په افغانستان کې دملي وحدت حکوت په راتګ سره ولسمشر محمد اشرف غني اعلان وکړ چې غواړي افغانستان د تقابل نقطي څخه دهمکارۍ په نقطه باندي بدل کړې او دا هېواد وکولي شي چې د سیمې په اقتصادي او سوداګریزه راکړه ورکړه کې مهم او دپام وړ رول ولوبوي چې همدی اصل ته په کتو سره په سیمه او افغانستان کې یو لړ پروژي د ګاونډیو اوسیمه ایزو هېوادونو ترمنځ پیل هم شو او تر د نورو پروژو دپیل لپاره هڅې روانې دي خو په ورته وخت کې یو شمیر هېوادونو د منفي تبلیغاتو په اساس چې په افغانستان کې یې د داعش لپاره وکړه دافغانستان یو شمیر ګاونډیانو منفي ذهنیت واخستلو لکه چې دهمدي منفي ذهنیت دلري کیدو لپاره افغان حکومت په پراخه کچه سیمه ایزي هڅې روانې کړي دي چې له مخې یې په ورستیو کې د روسیې دسوچې په ښار کې دنړۍ دامنیت په اړه دجوړ شوي کنفرانس په څنډو کې د هېواد دملي امنیت د سلاکار ناستي ګاونډیو هېوادونو دلوړ پوړ امنیتي چارواکو سره وی او په دي کې د نوموړي هغه دریځ وو چې نوموړې اړوند هېوادونه په افغانستان کې همکارۍ ته راوبلل او وی ویل چې په افغانستان کې ګډه همکاري د ټولو هېوادون په ګټه ده.
بدبختانه په تیرو څو کلونو کې چې په افغانستان کې طالبان ونه توانیدل چې خپلو جګړه ایزو موخو ته ورسیږي نو طالبانو او د طالبانو ملاتړو استخباراتي کړیو په افغانستان کې داسي تبلیغاتو ته لمن ووهله چې له مخې هڅه کوې دافغانستان اړیکې له روسیې او ایران سره خرابه کړي چې یوه بیلګه یې د داعش لپاره تبلیغاتي کمپاین وو او هڅه یې کوله چې له دي لاري دافغان حکومت او دهغوۍ دنړیوالو متحدینو اړیکې له ګاونډیو هېوادونو سره خرابي کړي خو دافغان حکومت پیغامونه په دي برخه کې خورا روښانه دي او دوۍ په ښکاره ډول سره ګاونډیو هېوادونو ته ویلې دي چې مونږ د ښه تروریست او بد تروریست فرق ته قایل نه یو او نه په دي نوم باندي څه پیژنو بلکې افغان حکومت د ټولو پر ضد یو شان مبارزه کړي ده د افغانستان امنیتي ځواکونو د داعش او طالب او ټولو تروریستي ډلو پرضد یو شان مبارزه کړي ده او دخپلو قربانیو په مقابل کې یې دسیمې او ګاونډیو هېوادونو امنیت ساتلې دی .
بل مهم پيغام چې هر وخت ورکړل شوی دي او دا ځل دروسي په ناسته کې د ملي امنیت سلاکار ورکړ هغه دا داي که تاسو په کومه برخه باندي اندیښنه لرئ راځئ په ګډه یې وڅیړو ان مونږ اماده یو چې ستاسو نظامي استازو سره ګډ کار وکړو او ټول هغه مسایل روښانه شي دکومو نه چې تاسو اندیښنه لرئ .
زه فکر کوم د دومره ښکاره پیغام ورکولو سره نور سوال نه پيدا کېږي چې یو څوک دي او یا هم کوم ګاونډی هېواد دي دافغانانو په قربانیو او مبارزه چې د تروریزم پرضد یې کوي شک وکړي ځکه له یوي خوا مونږ دښه او بد تروریزم توپیر نه منو او له بله پلوه هر راز ګډې همکارۍ ته امادګې لرو چې له مخې یې دنشه یې توکو او تروریزم پرضد ګډه مبارزه وشي .
نو دي مسایلو ته په کتو سره اوس ګاونډیو هېوادونو ته په کار ده چې باید دافغانانودا مسایلو ته لبیک ووایې او دا درک کړي چې دترهګرو ډلو څخه ملاتړ باندي نه یوازي داچې دوۍ کومې نتیجې ته رسیدلي شي بلکې دوۍ نشي کولي له دی لاري خپل اهداف یا موخې تر لاسه کړي بلکې یوازي به د دوۍ ملي امنیت تر ګواښ لاندي وي ځکه په نړۍ کې د ترهګرۍ او نشه یې توکونوي څپه دکوم ملت او یا هم دهېواد پرضد نه ده بلکې دوۍ پراخه سیمه او دپولو ماتول غواړي او په دي ماتولو کې د دوۍ ګټې دي ځکه دوۍ دخپلو قاچاقي کاروبار لپاره او نورو مسایلو لپاره باید داسي وکړې همدارنګه په افغانستان کې روانه جګړه او تروریزم یوازي دهمکاریو له مخې له منځه وړل کېږي نه د رقابت که چیرته دافغانستان ګاونډي هېوادونه هڅه کوې چې دطالبانو او یانورو تروریستي ډلو څخه په ملاتړ سره به وکولې شي چې په افغانستان کې خپلو موخو ته ورسیږي بلکې دا غلطه نظریه ده همدا نظریه یو وخت پاکستان مخته وړله چې اوس یو شمیر اورپکې خپله دپاکستان ضد شول او په ډیره اسانۍ سره دپاکستان ملي امنیت ګواښي .
دوهم داچې په افغانستان کې که چرته دیو مرکزي حکومت سره مرسته ونشي نو ښکاره ده چې هغه تروریستي ګروپونه چې داړونده هېوادونو دي لکه دمرکزي اسیا او چین او په افغانستان کې میشت دي دا به ددوۍ پرضد دافغانستان دناامنۍ څخه ګټه پورته کوې او د دوۍ پرضد به مبارزه چټکه کوې چې دا یې بل لوي خطر دی .
نو اوس وخت ددي دی چې په افغانستان کې باید ګډ کار وشي او ددي ګډ کار په اساس شکونه له منځه لاړ شي اودا ګډ ګواښ په ګډ فرصت باندي بدل شي چې هغه فرصت د سیاسي ، نظامي او اقتصادي همکاریو وي .