شاته

څېړونکي: او اي سي اسلامى نړۍ ته ورپيښو ستونزو په حل کې څه مهم رول نه دی لوبولی

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او اي سي د بهرنیو چارو د وزیرانو 48مه غونډه د دې میاشت په 21 او 22مه په اسلام اباد کې کيږى چې پکې به د افغانستان، کشمیر، فلسطین او د نورې اسلامي نړۍ پر مسایلو غور کولی شي.

د او اي سي د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې په اوکراین د روسیې له یرغل وروسته نړۍ له نویو ننګونو سره مخ ده او داسې ښکاري چې د واکراېن جګړې نړۍ نه د افغانستان خبره هېره کړې ده چې څو میاشتې مخکې به د نړیوالو مطبوعاتو د سر په خبرونو کې شامل و.

څيړوکې وايي که د او اي سي ريکارډ ته وکتل شي نو دې تنظيم اسلامى نړۍ ته په ورپيښو ستونزو کې څه مهم رول نه دی لوبولی.

البته د دوى وينا ده د دې غونډې نه نړۍ ته يو پيغام ورکول پکار دى چى اسلامي نړۍ به د روس- يوکراين جګړه کې بې پلوه وي او د يو یا د بل فریق پلوي به نه وي.

څېړونکي وايي فکر نه کوي د او اي سي دا غونډه به د افغانستان په اړه له یوې هوکړې او د مرستې له ژمنې پرته بل کوم ګټور پیغام واستوي.

د وى او اې ډيوه سره خبرو کې د پېښور پوهنتون د سیمه اییزې مطالعې مرکز پخواني مشر ډاکټر سرفراز خان وويل ،"ځما په خيال د ا اي سي پخوانې ريکارډ څه ګټه ور نه دې ياتې شوى، او اسلامي هېوادونه هم خپلې شخړې لري، لکه د سعودي-ایران. شخړه، د اماراتو-ایران شخړه او د افغانستان ګاونډیان د افغانستان په اړه موافق نه دي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان به د افغانستان د مالي ستونزو په اړه خپل غږ پورته کوي خو پاکستان خپلې ستونزې نه شي هوارولی نو د افغانستان ستونزې به څه حل کړي او سعودي عربستان هم اوس له افغانستان سره کومه دلچسپي نه لري.

پخواني سفارتکار اصف دراني وویل د او اي سي غونډه باید "نړۍ ته یو واضح پیغام واستوي چې اسلامي نړۍ به د روسیې او اوکراین په جګړه کې بې طرفه وي او د یوې ډلې برخه به نه وي."

هغه وویل دې غونډې ته پکار ده چى د افغان اولس د مرستو د پاره يو مهم رول ولوبوي چيرې چى دا وخت نيمايي ابادي د خوراک د کمي سره مخامخ ده او ملګرو ملتونو چى د افغانستان د پاره کومه د اتو بلين ډالرو مرستې ژمنه کړې وه په هغې کې صرف د يو بلين ډالره ژمنې شوي دي.

نوموړى زياته کړه چى د روسیې اوکراین جګړې نه وروستو د نړۍ ټول پام په دې جګړه دی او افغانستان بالکل په خبر کې نيشته چى د افغانانو د پاره ښه پرمختګ نه دی.

د څيړونکو په وينا که څه هم او اي سي د اسلامي نړۍ د سیاسي او سفارتي شخړو په هوارولو کې موثر کردار ونه لوبولی شو خو دا تنظيم مسلمانې نړۍ ته د صحت، تعليم او د غربت په شان ستونزو حل کولو کې ډير څه کولی شي.