شاته

سپريم کورټ: د ارټيکل63-A وضاحت، د پارلیمان جګړه دې د پارلیمان دننه وشي

د وزیراعظم عمران خان پرضد د مخالفو ګوندونو لخوا د بې باورۍ د پریکړې/ عدم اعتماد جمع کولو پس چې ځينې حکومتي غړي د اپوزيشن سره ودرېدلي، صدر عارف علوي د سترې محکمې/سپريم کورټ نه د دستور آرټیکل 63-A وضاحت د پاره ریفرنس جمع کړی دی.

سترې محکمې يا سپريم کورټ ويلي دي د پارلیمان جنګ دې د پارلیمان دننه وشي او عدالت يواځې دا ګوري چې د چا اييني حق متاثره نه شي.

د سپريم کورټ دوه کسیزه بینچ کې شامل جسټس منیب اختر ويلي دي چې د دستور/ ايين آرټیکل 95 ترمخه د راې یا د ووټ د استمال حق د سیاسي ګوند وي او د دې ترمخه د ځانګړي ووټ څه حیثیت بیا پاتې نه شي.
د بنچ مشر چيف جسټس عمر عطا بندیال ویلي دي که چري د جسټس منیب اختر په دې ابزرویشن/ مشاهده لاړ شو نو دا به بیا په عدالتي فیصلې کې يو خنډ جوړيږي ځکه چې پوښتنه هم دغه ده چې څوک د خپل ګوند د صلاح پرضد ووټ استمالولی شي اوکه نه؟.

مشر قاضي/ چيف جسټس عمر عطا بندیال دا ریمارکس د سپریم کورټ بار ایسوسي ایشن لخوا د بې باورۍ د پریکړې په وخت د سیاسي ګوندونو ترمینخ د نښتو د ویرې د خواست د اورېدنې په وخت ورکړي دي.

اټارني جنرل خالد جاوید خان عدالت ته باور ورکړی دی چې حکومت به د پارلیمان د يو غړي لاره هم نه نیسي چې د عدم اعتماد پحقله د قامي اسمبلۍ غونډه کې شرکت وکړي او نه به حکومت څوک مجبوره کوي چې د وزیراعظم په حق کې د راې استمال وکړي او صدارتي ریفرنس جمع کولو مقصد په راتلونکي يا مستقبل کې دغه شان قضیو پحقله وضاحت غوښتل دي.

له دې وړاندې حکومتي وزیرانو دړکه کړې وه چې د قامي اسمبلۍ هر يو غړی به د لکونو خلکو د جلسې نه تيريږي او بیا به د وزیراعظم پرضد يا حق کې د خپلې راې استمال کوي.

ستر قاضي عمر عطا بندیال ویلې دي چې سیاسي ګوندونه دې د پارلیمان دننه د خپل طاقت مظاهره وکړي او که چري چا قانون مات کړو نو پرضد به یې کارروايي کیږي.

مشر قاضي د سیاسي ګوندونو نه دا غوښتنه هم کړې ده د بې باورۍ په پریکړې باندې د رايې ورکولو په ورځ دې د پارلیمان مخامخ ډي چوک کې د مظاهرو او جلسو نه ډډه وکړي.

عدالت ويلي، چې د ووټ استمال د هر چا اييني حق دی او څوک هم د دې نه ، نه شي محرومه کولې او عدالت به دا هم ګوري چې د يوې دستورې له امله چرته څوک د دې حق نه خو محرومه نه شي.

په اتم مارچ مخالفه ګووندونو د وزیراعظم عمران خان پرضد د بې باورۍ تحریک په قامي اسمبلۍ کې جمع کړی او د ايين ترمخه سپیکر پابند دی چې په 14 ورځو کې دننه په دې پریکړې د رایې ورکولو د پاره د قامي اسمبلۍ غونډه راوبلي خو سپیکر دا غونډه په 25 مارچ رابللې ده او د حکومت دا دریځ دی چې د پارلیمان په ودانۍ کې به په 22-23 مارچ د اسلامي هیوادنو تنظیم غونډه کیږي.

د سپریم کورټ بار ایسوسي اېشن صدر احسن بهون د عدالت نه بهر میډیا سره خبرو په وخت ويلي په تیرو وختونو کې به دلته پوځي ډکټټرانو ايين ماتولو خو اوس د قامي اسبملۍ سپیکر هم دغه کار کړی دی.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بټو چې د نورو مخالفو ګوندونو مشرانو سره عدالت کې موجود وو مطبوعاتو سره يې په خبرو کې ويلي، چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت د بې باورۍ د پریکړې نه تښتي او د دې مقصد د پاره د سپیکر استمال کوي خو سپیکر دې په دې پوهه شي چې دستور ماتول د آرټیکل شپږم ترمخه غداري ده.

سترې محکمې ته د صدر ډاکټر عارف علوي لخوا دستور آرټیکل 63-A وضاحت دپاره ېو ریفرنس هم جمع کړی شوی دی اؤ په دې به 24 عدالت اورنه کوي.

حکومت غواړي چې د حکومتي ګوند د پارلمیان کوم غړی د دوی د ګوند پرضد ووټ استمالول غواړي د دې آرټیکل ترمخه د هغوی د پارلیمان غړيتوب ختم کړي خو قانون پوهه قاضي انور ډیوه ته وايي داسې ترهغه وخت پورې نه شي کیدی ترکومه چې د يو ګوند غړي د خپل ووټ استمال نه وي کړی.

تیره ورځ د خېبرپښتونخوا په بټ خېله کې يوې غونډې ته په وېنا کې وزیراعظم عمران خان هم د خپل ګوند خفه غړو ته د واپس راتللو خواست کړی وو او دړکه یې کړې ده که دوی واپس نه راځي نو ددوی د بچو سره به نه څوک ودونه کوي او نه به د دوي بچي تعلیم ترلاسه کړي.