د ABC خبرپاڼې د یو راپور په حواله د مالیزیا د کوالالمپور په هوايي ډګر کې یو تن د سوریې هیواد پناه غوښتونکې د تیرو ۴۴ ورځو راهیسې بند پاتې دی ځکه هیڅ کوم هیواد هغه ته د تګ اجازه نه ورکوي.

د حسن په نوم دغه ۳۶ کلن کس ABC خبرپاڼې ته ویلي چې که څه هم هغه له ډیرو هیوادونو څخه د مرستې او پناه غوښتنه کړې خو تراوسه هیڅ کوم هیواد هم ورته مثبت ځواب نه دی کړې.

نوموړی وایي، له سوریه څخه وتښتیده ځکه نه یې غوښتل د سوريې پوځ کې په اجباري توګه نظامي خدمت ترسره کړي او خپل هیوادوال ووژني.

نوموړي وایي، اوس سوریې ته بیرته تللې نشي ځکه ویره لري چې هلته به ونیول شي، او مالیزیا کې پاتې کیدې نشي ځکه د ویزې موده یې پوره شوي او همدارنګه کوم بل دریم هیواد ورته تراوسه د ورتګ اجازه نه ده ورکړې، نو له همدې امله د ۴۴ ورځو راهیسې د کوالالمپور په هوايي ډګر کې بند پاتې دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د راپور په اساس د سوریې د جګړې له پیل راهیسې تراوسه قابو ۵.۴ میلیونه وګړي له دغه هیواد څخه مهاجرت ته اړ شوي.

د ABC خبرپاڼه لیکي، حسن یوازې پناه غوښتونکې نه دې چې په داسې حالاتو کې راګیر دی، د هغه په څیر په زرګونه نور پناه غوښتونکي شته چې په بیلابیلو هیوادونو کې له ورته حالاتو سر مخ دي او د حل هیڅ کومه لاره نلري.