هغه زما د ماشومتوب انډيوال و، موږ يو ځاى ښوونځى ولوست بيا پوهنتون ته لاړو، زه په لومړي کال ناکام او هغه بريالى شو. ما درس پرېښود او هغه د سبق ويلولار ونيوله، خو اوس خبر نه يم، چې چېرې ورک دى. دومره خبر شوم، چې له يوې  ښځې سره، چې پنځه اولادونه لري واده کړى او (ابادان) ته تللى و. له هغه ځايه بېرته راغى او که هملته پاتې شو، ددې په اړه کوم معلومات نه لرم.


جميل يوعاشق مزاجه انسان و، د ښوونځي پر وخت به هغه دې ته ډېر بې کراره و، چې د نجلۍ په عشق واوړي. زما له داسې اوښتون سره دومره علاقه نه وه، خو له هغه سره مې د هغه په عشق کې پوره ونډه اخيسته.
جميل لوړه ونه درلوده، خو د ښه خد وخال خاوند و. که هغه ته ښکلى ونه ويل شي، نو د څېرې په خوږوالي کې يې شک نه و. سوربخن سپين رنګ، په چټکۍ سره خبرې کوونکى او دانساني نفسياتو زده کوونکى ښه روغ رمټ انسان و.
د هغه په دماغو کې له بالغېدو مخکې د عشق  هيلې پيدا شوې وې .  هغه په دې پوهېد چې د عشق د اور د لګولو هڅه وكړې نو هم پاتې  راځې او كه مړ كول يې وغواړې نو هم ناشونې ده.
خوجميل غوښتل دغه اور پخپل اورلګيت ولګوي.  هغه په دې هڅو کې څو اور لګيتونو ته اور ورته کړ . د څو پېغلو په عشق کې يې نوې نوې دريشۍ او ښکلې ښکلې نېکتايانې واخيستې، خو په دې دريشيګانو او نېکتايانو هېڅ ونه شو.
زه او هغه به ماښام د کمپنۍ باغ لورته تللو.  هغه به په ځان ښې ګوتې وهلې وې . له جامو څخه به يې ښکلى بوى پورته کېده . د باغ پر لاره به زياتى ښکلې او بدرنګه جينکۍ مخې ته راتللې. ده به له دوئ څخه يوه دخپل عشق لپاره غوره کوله  خو په خپلولو  به يې پاتى به راغى.
يوه ورځ يي وويل: (( سعادته! ما اخر يوه نجلۍ پيدا کړه، قسم په خداى د لمر او سپوږمۍ څو برابره ښائست لري. زه پرون دسيل لپاره ووتم، ډېرى جينکۍ ښوونځي ته روانى وي. د يوې حجاب پر تن و  خو چى کله يي حجاب پورته کړ  نو سترګې مې خيره شوې.
څه ښکلا وه! پس  همغلته مې  فيصله وکړه، چى جميله! نور دا ګرځېدل راګرځېدل پرېږده، د همدى ښکلې په عشق بايد ځان واړوې، عاشق څه، چى عاشق شوى يې.))
هغه فيصله کړې وه، چې هره ورځ به سبايي  هغه ځاى ته،  چېرته چى يې دغه بلا ښکلې نجلۍ ليدلې وه، ورځي او د خپل ځان په لور به د هغى دپام اړونې هڅه کوي.
په همدې خاطر د هغه تېز دماغ ډېر پلانونه جوړ کړي وو، يو پلان  يې چې د نورو په پرتله ډېر موثر اوزيات تاثير کوونکى و، ماته ويلى و.
هغه پتېيلى وه، چې لس ورځې پرله پسې به په يو ټاکلي ځاى کې همغې نجلۍ ته ګوري، له دې کتلو څخه به دومره پته ولګېږي، چې هغه څه غواړي. له دې وروسته به د نجلۍ کړنو ته نظر کوي او بيا به د فيصلې کولو تصميم نيسي.
ددې امکان هم و، چې نجلۍ دده کتل اواشارې نه خوښوي، خپلې ښوونکې  يا کورنۍ ته به دده د بد اخلاقۍ نالښت وکړ ي، خو دا هم کېدى شي، چې راضي شي.د ده د کتلو ټينګار دومره تاثير پرې وکړي چې له ورسره تښتېدو ته هم تياره شي.
جميل شايد پر ټولو اړخونو باندې له اړتيا پورته فکرکړى و، ځکه چې کله جميل په لومړۍ ورځ سهار له  خوبه راپاڅېد، نو هغه ځاى ته، چېرته چې يې په لومړي ځل هغه نجلۍ ليدلې وه، د ورتګ اراده بدله كړه.
هغه ماته وويل: (( ما فکر کړى، چې کېدى شي ښوونځى رخصت وي، ځکه چې نن جمعه ده، څه پته چې په اسلامي ښوونځي کې به لوست کوي که په دولتي ښوونځي کې، امکان لري چې هغه زما په بار بار کتلو باندې غوسه شوې واى، له دې پرته، د دې خبرې څه ضمانت و، چې زه به په لسو ورځو کې د هغې په زړه پوهېدى. فرض کړه چې هغې ماته د خبرو کولو وخت راکولى، نوما به ورته څه ويل؟))
ما ورته كړه: (( همدا چې ته ورسره مينه کوې.))
جميل له لږ فکر څخه وروسته وويل: (( ياره! له ما څخه دا خبره کله هم نه ويل کېده .... ته لږ سوچ وکړه کنه.که هغې په دې خبره ماته ويلى واى چې ښاغليه! تاته دا حق چا درکړى؟ نو ما به څه ځواب ورکوه!  زيات نه زيات مې  همدومره ويلى شول، چې هر انسان د مينې کولو حق لري. له دې سره کېدى شي هغې بل غاښ ماتونکى ځواب راکړى واى، لكه: ته بد کوې، څوک وايي چې ته انسان يي.))
لنډه داچى جميل دخپلى تجربې په نظر کى نيولو سره د هغى نجلۍ له عشقه لاس واخيست؛خو هيلې يې لا ورسره وې.
يوه بله ښکلې نجلۍ يي تر سترګو شوه او سمدستي يې فيصله وکړه، چې له دې سره له ليک څخه کار واخيستل شي .  همدا وه، چى دڅو ليکونو له شکولو څخه وروسته په دې وتوانېد، چې يو عشقي ليک بشپړ کړي.
((د جميل ځانه!
د زړه درزا د سلامونو په توګه وړاندى کوم.
حېرانېږه مه چې دا څوک دى چې له تا سره بې درېغه په خبرو شو .  پرون ما ښام پنځلس باندې شپږ بجې ... نه شپږ  بجې او  يوولس دقيقې، چې ته کله د نندارتون څنګ ته له ټانګې څخه ښکته شوې، ما وليدې. بس په لومړي نظر درباندې مېن شوم، ته له خپلو ملګرو سره د فلم کتو ته لاړې، زه بېرون ودرېدم او د خپل تصور په سترګو مې په رنګ رنګ څېروکې کتلې.  دوه ساعته وروسته بېرون راووتلې، همدا وه چې ستا د ديدن پېرزوينه وشوه او د تل لپاره ستا غلام شوم.
فکر ته نه راځي، چې زه تاته نور څه وليکم بس دومره دې پوښتم چې ايا ته زما مينه د خپلې ښکلا وړ ګڼې او كه نه؟
که تا زه ورټلم؛ نو زه ځانوژنه نه کوم، ژوندى پاتې کېږم چې بيا بيا دې وګورم.
ستاد ښکلامننونکى
جميل))
دا ليک هغه پر يوه خوږ  بويه کاغذ باندې ليکلى و او زما کور ته يې رالېږلى و، خو څو ورځې وروسته چې مې جميل وليد ؛ نو څرګنده شوه، چې ليک يې وراستولى نه دى.
لومړى خو په دې چې په ليک د عشق پيلول وړ کار نه دى . دويم دا چې له څېړنې وروسته ورته پته لګېدلې وه، چې نجلۍ هندو ده؛ نو دا څپرکى هم له پيل کېدو څخه مخکې پاى ته ورسېد. زه به د جميل کورته تلم راتلم. د ده په کورکې له ما څخه چا پرده نه کوله، موږ دواړه به په  ساعتونو ساعتونو په لوستنه او يا په ګپ شپ لګيا وو. د ده، دوه كمكۍ خويندې وې، چې په ما شومانه انداز  به يې ما سره ګپ لګاوه.د دوئ د نوكرې د عذرا په نوم يوه لور وه،عمر به يې څه اوولس،اتلس كاله و، ډير ه ساده نجلۍ وه. موږ دواړو به پرې ډېرى وخت ټوكې كولې.
جميل چې كله په دويمه هڅه كې هم پاتې راغى، نو تر دوه مياشتو پورې غلى پاتې شو. په دغه موده كې  يې دعشق كولو د كومې نوې لارې پيداكولو كوښښ ونه كړ، خو له دې وروسته پرې يو دم بيا دوره راغله او  په اوونۍ كې به يې پينځه شپږ جينكۍ د خپل عشق د ټوپك لپاره دنښانې په توګه غوره كولې،خوماته په دې جينكيو كې د څلورو جينكيو اړوند د هغه عشقي داستان معلوم دى.
لومړۍ چې د ده له لرې خپلوانو څخه وه، د خپلې مور له لارې د دې مور ته خبر  لېږلى و، چې كه جميل بيا دې ته په بد نظر كتلي و  نو ښه به نه وي.
دويمه په غور سره كتلو څخه وروسته د چيچك د اغونو لرونكې وخته. د درېيمې په شپږمه اوومه ورځ له چاسره كوزده وشوه، څلورمې ته يې يو اوږد ن عشقي ليك وليكه، چې ددوى د نوكرې د لور عذرا په ګوتو ورغى. معلومه نه وه چې څرنګه، خو مخكې به جميل په هغې ټوكې كولې، خواوس د هغې له لاسه دا ورځ نه لري تردې چې د جميل سايې پوزې ته راوسته.
جميل ماته وويل: ((سعادته! دا عذرا چې موږ د بې عقلۍ تر حده ساده ګڼله، ډېره ظالمه وخته. په هر څه پوهېږي. كومې نجلۍ ته  چې ما ليك ليكلى و او په غلطۍ مې د خپل مېز په روك كې ايښې و، چې د ليك په ځواب غوروكړم، د ې كم بختې نه پوهېږم څرنګه له هغه ځايه الوځولى و.اوس نو هغې له ما څخه ګونګى جوړ كړى دى . په مخ كې يې خبرې  نه شم كولى. ځينې وخت داسې ترخې خبرې وكړي چې ما هم په ژړا كړي اوخپله هم وژاړ ي. زه خو يې نور پوزې ته راوستى يم.
كله چې هغې څخه تنګ راغى، نو د خپلې عشقي تګلارې كړنې يې نورې هم تېزې كړې. تر اوسه پورې يې څوارلس جينكۍ غوره كړې دي، خو دلاغوراوي څخه وروسته يې له هغوئ څخه يوه انتخاب كړه.
لس جينكۍ د هغه له كوره ډېرې لرې اوسېدې، چې هره ورځ يې د كتلو وس له ده سره نه و. دوه داسې وې  چې د  هغوى د كورنۍ په اړه يې يو څه شك درلود.دولسمې او ديارلسمې يوه ورځ داسې وراټه، چې له ده څخه يې وار پار خطاكړ.
څوارلسمه چې څوارلسمه سپوږمۍ وه، ده ته په زړه پورې وه، خو دا كم بخته كمونيسته وخته . د جميل په اند به دى د دې نجلۍ د مينې دلاسته راوړنې لپاره كمونيست جوړېده. په لاس جوړې شوې جامې به يې اغوستې او د مزدورانو په حق كې به يې لس دولس تقريرونه كول، خو مصيبت دا و، چې د هغې پلار تقاعد شوى اينجينر و . د  هغه معاش په يقيني توګه بندېده . له همدې ځايه نهيلى شو او داسې يې وانګېرله، چې عشق هسې بې ګټې كاردى. سړيتوب په دې كې دى، چې هغه له چاسره واده وكړي او له دې وروسته كه يې زړه وغوښتل، نو پخپله به عاشق شي. كله  چې زه هغه له دې فيصلې څخه خبر كړم، نو په دې سره ورسېدو، چې له خپل مور اوپلار سره خبره وكړي.
له ډېرو ورځو سوچ او فكر څخه وروسته يې د خبرو كولو تيارى ونيو. لومړى يې له خپلې مور سره خبرې وكړې. مور  يې  خپلو خپلوانو كې د ده لپاره د برابرې رشتې د پيداكېدو هڅې وكړې، خو بريالۍ نه شوه. په ګاونډ كې يې د خان بهادر خان صيب لور وه. تر دولسمه يې  زده كړې كړې وې، ښه هوښياره اوخوږ خويه نجلۍ وه، خو پوزه يې چيته وه.
د توړۍ د لور يې ښه څېره وه، خو توره وه . مور او پلار يې دومره كنجوس وو، چې د جهېز د نيمايي وركولو ته يې هم زړه نه وو او د عذرا خو څه سوال نه پيدا كېده.
د جميل مور ډېرو هڅو څخه وروسته د راولپينډۍ د يوې عزتمندې كورنۍ له نجلۍ سره خبرې وكړې. جميل له خپل ناكام عشق څخه دومره تنګ راغلى و، چې هغه له خپلې مور څخه د نجلۍ په اړه پوښتنه هم ونه وكړه.
هسې هغه پخپل ژوندي تصور كې د هغې د ښكلا  اندازه لګولې وه  او په دې يې هم ښه فكر كړى و، چې د  هغې په عشق كې ځان څرنګه ګير كړي.
داسلسله تر ډېره وخته روانه وه. زه خوشحاله وم، چې د جميل واده كېدونكى دى او د هغه دعشق د مرض همدا يوه درملنه وه .
شپږ مياشتې وروسته يې د راولپينډۍ ددې عزتمندې كورنۍ له پېغلې سره  چې شريفه نومېده، كوزده وشوه. د كوزدې په مراسمو كې جميل ته د خپلې خسرګنۍ له خوا ګوته وركړ ل شوه چې هر وخت به يې په ګوته وه.
تر يوه كاله په دې سوچ كې و، چې هغه به خپله ناوې كله كور ته راولي، لكه  څنګه چې سړى ازاد غوندې و، نو ځكه د  هغه خيال و، چې له مور او پلار څخه بېل خپل كور ودان كړي . دا كور بايد څرنګه وي، څه ډول بايد سينګارشي، دكور مياشتنۍ لګښت بايد څومره وي، له خواښې سره به يې څرنګه رويه وي، د دې هر څه په اړه  يې پوره فكر وكړ، اخر د نجلۍ كورنۍ تنګه شوه،غوښتل يې چې زر تر زره واده ترسره شي. جميل په دې اړه هېڅ فيصله ونه كړلاى شوه، خو مور يې يوه ورځ وټاكله كارتونه چاپ شول او د ډوډۍ وركولو لپاره يې اړين لوښي تيار كړل .
د جميل پلار شېخ محمد اسما عيل ډېر خوښ و، خو جميل ډېر خپه  ښكاريد، ځكه چې هغه د خپل جوړېدونكي كور اخرنۍ نقشه برابره نه كړاى شوه.
دواده پر ورځ سهار وختي جميل زما خواته راغى ډېر حيران  او  وېرېدلى برېښېده. ويې ويل، چې ددوئ د نوكرې لور عذرا چې د بې عقلۍ ترحده ساده وه،ددې په خاطر ځان وژنه كړې، له جميل سره يې بې اندازې مينه وه،  هغې ونه زغملاى شو، چې  محبوب يې له بلې نجلۍ سره واده وشي.په دې اړه يې د جميل په نوم يو ليك هم پرې ايښى و، چې ډېر دردوونكى و.