شاته

روسانو اوکراین کې د هنرونو په یو سکول باندې چې سلهاوو کسانو هلته پناه اخېستې وه، بمباري کړې ده

واشنګټن - روسي ځواکونو د اوکراین په محاصره شوي ښار ماریوپول کې د هنرونو په یو سکول باندې چې قریب څلور سوه (۴۰۰) عامو کسانو هلته پناه اخیستې وه، بمباري کړې ده.

د ماریوپول ښار کونسل د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې د هنرونو د سکول ودانۍ په دې حمله کې ویجاړه شوې ده. دا چې په دې برید کې څومره کسان مړه شوي او څومره ژوندي پاته دي، تر اوسه معلومات ندي ورکړل شوي.

د ماریوپول بلدیاتي کونسل د خالي/شنبې په ورځ دعوه کړې وه چې په هغه ښار کې زرګونه کسان په زوره د خپلو کورونو ویستل شوي دي. په ټېلېګرام اېپ کې د ماریوپول بلدیاتي کونسل په چېنل کې خپور شوی بیان وایي: "په تېره هفته کې، د ماریوپول ښار په زرګونو تعداد اوسېدونکي روسي علاقو ته وړل شوي دي. اشغالګرانو په غیرقانوني ډول د لیفوبرېژني ضلعې او د سپورټس کلب بلډینګ نه چېرته چې څه د پاسه زر کسانو [اکثره ښځې او ماشومانو] د دوامداره بمباریو د ېرې هلته پناه اخېستې وه، خلک بېولي دي."

د ماریوپول مېئر (ښاروال) واډیم بیوچینکو په یو بیان کې وویل: "ډېره سخته ده چې فکر وکړئ په ۲۱مه صدې کې خلک په جبر یو بل ملک ته یووړل شي. هغه څه چې اشغالګران یې نن کوي، پخواني نسل ته آشنا دي، هغو ته چې د دویمې عالمي جګړې پېښې یې لیدلې وې، کله چې نازیانو په جبر خلک نیول."

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لېنډا ټامس-ګرینفېلډ ویلي چې که د ماریوپول ښار نه د خلکو د جبري وړلو خبره حقیقت وي، نو دا د "پرېشانۍ وړ" او د "بې ضمیرۍ" خبره ده. هغې وویل چې د ماریوپول کونسل بیان په اړه یې صرف اورېدلي، خو دا دعوې نشي تصدیق کولی.

د اوکراین صدر ولوډیمیر زېلنسکي د خالي/شنبې په ماسخوتن خپل تقریر کې وویل چې په ماریوپول کې د روس رویه به "په تاریخ کې د جنګي جرمونو" په شان یاد وساتل شي.

جنګ او مذاکرات

د اوکراین په یو بل ښار، مایکولېف کې هم چې روسانو د جمعې په ورځ په یوې پوځي اډې بمباري کړې وه، تر اوسه د اوکراین چارواکو دا ندي ویلي چې هلته څومره کسان وژل شوي دي. د بمبارۍ په وخت کې اوکرایني عسکر پخپلو بېرکونو کې ویده و.

د اوکراین د پوځ ترجمانې اولګا مالارچوک د فرانس پرېس خبري ادارې ته ویلي: "مونږ ته اجازت نشته چې څه ووایو، ځکه د ژغورنې عملیات لا ختم ندي، او د عسکرو رشته دارانو ته تر اوسه څه خبر ندی ورکړی شوی."

اوکرایني عسکر
اوکرایني عسکر

یو عسکر اې اېف پي ته ویلي چې پنځوس جسدونه تر اوسه موندلی شوي دي، او یو بل وویل چې ممکن شاوخوا سل نور جسدونه د خاورو لاندې پاته وي. د مایکولېف ښار، د اوډېسا بندري ښار نه ۱۳۰ کلومټره لېرې پروت دی.

د اوکراین صدر زېلنسکي د ماسکو سره د امن د وسیعه مذاکراتو غوښتنه کړې ده. زېلنسکي ویلي: "د یو ملاقات وخت رارسېدلی دی، دا د خبرو وخت دی. د دې وخت رارسېدلی چې د اوکراین علاقائي سالمیت بحال کړی شي او ورسره انصاف وشي. که نه نو د روس نقصان به دومره زیات شي چې ستاسو څو نسله به یې هم جبران نشي کړی."

بل اړخ ته د روسانو د مذاکره کوونکي پلاوي مشر ویلي چې روس او اوکراین دې موافقې ته نږدې شوي چې اوکراین په نېټو کې د شاملېدو د کوشش نه انکار وکړي. هغه همدا شان ویلي چې دواړه اړخونه په دې خبرې هم هوکړې ته نږدې شوي چې اوکراین دې د بې طرفۍ دریځ غوره کړي.

د اوکراین د مذاکراتي پلاوي مشر بیا ویلي چې د اوکراین موقف بدل شوی ندی او د دوی غوښتنې "ډزبندي، د [روسي] عسکرو وتل او قوي امنیتي تضمین د مستحکمو طریقه کار سره" دي.

د روس هایپرسونېک ميزائیلونه

که د یوې خوا د اوکراین او روس ترمنځ د مذاکراتو د پرمختګ خبرې کیږي، بل طرف ته په اوکراین کې جګړه په زور سره دوام لري او روس ویلي چې په دې جنګ کې یې دوه ځله هایپرسونېک میزائیلونه استعمال کړي دي. هایپرسونیک په دې معنا چې رفتار یې د غږ یا آواز د رفتار نه تېز وي.

روسان وایي د دوی دغه هایپرسونیک میزائیلونه په ساعت کې د شپږ زره کلومټره (۶۰۰۰) نه زیات رفتار لري او د میزائیلو دفاعي سیسټم یې مخه نشي نیولی.

روس وایي هایپرسونېک میزائیلونه یې دفاعي سیسټمونه ماتولی شي
روس وایي هایپرسونېک میزائیلونه یې دفاعي سیسټمونه ماتولی شي

روسانو ویلي چې په هایپرسونېک میزائیلو یې د اوکراین د ګوله بارودو یوه ذخیره او په بله ورځ یې ورباندې د تیلو یوه ذخیره ویشتلې ده.

د هایپرسونېک میزائیلو د استعمال دعوه تر اوسه کومې آزادې سرچینې تصدیق کړې نده. د اوکراین د هوایي قواوو ترجمان ویلي چې دا حملې شوي دي، مګر دوی معلومات نلري چې میزائیلونه څه قسم و.

د برطانیې استخباراتو ویلي د دوی د اندازې ترمخه، روس اوس په اوکراین کې خپل جنګي طریقه کار بدل کړی او اوس کوشش کوي چې په مختلفو حملو سره فشار راوړي د اوکراین زور راکم کړي.

په اوکراین باندې د روس د یرغل دا څلورمه هفته کیږي، خو تر اوسه روسانو په سرښار کیېف قبضه نده لګولې.