که روسان غواړي چې امن کې پاتې شي د افغانستان د امنیت لپاره باید له زړه مرسته وکړي ځکه شته اور هر وخت غزېدونکی دی . په سیمه کې د قاچاقو کر کیله او مخنیوی چې د سیمې لپاره د سونامي حیثیت لري باید په مخنیوي او له منځه وړلو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي ترڅنګ یې شته جګړه چې نه یواځې افغانستان ته ګواښ دی بلکه نړۍ ته ګواښ دی چې افغانستان له نړۍ څخه په دفاع بوخت دی که چېرته نړۍ بې تفاوتي وکړي دغه اور به یې تر لمنې ورسیږي .سیمه ییزې همکارۍ له پاره متحد او واحد فکر په کار دی افغانستان باید د څو اړخیزو او درې اړخیزو تفاهماتو برخه وګرځيافغانستان د همکارۍ ډګر وګرځي نه د رقابتونو ښاغلی اتمر به حتما په خپلو خبرو کې سیمې ته ډاد ورکړي چې د افغانستان خاوره به د سیمې د بې ثباتۍ له پاره نه کارول کیږي.په دې وختونو کې د روسانو او افغان حکومت ترمنځ د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د نظرونو همغږي شتون نه لري چې موږ یعنې افغانان کولای شو د نورو لپاره دغه برخه تعریف او په اړه یې هغوۍ ته ډاډ ورکړو چې ددوۍ لپاره له تروریزم د مبارزې نه کول خطر دی نه د مرستې کول .اوس د افغان حکومت لوړ پوړی چارواکی محمد حنیف اتمر چې د روسیې په سفر بوخت دی موخه یې له دغه سفره دا ده چې په افغانستان کې سولې لپاره ملی اجماع رامنځته کړي چې دلته سوله ددوۍ په ګټه هم ده .اتمر په دې باور دی چی د افغان حکومت دسولې دطرحې په برخه کې چې نړۍ یې ملاتړ کړی ددغې ملاتړ د تطبیق لپاره باید دغه هېوادونه همغږي شي چې دغه همغږي به وشي کولای هم په سیمه کې سوله راولی او هم په سوله کې ددوۍ ګټې خوندي شي .
هغه مهال چې افغان ولسمشر د سولې طرحه وړاندې کړه ټولو هېوادونو دغه طرحه تایید او د ملاتړ ډاډ یې ورکړی وو چې دغه ډاډ پسې د اتمر سفرونو دوام وکړ.روسیه کې د ۱۱۵ هېوادونو د لوړ رتبه امنیتې چارواکو نهم نړیوال امنیتي کنفرانس چې ښاغلي اتمر هم پکی برخه اخیستې په دی کنفرانس کې دنړۍ په امنیت، تروریزم او نشه یی توکو په ګواښونو خبرې چې ددغه کنفرانس هدف دی ترسره کیږي او دی به هڅه وکړي چې په دغه کنفرانس کې ددي ترڅنګ چې په اجنډا کې به برخه اخلي د ناستې په څنډو کې به دنوري نړۍ دامنیتی سلاکارانو سره هم جلسې ولري.
تمه داده چې اتمر به وتوانیږی دافغانستان دسولی ثبات، نشه یی توکو ضد مبارزه او تروریزم برخه کې دمړۍ او سیمې همکارې او همغږې راجلب کړي .افغان حکومت د روسیې مرستې ته د تروریزم په لمنځه وړلو او د نشه یی توکو په ورکولو کې د روسیې رول او مرستو ته اړ دی نو هڅه به یې دا وي چې دغه ناسته په ګټوره وي .اتمر هڅه کوي چې افغانستان د قدرتونو د تقابل په مرکز بدل نه شي.روسيه او نور د سيمې هېوادونه هم بايد پر دې قانع او باوري شي چې تر څو پر دغه اور سړې اوبه تويې نشي، د باروتو او ګوليو په راوړو يې د افغانستان په حدودو كې ايسار نشي ساتلاى.د ملی امنیت شورا مشر چین ته هم سفر کړی وو چې چینایی چارواکو سره د افغانستان پر امنیت خبرې کړې وې د افغانستان د ملی امنیت سلاکار له چینایی چارواکو سره د ترورېزم په وړاندې د مبارزې تر څنګ په افغانستان کې د امن د ټینګښت پر لارو چارو عموماً د ترورېزم په وړاندې د مبارزې او امن د ټینګښت په برخه کې خبرې کړې وې چې چینایانو د خپلو همکاریو تعهد وښود او زیاته یې کړه چې د پخوا په پرتله به خپله همکاری لا زیاتوی اتمر په دې سفر کې د چین د ګډو ځواکونو له لوى درستیز، له خپل سیال، د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسی او پوځی همکاریو پر زیاتېدو هم بحث کړی وو چین په سیمه کې یو له هغو هېوادونو دى چې له پاکستان سره نېږدې اړیکې لری او افغان حکومت تمه لری، پېکینګ به د افغانستان د سولې په پروسه کې اسلام اباد همکارۍ ته وهڅوی.د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه ویلي وو چې د افغان حکومت له خوا د سولې تر وړاندیز وروسته طالبان نور د جګړې لپاره یوه پلمه هم نه لري. چې دوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تخنیکي ټیمونو ګډ کار ته لېوال دي او هیله لري چي‌دا کار به ژر پیل شي تر‌څو د اړیکو د سمون پر وړاندې پراته خنډونه له منځه ولاړ شي.ناصر جنجوعه د افغان حکومت له خوا وسله والو ته د وسلې د وړانیز ستاینه کړې وه او ویلي یې وو چې نور نو طالبان د جنګ د دوام لپاره هیڅ پلمه او بهانه نه لري.دوى ته هم تر ټولو غوره لاره دا ده چې د جګړې او مقابلې پر ځاى بايد د سولې پر يوې داسې سيمه ييزې اجماع توافق وشي چې د سيمې ستونزو او لانجو ته د حل يوه معقوله لاره راوباسي او د لويو هېوادونو د پوځي او سياسي مداخلو په مخه كې په ګډه ودرېږي.