رپوټونه
بلخيانو ستره اختريزه مشاعره وكړه
جاويد څلى- بلخ ادبي خوځښت په بلخ ولايت كې د وړوكي اختر په وياړ ((اختر د ټولو مبارك شه)) تر سرليك لاندې ستره مشاعره جوړه شوه، دغه مشاعره د بلخ ادبي خوځښت له لخوا د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې په ملاتړ د سلګونو ګډونوالو په ګډون د اختر په څلورمه ورځ (د وږي ۲۲مه) د بلخ ولسوالۍ په ام البلاد هوټل كې ترسره شوه. مشاعرې ته د بلخ د ولسواليو په ګډون له كندهار، كابل، غزني او بغلان ولايتونو څخه هم ځيني ليكوال او فرهنګيان راغلي وو. &nbs
د بلخ ځينې اوسېدونكي دناروغانو درملنه په کليوالي دود کوي
د بلخ ولايت په لرو پرتو سيمو کې لا هم ځينې خلک د ډاكټرانو په درملنه باور نه لري او دناروغانو درملنه په كليوالي دود سره کوي، خو ځينې ډاكټران دغه ډول درملنې ته د خرافاتو په سترګه ګوري . په كليوالي دود درملنې د بلخ په داسې سيمو كې تر سره كېږي، چې له ښاره لرې پرتې وي، چېرته چې د طبابت پوره اسانتياوې نه وي برابرې او د ډاکټرانو له لارې د دناروغانو درملنې ته په ښه سترګه نه کتل کېږي . دغه ډول درملنې له پخوا راهيسې د خلكو په منځ كې له يو نسل څخه بل نسل
د شمال مېشتو فرهنګيانو د خواخوږۍ پيغام
ډېر خپه شوو، چې د مېرمن كلتوري ټولنيز بهير تكړه غړې اغلې توبا ندا ساپۍ د خداى بښلي پلار د مړينې خبر راورسېد.اغلې ندا او درنې كورنۍ ته يې د شمال ټول فرهنګيان د صبر غوښتونكي او په دې غم كې ورسره ځانونه شريك بولي. ارواښاد د هېواد له درنو او زيار ويستونكو مشرانو څخه يو و، له ټولنې څخه لرې والي يې يوه تشه رامنځ ته كړه. د شمال ټول فرهنګيان ورته د جنت لپاره لاسونه لپه كوي او د پښتو ادب پالونكې ندا ساپۍ او كورنۍ ته يې د خواخوږي مراتب وړاندې كوي جنت يې ځاى او
د حبيبزي د مور ويرنه
د شمال د تكړه ژورناليست او ليكوال ښاغلي حنان حبيبزي د مور مړينې د شمال ټول فرهنګيان ودردول.د شمال كلتوري ټولنې، بهيرونه او د خپرونو ادارې له ښاغلي حبيبزي او د هغه له عزتمندې كورنۍ سره په دې دروند غم كې ځان شريك بولي او مهربانې مور ته د جنت غوښتونكي دي.د داسې ميندو سيورى دې تل د هر پښتون بچي پر سر وي.امين اراوا يې ښاد او جنت يې ځاى
دكورونو په دېوالونو کې د مهماتو شتون د خلکو ژوند ګواښي
د فارياب په شيرين تګاب ولسوالۍ كې د ځينو كورونو د دېوالونو په بنسټ كې د جنګونو له وخت څخه د راپاتې چاودېدونكيو مهماتو كارونې د سلګونو وګړيو ژوندله ګواښ سره مخ کړى دى. په سيمه کې د ماين پاكۍ مسوولين هم كارول شوي چاودېدونكي مهمات خطرناک بولي او د چاودېدو په صورت كې يې د سيمې د سلګونو انسانانو مرګ ژوبله له امکان څخه لرې نه ګڼي. د خپلمنځي جنګونو او د طالبانو دواكمنۍ له ړنګېدو وروسته د سيمې خلكو چاودېدونكي مهمات له دښتو او جنګي ځايونو څخه را ټول كړي او دكور د دېوالونو په بنسټ كې يې كارولي
پوليس د مزار شريف د روضې له سوالګرو هم رشوت اخلي
په بلخ کې د حضرت علي کرم الله وجهه دزيارت سوالګر ، چې کومې پيسې په ډېر منت له خلکو څخه ترلاسه کوي ، هره ورځ له ٣٠ څخه تر ٤٠ افغانيو پورې د روضې پوليسو ته رشوت ورکوي . دپوليسو سرتېري ، چې کومه مياشتنۍ تنخواه د حکومت لخوا ترلاسه کوي ، په هغې قناعت نه کوي او وايي چې نشي کولى په پنځو زرو افغانيو په يوه مياشت کې د خپل ژوند اړتياوې پوره کړي ، له همدې امله مجبوره دي چې ان له سو
په بلخ كې د معتادينو شمېر دوه برابره شوى
په بلخ ولايت كې د معتادينو شمېر د تېرو كلونو په پرتله دوه برابره زيات شوى دى. دغه څرګندونې د بلخ د معتادينو د شل بستريز روغتون مشر ډاكټر عبدالمتين سلطانخېل په يوه ځانګړې مركه كې خبريال ته وكړې. هغه وويل چې په ۲۰۰۵ ميلادى کال كې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکيو او جرمونو پر ضد ادارې( UNODC ) لخوا شوې سروې څرګنده كړې وه ،چې په بلخ ولايت كې د ۶۵ او ١٠٠ زره تر منځ ( نر، ښځې او ماشومان) په نشه يي توكيو روږدي دي. خو دى زياتوي چې دغه شمېر اوس نږدې ١٥٠
يوې كورنۍ خپل زوم وواژه
د بلخ ولايت په چاربولك ولسوالي كې يوې كورنۍ خپل زوم وژلى او د هغه د پلار غوږونه يې پرې كړې دي. دچاربولك ولسوالي امنيه قومندان سمونوال حيات الله د وږي په ۹ مه، وويل چې بېګا شپه د دغې ولسوالي په نو واحد كلي كې يوې كورنۍ غړو په خپل كور كې خپل ۲۰ كلن زوم نېك محمد وژلى او د هغه د پلار ملايار محمد د غوږونو پرې كولو ورسته يې د هغه د وژلو هڅه هم كړې ده. نوموړي زياته كړه چې د نېك محمد له وژلو وروسته يې د هغه د پلار غوږونه پرې كړې او د غاړي ژور ټپ يې څرګندوي چې د ده د وژلو
يوې ميرې دخپلې بنزيۍ ژبه غوڅه کړه
د جوزجان ولايت د مينګه جيګ ولسوالۍ په مركز كې يوې مېرې مور د خپلې اته کلنې بنزيۍ د ژبې يوه برخه پرې کړې ده . د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالخليل امين زاده د وږي په ٥مه، وويل چې دغه پېښه نن د منګه جيګ ولسوالۍ په مركز كې رامنځته شوې ده .هغه زياته کړه چې له اته كلنې نجلې څخه خپل پلار او ميرې مور د ژبې يوه برخه پرې كړې ده.د نوموړي په وينا، دغه نجلۍ (اوليمه) د خپل ماما په مرسته د جوزجان روغتون ته راوستل شوې وه ، چې د نجلۍ په پلار اودهغې په ميرې يې تور ل
خاطره: پلار مې در په دره کړم
((كه پلار مې مور طلاقه كړې نه واى ،نو زه به داسې در په دره نه وم.)) دا د هغې نجلۍ ( خاطرې) له سوز او درد څخه ډک غږ دى ، چې لږ تر لږه ۸ كاله كېږي بې كوره شوې او له پنځلسو ورځو راهيسې د بلخ ولايت په مرکز( مزارشريف) كې د تعاون په مركز ( خانۀ امن) کې شپې او ورځې تېروي. ۱۸ كلنه خاطره لوړه ونه او غنم رنګه څېره ل
بلخ او جوزجان ته پخواني راغلي عربان لاهم په عربي غږيږي
د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې مېشتو پخوانيو راغليو عربانو که څه هم خپل عربي رواجونه له لاسه وركړي ، خو لاهم په خپل منځ كې په مورنۍ ژبه ( عربي) خبرې كوي . څه د پاسه ۷۰۰ كورنۍ ، چې د خوشحال اباد او يخدان په نومونودعربانو پخوانيو دوو كليوکې مېشت دي وايي ، کله چې افغانستان د حضرت عثمان رضى الله عنه د خلافت په وخت کې فتحه کېده، له خپلو کورنيو سره له عربستان څخه د اسلام د تبليغ په موخه راغلي او تراوسه دلته پاتې دي. د خوشحال ا
د دولت د نه پاملرنې له امله د بلخ د كوچيانو ډېرى څاروي د مرګ له ګواښ سره مخ دي
له تېر ژمي را په دې خوا د بلخ د كوچيانو په سلو كې نږدې ۴۰ څاروي له منځه تللي او پاتې ۶۰ يې د بېلا بېلو ناروغيو له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي، خو لا هم نه دولت او نه كومې مرستندويه موسيسې له دوى سره مرسته كړې. دغه څرګندونې د بلخ د كوچيانود مستقل امريت امر سيد محمد كوچي وايي چې د تېر ژمي څخه راپه دې خوا د بلخ د كوچيانو د نږدې ۶ لكه څارويو څخه په سلو كې نږدې ۴۰ له منځه تللي او پاتې ۶۰ يې په بېلا بېلو ناروغيو اخته شوي دي.د هغه په وينا د تېر سخت ژمي او د روانې وچكالۍ له ا
كه پدرام محاكمه نشي، په ټولټاكنو كې به په خپل ګډون غور وكړو
د بلخ ولايت په مركز( مزارشريف) كې په سلګونو قومي مشرانو او ځينو ګوندونو د غازي امان الله خان په ننګه د لطيف پدرام د وروستيو څرګندونو پر ضد غونډه او احتجاجي لاريون وكړ چې كه چېرې د دوى غوښتنو ته مثبت ځواب ورنكړل شي نو د ولشمشرۍ په راتلونكو ټولټاكنو كې به په خپل ګډون غور وكړي.د ملي كنګرې ګوند مشر پدارم په دې وروستيو كې په يوه تلويزوني مركه كې غازي امان الله خان ته (( پدرلعنت)) ويلي و او پر هغه يې بېلا بېل تورونه لګولي وو.په دغه غونډه كې د بېلا بْېلو قومونو د مشرانو او مخ