په بلخ ولايت كې د معتادينو شمېر د تېرو كلونو په پرتله دوه برابره زيات شوى دى.
دغه څرګندونې د بلخ د معتادينو د شل بستريز روغتون مشر ډاكټر عبدالمتين سلطانخېل په يوه ځانګړې مركه كې خبريال ته وكړې.
هغه وويل چې په ۲۰۰۵ ميلادى کال كې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکيو او جرمونو پر ضد ادارې( UNODC ) لخوا شوې سروې څرګنده كړې وه ،چې په بلخ ولايت كې د ۶۵ او ١٠٠ زره تر منځ ( نر، ښځې او ماشومان) په نشه يي توكيو روږدي دي.
خو دى زياتوي چې دغه شمېر اوس نږدې ١٥٠ زرو ته رسېدلى دى.
د ډاکټر سلطانخېل په وينا، ښځې او ماشومان په ترياكو او سړي د ترياكو تر څنګ په چرسو او هيروينو هم روږدي دي.
نوموړى وايي، چې د بلخ ولايت د نورو ولسواليو په پرتله د دريو ولسواليو ( شور تېپه، كلدار او دولت اباد) اوسېدونكي ډېر د نشې ښكار شوي دي او د دغو ولسواليو په سلو كې ۹۰ اوسېدونكي (نر، ښځې او ماشومان) په نشه يي توكيو روږدي دي.
د بلخ د معتادينو د شل بستريز روغتون مشر څرګنده کړه، چې په شورتېپه كې اوس مهال نږدې ۵۰ زره (نر، ښځې او ماشومان) د خوړلو، څكلو او پيچکارۍ له لارې د نشه يي توكيو په كارولو بوخت دي.
د هغه په وينا، د دغې ولسوالي ډېرې كورنۍ د غاليو د اوبدلو له لارې خپلې ورځنۍ چارې پر مخ بيايي ،چې په همدې غاليو د ډېر كار له امله د راپيداكېدونكيو دردونو د درملنې په موخه په نشه يي توكيو روږدي كېږي.
د شورتيپې ولسوالي يو تن اوسېدونكي ۴۵ كلن سيد حسين وويل چې ده به خپلې مېرمنې او خپلو دوه لورګانو ته په غاليو د ډېر كار كولو له امله د پيدا شويو دردونو د له منځه وړلو په موخه ترياك وركول.
دى زياتوي چې دغه كار به يې كلي كې هرې كورنۍ كاوه او همداسې به يې د غاليو كار ښه پر مخ ته.
خو سيد حسين وايي: (( اوس مې مېرمن او لورګانې د بېلا بېلو بيماريو ښكار شوي او ما هوډ کړى چې له نشې څخه يې مخينوى وكړم او ځان او خپله کورنۍ له دغه لعنتي شي څخه وژغورم))
خو ددې ولسوالۍ ځينې اوسېدونكي بيا په نشه يې توكيو د روږدي توب نور لاملونه هم په ګوته كوي.
د همدې ولسوالي يو بل اوسېدونكى ۳۲ كلن نذر محمد چې د بلخ د معتادينو په شل بستريز روغتون كې د درملنې لاندې و، وويل چې د جنګونو په وخت كې به يې په سنګر كې له نورو ملګرو سره د وخت د ښه تېرېدو په پلمه كارول او وروسته يې عادت وګرځېد.
نوموړي وايي، چې په دغه ولسوالۍ كې داسې كور نشته چې ډېرى غړي يې په نشه يي توكيو روږدي نه وي.
د بلخ د معتادينو د شل بستريز روغتون مشر وايي، چې په سلو كې ۹۹ ښځې او ماشومان د خوړلو په توګه په ترياكو روږدي دي.
نوموړي زياته كړه ،چې ډېرى ښځې يې د دردونو د درملو په توګه پيل كوي او ماشومانو ته يې د خوب د راوستو د درمل په توګه وركوي، چې د وخت په تېرېدو يې عادت ګرځي.
د كلدار ولسوالۍ يوې اوسېدونكې ۴۰ كلنې مېرمن روزګل چې د بلخ په شل بستريز روغتون كې د درملنې لاندې وه، وويل چې ۱۵ كاله وړاندې يې ترياك د درد د درملو په توګه پيل كړي و.
نوموړې زياته كړه :(( دترياكو په خوړلو به مې درد كمېده او ورسره به ارامه شوم.))
د هغې په وينا، د ترياكو لاس ته راوړل ورته ساده خبره وه، ځكه چې پخپله يې كرل.
روزګل چې په خپله درملنه خوښه وه، ويې ويل چې له ۱۲ ورځو را په دې خوا په روغتون كې بستر ده او په دې ورځو كې يې ترياك نه دي خوړلي.
د ډاکټر سلطانخېل په وينا، د بلخ د معتادينو شل بستريز روغتون نږدې دوه كاله مخكې په دغه ولايت كې په درملنه پيل كړې چې تر دې دمه يې په سلګونو په نشه يي توكيو روږدي كسان تداوي كړي دي.
هغه وايي چې دوى په پنځه پړاوونو كې درملنه كوي. لومړى په سيمه كې د تبليغاتو له لارې خلک د درملنې لپاره تياروي او بيا يې د ثبت پړاو پيل كېږي چې نږدې دوه مياشتې دوام كوي. د ثبت له پړاو څخه وروسته يې ۲۱ ورځنى د درملنې پړاو پيل كېږي.
د هغه په وينا ، د ناروغ له درملنې وروسته هغه خپلې سيمې ته بېرته ورپېژندل كېږي او بيا يې د تعقيب پړاو پيل كېږي چې بيا نشې ته مخه نه كړي.
د دولت اباد ولسوالۍ يو تن اوسېدونكى ۳۲ الماس چې ۱۸ ورځې يې د بلخ د معتادينو په شل بستريز روغتون كې تېرې كړې وې، وايي، چې د نشې پر وخت به يې د كورنۍ غړيو او كليوالو ورڅخه كركه كوله.
نوموړي وويل: (( د نشې پر وخت راته چا د سړي په سترګه نه كتل، خپلې ښځې به هم په نه خبره رټلم.))
دى زياتوي چې اوس يې ټول قدر كوي او يو ځل بيا د سم ژوند د تېرولو په چارو پوه شوى دى.
ډاكټر عبدالمتين سلطانخېل وايي چې اوس مهال د بلخ د معتادينو په شل بستريز روغتون كې ۲۰ په نشې روږدي كسان تر درملنې لاندې دي.
خو نوموړي په ډاګه کړه، چې په سلو كې نږدې ۲۰ كسان دغه روغتون ته د درملنې په موخه مخه كوي او پاتې يې لا هم له نشې سره خپل ژوند پر مخ بيايي.
دا په داسې حال کې ده ، چې د مخدره موادو پر ضد وزير جنرال خداى داد څه موده دمخه په يوه خبري ناسته کې ويلي و، چې په روان ميلادي کال، په هيواد کې د معتادينو شمېره يو ميليون او پنځه سوه زرو ته رسېدلې ده .
هغه، دغه شمېره د اندېښنې وړ بللې او وايي، چې تېر کال د معتادينو شمېره له يو ميليون څخه کمه وه.
د ملګرو ملتونو د نشه يي توکيو او جرمونو پر ضد ادارې( UNODC ) د يوې سروې پر اساس چې په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې ترسره شوي، په افغانستان کې د کوکنارو کر د ٢٠٠٦ کال په پرتله په سلو کې ٥٩ زيات شوى و.
خو ملګرو ملتونو او افغان دولت سږ کال په هېواد کې د نشه يي توکيو په کښت کې د ١٩ او توليد کې د شپږ فيصده کموالي خبر ورکړى دى .
دغه کمښت په هغه تازه ترسره شوې سروې کې په ډاګه شوى، چې د (UNODC) او نشه يي توکيو پرضد د مبارزې وزارت لخوا، ترسره او د وږي په پنځمه اعلان شوه .
د (UNODC) اجرائيوي رئيس انټونيو ماريا کوسټا (Antonio Maria Costa) چې د يادې شوې سروې د رپوټ د اعلان په موخه کابل ته راغلى، د نشه يي توکيو پرضد د مبارزې له وزير جنرال خدايداد سره يې په يوه ګډه خبري ناسته کې ياده شوې لاس ته راوړنه مهمه وبلله .
هغه زياته کړه چې تېر ميلادي کال ( ٢٠٠٧ ) د هېواد په ١٩٣ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي و، خو سږ کال دغه شمېره ١٥٧ زره هکتارو ته راټيټه شوې ده .
د نوموړي په وينا، د دوى د ترسره شوې سروې له مخې تېرکال افغانستان ٨٢٠٠ ټنه نشه يي توکي توليد کړي و او سږ کال يې ٧٧٠٠ ټنه توليد کړي، چې په سلو کې شپږ کموالى ښيي .