د بغلان په پلخمري ولسوالي كې د چونغر ادبي بهير لخوا د شمال دخلكو عنعنوي اصلاحي جرګې او په مزارشريف كې د وزير محمد ګل خان مومند بابا ادبي بهير په مرسته د ((په پغلان كې د ګډ فرهنګي يون له لور)) تر سرليك لاندې غونډه وشوه.
په دغه غونډه كې چې د وږي په ۱۳ مه، د پلخمري ولسوالي په باغ شمال كلي كې ترسره شوه، د بغلان ولايت د يو شمېر مخورو مشرانو، فرهنګي ځوانانو او دولتي چارواكو سربېره د مزاشريف ځينو فرهنګيانو هم ونډه اخيستې وه.
د چونغر ادبي بهير استازي راز محمد راز وويل چې دغه غونډه يې د بغلان ولايت د فرهنګيانو تر منځ د اړيكو د لا راپيدا كېدو او د خپل فرهنګ د خوندي ساتلو د ګډو هڅو په موخه جوړه كړې وه.
نوموړي زياته كړه چې د دغې غونډې په ترسره كولو كې ورسره د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې او د مزارشريف د وزير محمد ګل خان مومند بابا ادبي بهير ځوانانو زيار ايستى وو.
د پلخمري د پاغ شمال كلي يو تن مخور مشر او په همدې كلي كې د سيد جمال الدين افغان ليسې مدير غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې دغه راز غونډې د ځوانانو تر منځ فاصلې كموي او خپلو ځوانانو ته يې د ډاډ په هكله وويل چې دوى دې همداسې خپل خوځښت روان ساتي د مشرانو لاس نيوى به ورسره تل وي.
د غونډې يو بل تن ويناوال د پرخې او پسرلى مجلو مرستال مجيب الرحان لحاظ د جرګې د اهميت په اړه لنډې خبرې وكړي او زياته يې كړه كه چيرې د سيمې مشران له ځوانانو سره لاس په لاس كار وكړي نو دغه فرهنګي يون به ډېر زر تر خپله منزله ورسېږي.
د شمال د پښتو ادبي او فرهنګي فعاليتونو په لړ كې د بغلان ځوانان هم ستره ونډه لري چې په هڅو يې تر دې دمه درې بهيرونه په ادبي او كلتوري فعاليتونو بوخت دي.
په پلخمري كې ((چونغر ادبي بهير)) او په مركزي بغلان كې ((بغلان ادبي بهير)) او ((كوږ چنار ادبي بهير)) تر دې دمه فعال دي، چې هر بهير يې اوونيزې غونډې كوي او تر دې دمه يې په لسګونو ځوانان د خپل كلتور او ادب د لاپياوړتيا لپاره له ځان سره ملګري كړي دي.
د يادولو وړه ده چې د شمال ختيځو ولايتونو لومړۍ پښتو خپرونې ( پسرلى) هم له بغلان ولايت څخه د همدې ولايت د ځوانانو په هڅو خپلې خپرونې پيل كړې وې، چې تر دې دمه نهه ګڼې چاپ او لسمه يې د خپرېدو په حال كې ده.
په بغلان كې دشمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې استازى او د چونغر ادبي بهير غړى ذكرالله ملنګ وويل چې دوى هيله لري د داسې غونډو په ترسره كولو به په بغلان كې د ځوانانو ادبي او كلتوري هڅې په يو كرښه شي او لاس ته راوړنې به يې زياتې وي.
د غونډې يو بل تن ګډونوال، د كوږ چنار ادبي بهير استازي احسان الله درېش د غونډې په جوړېدو خوښي څرګنده كړه او د چونغر ادبي بهير دغه هڅه يې په بغلان كې د ادبي او فرهنګي فعاليتونو لپاره يو نېك شګون وګاڼه.
دغه غونډه چې د ځاى امكانات ورته د پلخمري ولسوالي د باغ شمال كلي يو تن مخور سپين ږيري حاجي سلطان داود برابر كړي و، د همده په تېره كې د لسګونو كسانو په ګډون چې شمېر يې نږدې ۲۰۰ كسانو ته رسېد، تر سره شوه.