د ولسمشر محمد اشرف غني په مشری د ملي وحدت حکومت مشرتابه د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د خپل نوم ثبتولو سره، د روان ۱۳۹۷ کال د وري په ۲۵مه نیټه دغه چاره رسماْ پيل او ژمنه یې وکړه چې د تلې په ۲۸مه به سراسري، خپلواکي، رڼې او د حکومت له هر ډول لاسوهنې پرته، ټاکنې تر سره کیږي. 

له هغې ورځې بیا ترننه ۱۴ ورځې تیریږي، په ټول هیواد کې له ۷۰۰زرو کسانو په شاوخوا کې نوملیکنه کړې او داسې رپوټونه شته چې په کندز، بغلان، میدان وردک، غزني، غور او ځینو نورو ولایتونو کې د ورځې ۳- ۵ تنو پورې نوملیکنه کوي. 

د حکومت، انتخاباتي کمیسونونو، رسنیو، مدني فعالانو، ځینو قومي مشرانو او حتی بهرنیو ډیپلوماتانو د تبلیغاتو او تشویوقونو سره سره، ولې خلک نوملیکنه نه کوي؟ دغه بهیر ولې ډير پڅ او حتی ویلی شو چې په ټپه ولاړ دی؟ خلکو ولې خپل باور په حکومت او ټاکنیزو کمیسونونو بایللی؟ دا او دې ته اړوند مسایل مو په دې لیکنه کې څیړلي دي. 

د ۲۰۱۴ز کال ټاکنې 
د ۲۰۱۴ز کال ولسمشریزو ټاکنو کې افغان ولس په پراخه کچه ګډون وکړ، له مطرحو او وتلو نوماندانو څخه اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني، او د اجرایه مشر ډاکتر عبدالله ول. په دغو ټاکنو کې افغان ولس په دې هیله ګډون وکړ چې خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي – داسې ولسشمر چې د دوی د سر، مال، خاورې، عزت، ارزښتونو او امنیت ساتونکی وي. شته ناخوالو ته د پای ټکی کیږدي او له مرګوني فقر او بې وزلی سره اغیزمنه مبارزه وکړي. 

له ټولو هیلو سره سره، په ټاکنو کې ګډون د دوی د سر په قیمت تمامیده، خو بیا هم خلکو ګډون وکړ. وسله والو طالبانو په ټول توان سره هر هغه چاته ګواښ کاوه چې په ټاکنو کې برخه واخلي، د یو شمیر خلکو ګوتې پرې شوې، و وژل شول او لا تر اوسه هم تر ګواښ لاندې دي. خو د خلکو رایو او سترو قربانیو پایله ور نه کړه، د ټاکنو کمیسون پریکړې او د پایلو اعلان د اجرایه مشر عبدالله عبدالله په مشری ټیم ته د منلو نه وې – هغه ادعا کوله چې په ټاکنو کې ستره درغلي شوې او د سیال ټیم( ولسمشر محمد اشرف غني) په ګټه رایې اچول شوي. 

د ډاکتر عبدالله او محمد اشرف غني ټاکنیزو ټیمونو تر منځ کړکیچ دومره سخت شو چې لومړي هغه یې د تجزې او بيل حکومت جوړولو ګواښ کاوه. ولس په یو سخت پریښانه حالت کې وو، د لومړنیو خوراکې توکو بیې ورځ تر بلې لوړیدې او بې کاري ډیریده، د هیواد برخلیک معلوم نه وو او نه پوهیدل چې څه به کیږي؟. د ټاکنو پایلې تر شپږو میاشتو وځنډیدې، د کرزي په مشری د وخت حکومت، ټاکنیزو کمیسونونو او افغان رهبرانو و نه شو کړای چې ستونزې ته د حل ټکی کیږدي. دغه وخت وو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري پښه را مخته کړه او دواړه ټیمونه یې د یوې هوکړې په ترڅ کې جوجاړي ته سره و رسول – اشرف غني یې ولسمشر او ډاکتر عبدالله یې د حکومت اجرایه مشر اعلان او د ټاکنو برخلیک معلوم کړ. دا هغه څه وو چې خلک یې په ټاکنو، حکومت او انتخاباتي کمیسونونو ژور بې باوره کړل چې اوس یې وروستي دواړه بیه پریکوي. 

حکومت د ټاکنو اراده نه لرله 
د اوسنی ملي شورا اتم کال په پوره کیدو دی، له نن څخه باید درې کاله پخوا په ۱۳۹۴ کې د اساسي قانون سره سم، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې تر سره شوې وای، خو حکومت په مختلفو سیاسي او پټو دلایلو دغه چاره تر سره نه کړه او له ټولو فشارونو سره سره یې شاته غورزوله. 

که حکومت او د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د ټاکنو اراده لرلای، نو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به یې په خپل وخت تر سره کړې وای او د خلکو اعتماد ته به یې په دومره لویه پیمانه زیان نه رساوه. که د سیاسي احزابو، فشار ډلو، اروپایې ټولنې او نړیوالو ډونرانو فشارونه او تکراري غوښتنې نه وای، د اشرف غني په مشری د ملي وحدت حکومت اوس هم د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نیټه نه اعلانوله. د ټاکنو کمیسون وړتیا، لوجستیکي او مالي سرچینو نه شتون، د نوملیکنې او عامه پوهاوي لپاره د ګوټو په شمیر وخت ورکول، د امنیت نه شتون، د کمیسون بایللي اعتماد او ... ته په کتو سره، دا په زغرده جوتیږي چې حکومت او امریکا د ټاکنو لپاره هیڅ ډول اراده نه لرله او دا هر څه په پلان شوي توګه مخته تلل.اوسنی ټاکنې د اروپایې ټولنې او سیاسي احزابو د فشارونو له وجې تر سره کیږي او حکومت غواړي چې یو نندارییز مانور تر سره کړي چې ګویا حکومت خو د ټاکنو لپاره ټینګه اراده لري او ټاکنو پروسه یې په لاره  واچوله. "د حکومت او امریکایانو ارادې ته په کتو سره، دا شک او تردید لا هم شته دی چې ټاکنې به تر سره شي او کنه؟"  

د استبداد او دکتاتوری په لور ګامونه 

د ټاکنو فلسفه په دې ولاړه ده چې ولس خپل استازي په خپله خوښه، آزاده، نیغ او سري ډول وټاکي. د ملي وحدت حکومت د ډیموکراسۍ او آزادی تر شعار لاندې، د دکتاتوری په لور روان دی – له خلکو څخه د خپلو ارادو او ټاکنې  حق اخلي. د رپوټونو له مخې، د ملي وحدت حکومت یو شمیر والیانو او امنیه قومندانو خلکو ته ګواښ کړی چې که د ټاکنو لپاره خپلې تذکرې ټاپه نه کړي او نوملیکنه و نه کړي، نو په دولتي ادارو کې یې تذکرې له اعتباره غورزي او ستونزو ته به یې رسیدګي و نه شي.  

زه د ملي وحدت حکومت له مشرانو څخه پوښتنه کوم چې ټاکنه او رایه ورکول یو حق دی کې وجیبه؟  رایه ورکول په خپله خوښه او اراده تر سره کیږي که د حکومت په فرمایش؟ که تاسو ولس دې ته اړ باسی چې خپلې تذکرې ټاپه او نوملیکنه وکړي، نو رایه به څنګه پرې ورکړئ؟ فرض کړو چې ستاسو د جبر او استبداد له وجې، خلکو نوملیکنه وکړه، خو رایه نه ورکوي، دا شرم به څنګه پرځای کړی. حکومت باید په خپله ناکامي فکر وکړي، نه په استبداد او زور زیاتي. 

د ستونزې حل څه دی 

له شک پرته، هر وارداتي سیستم او فکر – هغه چې د ولس او ټولنې له بطن او مغزو څخه راوتلی نه وي، په طبیعي ډول له  خپلو خلکو بیګانه او حالت به یې داسې ټکنی وي لکه د افغاستان نننی سیاسي وضعیت. د افغان حکومت او سیاسي نظام هرڅه وارداتي او پردي دي، د ولس فکر، تاریخ، فرهنګ، دود او دستور، ارزښتونه او غوښتنې په کې نه تمثیل کیږي، خلک له حکومت او سیاسي نظام څخه بیګانه دي – خپل هویت په سیاسي نظام کې نه ویني. 

اوسنی سیاسي نظام او له هغه څخه راوتلی حکومت یې په پر له پسې ناکامیو سره مخ او د ترمیم له حالت څخه وتلی دی. خلک د داسې بدیل په لټه کې دي چې د دوی د ارادو ریښتینی ممثل وي، له بهر څخه وارد او په دوی تپل شوی نه وي. دا د افغان رهبرانو او سیاسي احزابو مکلفیت دی چې موجوده نظام ته داسې متفق علیه بدیل رامنځ ته کړي چې د دې ټولنې د تاریخ، فرهنګ، ارزښتونو، عقایدو او ارادو ښکارندویي وکړي، نه له بهر څخه کاپي شوي افکار او نظامونه. 

د افغانستان خلکو په حکومت او حکومتي رهبرانو باور بایللی او دغه باور بیا نه راګرځي. کله چې هر ولس په خپل حکومت او رهبرانو بې باوره شي، بیا هغه حکومت او رهبران د اصلاح وړ نه وي، ولو کې په دې اړه له هر ډول مکر او هیلې څخه کار واخلي. فساد او رشوت د ملي وحدت حکومت د اساسي فکر لویه برخه جوړوي – داسې فساد چې ورته قانوني بڼه ورکول کیږي او په حقوقي لحاظ د تعقیب او څیړنې وړ هم نه وي. ولسمشر اشرف غني ته ډیر نږدې کسان له یو شمیر لویو کمپنیو او شرکتونو سره لاس لري او هڅه کوي چې ډیری دولتي قراردادونه دوی پورې تړلو کمپنیو او شرکتونو ته وسپاري او په دې توګه د فساد بڼه بدله کړي. 

شته وضعیت او سیاسي نظام نور د منلو وړ نه دی، د اصلاح او سمون له پولو وتلی او ورځ تر بلې د خرابیدو په حال کې دی. د ټاکنو لپاره نوملیکنه په ټپه ولاړه ده – حکومت د کمیسون چارواکو ته امر کړی چې د نوملیکنې دقیق ارقام رسنیو او خلکو سره شریک نه کړي. که فرض کړو چې د نوملیکنې بهیر تر ختمیدو پورې د  ۱ – ۲ ملیونه خلکو نوملیکنه وکړه، نو په دې منځ کې به څومره کسان رایه ورکړي، په ډاډ سره ویلی شم چې تر نیمایې پورې به ثبت شوي خلک رایه ور نه کړي، بیا به یو (۱) ملیون خلک په ۲۹ ملیونه خلکو حکومت کوي، چې دا د ډیمورکراسی بنسټیز اصل (50+1) اکثریت او اقلیت لپاره تاریخي مرګ او راتلونکې پارلمان انتخابي نه، انتصابي پارلمان کیږي. نو له یو نوي  سیاسي بدیل پرته، د افغان ولس او رهبرانو لپاره بله د وتلو او سمون لار نه تر سترګو کیږي، افغان ولس، رسنی او سیاستوال نور په غولونکو او اغوا کوونکو ژمنو او خبرو نه تیر اوځي.