د شمال د تكړه ژورناليست او ليكوال ښاغلي حنان حبيبزي د مور مړينې د شمال ټول فرهنګيان ودردول.
د شمال كلتوري ټولنې، بهيرونه او د خپرونو ادارې له ښاغلي حبيبزي او د هغه له عزتمندې كورنۍ سره په دې دروند غم كې ځان شريك بولي او مهربانې مور ته د جنت غوښتونكي دي.
د داسې ميندو سيورى دې تل د هر پښتون بچي پر سر وي.
امين
اراوا يې ښاد او جنت يې ځاى
28.12.2008
- kho
د فارياب په شيرين تګاب ولسوالۍ كې د ځينو كورونو د دېوالونو په بنسټ كې د جنګونو له وخت څخه د راپاتې چاودېدونكيو مهماتو كارونې د سلګونو وګړيو ژوندله ګواښ سره مخ کړى دى. په سيمه کې د ماين پاكۍ مسوولين هم كارول شوي چاودېدونكي مهمات خطرناک بولي او د چاودېدو په صورت كې يې د سيمې د سلګونو انسانانو مرګ ژوبله له امکان څخه لرې نه ګڼي. د خپلمنځي جنګونو او د طالبانو دواكمنۍ له ړنګېدو وروسته د سيمې خلكو چاودېدونكي مهمات له دښتو او جنګي ځايونو څخه را ټول كړي او دكور د دېوالونو په بنسټ كې يې كارولي...
24.03.2009
- kho
د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ كې د كب په دويمه د نوي كال په وياړ (په بلخ كې د ګډ فرهنګي يون په لور)) تر سرليك لاندې يو پرتمينه غونډه وشوه.
د غونډې په اوږدو كې د دانش خپرونديې ټولنې مشر اسدالله دانش د بلخ له فرهنګيانو سره د ۵۰۰ كتابونو مرسته وكړه.
غونډه د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې، په پارلمان كې د بلخ د خلكو استازې ډاكټر ګلالۍ ساپى او مومند بابا ادبي بهير په هراړخيزو مرستو جوړه شوې وه چې د هېواد د بېلا بېلو ولايتونو ځينې فرهنګيان او فرهنګپال يې په ډاليو ونازول....