په بلخ کې د حضرت علي کرم الله وجهه دزيارت سوالګر ، چې کومې پيسې په ډېر منت له خلکو څخه ترلاسه کوي ، هره ورځ له ٣٠ څخه تر ٤٠ افغانيو پورې د روضې پوليسو ته رشوت ورکوي .
دپوليسو سرتېري ، چې کومه مياشتنۍ تنخواه د حکومت لخوا ترلاسه کوي ، په هغې قناعت نه کوي او وايي چې نشي کولى په پنځو زرو افغانيو په يوه مياشت کې د خپل ژوند اړتياوې پوره کړي ، له همدې امله مجبوره دي چې ان له سوالګرو څخه رشوت واخلي .
هره ورځ په منځني ډول تر ٢٥٠ پورې سوالګر د مزار شريف روضې ته ورځي او هر يو له سلو څخه کمې يا زياتې پيسې تر لاسه کوي ، اوس په داسې حال کې چې پوليس په منځني ډول له هر سوالګر څخه ٣٠ افغانۍ رشوت واخلي ، په يوه مياشت کې دغه ټولې پيسې نږدې ٢٢٠ زره افغانيو ته چې له څلور نيم زره ډالرو سره برابرې دي ، رسېږي .
پوليس د روضې له سوالګرو څخه دپيسو په اخيستو کې کله ناکله په تاوتريخوالي هم لاس پورې کوي او کوم کسان چې د پيسو له ورکولو څخه سرغړونه وکړي ، وهل ټکول کېږي ، ان په ساعتونو ساعتونو د روضې دننه په ځانګړو خونو کې بنديانېږي .
محمد مير ، چې په دواړو لاسونو معيوب او د دريو ماشومانو پلار دى ، له سهاره ترماښامه د روضې انګړ جارو کوي .
هغه د جارو کولو پر مهال له زيارت کوونکيو څخه خير غواړي او په وينا يې په همدغو ٨٠ يا سلو افغانيو چې په ورځ کې يې ترلاسه کوي ، خپلې مېرمنې او دريو ماشومانو ته نفقه برابروي .
محمد مير پژواک خبري آژانس ته وويل چې هغه د بابا يادګار له سيمې څخه تر روضې پورې د راتلو لپاره د ٢٠ افغاني کرايي وس نلري او له همدې امله يو ساعت سهار او يو ساعت ماښام دغه واټن په پښو وهي .
دى وايي : (( ټول غمونه يوې خواته ، دا چې له خلکو خير غواړم او پوليس له مانه پيسې اخلي ، ډېره سخته راباندې تمامېږي . ))
هغه سوالګر ، چې غواړي د حضرت علي کرم الله وجهه په روضه کې سوال وکړي ، خو پوليسو ته د رشوت د ورکولو توان نلري ، زيارت ته دتلو اجازه نلري ، البته په زيارت کې د داسې کسانو له ليدو سره سم پوليس هغوى بېرته د څلورګونو دروازو له لارې وباسي .
د بلخ دپوليسو چارواکي ، په روضه کې دخپلو سرتېرو له تاوتريخوالي څخه په بشپړه توګه خبر دي ، خو کله چې له سوالګرو څخه د رشوت داخيستو تور پرې لګېږي ، دغه کار ردوي او تل د خپلو سرتېرو ملاتړ کوي .
هغه شواهد چې دمزار شريف له روضې څخه ديوې څېړنې په پايله کې ترلاسه شوي دي ، ښيي چې پوليس هره ورځ د زيارت کوونکيو پر وړاندې له سوالګرو څخه رشوت اخلي او ان تر دې چې سوالګر په خپله اعتراف کوي چې له ډېرې مودې راپدېخوا يې له دې کار سره عادت کړى دى او همدا لامل دى چې هېڅکله له پوليسو سره دپيسو پر سر جنجال نه کوي .
د سمنګان ولايت د دره صوف اصلي اوسېدونکى ٥٥ کلن قربان له دريو کلونو راپدېخوا په روضه کې سوال کوي .
د قربان دژوند کيسه ډېره غمناکه او خواشينوونکې ده ، کله مې چې ترې د ژوند په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه ، پوه شوم چې زيات منت يې زړه ډېر باريکه کړى دى او داسې ښکاره شوه چې دويلو لپاره ډېر څه لري .
لا يې د مرکې دريمې پوښتنې ته ځواب وايه ، چې سترګې يې له اوښکو ډکې شوې او ستونى يې راډک شو .
قربان دخپلې سوالګرۍ ترټولو ترخه خاطره داسې په ډاګه کړه : (( يوه ورځ سهار ما او يو بل سوالګر عطاء الله په روضه کې خير ټولوه ، چې له بده مرغه له پوليسو سره مخ شولو ، دا چې تېره ورځ موپوليسو ته پيسې نه وې ورکړې ، هغوى پيسې وغوښتې ، کله چې پوه شول له يوې خوا پيسې نلرو او له بلې خوا مو تېره ورځ ورسره غلطي کړې وه ، دهماغې ورځې تر مازيګره يې په يوه خونه کې بنديان کړو او مخکې له دې چې موږ خوشې کړي ښه يې ووهلو ، ان تر دې چې چيغې مو ووهلې او کله يې چې له خونې ووېستو ويې ويل چې پام مو وي بيا دپوليسو حق و نه خورئ ، ولاړ شئ او هېڅ چاته څه ونه وايئ . ))
قربان وايي چې کله چې دپوليسو لخوا ووهل شو ، په استثنايي توګه يې هم په ياد ندي چې پوليسو ته يې دپيسو په ورکولو کې ځنډ کړى وي .
دى وايي : (( اوس چې هره ورځ روضې ته راځم ، اول دپوليسو حق ٣٠ افغانۍ ورکوم بيا په خپل کار شروع کوم . ))
په لوېديځه دروازه کې دروضې يو تن ساتونکى سرتېرى ، احمدشاه چې ژبه يې بندېږي ، د قلم په ژبه ومنله چې دى او دپوليسو نور سرتېري له سوالګرو څخه پيسې اخلي .
احمد شاه له قلم او کاغذ څخه مرسته وغوښته او اشاره يې وکړه چې کولى شي دپوښتنو ځوابونه پر کاغذ وليکي ، هغه په کاغذ وليکل چې سوالګرد تلو پر مهال هغوى ته پيسې ورکوي او دا چې دحکومت په مياشتنۍ تنخواه يې دکورنۍ ګزاره نه کېږي ، مجبوره دى چې له سوالګرو څخه پيسې واخلي .
د بلخ دامنيه قوماندانۍ دامنيت امر مل پاسوال عبدالرووف تاج ، د پوليسو له دې پلمې سره چې هغوى د تنخواه دکموالي له امله د روضې له سوالګرو څخه رشوت اخلي ، مخالفت وښود او ويې ويل چې کوم سرتېري چې دپوليسو په تنخواه قناعت نه کوي ، کولى شي دپوليسو له ليکو څخه بهر شي .
عبدالرووف تاج وايي چې امنيه قوماندانۍ د روضې سرتېري ددې لپاره دساتونکيو په توګه ندي ګومارلي چې خپل جيبونه د سوالګرو له پيسو ډک کړي .
دهغه په وينا، په ټولنه کې د پوليسو د شتون موخه د سوالګرو په شان خلکو ته خدمت کول دي ، نه دا چې دهغوى په ځورولو لاس پورې کړي .
له دې سره سره چې دامنيت امر ته کافي اندازه شواهد وښودل شول ، خو بيا يې هم د روضې دسرتېرو ملاتړ کاوه او دا يې نه منله چې دروضې دامنيتي حوزې پوليس دې دومره په فساد کې ډوب وي .
کله چې د بلخ دامنيه قوماندانۍ دامنيت له امر څخه پوښتنه وشوه ، چې څرنګه کولى شي په روضه کې ددې فساد مخه ونيسي ، پرته له دې چې په خپلو تېرو خبرو ودرېږي ، په غير مستقيم ډول يې په روضه کې دخپلو سرتېرو په فساد اعتراف وکړ او ويې ويل چې هغه مهال کولى شي په روضه کې پوليسو ته د رشوت ورکولو مخه نيولى شي چې خلک او سوالګر د رشوت خورو سرتېرو په معرفي کولو کې مرسته وکړي .
داسلام څلورم خليفه حضرت علي کرم الله وجههُ ته منسوبه مقبره په دريمه هجري پيړۍ کې دابو مسلم خراساني لخوا له نجف ښار څخه بلخ ته ولېږدول شوه او د روضې مبارکې نننۍ څېره په ١٤٥٦ ميلادي کال کې دتيموريانو په دوره کې د سلطان حسين بايقرا لخوا جوړه شوه .
دامهال هره ورځ سلګونه نارينه او ښځې ددعا او حاجت د پوره کېدو لپاره له ټول افغانستان څخه دې زيارت ته راځي .
زيارت کوونکي او لمونځ کوونکي ، چې هره ورځ له دې زيارت څخه ليدنه کوي ، هر يو له خپل وس سره سم له سوالګرو او منجاورينو سره مرسته کوي .
د حضرت علي کرم الله وجهه ُ دروضې رئيس عتيق الله انصاري هم له سوالګرو او مداحانو سره دپوليسو له چلند څخه سرټکوي .
انصاري وايي چې ترڅه مودې مخکې پورې پوليسو مداحانو ته دپيسو په بدل کې روضې ته د ننوتو اجازه ورکوله .
مداحان هغو کسانو ته ويل کېږي چې په روضه مبارکه کې د اسلام دڅلورم خليفه مدح او صفت کوي او له دې لارې له خلکو څخه پيسې ترلاسه کوي .
انصاري وويل : (( که رښتيا ووايم دروضې پوليسو ان له مداحانو سره قرارداد کړى دى او په دې حساب له هر مداح څخه د قرارداد له مخې پيسې اخلي . ))
دانصاري په وينا ډېره موده کېږي چې روضې ته د مداحانو دراتګ مخه نيول شوېده .
دمزار شريف په روضه کې دپوليسو لخوا له سوالګرو څخه درشوت په اخيستو کې دثبوت دوړاندې کولو موضوع تر ډېره حده په شواهدو او ددواړو خواوو په څرګندونو ولاړه ده ، داپه داسې حال کې ده چې پيسې له يوه لاس څخه اخيستل کېږي او بل لاس ته لېږدول کېږي .
دپژواک خبريال د حقيقت دترلاسه کولو لپاره ډېرې ورځې په روضه کې تېرې کړي دي ، هغه ته داسې يوه ورځ په ياد ده :
(( ماښام نږدې وو ، زيات شمېر سوالګر ددروازې شاته منتظر وو ترڅو لمونځ کوونکي له لمانځه وروسته له هغوى سره يو اندازه مرسته وکړي .
پوليسو سوالګر روضې ته نه پرېښودل ، ځکه چې د سوالګرو په وينا ، هغوى پوليسو ته په اصطلاح (( حق )) نه ورکاوه .
ځان مې سوالګرو ته نږدې کړ او غوښتل مې له څو تنو سره مرکه وکړم ، په همدې وخت کې مې دروازې ته پام شو ، چې يو سوالګر له روضې څخه دوتلو په حال کې وو او کله چې پوليس ته نږدې شوم ومې ليدل چې هغه ته يې پيسې ورکړې ، خو پوه نه شوم چې څومره وې ، پيسې مې وليدلې ، چې په اصطلاح څو ځله قاتې شوې وې او پوليس هم پرته له دې چې حساب يې کړي ، ژر تر ژره يې دپتلون په جيب کې ښکته کړې .
دغه صحنه ماته ډېره په زړه پورې وه ، سوالګر مې په خپل حال پرېښودل او ياد شوي سوالګر ته نږدې شوم ، هغه د روضې له دروازې څخه لږ ليرې شوى وو ، وروسته له هغه چې ځان مې ورته وروپېژانده ، غوښتل مې له هغه سره لنډه مرکه وکړم او هغه هم حاضر شو :
- ستاسو نوم څه شى دى او دکوم ځاى اوسېدونکى ياست ؟
نوم مې سيد احمد دى او دسرپل ولايت اوسېدونکى يم خو په بابا يادګار کې په يوه کرايي کور کې ژوند کوم .
- څو ماشومان لرې ، دخپلې کورنۍ په اړه يو څه ووايه !
- خداى تعالى څلور ماشومان راکړي دي ، خو څه وکړم چې يو لاس مې فلج دى او يوه پښه مې هم تکليف لري .
- ما وليدل چې له غوښتلو پرته دې پوليس ته پيسې ورکړې ، خو پوه نه شوم چې څو وې ، کېداى شي ووايې چې ولې دې پوليس ته پيسې ورکړې ؟
- ما پوليس ته ٤٠ افغانۍ ورکړې ، دا زموږ دهرې ورځې کار دى ، که چېرې يوه ورځ ورته پيسې ورنکړم ، بله ورځ مو روضې ته نه پرېږدي .
- نن مو څومره پيسې ترلاسه کړي دي ؟
- نن مې ٧٦ روپۍ راټولې کړې څلوېښت مې پوليس ته ورکړې نورې ماته پاتې شوې .
سيد احمد مې پرېښود او په پوليس پسې ولاړم ، په ډېر درناوي مې له هغه پوليس سره چې له سيد احمد نه يې پيسې اخيستې وې ، خبرې پيل کړې :
- زه يو خبريال يم ، غواړم له تاسو نه يو يادوه پوښتنې ولرم اجازه راکوئ ؟
- ووايه څه پوښتنه لري ؟
- ستاسو نوم څه دى او دکومې حوزې اړوند ياست ؟
- نوم مې عبدالستار دى او دروضې دامنيتي حوزې ساتونکى يم .
- دا څو شيبې مخکې مې وليدل يوه سوالګر تاسو ته پيسې درکړې ، کېداى شي ووايئ چې دا پيسې مو د څه لپاره واخيستې ؟
- کومې پيسې يادوئ ما له چانه پيسې ندي اخيستې .
- نه ، زما پام وو چې تاسو له سوالګر نه پيسې واخيستې اوس څه وايئ ؟
- وروسته شه تاسو څه کاره ياست چې له مانه پوښتنه کوئ ، کارت دې راکړه !
- زه يو خبريال يم او حق لرم چې له تاسو نه پوښتنه وکړم دا دى د خبريالۍ کارت مې .
- عبدالستار د خبريال لاس نيسي او له هغه نه غوښتنه کوي ترڅو دروضې امنيتي حوزې ته ولاړ شي او هغه حاضر دى ترڅو په حوزه کې د هغه پوښتنو ته ځواب ووايي .
کله چې خبريال او پوليس دروضې په انګړ کې امنيتي حوزې ته نږدې کېږي ، پوليس خپله لاره بدلوي او غواړي چې خبريال له روضې څخه کوم نامعلوم ځاى ته يوسي ، دلته خبريال مداخله کوي او دهغه له منګولو څخه ځان خلاصوي .
په هغو مرکو کې چې په روضه کې له سوالګرو سره شوي دي ، په هره يوه کې دې ټکي ته اشاره شوې ده چې هغوى په دې اړه چې پوليس له هغوى څخه پيسې اخلي ، د ولايت مقام ، ولايتي شورا ، د افغانستان د بشر دحقونودخپلواک کميسيون سيمه ييز دفتر او په مزار کې دپوليسو مشرتابه ته شکايت کړى دى ، خو په دې ٥ ٦ کلونو کې دې موضوع ته هېڅ پام ندى شوى .
دروضې سوالګر وايي چې د ولايت د مشرانو بې غورۍ دهغوى زړونه مات کړي دي او دا نااميدي ددې لامل شوې ده ترڅو هغوى خپله خوله بنده او الله تعالى ته صبر وکړي .