روانې چارې او بېلابېل
دعربستان او قطر ترمینځ کړکیچ دترامپ غوښتنی او په منطقه باندی یی تاثیرات
سعودی عربستان یو پاچایی دولت دی چی د عرب په ټاپووزمی کی پروت دی او د عرب دټاپووزمې تر ټولو لوی هېواد دی. د سعودی عربستان په جنوب کی د الیمین سره، په جنوب ختیځ کی د عمان سره، په ختیځ کی د قطر سره او په شمال کی د عراق، کویت او لاردن سره گډې پولې لری. مساحت یی ۲۲۴۰۰۰۰ کلومتره مربع دی. پایتخت یی الریاض دی. د سعودی عربستان سطح اواره ده. د سعودی عربستان په جنوب کی لوی دښته پرته ده چی د رب الخالی په نوم یادېږی. د هېواد په لویدیځ کی غرونه سته چی د المدیان او الحجاز په نوم یادېږی او په جنوب کی د عسیر
آیا شیراحمد نصری دستبرد زدن به شعر اقبال لاهوری حق ناشناسی نکرده است؟
بدون شک که ما افغانها در قدم اول باید به علما و دانشمندان واقعی خود، به هنرمندان واقعی خود، به ادیبان و شاعران واقعی خود، به محققین و نویسنده گان واقعی خود احترام و حرمت قایل باشیم، زیرا علما و دانشمندان ما، هنرمندان ما، ادیبان و شاعران ما، محققین ما و نویسنده گان ما همان ستارگان آسمان افغانستان عزیز ما را شباهت دارند، که در یک فضای بی ابر، تاریکی های شبستان های جهالت را فروغ بخشی می توانند. اما زمانی که تاریخ واقعی مملکت عزیز ما مورد تحریف های غرض آلود قرار گیرد، زمانی که مثلاٌ پوهنت
استرالیا د افغان کډوالو لپاره د بشر دوستانه مرستو اعلان وکړ
استرالیا د جون په ۲۲مه د کډوالو د نړیوالې ورځې په ملاتړ د افغانستان او پاکستان بې ځایه شوو کډوالو سره د نږدی ۱۶ میلیونه ډالرو بشر دوستانه مرستې اعلان وکړو. یادې مرستې د افغانستان داخلي بې ځایه شوو خلکو او همدارنګه هغو افغان کډوالو ته ځانګړی شوي چې له پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو راستانه کیږي. د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې جولي بیشپ د یادې مرستې د اعلان پر مهال وویل، "دغه مرستې د ښځو، ماشومانو او معیوبینو په ګډون ټولو هغو زیانمنو خلکو لپاره ځانګړی شوي چې د جګړو او تاوتریخو
استرالیا: له توقیف خونو څخه امریکا ته د کډوالو انتقال به ژر پیل شي
د استرالیا د مهاجرت وزارت وایي له مانوس او نایرو توقیف خونو څخه د کډوالو متحده ایالاتو ته د انتقالولو پروسه په اخیري پړاونو کې ده او په پام کې ده چې د کډوالو انتقالول په نږدی راتلونکې کې پیل شي. د استرالیا په دغو دوو توقیف خونو کې د تیرو څلورو کلونو راپدیخوا په سلګونو کډوال ژوند کوي چې ډیری یې ایرانیان او افغانان دي. په یوه خبري ناسته کې په دې تړاو د استرالیا د مهاجرت وزیر پیټر ډوټن د پاپوا نیوګینیا او نایرو هیوادونو په ګډون د متحده ایالاتو د مهاجرت چارواکو د موَثر او اغیزمن ک
د ملا هبت الله، د کوم اختر مبارکی!
په یوه سیمه کې د دوو جهادي قوماندانو جګړه شوه. یو قوماندان د کلي بېګناه سپینږي خپل مرکز ته بوتلل او په لارو هم وځورول. کله چې مشر قوماندان سپینږیري ولیدل خپلو نفرو ته يی وویل چې دا مشران مو ولې راوستي؟ افرادو یې ویل بس قوماندان صاحب دوی د دښمن طرفدار دي. قوماندان سپینږیي له بنده را و ایستل او بښنه یې ترې وغوښته. یو سپنږیري ورته ویل بس قوماندان صاحب" خیر دی خفه نه یو مګر ګیله په دې راغله چې زموږ پر شا مو خټه را وا نه چوله." د طالبانو د مشر په ټوله روژه ک
د ځینو رسنیو په اړه نوي تریخ حقیقتونه!
په افغانستان کې د انځوریزو ، غږیزو او چاپي رسنیو د بې مهاره او بې معیاره کارونو پیل یوه نیمه لسیزه وړاندې وشو او د بهرنیانو د ناسنجول شویو مرستو یو جانبي عوارض هم د هر بل څیز د نا معیارتوب په څیر پر رسنیو هم تر ټولو زیات اغیز وکړ او دا دی اوس یې زیان ټول افغانستان اغیزمن کړی دی. یوه نیمه لسیزه وړاندې د انځوریزو رسنیو په لړ کې د طلوع په ګډون داسې رسنۍ وې چې هندي سریالونو خپرولو په لړ کې یې د سوداګریزو اعلانونو څخه ددوي په اصطلاح ګولډین ټایم کې
ښاغلی محترم مولوی صیب هبت الله خان! ته څوک یی چې د یو علمګرا ولسمشر او د څو میلیونه افغانانو په مقابل کې له ګُستاخی څخه کار اخلی!
لمړی خو په سر کې، پس له سلام او علیکم څخه، له خپل لږ تُند کلام څخه خپل معذرت وړاندی کوم. بی له شکه کله چې حتی د رمضان مبارک میاشت کې هم افغان کُشی چالان وی، کله چې په ګران افغانستان کې مغرض او مفسد داخلی افراد او ځینی مغرض او مخرب خارجی هیوادونه، هر یو خپلو شومو اهدافو پسی ګرځی، نه یوازی چې د سپینی خبری اړتیا لیدل کیږی، بلکه لږ تُند، جدی او صریح کلامو ته هم نیاز پیدا کیږی! په دی اساس، بی له شکه، معنون پوښتنه، چې، ښاغلی محترم مولوی صیب هبت الله خانه، ته څوک یی چې د یو علمګرا ولسمشر ا
د ملا هيبت متذبذبه دريځ؛ له يو سره جګړې اعلان او بل څخه مننه!
په داسې حال کې وسله والو طالبانو او داعش ترهګرو ډلو د روژې په روانه مياشت کې د افغان وژنې سيالۍ ترسره کړه چې يواځې د روژې مبارکې مياشتې په ۲۸ ورځو کې يې ۲۱۳ تنه شهيدان او ۷۱۳ نور افغانان ټپيان کړي دي؛ د وسله والو طالبانو مشر ملا هيبت الله په خپل اختريز پيغام کې لاهم په افغانستان کې د دوی د جګړې د تشديد او په پلازمېنه کابل کې د يوې نوې کورنۍ جګړې د پيښېدو خبرداری ورکړی دی. ملا هيبت الله رسنيو ته په خپل استول شوي اختريز پيغام کې ويلي؛ تر هغې به له جګړې لاس وانخلي څو چې بهرنيان يې له هيواده د با
نقش سپاه پاسداران ایران در انفجار در کابل از زبان دکتور بهمن جلدی!
حقایق تکان دهنده از نقش سپاه پاسداران در انفجار تروریستی اخیر در کابل فاش گردیده است! دکتور بهمن جلدی یک فرد ایرانی است که از طریق YOU TUBE به تاریخ دوهم ماه جون سال ۲۰۱۷م. به نشر رسیده است، که باید آنرا شنید! دکتور بهمن جلدی مدیر پژوهشکده مطالعات ایران در کانادا میباشد و از نقش سپاه پاسداران ایران در انفجار در کابل اسراری را فاش می کند که قابل شنیدن است! منبع: YOU TUBE حقایق تکان دهنده از نقش سپاه پاسداران در انفجار دیروز در کابل فاش شد Ver
بودجه جنگ با اخوان المسلمین
عرب ها و مسلمانان در درازنای تاریخ طولانی خود ، مانند زیانمندی امروز ، هرگز زیانمند نشده بودند ، و تا همین لحظه هم دارند زیانمند می شوند ! علت این زیانمندی همان بودجه است که کشور های عربی بخاطر کنار زدن اخوان المسلمین از صحنه سیاسی ، پرداختندو دارند می پردازند ! واگر این بودجه را که رؤسای کشورهای عربی ، بخاطر جنگ با اخوان المسلمین پرداختند ، محاسبه کنید ، با ارقام ترسناکی بر می خورید که هرگز قابل باور نیست ! این جاست که ما می پرسیم : آیا رؤسا و ملت های ک
ارګ او کدری سیاست
راځي دا خبره سپینه وکړو چې اوس د افغانستان ټول خلک بشپړ باور لري او وایی چی ، د پښتنو د کدرونو په وړاندی د تعصبه ډک چلند د کابل د ارګ ځانګړتیا ده . یوازی لږ شمېر ځینی پښتانه ( چی کدرونه هم نشی ورته ویل کیدای ) او د مختلفو لارو ځان تر ارګ رسولی شی په دندو مقرریږی. د اساسی قانون په بنسټ د هیواد ټول وګړی ( په هرتوکم پوری چی تړلی وي ) برابر حقوق لری .د اساسی قانون او نورو قوانینو په بنسټ باید ټولی مقرری د لیاقت ، اهلیت ، وړتیا ، د وطن او خلکو سره د مینی له مخی تر سره شی . یعنی په دولتی مقر
د امرالله صالح په ځواب کې!
یو ملګري مې د امرالله صالح د وروستیو څرګندونو په اړه راته ویل چې د پوهنتون څلورم ټولګي کې یې د ثقافت مضمون له یو استاد سره چې په لیبیا کې یې زده کړې کړې وې او دریځ یې وهابیت ته نږدې ښکاریدو د مولانا جلال الدین محمد بلخي پر مثنوي بحث شو. استاد ویل چې مولانا په مثنوۍ کې سترې دعوې کړي او ویلي یې دي چې مثنوي تر قرآن عظیم الشان لوړ دی، خو ده ورسره په لومړي سر کې د ټولو ټولګیوالو په مخ کې چې اکثریت یې دري ژبې وو او چوپه خوله ناست وو؛ ګڼ دلایل ویلي، چې په وینا یې د محصلینو په مخ کې یې
دښمن د دولت په زړه کې؛ خطرناک تور چې بايد پلټنه يې وشي
په داسې حال کې چې څه موده وړاندې د ملي شورا امنيتي چارواکو د مشرانو جرګې مشر ته ويلي، چې د يادې جرګې د يو شمېر وکيلانو ساتونکي له چرس او چلم سره يوځاى د ملي شورا ودانۍ انګړ ته رادننه کېږي چې په دې کار سره د پارلمان امنيت له ګواښ سره مخ کوي؛اوس د ولسي جرګې استازي وايې چې د دې جرګې د دارالانشا له لوري ورته خبر ورکړل شوی چې کوم وکيل يا سناتور قصد لري چې د پارلمان ودانۍ ته ځانمرګي دننه کړي. په ورته مهال مشرانو جرګې هم يادې موضوع ته غبرګون ښودلی او وايې چې کشفي او امنيتي ادارې بايد معلومه کړي چې د
نظر محمد مطمئن نه شرمېږي
نظرمحمد مطمئن يوه اوږده ليکنه کړې ده، ولسمشر يې مخاطب کړی او د ولس د ګمراه کولو ناکامه هڅه يې کړې ده. په پيل کې خپل خست او رذالت ولسمشر ته په ښېراوو سره څرګندوي او وايي: ولسمشره درې شلي او لس کلن شې. ښاغلی ولسمشر چې نږدې د اويا کالو دی نو دی ورته د زړو ښځو په څېر د مرګ ښېرا کوي. مطمئن د خپل منافقت اظهار څه په دې ډول کوي: د حکومت مشره! تاريخ ليکي چې د مخکينې ولسمشر حامد کرزي٬ د اوسني ولسمشر غني٬ د پخواني ولسمشر برهان الدين رباني٬ د پخواني ولسمشر صبغت الله مجددي٬ د شماټلوالي د ارد
اسلامي جمعیت د توطیو په معراج کې!
اسلامي جمعیت د توطیو په معراج کې! که طالبانو او داعش د ځینو امریکایي سرچینو په وینا، افغان دولتي نظام په پوځي ډګر کې له بن بست سره مخ کړی، په ورته وخت اسلامي جمعیت په کور دننه د دولت د بدلون او سمون هڅې شندې کړي او په دې وروستیو کې يي پخپلو لنډه غریوعامه نظم او اداره له سخت بن بست سره مخ کړې ده. که طالب او داعش له بهر لوري د هېواد نظم، امنیت او دولتي واکمني ګواښوي؛ اسلامي جمعیت په نظام کې دننه لکه مضر حشرات نظم خوري، ظام د ريښې ټینګولو او پیاوړتیا ته يي نه پریږدي او په حقیقت کې د
محترم وزارتخانه های کم ظرف! علل مصرف نشدن بودجه انکشافی چیست!
دولت افغانستان باید به مردم فقیر ما پاسخی ارایه نماید، که چرا وزارتخانه های کم ظرف بودیجه انکشافی را به شکل درست، معقول و اساسی صرف نمی تواند؟ سوالی که نیز در این رابطه در نزد مردم فقیر ما ایجاد می گردد، این است که آیا بسته وزارت خانه های ما به تکلیف کم ظرفی مواجه اند و یا فقط بعضی وزیر صاحب های ما ظرفیت مدیریت درست و دقیق وزارت خانه های مربوطه را ندارند؟ در شرایطی که طفل افغان، زن افغان، مرد افغان از مشکلات فقر مادی رنج های شدیدی را متحمل گردیده اند، در شرایطی که کیفیت معرف ا
نيږدې ګاونډی او ليرې دوست
پاکستان ولې د افغان ـ هند سوداګرۍ مخالفت کوي؟ په داسې حال کې چې پاکستان د خپلې خاورې له لارې د افغانستان او هندوستان له سوداګري راکړو ورکړو سره مخالفت کوي؛ هند او افغانستان په خپل منځ کې د هوا له لارې د سوداګرۍ پرېکړه وکړه. د افغانستان او هند ترمنځ د الوتکو په وسیله د سوداګري راکړو ورکړو دهلېز سر له نن ۱۳۹۶/۳/۲۹ څخه پرانستل شو. په افغانستان کې د هند سفیر د دې دهلېز د پرانستل کېدو په درشل کې وویل، په داسې حال کې چې پاکستان افغانستان ته تشدد او جنګ صادروي، هند له افغانانو سره د هغ
د کروز بمب هدف څوک وو او قرباني څوک شو؟!
د افغان پلازمینې کابل د وزیر اکبرخان سیمه د تیرې چهارشنبې (غبرګولي ۱۰مه ۱۳۹۶) په ورځ د یوې مرګونې چاودنې کوربه وه چې په ترڅ کې ویل کیږي ۱۷۰ تنه مړه، تر ۶۰۰ زیات ټپیان او کابو ۱۵۰ ملیونه امریکایې ډلر یې د سیمې خلکو ته مالي زیان واړاوه، خو د دغې مرموزې او استخباراتي چاودنې مسؤلیت هیچ چا په غاړه وا نه خیست. له پیښې وروسته کابل ښارایانو حکومت تر خپلې محاسبې لاندې ونیاوه او د جمعې په ورځ یې په لاریون لاس پورې کړ، خو دغه د چارواکو د محاسبې لاریون په تاوتریخوالي بدل شو چې په ترڅ
له جګړې ستړي طالب ورورڼو ته ځانګړی پیغام!
که د تیرې یوې نیمې لسیزې د پرمختګونو غورچاڼ راواخلو نو پرته له شکه چې د پوهنې ، روغتیا ، سوداګرۍ ، امنیت او ګڼو نورو برخو کې د پام وړ بدلون د راتلو باندې هیڅکله سترګې نه شو پټولای، خو تر ټولو مهمه هیله د ټولو افغانانو دا ده چې په هیواد کې سوله راشي او دا هغه یوازینۍ لوی ارمان دی، چې زه پوره په دې ډاډه یم چې ټول طالب وروڼه هم ددې غوښتوونکي دي، چې سولې ته غاړه کیږدي. هیواد ته د سولې راتګ لپاره نه یوازې دا چې افغان دولت او ملکي وګړو قربانۍ ورکړي، بلکې طالبانو و
آیا جناب دکتور اشرف غنی را میتوان به "صالح" و دولت افغانستان را به "شتر صالح" تشبیه نمود؟
هر ګاه ما از طریق دور بین و زره بین افغانی خود به متون تاریخی و همچنان به روایات دینی خویش و به تاریخ بشریت رجوع کنیم، بدون شک که در بین هزاران هزار پند، حکایت و اندرز های اخلاقی به حکایت صالح و شتر صالح نیز بر می خوریم: صالح از جمله ای پیامبرانی است که در قرآن مجید و روایات اسلامی نیز به آن اشاره رفته است. در برخی از روایات تاریخی، مولفین او را با شالح پسر یهودا در عهد عتیق یکسان دانستهاند. نظر به روایاتی حضرت صالح از نسل ششم حضرت نوح است و مدت مدیدی او در حوالی شام پیامبر
یو چارواکی ، یو موټر
احمدجان تڼی یو چارواکی ، یو موټر دولتی چارواکو او لوټمارو زورواکو په ښارونو کی ډيری ستونزی رامنځته کړي دي . دوی سړکونه بندوی ، دوی په سړکونو کی سمټی دیوالونه جوړ کړی حتی په عامو سرکونو کی دروازی ایښی اود خلکو د تګ راتګ مخنیوی کوي . دوی د کابل او یا نورو ښارونو څخه ویرونکی ښارونه جوړ کړی دی او د لوړو لوړو سمټی دیوالونو شاته ځانونه پټوي. د هر زورواکی او چارواکی د کورونو شاوخوا د سیمټی دیوالونو او زغره والو دروازو په جوړولو او د امنیتی کیمرو سیستمونو په رامنځته کولو باندی په می
د مړه داود خان، دمړه امان الله خان ارمان کوو خو ژوندی په کاڼو ولو!
هر کله چې ځینی افغانان د ملی او مترقی افغان زمامدارانو په هکله خبری کوی، ماشالله کله کله داسی ارمانجن یی ښایی چې واقعاٌ هر صادق او آګاه افغان د ارمانجنتوب په سمت کې تشویق او ترغیب کوی، مګر متاسفانه ځینی له همدا اشخاص او افراد زمونږ علمګرا، صادق، عدالت پسند، مترقی او ملی ولسمشر ته متاسفانه خپل همکاری او یا لا اقل خپل قاطع حمایت نه څرګندوی، ولی؟ دا خو د شکر ځای ده، چې مونږ یو عالم، صادق او آګاه ریس جمهور لرو، مګر که چیرته مونږ د بی ځایه او مخربه انتقاداتو په ځای هر یو د یو صادق انسان
هوایي دهلېز د افغانستان په ګټه که په زیان؟
هند او افغانستان له اوږدې مودې راهیسې تاریخي او کلتوري اړېکې او ورته والئ لري او شته ورته والي دواړه هېوادونه د تل لپاره سره نږدې ساتلي دي. که د دواړو هېوادونو اړيکو ته ځیر شو نو ویلئ شو چې هند له ډېرې پخوا راهیسې له افغانستان سره پیاوړې او نږدې اقتصادي، سیاسي او کلتوري اړېکې لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکو مخینه هغو کلونو ته رسیږې چې افغانستان د هند هغو آزادي غوښتونکو مبارزینو ته پناه ورکړې وه او ورسره مرسته يې کوله چې د بریتانیا د امپراطوري د اشغال پر وړاندې یې مبارزه کوله. دا لړۍ او د
کابل ـ اسلام اباد ـ بيجينګ مثلث
چين ولې غواړي د افغانستان او پاکستان منځګړيتوب وکړي؟ وروسته له هغې چې افغان ولمسشر غني څو ورځې وړاندې د شانګهای د همکاريو سازمان د ناستې په څنډه کي د چين د خلکو له ولسمشر شي جینګ پينګ او د پاکستان صدراعظم نواز شريف سره وکتل؛ چين له افغان ولسمشر سره ژمنه کړې چې د کابل او اسلام آباد د کړکيچنو اړيکو د بيا رغولو لپاره منځګړيتوب کوي. په دغه کتنه کې د چين ولسمشر د کابل او اسلام د اړيکو رغولو ژمنه وکړه او د پاکستان صدراعظم يو ځل بيا د ترهګرۍ سره په مبارزه کې له افغانستان سره د همکارۍ ژ
مالیزیایي کارګمارونکي ناقانونه کډوال په کمو پیسو مزدورۍ ته مجبوروي
د مالیزیا د مهاجرت ادارې مشر جنرال مصطفی علي وایي، په مالیزیا کې ډیری کارګمارونکي په خپلو کارونو کې د ناقانونه کډوالو ګمارلو ته ترجیح ورکوي، ځکه هغوی په کم معاش او لګښت سختو کارونو ته زړه ښه کوي. نوموړی وایي، د روان کال له پیله تراوسه د مهاجرت ادارې په دغه تور لږترلږه ۵۶۶ تنه کارګمارونکي او هټۍ وال نیولي. نوموړی وایي، همداراز په یاده موده کې د مهاجرت ادارې څه کم ۲۰ زره ناقانونه کډوال هم نبولي چې ډیری یې اندونیزیايي او بنګله دیشي اتباع دي. هغه وایي، یاد کسان په بیلا بیل