زما د لوى كاله د ګلالي پېښور ياره/ غزل
غزل ذبيح الله احساس بنګړو سره مستي كه زولنو سره غورځنګ يه ځوانه ته به غواړي له كوم شرنګ سره ژوندون زما د لوى كاله د ګلالي پېښور ياره درځمه او كوم تا غنمرنګ سره ژوندون بابا اوس د غيرت تعريف په نورو كرښو كېږي بابا لږ راته وښايه اورنګ سره ژوندون يو خان د پېښور به راشي لاس به ورته اوږد كړي كوي به د لرغوني بلخ ملنګ سره ژوندون اوس پوه دي ستا د تورې كلا سي
ويښ ځوانان او ملي وياړونه
په كابل كې د ويښ ځوانانو لخوا د خان شهيد د سيمينار په وياړ د ليندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۰لمريز ليكوال: ذبيح الله احساس ويښ ځوانان؛ د يو څنګ ته شوي فكر د بيا ژوندي كېدو په لټه كې له نن څخه څو كاله مخكې د سياسي غورځنګ په توګه راپورته شول. هغه فكر، چې د خوشال بابا او مېرويس نيكه په فكرونو كې يې غځونې وكړې او احمد شاه بابا يې حقيقي تصوير د نړۍ پر هينداره څرګند كړ: له امو تر اټكه د يو افغان خاوره او يو خلك. درست پښتون له كندهاره تر اټكه
د پسرلى مجلې ۲۵-۲۶مه، ګڼه
په نږدې موده كې به له شماله د خپرېدونكې سياسي مجلې(پسرلى) ۲۵-۲۶مه، ګڼه چاپ شي.
لوى افغانستان/نظم
مورې زرشه! رمه ټوله څر ته تللې يو اوزګوړى كور كې نشته هغه مشر را روان دى چې بچى دې د دې لوى افغانستان دى چې كتل يې ستا د تريخ ژوندون ارمان دى خپل دېره او خپل بېټك يې فتح كړى خپل چترال، بولان، اټك يې فتح كړى مورې زرشه! رمه ټوله څر ته تللې يو اوزګوړى كور كې نشته زموږ مشر را روان دى
د لوى افغانستان په هيله
سمه ده، چې افغان يې؛ خو د دغې تپل شوې كرښې د له منځه وړو په اړه دې كله هم داسې فكر كړى، چې په څه كولو يې مجبور كړى اوسې...
يو تللى افغان
وخت له افغانانو ډېر د سر سړي اخيستې خو د دسمبر ۲مه، هغه ورځ وه، چې خان شهيد (عبدالصمد خان اڅكزى يې ترې واخيست. راځى چې پر پله يې پل واخلو او د لوى افغانستان د بيا جوړېدو غورځنګ پيل كړو
غزل
لكه اور لكه اوبه راته پكار يې پوه شوې ياره! څومره ته راته پكار يې له تا نه پوښتم چې څومره دې پكار يم خو دا وايم لكه زړه راته پكار يې تاته نه ګورم خو ستا له لارې ګورم بس نږدې لكه ليمه راته پكار يې د مغولو منځ كې اوسم ياره راشه لكه ننګ د پښتانه راته پكار يې احساس بدو پسې نه ګرځي ملګري
زده كړې د ژوندانه لومړنى ارزښت
ليكوال: ذبيح الله احساس د نورې نړۍ په پرتله افغانستان يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې زده كړې پكې په ډېر اسانه تر لاسه كېدى شي. افغانانو ته په وړيا توګه د زده كړو اسانتياوې برابرې شوي؛ خو بيا هم زموږ خلك له د زده كړو په ارزښت هغه ډول پوه نه دي، څومره چې ورته اړ دي. سمه ده، چې زموږ د كلي ښوونځى به ودانۍ ونه لري، كتابونه به پكې كم وي، ښوونكي به يې هم د ښوونې پوره وړتيا نه لري او په مورنۍ
خوب
هو منمه خوب دې راغى خو! تا خپله راته وېلي چې نظر مې يې جانانه دا سهي ده خوب كې خوند دى خو ته سترګې پټې نه كړې ستا په سترګو كې مې ژوند دى
زه
ذبيح الله احساس كورنى نوم: بهرام خان مدني حالت: واده كړى اولادونه: يوه لور- بلهيكا استوګنه- بلخ- مزارشريف له ۱۳۷۹لمريز را په دې خوا د شعر د ليكلو له لارې له ادب سره اشنايي او تر دې ورسره مينه چې د ژوند په ټولو چارو كې لومړيتوب وركول.. زده كړې: د بلخ پوهنتون له اينجينري پوهنځي څخه فارغ- ۱۳۸۷لمريز دنده: په بلخ كې د پژواك خبري اژانس خبريا
د ضمير څار پر يو غزل كره كتنه
مومند بابا ادبي بهير اوونيزه غونډه- كره كتنه &nb
بلخيانو ستره اختريزه مشاعره وكړه
جاويد څلى- بلخ ادبي خوځښت په بلخ ولايت كې د وړوكي اختر په وياړ ((اختر د ټولو مبارك شه)) تر سرليك لاندې ستره مشاعره جوړه شوه، دغه مشاعره د بلخ ادبي خوځښت له لخوا د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې په ملاتړ د سلګونو ګډونوالو په ګډون د اختر په څلورمه ورځ (د وږي ۲۲مه) د بلخ ولسوالۍ په ام البلاد هوټل كې ترسره شوه. مشاعرې ته د بلخ د ولسواليو په ګډون له كندهار، كابل، غزني او بغلان ولايتونو څخه هم ځيني ليكوال او فرهنګيان راغلي وو. &nbs
اوس نو ټول وايوو سندرې
بابا! ښه دي و ويلي اوس زه هم يوازې نه يم د دې ښار يو څو ځوانان چې ورو، ورو مې شو ياران چې به خواته كله راغلل د پښتون د مركو په شان به ناست وو ستا د دور د جرګو په شان به ناست وو يو به غږ كړ: اې احساسه! ولې غلى راته ناست يې ته خو وكړه ها خبرې ها خو
غزل / بلخ ميشتو ځوانانو ته
دلته هر ځوان د پښتو ژبې كتاب دى زما ملګرى دى د هر مغل ځواب دى *بس غوټي پسې وهو په لاس به راشي له ګوهرو ډك مو مخې ته درياب دى لار اوږده ده خو منزل ته به رسېږو يو ځاى تګ كړو پل مو يو بل ته حساب دى د هغو مشرانو شمېر يو څه كم شوى چې ويل يې پام كوئ وخ
د بلخ ځينې اوسېدونكي دناروغانو درملنه په کليوالي دود کوي
د بلخ ولايت په لرو پرتو سيمو کې لا هم ځينې خلک د ډاكټرانو په درملنه باور نه لري او دناروغانو درملنه په كليوالي دود سره کوي، خو ځينې ډاكټران دغه ډول درملنې ته د خرافاتو په سترګه ګوري . په كليوالي دود درملنې د بلخ په داسې سيمو كې تر سره كېږي، چې له ښاره لرې پرتې وي، چېرته چې د طبابت پوره اسانتياوې نه وي برابرې او د ډاکټرانو له لارې د دناروغانو درملنې ته په ښه سترګه نه کتل کېږي . دغه ډول درملنې له پخوا راهيسې د خلكو په منځ كې له يو نسل څخه بل نسل
راځى! كركټ ملي لوبډلې ته دوعا وكړو.
كركټ ملي لوبډله نړيوالو لوبو ته د لار پيداكېدو په مزل كې داسې پړوا ته رسېدلى چې د خپلو هڅو او زيار تر څنګ د درنو هېوادواولو دعاوو ته هم اړتيا لري. ملي لوبډلې چې تر دې دمه د نړيوالو لوبو د غورواي په څلورم پړاو كې يې له څلورو شويو لوبو څخه دوه ګټلي او دوه يې بايللي دي، نو كه سبانى لوبه چې له متحده عرب اماراتو سره به وي ونه ګټي نو منزل ته رسېدل به يې له ټكنيتوب سره مخ شي. راځئ! ټول ورته دعا وكړو چې د هېواد د نوم او بيرغ اوچتولو په موخه له كورونو وتي زلميان بريالي ه
د شمال مېشتو فرهنګيانو د خواخوږۍ پيغام
ډېر خپه شوو، چې د مېرمن كلتوري ټولنيز بهير تكړه غړې اغلې توبا ندا ساپۍ د خداى بښلي پلار د مړينې خبر راورسېد.اغلې ندا او درنې كورنۍ ته يې د شمال ټول فرهنګيان د صبر غوښتونكي او په دې غم كې ورسره ځانونه شريك بولي. ارواښاد د هېواد له درنو او زيار ويستونكو مشرانو څخه يو و، له ټولنې څخه لرې والي يې يوه تشه رامنځ ته كړه. د شمال ټول فرهنګيان ورته د جنت لپاره لاسونه لپه كوي او د پښتو ادب پالونكې ندا ساپۍ او كورنۍ ته يې د خواخوږي مراتب وړاندې كوي جنت يې ځاى او
غزل- درې ګوټيز
كلونه تېر شول اوس د نوي كال درشل كې اوســــــوولا مو ګټلې نه ده لا خوپه مورچل كې اوســـــــــــــــــــوود درې ګوټيز * په دغو درې ټكــــــــــــــو دې نه غولېږومونږه په بلخ، موږ اباسين، موږ په زابل كې اوسووموږ جادوګـــــــــــــــــــــــر يوو له اورونو نه اوبه جوړوولكه ماهيان يې كله سر او كله تل كې اوســــــــــــــــووزمونږه هست او وده تل شوې په دښــــــــــــتو كې ويموږ ښايستونه وېشوو ګل يوو په اوربل كې اوسـوو * درې ګوټيز: (فارسي ژبى مثلث)
((بلخ كې د ګډ فرهنګي يون په لور)) غونډه وشوه.
د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ كې د كب په دويمه د نوي كال په وياړ (په بلخ كې د ګډ فرهنګي يون په لور)) تر سرليك لاندې يو پرتمينه غونډه وشوه. د غونډې په اوږدو كې د دانش خپرونديې ټولنې مشر اسدالله دانش د بلخ له فرهنګيانو سره د ۵۰۰ كتابونو مرسته وكړه. غونډه د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې، په پارلمان كې د بلخ د خلكو استازې ډاكټر ګلالۍ ساپى او مومند بابا ادبي بهير په هراړخيزو مرستو جوړه شوې وه چې د هېواد د بېلا بېلو ولايتونو ځينې فرهنګيان او فرهنګپال يې په ډاليو ونازول.
د حبيبزي د مور ويرنه
د شمال د تكړه ژورناليست او ليكوال ښاغلي حنان حبيبزي د مور مړينې د شمال ټول فرهنګيان ودردول.د شمال كلتوري ټولنې، بهيرونه او د خپرونو ادارې له ښاغلي حبيبزي او د هغه له عزتمندې كورنۍ سره په دې دروند غم كې ځان شريك بولي او مهربانې مور ته د جنت غوښتونكي دي.د داسې ميندو سيورى دې تل د هر پښتون بچي پر سر وي.امين اراوا يې ښاد او جنت يې ځاى