وي راستانه کړل شوي.

په افغانستان کې دشمالي وزیرستان د کډوالو یو مشر مولاجان وي او ای ډیوه ته وویل د خوست ګلانو کیمپ ته په د زرګونو په شمیره کورنۍ د بېرته ستنېدو لپاره راغلي دي خو د بېرته ستنیدو دغه عمل بې کچه د سستۍ ښکار دی او دغه کډوالې کورنۍ د خوراک څښاک په شمول هیڅ اسانتیاوې نه لري او د بېرته دستنېدو په انتظار دي.

د شمالي وزیریستان د مرستیال کمیشنر د دفتر چارواکي وایي د کډوالو د بیا ستنېدو لپاره په غلام خان پوله انتظامات نیول شوي او د هرې ورځې په شمیر 400 نه زیاتې کورنۍ راستنوي.

ددغه دفتر دچارواکو په خبره د ستنیدو پرمهال په غلام خان پوله ددې کډوالو نوم لیکنه کیږي بیا یې د نادرا نه تصدیق کیږي او تر هغې وروسته دوئ ته خوراک او د ضرورت نور سامانونه ورکول کیږي اؤ سخت امنیت کې بنو ته راوړل کیږي.

د افغانستان نه راغلی یو کډوال صدام وزیر وایي درې میاشتې کیږي چې د افغانستان نه سره د کورنۍ راستون شوی دی خو دلته دوی ته هیڅ انتظام نشته .

هغه وایي دوئ په خپله د بنو بکاخېل سیمه کې عارضي خیمې لګولي چې پکې په زرګونو شمیره کورنۍ میشتې دي .

وي او ای ډیوه سره دخبرو پرمهال هغه وویل دوئ په سخت مشکل کې دي او بې د اسانتياؤ او بې د کوم انتظام څخه داسې په ډاګه پراته دي.

نوموړي زیاته کړه دوئ غوښتنه کوي چې ورته باید دمالي مرستو ترڅنګ د بجلۍ، اوبو، خوراک څښاک او نورې اسانتياوې برابر کړی شي.

دافتونو په مهال د دولتي مرستندویه ادارې پي ډي اېم ای وياند احسان داوړ وايي، د افغانستان نه د راغلو 3000 کورنيو تاييد شوی چې دوئ کډوال دي.

هغه وویل د کډوالو د نوعيت په تاييدولو يا تصديق کار روان دی، او چې دغه عمل څنګه سر ته ورسیږي نو دوئ سره به هم مرستې کولی شي،

د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان څخه په کال 2014م کې هغه وخت ځايي خلک افغانستان ته کډوال شوي وؤ چې کله دغلته د ضرب عضب په نوم د تندروه وسله والو پرضد پوځي عملیات کېده،

هغه وخت ويل شوي وؤ چې د شمالي وزيرستان نه نزدې يو لک کورنۍ کډوالې شوې او 20زره پکې افغانستان ته تللې وې.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.