اتمر هڅه کوي دعربو په څېر د پاکستان بل دوست چین ته هم قناعت ورکړي چې په سیمه کې دپاکستان د ناامنۍ پالیسي سره مخالفت وکړي او اړ یې کړي چې سوله دسیمې په ګټه ده اتمر به په دغه سفر کې د اورپکو له هغو ګواښونو هم خبر ورکړي چې په ترکستان کې دچين په وړاندې د ګواښونو امکانات شته ترڅنګ به یې په سیمه کې دترهګرۍ د لمن پراختیا نشه یی توکو کرکیله او قاچاق ترڅنګ دښې سوداګرۍ لپآره د امکاناتو په برخو کې هم دچین قناعت حاصل کړي .
ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د وري په ۲۹مه نیټه د چین د ولسي جمهوریت د ولسمشر د مرستیال په رسمي بلنه نوموړي هېواد ته سفر وکړ. د دې سفر په ترڅ کې به له مهمو سیاسي او امنیتي چارواکو سره وکتل نوموړي په دغه سفر کې د چین د مرکزي سیاسي کمیټې مشر، د دولتي اموراتو د انسجام وزیر،د چین د دولتي امنیت وزیر - د کورنیو چارو وزارت برابر ،د چین د مشترکو ځواکونو لوی درستیز،د ملي امنیت سلاکار سره کتل دي اتمر به د چین د ولسي جمهوریت لخوا نولسمه کانګره په بریالیتوب سره تر سره شوه او په اساسي قانون کې یې تغیرات راوستل، چې د افغانستان د خلکو او ولسمشر لخوا مبارکي وړاندې کول هم شامل
دي چین او افغانستان ۹۳ کیلومیتره مشترکه پوله لري.دواړه هېوادونه د تاریخ په اوږدو کې ملګري او ګاونډي هېوادونه دي د دوو ګاونډیو هیوادونو په توګه یې په اړیکو کې تداوم او تسلسل موجو دی.د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د درې اړخیزې ناستې، کابل کنفرانس، تاشکند کنفرانس او نورو ډیپلوماتیکو همکاریو څخه مننه وکړي چین ته د ښاغلي محمد حنیف اتمر د سفر ګڼې موخې دي چې په دغو موخو مهمې یې پر پاکستان د چین اغیز او په دغه برخه کې پاکستان اړ کول دي چې په دې سره به په سیمه کې دسولې دروازې پرانیستل شي د سولې له بهیر څخه ملاتړ، له ترهګرۍ سره مشترکه مبارزه، سیمه ییزه همکاري او اقتصادي اړیکې د چین پر وړاندې د شرقي ترکستان د خپلواکۍ غورځنګ ETIM ته طالبانو ځای ورکړی او طالبان د پاکستان له ملاتړ څخه برخه مند دي، نو مستقیماً دا کار پاکستان کوي چې چین به دخپل ځان د سکون لپاره دغه چاره ترسره کوي .
که چیرې پاکستان د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي نو د شرقي ترکستان د خپلواکۍ غورځنګ د تحرکاتو مخه نیول کیږي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عمل پلان د ترتیب له پاره درې غونډې شوي دي، ۲۰ موارد دي ، چې پاکستان یې باید و مني. پاکستان د دې ټکو د منلو له پاره د چین لخوا وهڅول شي.
۷ پرانسیپونه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پرې هوکړه شوې ده د صادقانه عملي کولو په موخه دې پاکستان و هڅول شوي د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه دې درې اړخیز مکانیزم دوام پیداکړي د کابل پروسې ناستې او د هغې په دوام د تاشکند کنفرانس په خاص ډول طالبانو ته د سولې له وړاندیز څخه د چین د ملاتړ توقع ، که چیرې د سولې په برخه کې د قطر دفتر همکاري نه کوي، د دې دفتر له دوام سره توافق نه لرو په دې برخه کې د چین ملاتړ د افغانستان او چین تر منځ د امنیتي همکاریو له پاره د پام وړ تړونونو نشته، په افغانستان او سیمه کې د امنیت د ټینګښت، ترهګرۍ سره مبارزې، د نشي توکو تولید، قاچاق، د سولې او ثبات د بهبود په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو پراختیا ته اړتیا ده دوه جانبه امنیتي تړونونه باید ترتیب او لاسلیک شي په سیمه کې مشترک تهدیدونه لرو، خارجي ترهګر، د نشه یي توکو تولید او قاچاق د نشه یي توکو خلاف تړونونه د غریزې لوا جوړیدلو په برخه کې همکاري په سیمه کې دمشترکو ګواښونو د له منځه وړلو په موخه مشترکه ستراتیژي را منځته شي د شرقي ترکستان د ازادۍ غورځنګ د حضور په اړه د چین تشویش درک کولی شو دا یو ترهګریز سازمان دی په اړه یې لازم اقدمات او عمل کوو دا سازمان تر اوسه محدود ساتل شوی او زموږ سرتیرو ډیرې قربانۍ په دې برخه کې ورکړي دي د دې ترهګریز سازمان د له منځه وړلو له پاره مشترکې هڅې په کار دي.
چین په افغانستان کې د پانګونې له پاره چمتوالي لري، زموږ توقع دا ده، چې د کانونو، زیربنا پروژو لکه بریښنا بندونو، سړکونو، د اوسپنې پټلۍ او نورو برخو کې همکاري وکړي چین د دولتي کارمندانو له پاره ۵۰۰ کورونه جوړوي د ظرفیت سازۍ په برخه کې همکاري کوي.
د سیمه ییزې همکارۍ له پاره متحد او واحد فکر په کار دی افغانستان باید د څو اړخیزو او درې اړخیزو تفاهماتو برخه وګرځي افغانستان د همکارۍ ډګر وګرځي نه د رقابتونو ښاغلی اتمر به حتما په خپلو خبرو کې سیمې ته ډاد ورکړي چې د افغانستان خاوره به د سیمې د بې ثباتۍ له پاره نه کارول کیږي.