له تېر ژمي را په دې خوا د بلخ د كوچيانو په سلو كې نږدې ۴۰ څاروي له منځه تللي او پاتې ۶۰ يې د بېلا بېلو ناروغيو له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي، خو لا هم نه دولت او نه  كومې مرستندويه موسيسې له دوى سره مرسته كړې.

دغه څرګندونې د بلخ د كوچيانود مستقل امريت امر سيد محمد كوچي  وايي چې د تېر ژمي څخه راپه دې خوا د بلخ د كوچيانو د نږدې ۶ لكه څارويو څخه په سلو كې نږدې ۴۰ له منځه تللي او پاتې ۶۰ يې په بېلا بېلو ناروغيو اخته شوي دي.
د هغه په وينا د تېر سخت ژمي او د روانې وچكالۍ له امله دغه زيان كوچيانو ته اوښتى دى.

د چمتال ولسوالي د البرز سيمې يو تن كوچي ۷۰ كلن حاجى غوپي وويل چې د تېر ژمي را په دې خوا يې له ۱۵۰۰ څارويو څخه ۴۰۰ مړه شوي دي.
نوموړي زياته كړه چې تېر ژمي يې څاروي كمزوري كړي وو او روانۍ وچكالۍ له مرګ سره مخ كړل.
د هغه په وينا كه چېرې يې دولت  د وښو او اوبو د نشتوالي ستونزه حل نه كړي نو پاتې څاروي به يې هم په نږدې موده كې له منځه لاړ شي.
غوپي وويل چې  په اوونۍ كې يې يو څاورى د بېلا بېلو ناروغيو له امله مري.
نوموړي زياته كړه چې د سخت اوړي، د اوبو او وښو د نشتوالي له امله يې څاروي د تبك او زيړي په ناروغيو اخته شوي دي، چې همدا يې له مرګ سره مخ كوي.
د هغه په وينا تبك ناروغي څاروى له پښو غورځوي او زيړى يې غوښه زېړوي چې له امله يې مرګ سره مخ كېږي او بيا يې غوښه هم له خوراكه غورځي.

د بلخ د كرنې او مالدراۍ رياست ادعا كوي چې دوى د تېر ژمي را په دې خوا مالدارانو ته د هغوى د څارويو د دروملنې يو اندازه درمل ويشلي دي
د دغه  رياست ريس كاتب شمس وويل چې دوى د تېر ژمي را په دې خوا د دغه ولايت په بېلا بېلو ولسواليو كې د څارويو د بېلا بېلو ناروغيو د درملنې ۷۲۰۰۰ دوز واكسين په وړيا توګه مالدارانو ته ويشلې دي.

د بلخ د دولت اباد ولسوالۍ يو تن كوچي ۶۰ كلن حاجي ګولون چې نږدې ۴۰۰ څاروي لري، وويل چې د تېر ژمي را په دې خوا نږدې ۲۰۰ څاروي له منځه تللي دي.
نوموړى د كرنې د رياست دغه ادعا نه ردوي خو وايي چې په دغو واكسيننونو كې كوچيانو ته دومره برخه وركړل شوې نه وه.
د هغه په وينا كه چېرې شوى واى نو د څارويو د مړينې كچه به يې دومره ډېره نه وه.
نوموړي زياته كړه چې پاتې څارويو ته يې نه واښه او اوبه پيدا كولى شي او نه يې هم په بازار كې پلورلى شي.
هغه څرګندوي چې د سږنى وچكالۍ له امله يې ډېرى څاروي ډنګر شوي دي چې په وړ بيه نه پلورل كېږي.
ګولون وويل چې له ژمي مخكې په منځنى ډول د يو برابر څاوري بيه له ۵۰۰۰- ۴۵۰۰ افغانۍ پورې وه چې اوس يې بيه ۲۰۰۰- ۱۵۰۰ افغانۍ ته را ټيټه شوې ده.
نوموړي زياته كړه چې له همدې امله په ورځنيو چارو كې هم له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
ګولون انديښنه وښوده كه دولت د كوچيانو حال ته پاملرنه ونكړي نو په راتلونكي نږدې موده كې به يې په سلو كې ۹۰ څاروي له منځه لاړ شي.

د كوچيانو امر وويل چې د سږنى وچكالۍ له امله په دښتو كې د وښو كمښت او او د سيمه ايزو زورواكو له خوا په بېلا بېلو ولسواليو كې د كوچيانو څړځايونو نيول، دوى له دغې ستونزې سره مخ كړي دي.
نوموړي زياته كړه چې زورواكو  د بلخ ولايت په چمتال، شولګر، كشندې، زارع او خلم ولسواليو كې د كوچيانو په زروګونو جريبه ځمكه غصب كړې ده.

خو د كرنې او مالدارۍ ريس كاتب شمس نه يوازې چې د كوچيانو دغه ادعاوې ردكړې  بلكې ويي ويل چې كوچيان هېڅ ځمكه نه لري.
نوموړي زياته كړه چې كوچيانو يوه خيمه لري او سيمه يې نه ده معلومه، نن دلته او سبا يې هېڅ درك نه لګېږي.
د هغه په وينا كوچيانو چې د كومو څړځايونو خبره كوي هغه د ټولو خلكو دي او هر څوك ترې ګټه اخيستلى شي.

خو د كوچيانو امر تايد كړه چې له څړځاى څخه هر څوك ګټه اخيستلى شي خو څوك يې كرلى او يا پرې كور نشي ودانولى.
 د هغه په وينا د بلخ ولايت په بېلا بېلو ولسواليو كې سيمه ايزو زورواكو دغه سيمې كرلي او يا يې پرې كورونه اباد كړي دي.
د كوچيانو امر د زورواكو د نوم اخيستنې څخه ډډه وكړه خو زياته كړه چې د چمتال ولسوالي د سدمېش د قزل توكرك او لاله ميدان څړ ځايونه چې په زرګونو جريبه ځمكه راځي د زورواكو له خوا كرل شوې ده.
هغه څرګنده كړه چې د همدې ولسوالۍ د چشمه ګذر په زرګونو جريبه ځمكه چې د كوچيانو څړ ځاى و، زرواكو پرې په غير قانوني توګه كورونه جوړ كړي دي.

د كوچي له څرګندونو د بلخ ولايت په نهو ولسواليو  كې  څه باندې ۲۰۰۰۰ كورنۍ كوچيان اوسېږي چې ډېرى يې په چمتال، بلخ چاربولك، كشندې، زارع او خلم ولسواليو كې ميشت دي.