چین وايي، چمتو دی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو کې منځګړیتوب وکړي. د چین د دفاع وزیر وي فینګ وايې، پیکېنګ چمتو دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بې‌طرفه منځګړیتوب وکړي. چین په داسې حال کې د افغانستان د سولې په برخه کې د منځګړیتوب خبره کوي چې تېره اوونۍ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر له لوړپوړو چینايي چارواکو سره په لیدنو کې له دې هېواد څخه د افغانستان په سوله او ثبات کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. 

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان دفاع وزارت د چین په مرسته په بدخشان ولایت کې د یوې غرنۍ لوا د جوړېدو خبره کړې ده. چین له دې وړاندې هم افغانستان سره د میلونونو ډالرو په ارزښت د وسلو، مهماتو او د حمل او نقل د تداکاراتي وسایلو مرستې کړې دي. له دې وړاندې د چین لوی درستیز کابل ته د خپل سفر پر مهال اعلان کړی و چې هېواد یې له افغانستان سره د ۷۳ میلیونه ډالرو په ارزښت پوځي مرسته کوي. چین هغه هېواد دی چې د کابل د امنیت په خاطر یې د ښار په څلور دروازو کې د تلاشۍ د څلورو سکنرونو مرسته کړې وه. 

چين ته ولې افغانستان مهم دی؟ 

چين غواړي چې په سيمه کې له هندوستان سره د اقتصادي سيالۍ ډګر وګټي. په سیمه او افغانستان کې د چین اقتصادي ګټو ته په کتو دغه هېواد کولي شي په افغانستان کې سولې سره مرسته وکړي. یعنې افغانستان چين ته جيو اکناميک ارزښت لري. ځکه غواړي د منځنۍ آسیا بازارونه خپل کړي او په دې توګه هند ته چې هغم هڅه کوي څو د مرکزي آسيا بازارونه خپل کړي؛ ماتې ورکړي. چين د خپلې ودې او انکشاف لپاره اړتیا لري چې د افغانستان په مسالې کې ځان ښکلېل کړي. چين د خپلې اقتصادي پراختيا لپاره هم د افغانستان د امنيت لپاره کار ترسره کوي. یعنې د چين لپاره هم د افغانستان امنيت مهم دی. پس ويلای شو چې چین په سیمه کې د خپل پیاوړي دریځ له مخې کولای شي، د افغانستان د سولې په بهیر کې ګټور رول ولوبوي. 

چين څنګه رول لوبولی شي؟ 

اوس چې په دې پوه شولو چې چین د افغانستان په سوله کې غوڅ رول لوبولی شي نو اوس بايد په دې کار وشي چې په کوم ميکانيزم چين کولی شي چې طالبان سولې ته وهڅوي او څنګه له سولې سره مرسته کولی شي. اوس د سولې لپاره یوه میکانیزم ته ضرورت دی؛ داسې یو میکانیزم چې د هغه په نتیجه کې د وسله والو مخالفانو بشپړ اعتماد رامنځ ته شي؛ هم د افغان حکومت او هم د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هېوادونو باور رامنځ ته شي او بیا وروسته د سولې په مذاکراتو او د اعتماد په جوړولو کار پیل شي. ميکانيزم بايدداسې وي چې لمړی د افغانستان د سولې په اړه سيمه ايزه اجماع رامنځته شي. 

چین کولای شي، د افغانستان له سولې سره مشروطه مرسته وکړي. مشروطه په دې مانا چې چين د افغان سولې په اړه د مریکا قناعت هم حاصل کړي. او د امریکا د قناعت حاصلولو لپاره سيمه ايزې اجماع ته اړتیا ده. اجماع ته ځکه اړتیا شته چې د افغانستان مساله يواځې کورنی نه بلکې سیمه ییز ابعاد هم لري. چين بايد د افغانستان د سولې په اړه د منځنۍ آسيا د هيوادونو، پاکستان، هندوستان او افغانستان سره په ګډه داسې اجماع رامنځته کړي چې وکولی شي د امريکا قناعت حاصل کړي. اوس چین د روس او امریکا او افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په برخه کې ښه رول لوبولای شي. کله چې د افغان سولې په اړه د چين، امریکا، روسيې او پاکستان نظر يو شولو نو بيا هغه مهال د افغانستان مساله په اساسي توګه حل کيدلی شي. ځکه چین د روسیې او پاکستان متحد بلل کېږي، او دا دواړه هغه هيوادونه دي چې پر وسله والو طالبانو پراخ نفوذ لري او چين کولی شي له دغو دوو هيوادونو سره د خپلو اړیکو پر بنسټ همکاري وکړي څو طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.