د بلخ ولايت په چاربولك ولسوالي كې يوې كورنۍ خپل زوم وژلى او د هغه د پلار غوږونه يې پرې كړې دي.
دچاربولك ولسوالي امنيه قومندان سمونوال حيات الله د وږي په ۹ مه، وويل چې بېګا شپه د دغې ولسوالي په نو واحد كلي كې يوې كورنۍ غړو په خپل كور كې خپل ۲۰ كلن زوم نېك محمد وژلى او د هغه د پلار ملايار محمد د غوږونو پرې كولو ورسته يې د هغه د وژلو هڅه هم كړې ده.
نوموړي زياته كړه چې د نېك محمد له وژلو وروسته يې د هغه د پلار غوږونه پرې كړې او د غاړي ژور ټپ يې څرګندوي چې د ده د وژلو هڅه يې هم كړې ده.
د بلخ روغتون د نن ورځې يو تن نوكريوال ډاكټر اسد غفوري د ملا يار محمد د غوږونو پرې كول تايد كړل او ويې وويل چې د غاړې ژور ټپ له امله يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د بلخ ولايت امنيه قومندان مل پاسوال سردار محمد سلطاني د پېښې له تايد څخه وروسته يې وويل چې ملا يار محمد د قندهار اوسېدونكى دى چې څو كاله وړاندې يې په چاربولك كې له دغې كورنۍ سره خپلوي كړې وه.
نوموړى وايي چې ملا يار محمد د خپل زوى سره څو ورځې وړاندې له قندهاره د خپل خېښ كور ته چاربولك ته راغلى و.
د هغه په وينا د وژل شوي ځوان ( نېك محمد ) ښځه څه موده وړاندې وركه شوې او يا هم تښتېدلې وه چې اوس يې له پلار سره د خپلې ښينې د كولو په نيت چاربولك ته د خپل خصر تاج محمد كره راغلي وو.
د سلطاني په وينا د پېښې په تور يو كس نيولى او دوه نور چې د شك لاندې دي د پوليسو څار ورپسې دى.
د هغه په وينا دوى مخكې له دې ته ورته پېښې سره نه دي مخ شوي خو زياته يې كړه چې تېره اوونۍ د مزارشريف ښار په دوه بېلو سيمو كې يو سر بې له جسده او يو جسد بې له سره د پوليسو لاس ته ورغلي وو.