د لویدیځې جاکارتا د کالدیراس مهاجرت توقیف خونې ته مخامخ ګڼ شمیر کډوال او پناه غوښتونکي لیدل کیږي چې د عمومې سړک څنګ ته په کوچنیو خیمو کې ژوند تيروي.

دغه کډوال چې یو شمیر یې یوازې او یو شمیر له خپلو کورنیو سره په دغه خیمو کې اوسیږي، په حقیقت کې د یو ښه ژوند په لټه اندونیزیا ته راغلي خو داسې بریښي د هغه ښه ژوند امیدونه یې لا تراوسه نه دي پوره شوي.

په دغه کډوالو کې یو هم افغان وګړې ذبیح الله نظري دی، چې د نوموړي په وینا څلور کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره یوځای د افغانستان له جګړو وتښتیده او اندونیزیا ته کډوال شو.

خو اوس ذبیح الله د کالدیراس مهاجرت توقیف خونې مخته په یوه خیمه کې له خپلې میرمنې او دوه کوچنیو ماشومانو سره د کړاونو او ستونزو ډکې شپې ورځې تيروي.

نوموړی وایي، د سیمې خلک ورسره د خوراکې توکې په برخه کې کله نا کله مرستې کوي خو د روغتیايي ستونزه د حل لپاره هیڅ کومه چاره نلري.

هغه وايي، هیله یې درلوده چې له اندونیزیا څخه به کوم بل پرمختللي هیواد ته لاړ شي، خو د نوموړي په باور دا کار اوس شونې نه دی. ذبیح الله وايي اوس یوازینۍ هیله یې دا ده چې د خپل فامیل لپاره اندونیزیا کې پناه ترلاسه کړي.