د فارياب په شيرين تګاب ولسوالۍ كې د ځينو كورونو د دېوالونو په بنسټ كې د جنګونو له وخت څخه د راپاتې چاودېدونكيو مهماتو كارونې د سلګونو وګړيو ژوندله ګواښ سره مخ کړى دى.
په سيمه کې د ماين پاكۍ مسوولين هم كارول شوي چاودېدونكي مهمات خطرناک بولي او د چاودېدو په صورت كې يې د سيمې د سلګونو انسانانو مرګ ژوبله له امکان څخه لرې نه ګڼي.
د خپلمنځي جنګونو او د طالبانو دواكمنۍ له ړنګېدو وروسته د سيمې خلكو چاودېدونكي مهمات له دښتو او جنګي ځايونو څخه را ټول كړي او دكور د دېوالونو په بنسټ كې يې كارولي دي.
د شيرين تګاب ولسوالۍ د فيض اباد كلي يو تن اوسېدونكى ۲۷ كلن امرالدين ، چې د كور د درې خونو په بنسټ كې يې په لسګونو چاودېدونكي مهمات كارولي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى دغه مهمات د طالبانو د واكمنۍ تر ړنګېدو وروسته د خپل كلي له شاو خوا سيمو څخه را ټول كړي او بيا يې په دېوال كې كارولي دي.
د سيمې خلک د كارول شويو مهماتو له پېښېدونكي خطر څخه ناخبره وو، هغوى دغه مهمات، چې هره شېبه يې د چاودېدو امكان شته، د تېږو او لوټو په شان كارولي دي.
امرالدين وايي : (( موږ په دې نه پوهېږو، چې دا چوي او كه نه، دا خو مو په دېوالونو كې د ټينګښت په خاطر د تيږو په شان كارولي دي. ))
له سيمې څخه په دېوالونو كې كارول شويو مهماتو د راټولېدو پر وخت ځينې اوسېدونكي ټپيان او ځينې يې هم د مرګ كومې ته غورځولي دي.
د همدې كلي يو بل اوسېدونكى ۲۹ كلن عين الدين، چې ښى لاس يې په مړوند کې نه و ، پژواک ته وويل چې لاس يې د همدې مهماتو د راټولولو پرمهال له منځه تللى دى .
هغه زياته كړه چې له ده سره هغه وخت دوه ماشومان نور هم وو، چې د هاوان د دوو مرميو د چاودېدو له امله يې ژوند له لاسه وركړ.
د هغه په وينا، دوى د مجاهدينو د واكمني پر مهال د جنګونو له امله د سيمې د چاودېدونكيو مهماتو پاتې شونې را ټولول او دكور د بېلابېلو ځايونو په بيارغونه كې يې كارول.
عين الدين وايي چې د دوى له كور څخه د چټلو اوبو يوه وياله وتلې ، چې پر سر يې جوړ شوى پولګوټى هم له چاودېدونكيو توکيو جوړ شوى دى .
د شيرن تګاب ولسوالۍ د مركز يو تن اوسېدونكي ۲۹ كلن فقير محمد وويل چې د ولسوالۍ دمركز په هر كلي كې داسې كورونه شته، چې په بېلا بېله توګه پكې چاودېدنكي مهمات كارېدلي وي.
نوموړي زياته كړه چې سربېره پر دې، چې د مهماتو دا ډول كارول هره شېبه له خطر څخه خالي نه وي، خو بيا هم د سيمې خلک په بې پروايۍ ارام ژوند كوي .
د هغه په وينا، چاوديدونكي مهمات په سيمه كې په پولچكونو، د كورونو د دېوالونو په بنسټ، د څارويو د اخور په جوړولو او داسې نورو ځايونو كې زيات كارېدلي دي.
د فارياب د والي مرستيال عبدالستار بارز د خبر د پخلي تر څنګ پژواک ته وويل چې پرته له دې چې په شيرين تګاب ولسوالۍ كې داسې نور بېلابېل ځايونه هم شته، چې چاودېدونكي مهمات پكې كارېدلي وي ، خو لا يې خلک له څرګندولو څخه ډډه كوي.
بارز وايي چې د ولسوالۍ په مركز او شاوخوا كليو كې به نږدې ۱۵۰۰ كورنۍ ژوند كوي، چې په ډېرو كې به يې چاودېدونكي مهمات په بېلا بېله توګه كارېدلي وي.
د افغانستان د ازادۍ ګوند مشر او د شيرين تګاب ولسوالۍ اصلي اوسېدونكي جنرال عبدالمالک د خبر د پخلي ترڅنګ پژواك ته وويل چې چاودېدونكي مهمات خلكو په ناخبرۍ سره په داسې خطرناكه توګه كارولي دي.
نوموړي زياته كړه چې د دغې سيمې د نږدې ۸۰ % كورونو په دېوالونو او په نورو بېلا بېلو ځايونو كې چاودېدونكي مهمات په خطرناكه توګه كارېدلي دي.
د هغه په وينا، كه دولت او نړيواله ټولنه د دغو مهماتو په ټولولو كې ژر تر ژره ګام وانخلي، نو لرې نه ده ، چې د سيمې په سلګونو اوسېدونكي له مرګ سره مخ شي.
خو د فارياب د والي مرستيال وايي چې كه چېرې د سيمې خلک له دولت سره د خپلو كورونو په بېلابېلو ځايونو كې د چاودېدونكيو مهماتو د كارېدو خبر پخپله ورنكړي، نو دوى به د دا ډول مهماتوپه راټولولو كې پاتې راشي.
د شيرين تګاب د فيض اباد كلي يو تن اوسېدونكى چې د كور دكلا او د دوه خونو په دېوالونو كې يې چاودېدونكي مهمات كارولي و، وويل چې كه چېرې دغه مهمات دوى راوباسي، نو كورونه يې ړنګېږي.
نوموړي زياته كړه چې كه دولت ورسره د كورونو په جوړولو كې مرسته وكړي، نو دسيمې ټول خلک به د مهماتو د راوېستو په خاطر خپل دېوالونه ونړوي.
په شمال كې د هيلو ټرست ماين پاكۍ موسسې مسوول ډاكټر دين محمد په سيمه كې د چاودېدونكيو مهماتو دا ډوله كاورل له ژوند سره لوبې كول ګڼي.
هغه وويل چې دغه مهمات هره شېبه چاودېدلى شي او د سلګونو انسانانو د مرګ ژوبلې لامل كېداى شي.
په شمال كې د وسلو ټولولو د پروسې د نوي پيل( ANBP) مسوول احمد شفېع رحيمي پژواک ته وويل چې په دغو كورونو كې خلكو په بې پروايۍ د هاوان، ټانګ، ۱۲ ملي متره ميزاييل او داسې نورې مرمۍ او بېلا بېل مهماتو په مختلفو ډولونو كارولي دي.
نوموړي زياته كړه چې شيرين تګاب دفارياب يو له هغو ولسواليو څخه ده، چې د مهماتو له ټولو ډېرې زېرمې پكې د نوي پيل له خوا د هيلو ټرسټ موسسې په مرسته كشف او شنډې شوې دي.
رحيمي وايي چې دوى د هيلو ټرسټ موسسې په مرسته هڅه كوي، چې د سيمې ټول كورونه كشف او كارېدلي مهمات يې راټول او شنډ كړي.
د هغه په وينا، له تېرو پنځو كلونو را هيسې په فارياب كې د مهماتو۳۱۲ زېرمې كشف شوې دي.
رحيمې وويل چې په شيرين تګاب ولسوالۍ كې تر دې دمه نږدې ۸۰ زېرمې كشف او شنډې شوې دي، چې ټولويې د جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د جنبش اسلامي ګوند په يو تن قوماندان رسول پهلوان پورې اړه درلوده.