ژباړې
څوك دى؟
هغه چې:
نه سپك دى او نه دروند.
نه بدكار دى او نه نېكو كار.
نه سوړ دى او نه ګرم.
نه مخكښ دى او نه وروسته پاتې.
هغه چې:
ساقي دى خو شراب نه څكښي.
ليدونكى دى خو بد نه ګوري.
خاين نه دى خو وېرېږي.
درلودونكى نه دى خو رويه لري.
هغه چې:
هم لال لاس ته راوړي او هم د يار زړه.
هم په مېخ وهل كوي او هم په نال.
هم ټيكه دار دى او هم حسابوونكى .
هم اديب دى او هم مودب.
هغه چې:
غل نه دى خو د غله سره د جوال خوله نيسي.
ملي نه دى خو بين المللي دى.
هغه چې:
د نظر خاوند دى خو د نورو په نظر ګوري او د تنبل امير پر ځاى مامور ساتي.
هغه چې:
هم په حق سترګې پټوي او هم په لاجورد.
قاچاق ته بد وايي خو قاچاق وړونكي ښاغلي بولي.
له مسوليته وږى زمرى دى خو له وياړه وېرېږي.
هغه چې:
خپل حد او د نورو حق وپېژني او د وخت پېژندنې په هكله پوره معلومات ولري.
ځواب:
معتبر او د وخت سره برابر سړى.
......................................................................................................................................................
دغه ليكنه د الفت صيب په مستعار نوم ( نو اور ) د افغان جريدې د لومړي كال په دويمه ګڼه كې په دري خپره شوې ده.
د وږي ۸ مه، ۱۳۵۰