د استرالیا حکومت په پام کې لري د هغه دولس نیم زره کډوالو مالي ملاتړ په بشپړه توګه له منځه یوسي کوم چې استرالیا کې د کډوالۍ د درخواستونو د قبلیدو په انتظار ژوند تیروي.

د کډوالو د مدافع ډلو په باور د لیبرال او ملي ګوندونو د ایتلاف دغه اقدام داسې طرحه شوې ترڅو دغه کډوال بې کوره او بېوزله کړي او له همدې کبله هغوی اړ کړي چې خپلو هیوادونو ته بیرته ستانه شي.

دغه زرګونه شمیر کډوال له کلونو راهیسې استرالیا کې په موقتي ویزو ژوند کوي او تمه لري چې د استرالیا حکومت به یې د مهاجرت غوښتنلیکونه قبول او دوی ته به پناه ورکړي.

همدارنګه د دغه کلونو په اږدو کې دوی ته د کار کولو حق هم نه وه او یوازې د حکومت همدغه مالي ملاتړ ته سترګې په لار وه.

د مدافع ډلو په وینا د حکومت په دغه مالي ملاتړ کې هر کډوال ته هره اوونۍ ۲۷۰ ډالر او همداشان د اوسیدو لپاره کور او روغتیايي خدمتونه ورکول کیدل.

خو د استرالیا حکومت وایي چې د اپریل میاشتې له نهمې نیټې وروسته دغه ملاتړ د هغه کسانو لپاره له منځه وړې چې دندو ته اماده دي.

خو مدافع ډلې بیا وایي چې ډیری دغه کډوال اوس په زدکړو بوخت او د دې اقدام له امله اړ دي چې پوهنتونونه پریږدي او د دندو موندلو په لټه شي.

همدارنګه نور هغه پناه غوښتونکي هم چې د وظیفوي مهارت درسونه او یا د انګلیسي ژبې زدکړو کې بوخت دي باید عاجل ځانونو لپاره دندې پیدا کړي ترڅو خپل ملاتړ پرې وکړي.