را روانه زړه بوګنونکي تراژیدي
اوس د افغانستان اکثریت خلک نه غواړي چې د رایو مرکزونو ته ولاړ شي او هلته د راتلونکو پارلماني ټاکنو د پاره خپل نومونه ولیکي . د خلکو دا غبرګون د کابل د ادارې چارواکي او د هغو ملاتړ کونکي وارخطا کړي دي.
د افغانستان اداره تل دا ډنډورې وهي چې دوی د لاسته راوړنو څخه یوه هم ټولټاکنې دي چې په هغه کې خلک ګډون کوي او خپل استازي ولسوالیو شوراګانو ، ولایتي شوراګانو او مرکزي پارلمان ته لیږي او هم د هیواد اولس مشر د دوی له خوا ټاکل کیږي.
په راتلونکو ټولټاکنو بی باوري او د رایو ورکولو د پاره د خلکو نه نوم لیکنه ، د ملي وحدت حکومت د پاره ستره سیاسي ماتي بلل کیږي .
اوس پوښتنه دا رامنځته شوي ده چې ولې خلک نه غواړي د پارلماني ټولټاکنو د پاره نومونه ولیکي؟
په افغانستان کې یوه نوي سیاسی تجربه رامنځته شوه ، هغه دا چې دیکتاتوري ته د دموکراسي رنګ ورکول ډیر دوام نه کوي او د نظام د اصلی واکمنانو څیرې خلکو ته بربنډې کیږي.
د طالبانو د حکومت په ماتي سره د لوټمارو او په جنایتونو کړیو د لویدیز د ملاتړ د تر لاسه کولو د پاره ځانونه تر ټولو زیات د دموکراسی پلویان وبلل او لویدیز ته د دوکې د ورکولو د پاره د لویدیز لباسونه واغوستل او ځانونه یی په همغه بڼه سره عیار کړل. د لویدیز د پاره هم دا کړۍ د باور وړ وې او واک ته د دوی په رسیدو او د واک په ټینګښت کې یې ورسره مرسته وکړه.
لویدیز ددې له پاره چی نړیوالو ته په افغانستان کې د خپل راتګ له پاره د نورو دلایلو په اړخ کې یو بل دلیل زیات کړی وي دا یې په ډاګه کړه چې دوی د افغانستان د خلکو سره د دموکراسي په ټینګښت کې مرسته کوي.
دوی په دې فکر کې و او یا بې خبره و ، چې د افغانستان خلک د دموکراسی په هکله معلومات نلري او یا دا پدیده دلته تجربه شوي نه ده.
د افغانستان ټولنه تر ټولو زیاته دموکراتیکه ده ، دلته سیاسی او ټولنیز ژوند په جرګه او مرکه باندې ولاړه ده . په پښتني جرګه کې هر وګړی ( د میرمنو په ګډون ) ګډون کولی شی ، د نظر ورکول او په تصمیم نیولو کې ټول برابره برخه لري .
دوی په جرګو او مرکو کې د خپل برخلیک په هکله د هیواد د مشر څخه نیولي تر کوچنی ګډ کار د پاره په جرګو او مرکو کې تصمیم نیسي. د پښتنو جرګه زرګونو کاله تاریخ لري او تر اوسه په دې جرګو او مرکو کې د ټولنیز او سیاسي ژوندانه ډیر اړخونه تنظیم شوي دی. په هغه مهال کې چې د افغانستان خلکو میرویس نیکه او یا احمدشاه بابا د واک د پاره غوره کیدل لویدیز په اوږده خوب ویده و.
دا چې د امیر شیرعلی د حاکمیت په مهال د پارلمان د جوړیدو د پاره هڅه وشوه تر څو په دولتي جوړښت کې پارلماني سیستم رامنځته کړل شی خو ونه توانیده.
نږدې یوه پیړۍ مخکي افغانستان پارلمان درلود ، په دې پارلمان کې د هیواد د مهمو چارو په هکله تصمیمونه نیول کیدل. همدارنګه نیمه پیړۍ مخکی په افغانستان کی پارلمان وجود درلود چې په کې د مشرانو جرګه او اولسي جرګه شامله وه. باید ووایو چی نوموړو پارلمانونو ته منظمې ټولټاکنې تر سره کیدې.
د کابل ادارې له خوا ( د فاسدو او لوټمارو کړیو په خوښه ) د رامنځته شوو کمیسیونونو په تیرو کلونو کې د ( ستاسو رایه ، ستاسو راتلونکی ) پیام ورکاوه. دوی ددې څخه بې خبره و ، چې د افغانستان خلک ، د انتصابی کمیسیونونو له کارکونکو څخه زیات د ټولټاکنو په اهمیت پوهیږي.
د افغانستان خلکو په دې برسیره چې د کابل د فاسدې ادارې له خوا په رامنځته شوو کمیسیونونو باور نه درلود ، مګر بیا هم د ټولټاکنو کارتونه یې واخیستل او په ټولټاکنو کې یې ګډون وکړ.
1. د خلکو د لاسونو ګوتې غوڅې کړل شوې
2. د ټولټاکنو مرکزونو ته د تګ په لار کې ووژل شول
3. د دوی کورونه په توغندیو وویشتل شول.
4. زاړه بوډاګان او نوي واده شوي پیغلې د رایو ورکولو مرکزونه ولاړل
د هغه څه له پاره چی خلکو یې غوښتنه کوله هغه ونه شول . د ټولټاکنو داسې پایلې اعلان شوې چې د خلکو د پاره د منلو وړ نه وې :
1. د پارلمان له پاره څوکې په روپیو خرڅې شوې.
2. خلک په چل او دوکه اړ کړل شول چې مغرضو کسانو ته رایې ورکړی.
3. په فرمایشي توګه کسان پارلمان ته ولاړل
4. د اهلیت او د خلکو د رایو په بنسټ وکیلان غوره نه شول
5. د ولایتونو څخه په غیر متناسبه توګه په پارلمان کې استازیتوب ورکړل شو.
6. او داسې نور
په افغانستان کې د ټولټاکنو بهیر داسی تنظیم شو ، چی د هیواد اکثریت اولس ( پښتون ) پکې څنګ ته کړل شو. پښتون میشته ولایتونو ته په پارلمان کې استازیتوب د نفوسو په اندازه ورنکړل شو او ددی له پاره چې پارلمان کې د پښتنو استازیتوب نور هم کم کړل شی ولایتونه یی د انتخاباتی حوزو په توګه غوره کړل . په دې اړخ کې په قصدي توګه د وسله والو ډلو په همکاری سره یی د پښتنو سیمې نا ارامه کړې تر څو د رایو مرکزونو ته ولاړ نشي.
د اولسمشری ټولټاکنې د پارلماني ټولټاکنو زیاتې بدنامې شوې د اولسمشری ټولټاکنو رنګ بدي ټوله نړۍ اریانه کړه. راتلونکي اداره د خلکو د رایو په بنسټ رامنځته نه شوه:
1. اولسمشر او اجراییه رییس د دوو وګړو د موافقې په بنسټ غوره شول
2. اجراییه ریاست په غیرقانوني توګه ایجاد کړل شو
3. دولت د دوو کسانو تر منځ په دوه نیمه توګه وویشل شو.
باید ووایو چې په افغانستان کی موجوده پارلمان چی نږدې اته کاله په غیر قانوني توګه ناست دی او د هیواد د ژوند د مختلفو اړخونو په هکله تصمیمونه نیسي او یو شمیر اسنادو ته قانوني جنبه ورکوي او وزیرانو ته د بډیو په بدل کې ( ښایی دوه یا درې تنه دا کار ونکړي) رايی ورکوی او وزیران غونډو ته راغواړي.
خو په تیرو دیارلسو کلونو کې خلکو ولیدل چې د پارلمان اکثریت غړي :
1. د ځمکو په غصب کې لاس لري.
2. د نشه یی توکو په قاچاق کې لاس لري.
3. د قیمتي کاڼو په استخراج او قاچاق کې لاس لري.
4. د یو شمیر اختطافونو شاته دوی دي.
5. قومي ، مذهبي او ژبنیو اختلافاتو په رامنځته کولو کې لاس لري.
6. خپلې شخصي او تتنظیمي ګټې تر ملي ګټو لوړې ګڼي.
7. حتی ځیني کسان یې د بهرنیو هیوادونو سره په اړیکو تورن کیږي.
8. د زور غږولو او قانون ماتولو سمبولونه ګڼل کیږي.
9. په پارلمان کې د اوتو بوتو په ویلو سره د خلکو ذهنونه مشوش کوي.
10. د پارلماني مصوونیت څخه ناوړه استفاده.
11. او نور
همدا خبره ده چې خلکو ته په بشپړه توګه بربنډه شوه چې :
په افغانستان کې دموکراسي وجود نلري ، بلکې دلته د فاسدو لوټمارو او په جنایتونو تورنو ډلو دیکتاتوري نظام حاکم دی.
له همدې امله د افغانستان خلک نه غواړي چې په دې فرمایشي تش په نامه تیرایستونکو ټولټاکنو کې ګډون ونکړي. دا ځکه چې :
1. راتلونکي پارلمان ته به اکثریت کسان د غیر قانوني لارې ننوځي.
2. دوی به ددې په ځای چی د هیواد ستونزې اوارې کړي دوی به زیاتې ستونزې رامنځته کړي.
3. د هیواد د خلکو د سرګردانیو سبب به شي.
4. غصب ، قاچاق ، اختطاف او زور غږول به د پخوا څخه زیات شي.
5. د کابل فاسدې نادرې ، نړیوال تصویر به له پخوا څخه زیات بد رنګ شي.
6. نا امني به زیاته شي
7. لوږه ، بیکاري او لوټ به له پخوا زیاته شي.
8. د اوس په شان به راتلونکي پارلمان هم د هیواد د خلکو د پاره یو د سر دړد وي.
9. او داسې نور
همدا خبره ده چې د هیواد زیاتره اولس دا وایی چی موږ نه غواړو په خپلو رایو سره د هیواد راتلونکی له ستونزې رامنځته کړو حتی ځيني وایی : په اوسنی میکانیزم ، بیکاره کمیسیون ، د ارګ او اجراییه ریاست په لاس وهنو په صورت کې د رایی ورکول د هیواد سره خیانت دی او په دی خیانت کی برخه نه اخلم.
ددې له پاره چې د ټاکنو میکانیزم بریالی او روڼ واوسي :
1. ټول هغه کسان چې په څارنوالی کې دوسیه لري باید د نوماند کیدو مخنیوی یی وشي.
2. همدارنګه باید کمیسیون اعلان وکړي که چیرې څوک د کوم نوماند په هکله حقوقي ادعا ولري باید څارنوالی ته مراجعه وکړي تر څو په فساد ککړ ، مجرمان او جنایتکاران پارلمان ته لار پیدا نکړي.
3. ټول هغه کسان چې د قوم ، مذهب ، ژبې په نوم غواړي د خلکو رایې تر لاسه کړي باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.
4. د ټولټاکنو یو بې پرې او د ټولو د باور وړ ملې کمیسیون رامنځته شي
5. هره ناحیه او ولسوالی دې یوه انتخاباتي حوزه وګڼل شي.
6. په پارلمان او ولسي جرګه کې د ولایتونو څخه د وکیلانو په شمیر باید د سره کتنه وشي. او هر ولایت ته دې د رښتیني نفوس په اندازه استازیتوب ورکړل شي.
7. د افغانستان ټولو خلکو ته دې زمینه برابره کړل شي چې په ټولټاکنو کې برخه واخلي.
8. داسی مقرره دې رامنځته شي چې د تیرو پارلمانونو د غړو د نوماند کیدو مخنیوی وشي.
9. د پخوانیو پارلمانونو غړو د کړنو په هکله دې بې پرې څیړنه وشي اوهغوی چې په جرمونو او جنایتونو تورن کیږي باید سخته جزا ورکړل شي.
10. هیچا ته دې اجازه ونکړل شي چی په میلمستیاو ، سوغاتونو او نورو امتیازاتو په ورکولو سره رایی ترلاسه کړي.
11. د انتخاباتی سرغړونو د پاره دې تر ټولو سخته جزا ورکړل شي.
12. او نور
یو شمیر ډلې او ټپلې هڅه کوي چې د ټولټاکنو له لارې توکمیزه کودتاوې تر سره کړي. په تیرو ټولټاکنو کې دا ډول مثالونه ډیر لیدل شوي دي چی د هغه وخت د ټولټاکنو کمیسیونونو او اولسمشر پرې سترګې پټې کړي دي.
یو له هغو مثالونو څخه د غزني ولایت دي . په نوموړي ولایت کې د پښتنو سیمې د ولسوالو ډلو له خوا په قصدي توګه نا ارامه کړل شوې او خلک دې ته پرې نښودل شول چې په ټولټاکنو کې برخه واخلي . همدا خبره وه چې نږدې دیارلس ولسوالی په پارلمان کې د استازو د شتون څخه بې برخې کړل شول او یوازې د یوې ولسوالی کسانو پارلمان ته لاره پیدا کړه. نوموړو کسانو یوازې او یوازې د هزاره ګانو د ګټو ساتنه کوله د دوی د پاره د غزني نورو سیمو اهمیت نه درلود.
ورته پیښې په کندز ، بغلان، بلخ ، بادغیس ، تخار، هرات ، پروان ، او نورو ولایتونو کې هم رامنځته شوې دي . په همدې ولایتونو کې د جعلي وسله والو ډلو په واسطه سره پښتانه دې ته اړ کړل شول چې په ټولټاکنو کې برخه وانخلي .
له همدې امله اړینه ده په هره ولسوالی او یا سیمه کې چې امنیتي شرایط سم نه وي باید څوکۍ یې په پارلمان کې تشه پریښودل شي تر د شرایطو په سموالی سره بیرته هلته ټولټاکنې تر سره شي.
د کابل د ادارې اولسمشر باید دا ټکی درک کړی وي چې د ټولټاکنو اوسنی کمیسیون د خلکو په نظر وړ کمیسیون نه دي . د دوی په نظر دا کمیسیون نه شي کولی ټولټاکنې په ښه ډول د قانون سره سم اداره کړي او هم ډیر امکان لري چی د ځانګړو ډلو او کسانو په ګټه د ټاکنو په بهیر کې ګوتې ووهي.
داسې لیدل کیږی چې د ټولټاکنو اوسنی میکانیزم شفاف ندی او راتلونکو ټولټاکنی به سراسری ، شفافی او ازادې نه وي په هغه صورت کې :
1. سیاسي او امنیتی بې ثباتي به زیاته شي
2. دولتي اداره به د پخوا په نسبټ ډیر کمزوري شي.
3. د توکمونو تر منځ به بې باوري زیاته او حتی کیدای شي توکمیزه برخوردونه رامنځته شي.
4. د دولت انکشافي پلانونه به پلي نه شي.
5. راتلونکی پارلمان په د هیواد د پاره په ستره ستونزه بدل شي.
اوس نو انتخاب د اولسمشر او د اجراییه رییس په لاس کې دی چې :
با ثباته افغانستان غواړي
او که د فاسدو او متعصبو کړیو خوشالي؟
دا ښکاره ده چې اولسمشر او اجراییه رییس به د پخوا په شان د فاسدو کړیو د خوشالی د پاره د ټولټاکنو په میکانیزم کې د مثبت بدلون د راتګ او د خلکو دغوښتنو په نظر کې نیولو پرته ، د ټولټاکنو په اوسنی بهیر ټینګار وکړي ، په هغه صورت کې به په هیواد کې زړه بوګنونکي تراژیدي رامنځته شي . د هیواد ثبات به له منځه ولاړ ، اداري نظام به وپاشل شي.