كلونه تېر شول اوس د نوي كال درشل كې اوســــــوو
لا مو ګټلې نه ده لا خوپه مورچل كې اوســـــــــــــــــــوو
د درې ګوټيز * په دغو درې ټكــــــــــــــو دې نه غولېږو
مونږه په بلخ، موږ اباسين، موږ په زابل كې اوسوو
موږ جادوګـــــــــــــــــــــــر يوو له اورونو نه اوبه جوړوو
لكه ماهيان يې كله سر او كله تل كې اوســــــــــــــــوو
زمونږه هست او وده تل شوې په دښــــــــــــتو كې وي
موږ ښايستونه وېشوو ګل يوو په اوربل كې اوسـوو
* درې ګوټيز: (فارسي ژبى مثلث) د افغانستان، ايران او تاجكستان ګډه ټولنه چې افغانستان پكې دفارسي ژبي هېواد په توګه نړۍ ته پېژندل شوى چې له حقيقت څخه ډېره لرې خبره ده. په همدې اساس ايران او تاجكستان د ۱۳۸۸ لمريز د نوروز ميله په بلخ كې په ګډه ونمانځله.
د ۱۳۸۸لمريز لومړۍ ورځ
بلخ
24.03.2009
- kho
د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ كې د كب په دويمه د نوي كال په وياړ (په بلخ كې د ګډ فرهنګي يون په لور)) تر سرليك لاندې يو پرتمينه غونډه وشوه.
د غونډې په اوږدو كې د دانش خپرونديې ټولنې مشر اسدالله دانش د بلخ له فرهنګيانو سره د ۵۰۰ كتابونو مرسته وكړه.
غونډه د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې، په پارلمان كې د بلخ د خلكو استازې ډاكټر ګلالۍ ساپى او مومند بابا ادبي بهير په هراړخيزو مرستو جوړه شوې وه چې د هېواد د بېلا بېلو ولايتونو ځينې فرهنګيان او فرهنګپال يې په ډاليو ونازول....
04.04.2009
- kho
ډېر خپه شوو، چې د مېرمن كلتوري ټولنيز بهير تكړه غړې اغلې توبا ندا ساپۍ د خداى بښلي پلار د مړينې خبر راورسېد.اغلې ندا او درنې كورنۍ ته يې د شمال ټول فرهنګيان د صبر غوښتونكي او په دې غم كې ورسره ځانونه شريك بولي.
ارواښاد د هېواد له درنو او زيار ويستونكو مشرانو څخه يو و، له ټولنې څخه لرې والي يې يوه تشه رامنځ ته كړه.
د شمال ټول فرهنګيان ورته د جنت لپاره لاسونه لپه كوي او د پښتو ادب پالونكې ندا ساپۍ او كورنۍ ته يې د خواخوږي مراتب وړاندې كوي
جنت يې ځاى او...