د استرالیا لومړی وزیر مالکم ټرنبل تیره اوونۍ آلمان ته په سفر تللې وه. نوموړي د آلمان د لومړۍ وزیرې انجیلا مرکل سره او همدارنګه د دغه هیواد له ځینې نورو سیاستوالو سره یو لړ کتنې ترسره کړې.

لومړي وزیر مالکم ټرنبل د برلین په یوه غونډه کې چې د آلمان یو شمیر مخکښو دپلوماتانو پکې ګډون درلود، د استرالیا د سرحدونو د خوندیتوب له سختې پالیسۍ دفاع وکړه او هغه یې د استرالیا د پولو د ساتنې لپاره او همدارنګه د یوې کامیابه څوکولتوریزې ټولنې لپاره ضروري وبلله.

نوموړي وویل، د دې لپاره چې مونږه په خپلو پولو حاکمیت ولرو او استرالیا کې د یوې آرامه څوکولتوریزه ټولنې د جوړولو په برخه کې د خپلو هیوادوالو اعتماد له ځان سره ولرو، د دغه ډول پالیسۍ شتون خورا مهم او اړین دی.

نوموړي د استرالیا د پخواني لومړي وزیر جان هاورډ هغه مشهورې خبرې هم کټ مټ تکرار کړې چې ویلې وو، د استرالیا حکومت به دا پریکړه کوي چې څوک استرالیا ته راځي او د کومو شرایطو په اساس راتلې شي.

لومړي وزیر ټرنبل وویل، د ټولنې عام وګړو ته باید دا ډاډ ورکړل شي چې حکومت د مستحقو مهاجرینو د انتخاب حق لري.

آلمان کې د استرالیا د لومړي وزیر مالکم ټرنبل دغه خبرې په داسې حال کې ترسره کیږي چې د آلمان لومړۍ وزیره انجیلا مرکل په دغه هیواد کې د ځینو سیاستوالو لخوا تر نیوکو لاندې ده چې آلمان ته یې څه دپاسه یو میلیون وګړي پرته له کومې منظمې ارزونې داخل کړي.