داسې كسان شته، چې د خبرو كولو په مهارت له دروغو څخه ماهرانه تېښته كوي، يعني نه دروغ وايي او نه رښتيا.
 دا مطلب مې هغه وخت ذهن ته راغى چې يو پوه ملګري مې راته كيسه كوله .
يوه ورځ په يوه جريده كې په مستعار نوم يوه ليكنه خپره شوه چې د ډېرو نظرونه ورته واوښتل. يو له ملګرو مې را څخه پوښتنه وكړه: (( پوهېږې دا ليكنه د چا مال دى؟ ))
نږدې و  ځواب كې ورته ووايم چې نه پوهېږم خو زر په دې ورسېدم چې دا ځواب به يو دروغ وي ځكه زه پوهېدم چې دا ليكنه چا كړې ده.
دا چې نه مې غوښتل د ليكوال نوم واخلم نو داسې مې وويل: (( نه شم ويلى چې د چا مال دى.))
له دې خبرې داسې څرګنده شوه لكه ويلي چې مې وي نه پوهېږم يا خبر نه يم،  مګر زما موخه دا وه چې نه غواړم له دې راز څخه پرده پورته كړم.
 دلته د خبرو كولو مهارت د دې لامل وګرځېد چې هغه كس له دروغ ويلو څخه ډډه وكړي تر څو د خپل ضمير پر وړاندې ملامت نه شي.
اوس پوه شوئ چې د خبرو كولو په طرز پوهېدل څومره ارزښت لري؟
لنډه دا چې په خبرو كې فكر كول ګټور كار دى. سياستوال، پوهان او ليكوالان د خبرو كولو د طرز له لارې له هغه څه چې نه يې غواړي وې وايي، ماهرانه تېښته كولى شي.
سياستوال له نورو څخه زيات له دې هنر سره اشنا دي. په دې هنر كې د تورو غوره كول او ترتيب ډېر ارزښت لري او د جملې ډول ډېر مهم دى.
كله چې يو وزير خپله كړنلاره ولسي جرګې ته وړاندې كوي، كه د سياسي خبرو له مهارت او طريقې سره اشنا وي نو ډېر ښه كولى شي چې د خبرو له غولونكي صفت څخه كار واخلي او د لاس پر ځاى لستوڼى لاس كې وركړي. همدا ډول د دې پر ځاى چې وعدې وركړي هيلو او ارزوګانو ته د درواغو رنګ وركوي او د احساساتو ښكارندوي كوي. كله چې وغواړي د كړنو او كار په اړه څه ووايي او كومه وعده وركړي هلته نو بيا له قيد او شرط څخه دومره كار اخلي چې د وعدې ماهيت له منځه ځي او په حقيقت كې يې مثبت لورى په  منفي لوري بدلېږي.
د وعدو دله منځه وړلو لپاره بې حسابه قيود او شرطونه په كار دي چې خبرې جوړونكي پكې ډېر مهارت لري. له دې ځايه څرګندېږي چې د دولتي او حكومتي كړنو اساس په دفتري لاپو باندې ولاړ دى او هر يو مسوول يې خپل وخت په هغه او دغه باندې تېروي. تر هغه وخته چې كوم غرض او ګټه په منځ كې نه وي هېڅ مقام چاته پرېكنده حكمونه او امرونه نه وركوي.
د دفتري كارونو پر وخت د كار كولو داسې لاره برابره كړي چې له مسووليت او كار كولو څخه تېښته، د خلكو سرګرداني، دوخت بې ځايه تېرېدل او د رنګارنګ ګټې اخيستنې لامل ګرځېدلې ده.
هغه څوك چې په ماهرانه تېښته ښه پوهېږي، هېڅ وخت نه ګير كېږي يانې لكۍ چاته په لاس نه وركوي .
.........................................................................................................................................
دغه ليكنه د الفت صيب په مستعار نوم ( نو اور ) د افغان جريدې د لومړي كال په څلورمه ګڼه كې په دري خپره شوې ده.
د وږي ۲۲ مه ۱۳۵۰