شاته

پاکستان او بهرنيانې کمپنۍ په بلوچستان کې د سرو زور او تانبې په کانونو بيا کار پېل کولو متفق شوي

پاکستان او د کانونو دوه نړيوالو کمپنيانو د اوږدوې مودې شخړه هواره کړې او چارواکو ويلي د سويلي اسيا په ملک (پاکستان) کې به د نړۍ د سرو زرو او تانبې/ کاپر د غټو زېرمو په جوړولو بيا کار پېلوي.

د کېنېډا بېرک ګولډ کارپورېشن او د چيلي انټو فېګسټا په کال 2011 کې د پاکستان په بې وزله صوبه بلوچستان کې هغه وخت د ريکوډک په کان کار ځنډولی وو چې کله پاکستان دوی ته د دغه پروژې د تیارولو د لايسنس ورکولو نه انکار کړی وو او بيا په دغه اړوند يوه اوږده قانوني جګړه شوې وه.

د پاکستان د وزیراعظم دفتر د اتوار/ يکشنبې په ورځ (20 مارچ) ويلي، چط د بېرک کمپنۍ سره د معاهدې يا تړون لاندې به د نړيوال بېنک ثالثي عدالت د پاکستان ضد نزدې د 11 اربه ډالرو جرمانه معاف کوي.

په اسلام اباد کې د تړون لاس ليک کېدو وروسته په جاري شوي بيان کې ويل شوي، بېرېک کمپني په په بلوچستان کې نزدې 10 اربه ډالره پانګونې کوي او د 8000 څخه زيات کسان به پکې په روزګار کيږي.

ويل شوي نزدې د يو ارب ډالرو پانګونې به د سړکونو، سکولونو، او د کانونو دپاره د تکنيکي تربيې په ادارو جوړولو مصرف کولی شي.

د وزيراعظم دفتر ويلي، په نوې پروژه کې به نيم ملکيت د بېرک ګولډ کمپنۍ سره او پاتې نيمه برخه به د پاکستان د مرکزي حکومت او بلوچستان حکومت په برابر تقسيم سره وي.

د معاهدې وروسته د توانايۍ مرکزي وزیر حماد اظهر خبري غونډې ته ويلي، چې په پاکستان کې د لس اربه ډالرو پانګونه تر ټولو غټه تاريخي پانګونه ده.

وزيراعظم عمران خان په ټويټر ویلي، د ريکوډک پروژه به په ممکنه توګه د نړۍ د سرو زرو او تانبې تر ټولو لوی کان وي. دا به پاکستان د قرضونو نه خلاص کړي او د خوشالۍ نوې لارې په پرانيزي.

او بېرک ويلي، دغه تړون به کمپنۍ ته د کان کيندنۍ اجاره يا ليز، د لايسنس جواز او سطحي حقونه ورکړي، او دغه پروژه به د نړۍ د غټ غېر پرمختللي سرو زرو او تانبې د زېرمو کوربه توب وکړي.