ډېر خپه شوو، چې د مېرمن كلتوري ټولنيز بهير تكړه غړې اغلې توبا ندا ساپۍ د خداى بښلي پلار د مړينې خبر راورسېد.
اغلې ندا او درنې كورنۍ ته يې د شمال ټول فرهنګيان د صبر غوښتونكي او په دې غم كې ورسره ځانونه شريك بولي.
ارواښاد د هېواد له درنو او زيار ويستونكو مشرانو څخه يو و، له ټولنې څخه لرې والي يې يوه تشه رامنځ ته كړه.
د شمال ټول فرهنګيان ورته د جنت لپاره لاسونه لپه كوي او د پښتو ادب پالونكې ندا ساپۍ او كورنۍ ته يې د خواخوږي مراتب وړاندې كوي
جنت يې ځاى او اروا يې ښاد.
24.03.2009
- kho
كلونه تېر شول اوس د نوي كال درشل كې اوســــــوولا مو ګټلې نه ده لا خوپه مورچل كې اوســـــــــــــــــــوود درې ګوټيز * په دغو درې ټكــــــــــــــو دې نه غولېږومونږه په بلخ، موږ اباسين، موږ په زابل كې اوسووموږ جادوګـــــــــــــــــــــــر يوو له اورونو نه اوبه جوړوولكه ماهيان يې كله سر او كله تل كې اوســــــــــــــــووزمونږه هست او وده تل شوې په دښــــــــــــتو كې ويموږ ښايستونه وېشوو ګل يوو په اوربل كې اوسـوو
* درې ګوټيز: (فارسي ژبى مثلث)...
07.04.2009
- kho
كركټ ملي لوبډله نړيوالو لوبو ته د لار پيداكېدو په مزل كې داسې پړوا ته رسېدلى چې د خپلو هڅو او زيار تر څنګ د درنو هېوادواولو دعاوو ته هم اړتيا لري.
ملي لوبډلې چې تر دې دمه د نړيوالو لوبو د غورواي په څلورم پړاو كې يې له څلورو شويو لوبو څخه دوه ګټلي او دوه يې بايللي دي، نو كه سبانى لوبه چې له متحده عرب اماراتو سره به وي ونه ګټي نو منزل ته رسېدل به يې له ټكنيتوب سره مخ شي.
راځئ! ټول ورته دعا وكړو چې د هېواد د نوم او بيرغ اوچتولو په موخه له كورونو وتي زلميان بريالي ه...