د استرالیا یوه دولتي مطالعه چې د دغه هیواد د مهاجرت په سیستم او د مهاجرینو د قبلولو په کلنۍ کچې ترسره شوې، دا په ډاګه کړې چې د ډیرو مهاجرینو قبلول د استرالیا حکومت ته اقتصادي ګټې رسوي.
دغه مطالعه د تیرې سه شنبې په ورځ خپره شوه چې د استرالیا د کورنیو چارو وزارت او د دغه هیواد د خزانې ریاست لخوا په ګډه ترسره شوې.
د یادې مطالعې شنونکو د کمو مهاجرینو د قبلولو د اوسنۍ تګلارې له امله اندیښنې ښودلي او دا یې څرګنده کړې چې استرالیا ته راغلي کډوالو اقتصاد کمزورې کړې نه دې بلکه هغه یې لا پیاوړې کړې.
د دغه تحقیق په اساس مهارت لرونکو کډوالو په حقیقت کې د استرالیا په ملي شتمنۍ کې زیاتوالې راوستی او همداشان په عمومي توګه دغه ډول کډوال استرالیا کې د حکومت په مالي مرستو ژوند نه تیروي.
په یاد تحقیق کې همدارنګه ویل شوې چې یوازې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ چې کوم کډوال استرالیا ته راغلې، هغوی به په راتلونکو پنځو لسیزو کې لږترلږه د لس بیلیونه ډالره په ارزښت مرسته د استرالیا له ملي بودیجې سره وکړي.
په تحقیق کې خبرداری ورکړل شوې چې که د کډوالو د قبلولو کچه اوس راټیټه شي نو په اوږده مهال کې به د استرالیا په اقتصادې ودې او په دغه هیواد کې د وګړو د ژوند کولو په معیار اغیز ولري.
دغه موندنې په داسې حال کې خپرې شوې چې استرالیا کې د کډوالو د قبلولو په کلنۍ شمیرې ملي بحث روان دی.