د kho kho لخوا خپرې شوې لیکنې
دكورونو په دېوالونو کې د مهماتو شتون د خلکو ژوند ګواښي
د فارياب په شيرين تګاب ولسوالۍ كې د ځينو كورونو د دېوالونو په بنسټ كې د جنګونو له وخت څخه د راپاتې چاودېدونكيو مهماتو كارونې د سلګونو وګړيو ژوندله ګواښ سره مخ کړى دى. په سيمه کې د ماين پاكۍ مسوولين هم كارول شوي چاودېدونكي مهمات خطرناک بولي او د چاودېدو په صورت كې يې د سيمې د سلګونو انسانانو مرګ ژوبله له امکان څخه لرې نه ګڼي. د خپلمنځي جنګونو او د طالبانو دواكمنۍ له ړنګېدو وروسته د سيمې خلكو چاودېدونكي مهمات له دښتو او جنګي ځايونو څخه را ټول كړي او دكور د دېوالونو په بنسټ كې يې كارولي
عاشق مزاج
هغه زما د ماشومتوب انډيوال و، موږ يو ځاى ښوونځى ولوست بيا پوهنتون ته لاړو، زه په لومړي کال ناکام او هغه بريالى شو. ما درس پرېښود او هغه د سبق ويلولار ونيوله، خو اوس خبر نه يم، چې چېرې ورک دى. دومره خبر شوم، چې له يوې ښځې سره، چې پنځه اولادونه لري واده کړى او (ابادان) ته تللى و. له هغه ځايه بېرته راغى او که هملته پاتې شو، ددې په اړه کوم معلومات نه لرم.
پوليس د مزار شريف د روضې له سوالګرو هم رشوت اخلي
په بلخ کې د حضرت علي کرم الله وجهه دزيارت سوالګر ، چې کومې پيسې په ډېر منت له خلکو څخه ترلاسه کوي ، هره ورځ له ٣٠ څخه تر ٤٠ افغانيو پورې د روضې پوليسو ته رشوت ورکوي . دپوليسو سرتېري ، چې کومه مياشتنۍ تنخواه د حکومت لخوا ترلاسه کوي ، په هغې قناعت نه کوي او وايي چې نشي کولى په پنځو زرو افغانيو په يوه مياشت کې د خپل ژوند اړتياوې پوره کړي ، له همدې امله مجبوره دي چې ان له سو
د شمال غوره فرهنګيال د سروزرو په مډال ونازول شو.
له شمال څخه د خپرېدونكو لومړنيو پښتو خپرونو (پرخه او پسرلى) مرستيال مجيب الرحمن لحاظ ته د افغان كلتوري ټولنو لخوا د شمال د غوره فرهنګيال په توګه دغازي عجب خان اپريدي په نوم د سروزرو مډال وركړل شو. نوموړي ته دغه مډال په مزارشريف كې د ((بخدي د افغاني مدنيت زانګو)) سيمينار په ترڅ كې په شمال او په ځانګړې توګه بلخ كې د غوره فرهنګي او ټولنيزو خدمتونو په وياړ د لا هڅونې په موخه ډالۍ شو. مجيب الرحمن لحاظ له نن څخه څلور كاله مخكې له لغمان څخه بلخ ته د لوړو زده كړو د
په بلخ كې،((سپوږميه! كړنګ وهه راخېژه)) مشاعره
د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې د لړم په دويمه د ((بخدي د افغاني مدنيت زانګو)) په نوم سيمينار په وياړ سپوږميه كړنګ وهه راخېژه – مشاعره وشوه چې د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو څخه په سلګونو شاعرانو د ادب نامتو استادانو او د ادب مينه والو سربېره پكې يو شمېر دولتي چارواكو برخه اخيستې وه. دغه مشاعره چې د افغان كلتوري ټولنو جرګې او د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې لخوا جوړه شوې وه، د سمپالښت چارې يې د مومند بابا ادبي بهير ځوانانو سرته رسولې. مشاعره ماښام پيل او تر نيمې شپې پورې
په بلخ كې،((بخدي د افغاني مدنيت زانګو))- سيمنار
د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې د لړم په درېيمه ((بخدي د افغاني مدنيت زانګو)) په نوم سيمينار چې د هېواد د ځينو نامتو ليكوالو او څيېړونكو سربېره پكې په سلګونو مشرانو او ځوانانو برخه اخيستې وه، د شپږ ماديز پرېكړليك په اورولو، پاى ته ورسېد. دغه سيمنار چې د افغان كلتوري ټولنو جرګې او د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې لخوا جوړ شوى و، د هېواد بېلا بېلو ولايتونو لسګونو نامتو ليكوالو او څيړونكو، استاد حبيب الله رفېع، استاد محمد اصف صميم، استاد برزين مهر، استاد رسول باوري او ... د بلخ په افغاني
كله چې توره څادري سوځېده
(د هجرت الله اختيار پر ژپاړل شويو كيسو، ليكل شوې سريزه) د هرې ژبې د پرمختګ لپاره تخليق او څېړنه مهم توكي ګڼل كېږي، خو د دې تر څنګ ژباړه هم د ژبې په بډاينه كې مهم رول لري. ژباړه د فكري لېږدونې يوه ښه وسيله ده او همدا ده چې ژباړن باېد د ژباړې په مسلكي او فني مهارت باندې پوه وي، ځكه چې له همدې وروسته موږ د ژباړې له لارې فكرونه په سهي توګه لېږدولى شوو.خو د پښتو نثر په اوسني ادبي بهير كې د هغو ځوانانو ونډه ډېره تر سترګو كېږي چې وروسته د شعر ليكلو يې په غير مسلكي توګه نث
پوښتنه او ځواب
پوښتنه : هغه مرستيال چې د لومړي وزير سره مخالف و، ولې يې له ګوښه كېدو څخه وروسته خلف الصدق شو او د يو بل لومړي وزير مرستيال چې پوره اطاعت يې كوه، بې برخې پاتې شو؟ځواب : د خلف او خلاف تر منځ تجنيس او لفظي مناسبت موجود دى .پوښتنه : هغه څه دي چې د نېكو خلكو د پاتې كېدو قانون له منځه وړي او د بدو خلكو خوښوي ؟ځواب : شخصي واك .پوښتنه : زموږ سياست ولې چپ او د ملت له نظره پټ دى؟ځواب : دا چې پټ او اريستوكرات روزل شوى دى.پوښتنه : ولې دولت ته د اعتماد د رايې وركړې غونډه تص
موږ سوله غواړو- په مزاشريف كې د ويښ ځوانانو لاريون
موږ سوله غواړو، هر افغان د بل افغان ورور دى، زموږ په كلي كې شر مه جوړوئ، سوله په افغانستان كې سوله د نړۍ په خاطر او ... د ويښ ځوانانو هغه شعارونه دي، چې د وږي په ۳۱ مه، (دسولې نړيواله ورځ) يې د مزاشريف ښار سركونو كې يو ستر او تاريخي شور جوړ كړى و. د مزارشريف ويښ ځوانان د خپلو نورو ملګرو غږونه چې د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو او په ځينو به
په ۲۱ سيپتمبر د ويښ ځوانانو ملتيا وكړئ
د روان كال په تېره مياشت ( د زمري په ۳۰ مه) ويښ ځوانانو په يوه خبري ناسته كې پر ۲۱ سيپتمبر د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو او په ځينو بهرنيو هېوادونو كې د سولييز لاريون د ترسره كولو خبر وركړ. ويښ ځوانانو له ټولو افغان ځوانانو وغوښتل چې په دغه سولييز لاريون كې ورسره ملتيا وكړي. ۲۱ سيپتمبر په ۲۰۰۱ كال د ملګرو ملتونو له خوا په ټوله نړۍ كې د سولې د نړيوالې ورځې په نوم نومول شوې ده. دغه ورځ د اوربند او عدم تشدد د رعايت لپاره ځانګړې شوې، چې د نړۍ ټول وګړي په يو غږ د سو
په بلخ كې د معتادينو شمېر دوه برابره شوى
په بلخ ولايت كې د معتادينو شمېر د تېرو كلونو په پرتله دوه برابره زيات شوى دى. دغه څرګندونې د بلخ د معتادينو د شل بستريز روغتون مشر ډاكټر عبدالمتين سلطانخېل په يوه ځانګړې مركه كې خبريال ته وكړې. هغه وويل چې په ۲۰۰۵ ميلادى کال كې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکيو او جرمونو پر ضد ادارې( UNODC ) لخوا شوې سروې څرګنده كړې وه ،چې په بلخ ولايت كې د ۶۵ او ١٠٠ زره تر منځ ( نر، ښځې او ماشومان) په نشه يي توكيو روږدي دي. خو دى زياتوي چې دغه شمېر اوس نږدې ١٥٠
په بغلان كې د ګډ هرهنګي يون په لور
د بغلان په پلخمري ولسوالي كې د چونغر ادبي بهير لخوا د شمال دخلكو عنعنوي اصلاحي جرګې او په مزارشريف كې د وزير محمد ګل خان مومند بابا ادبي بهير په مرسته د ((په پغلان كې د ګډ فرهنګي يون له لور)) تر سرليك لاندې غونډه وشوه. په دغه غونډه كې چې د وږي په ۱۳ مه، د پلخمري ولسوالي په باغ شمال كلي كې ترسره شوه، د بغلان ولايت د يو شمېر مخورو مشرانو، فرهنګي ځوانانو او&nbsp
څوك دى؟
هغه چې:نه سپك دى او نه دروند.نه بدكار دى او نه نېكو كار.نه سوړ دى او نه ګرم.نه مخكښ دى او نه وروسته پاتې.هغه چې:ساقي دى خو شراب نه څكښي.ليدونكى دى خو بد نه ګوري.خاين نه دى خو وېرېږي.درلودونكى نه دى خو رويه لري.هغه چې:هم لال لاس ته راوړي او هم د يار زړه.هم په مېخ وهل كوي او هم په نال.هم ټيكه دار دى او هم حسابوونكى .هم اديب دى او هم مودب.هغه چې: غل نه دى خو د غله سره د جوال خوله نيسي.ملي نه دى خو بين المللي دى.هغه چې:
يوې كورنۍ خپل زوم وواژه
د بلخ ولايت په چاربولك ولسوالي كې يوې كورنۍ خپل زوم وژلى او د هغه د پلار غوږونه يې پرې كړې دي. دچاربولك ولسوالي امنيه قومندان سمونوال حيات الله د وږي په ۹ مه، وويل چې بېګا شپه د دغې ولسوالي په نو واحد كلي كې يوې كورنۍ غړو په خپل كور كې خپل ۲۰ كلن زوم نېك محمد وژلى او د هغه د پلار ملايار محمد د غوږونو پرې كولو ورسته يې د هغه د وژلو هڅه هم كړې ده. نوموړي زياته كړه چې د نېك محمد له وژلو وروسته يې د هغه د پلار غوږونه پرې كړې او د غاړي ژور ټپ يې څرګندوي چې د ده د وژلو
لــيلــيه
داحمد پلار په داسې حال كې چې ليك يې په لاسونو كې اړوه راړوه دكور په دروازه ورننوت اوپه ډېره ليوالتيايې احمد ته غږ كړ : ((احمده واحمده زويه! ته راشه چې دخان ماما زوى ميرويس له پوهنتونه خط رالېږلى!))ميرمن يې ورغږ كړ: ((احمد خو وښو ته تللى، د څه شي خط دى؟))_ ((نور به دڅه شي خط وي داحمد دنتيجې احوال به يې رالېږلى وي.)) _ ((وئ شكرخدايه! زوى مى پوهنتو ن ته كامياب شو ، لكه چې خداى مودعاګانې قبولې كړې.))_ ((ليونۍ كېږه مه! زه لا تراوسه خبرنه يم. كاشكې مې سبق
يو تصوير يوه خبره: (۴ )
پر لاره د تګ پر وخت مو د داسې خلكو په هكله فكر كړى!؟
يوې ميرې دخپلې بنزيۍ ژبه غوڅه کړه
د جوزجان ولايت د مينګه جيګ ولسوالۍ په مركز كې يوې مېرې مور د خپلې اته کلنې بنزيۍ د ژبې يوه برخه پرې کړې ده . د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالخليل امين زاده د وږي په ٥مه، وويل چې دغه پېښه نن د منګه جيګ ولسوالۍ په مركز كې رامنځته شوې ده .هغه زياته کړه چې له اته كلنې نجلې څخه خپل پلار او ميرې مور د ژبې يوه برخه پرې كړې ده.د نوموړي په وينا، دغه نجلۍ (اوليمه) د خپل ماما په مرسته د جوزجان روغتون ته راوستل شوې وه ، چې د نجلۍ په پلار اودهغې په ميرې يې تور ل
غزل
لاره د ســـــتړو هــوســـــونو وهي ســـــتړى نفسپه ژوندي تن كې مې اوســـېږي لكه مړى نفسزمـــــونږه كلي كــــې هر چا لكه چې مينه كــــړېد اســــــــــوېلي په رنګه اخلي هر وګـــــــړى نفسلكه د دار تر ســـيوري لاندې چې تل ســـا اخلمچې تر مــــــرۍ مې رارســــــــــېږي لكه پړى نفسسـتا د راتلو او تلو تر منځ يوه شـــېبه ديدن مولكه د ژوند او مرګ تر منځه وي نيمګړى نفسدومره په زغرده راته مه وايه چې ســـا دې باسمدا واك د هغه دى چې چــا مـــــــاته راكـړى نفس
د جوهر ارزښت
يو كليوال د غره لمنه كې خپل سمڅې ته ورته كور كې ژوند كوه. د كور د وره تر څنګ يې يو بت پروت و چې ده ته د پام وړ نه و. يوه ورځ، يو ښاري د كليوال د كور تر څنګ تېرېده او په بت يې سترګې ولګېدې. بت ورته ډېر په زړه پورې وبرېښېد، نو د پېرېدلو لپاره يې د كليوال څخه د بت غوښتنه وكړه. كليوال ورته په حيرانتيا وويل چې دا خو بې ارزښته څيز دى، په دې تاسو پيسې وركوئ !؟ ښاري ورته كړه: (( زه يې په بدل كې يو درهم دركوم، دا بت ماته وسپاره. ))كليوال په ډېرې خوښئ يو درهم واخيست
يو تصوير يو خبره: (۳ )
۳- تاسو فكر كوئ چې ملګري مو كم دي...