شاته

اسټيټ‌بینک:اتوؤ میاشتو کې دپاکستان مالیاتي خساره 12 اربه،9کروړه او 90لکو ډالرو ته زیاته شوې

د پاکستان مرکزي بینک وايي د روان مالي کال 2022م په اتوؤ میاشتو کې مالیاتي خساره 12 اربه،9کروړه او 90لکو ډالرو ته زیاته شوې ده.

بینک وایي تیر مالي کال 2021م کې مالي خساره په دغه موده کې د یو ارب ډالر نه هم کمه وه .

مرکزي بینک وایي روان مالی کال د فرورۍ په مياشت کې مالیاتي خساره 78فیصدي راکمه شوې او د جنورۍ په مقابله کې مالیاتي خساره د 2.53 اربه ډالره نه 54 کروړه ډالره ته راکوزه شوې ده.

د اقتصاد ماهر طاهر امین وایي په وقتي توګه دا راکمه شوې خو په نړیواله کچه د خوراکي توکو او توانایۍ د زیاتو بیعو له امله روان کال مالیاتي خساره به 20اربه ډالرو ته ورسي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "د فرورۍ په میاشت کې مالیاتي خساره 78فیصدي کمه شوې او تیرو میاشتو کې هم سرپلس شوې وه خو بیا په دې کې اضافه وشوه دملکي صورت حال او د زیاتو نړیوالو نرخونو له امله د پاکستان درامدي لګښتونه هم زیات شوي، برامدات سېوا شوي خو اوس هم د دواړو تر منځه یو غټ فرق موجود دی او تجارتي خساره 32 اربه ډالره ده ،مجموعي 55 اربه ډالره درامدات دي او 22 اربه ډالره برامدات شوي او 82فیصدي درامدات زیات شوي دي"

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د سوشل میډیا د لارې وایې د روانو کهاتو خساره کمیدل په وخت د حکومتی ګامونو نتیجه ده چې مالیاتی خساره یې په یوه میاشت کې د 2اربه ډالره نه 0.5 اربه ډالره ته راکوزه کړې او درامدات هم 21فیصدي راکم شوي.

مرکزی بینک وایي د تیرې جنورۍ په مقابله کې دشیانو او خدماتو په مد کې یو ارب او 31 کروړه ډالره کمی راغلی دی.

د اقتصاد ماهر سجاد احمد وایي د زیاتو نړېوالو نرخونو له امله مالیاتي خساره به په راتلونکي کې زیاتیږي او دا به نزدی 16 اربو ته زیاته شي.

مرکزی بینک وایي د شیانو او خدماتو په مد کې د تیر کال په مقابل کی روان کال درامدات 47فیصدي زیات شوي او د تیر کال 37 اربه ډالرو په مقابله کی روان کال 8 میاشتو کې 54اربه ډالره درامدات شوي او تجارتي خساره د تیر کال 17اربه ډالره په مقابله کې 29 اربه ډالره ده