په وروستیو کلونو په ځانګړې توګه د ملي یووالي حکومت له رامنځ ته کېدو را پدیخوا د ټولنې د یو اوسېدونکي په توګه مې تل د افغانستان له ګڼ شمېر ادارو، بنسټونو او پېژندل شویو څېرو د ملي یو والي غږونه تر غوږو شوي او داسې ډیر شعارونه مې اورېدلي او همدارنګه په لویو- لویو بیلبورډونو کې مې هم ډیر څه په دې اړه تر سترګو شوي او دا پروسه لا هم روانه ده. خو، کله چې خبره د عمل ډګر ته شي بیا نو د ملي یووالي د ډول غږونکي بې سوره او بې لیه دي، څوک یوې خواته روان دي او څوک بلې. په عمل کې هیڅ نه تر سترګو کېږي، هر چاته خپل شخصي او ګوندي ګټې تر ملي ګټو ډیرې مهمې او تر هر څه ورته لومړیتوب ورکوي.
خو له بله اړخه د حکومت د دریو ځواکونو په منځ کې بیا محدود داسې بنسټونه هم ترسترګو شي چې هرڅه یې په کارونو کې له ورایه ښکاري او تر خپلې وسې د ملي ګټو د خوندي کولو، د افغانستان د وروڼو قومونو ترمنځ د اتفاق او یووالي د رامنځ ته کولو، او د هېواد خیر او فلاح لپاره یې لستوڼي بډ وهلي او په دې برخه کې یې لاسته راوړنې د ستایلو دي. د اجرائیه او قضائیه ځواکونو ترڅنګ د هېواد مقننه ځواک ته د خلکو د استازو په توګه د ټولو سترګې دي ترڅو ترې د یووالي او ورورولۍ پيغام او چیغه راووځي. خو د ملت دا هیله لا په مجموع کې نه ده پوره شوې. مقننه ځواک یا ملي شورا له دوو جرګو جوړ دی، یوه یې ولسي جرګه او بله هغه یې مشرانو جرګه ده. په ټوله کې دواړو ته د ملت د کور خطاب کېږي. خو زه بیا په بشپړ ډول دواړو مجلسونو ته په ګډه او یو پکیج کې د ملت د کور خطاب نه شم کولای. په ولسي جرګې خو مې هیڅکله د "ملت د کور" کلمه نه لوریږي.
لوستونکي باید د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ترمنځ تفکیک قایل شي. د ولسي جرګې د اکثرو غړو د پریکړو بنا تل ګوندي، شخصي او مالي ګټې وي. اما د هېواد د ملي شورا د مشرانو جرګې قضیه بیا برعکس ده. د یو افغان په صفت دې جرګې ته په ډير ویاړ سره د ملت د کور خطاب کولای شم. دا په داسې حال کې دي چې، کیدای شي ددې جرګې محدود غړي د هېواد د بربادۍ او وروڼو قومونو ترمنځ د درز د ایجادولو ډولونه وغږوي او د پردیو کړیو ساز ته څڼې واچوي خو اکثریت هغه یې بیا تل په خپلو پریکړو کې د ملت ګټه او هوساینه په نظر کې نیولې وي.
د بېلګې په توګه، ولسي جرګې د رایو په اکثریت سره د وګړو د احوالو د ثبت په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان چې په هغه کې یې د وګړو د احوالو د ثبت قانون شپږمه ماده تعدیل کړې وه رد کړ او اعلان یې وکړ، چې د وګړو د احوالو د ثبت قانون مرعی الاجرا دی. دا په داسې حال کې دي چې د ولسي جرګې غړي په دې پوهېدل چې ددې مادې تعدیل له ځینو مغرضو او افغانستان دښمنه کړیو پرته د افغانستان د ټول ملت غوښتنه ده خو بیا يې هم د ملت پر غوښتنو ملنډې ووهلې، هیڅ ارزښت یې ورته ورنکړ او د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون د شپږمې مادې تعدیل یې رد کړ. اما برعکس مشرانو جرګې بیا د ملت دغه نیم ژواندې هیلې ته ساه وبخښله.
ځکه نو د مشرانو جرګې د نورو مثبتو او افغانستان شموله پرېکړو ترڅنګ یوه هغه یې په دې وروستیو کې د ولسي جرګې د پریکړې پر خلاف د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون د شپږمې مادې د تعدیل تصویب وو چې په برېښنايي پېژندپاڼو کې یې د اسلام او افغان کلمو شتون د رأيو په اکثریت سره تائید کړ. وروسته بیا د ګډ کمیسیون په کاري پروسه کې چې له امله یې د یاد قانون د شپږمې مادې تعدیل د دواړو جرګو د استازو له لوري تائید شو بیا هم د مشرانو جرګې د استازو رول رغنده وو.
داسې انګېرل کېږي چې د مشرانو جرګې په پرېکړو د یادې جرګې د رییس نقش ځانګړی ځای لري او تل مثبت لوري ته د ذهنیتونو په سوق ورکولو کې هلې ځلې کوي. څومره مې چې اورېدلي او د رسنیو له لارې کتلي، تل یې ملي موقف خپل کړی وي او ټینګار یې د ملي ګټو پر خوندې کولو وي.
دریغه! زموږ په اصطلاح مظلوم ولس د خپلو رایو په ارزښت پوهېدلای او ولسي جرګې ته یې داسې څیرې لېږلي وای چې د خپلو ګټو پر ځای یې د ولس ګټې په نظر کې نیولې وای او د خپلو موکلینو ستونزې یې اورېدلې وای. په هر حال، یو ځل بیا پارلماني ټاکنې کېدونکي دي او د رأیه ورکونکو د نوم لیکنې پروسه پیل شوې ده. زموږ ولس ته دا یو بل چانس دی چې باید له لاسه یې ورنکړي.
اوسهمال په شرایطو برابر کسان باید په دې پروسه کې نوم لیکنه وکړي او د رأیه ورکونې کارت ترلاسه کړي. د رأیې اچونې کارت په اوس وخت کې هغه وسله ده چې موږ په ډيرې آسانۍ پرته له دې چې چاته مو ضرر ورسیږي خپلو موخو ته رسولی شي. له بله اړخه، زموږ په ظاهر کې بیدار او په باطن کې ویده ولس (په ځانګړې توګه پښتانه) باید نور خپلې سترګې خلاصې کړي او راتلونکو ټاکنو کې داسې څیرو ته رأیه ورکړي چې ظاهر او باطن یې یو وي، په هېواد او خپلې سیمې مین وي، کمیشن کاري یې نه وي زده او د موکلینو د ستونزو د هواري په ځای خپل جیبونه څرب نه کړي.
#