
اف بلا وختونه تېر شول
لكه سيورى راسره يې
ته پر ما نه، زه پر تا باندې مين يم
چې پېرزو د څښتن وشي او يو څو غيرانه راكړي
زه هغه پر تا مصرف كړم
په پيسو باندې دې واخلم
نو بيا ټول واك دې زما شي
خپلې شونډې پر تا كېږدم
شپه او ورځ كې دې څو وارې ښكلومه
چې دې څومره ښكلومه
ستا ژوندون هومره لنډېږي
زما بدن هومره دردېږي
ته زما لاس كې ايره شې
زه د وخت لاس كې ايره شم
زما او ستا توپير نو څه دى!
ته سګريټ زما لپاره
زه سګريټ د زمانې يم
۲۳- ۳- ۱۳۸۴ لمريز
بلخ پوهنتون
12.08.2008
- kho
د بلخ ولايت په مركز( مزارشريف) كې په سلګونو قومي مشرانو او ځينو ګوندونو د غازي امان الله خان په ننګه د لطيف پدرام د وروستيو څرګندونو پر ضد غونډه او احتجاجي لاريون وكړ چې كه چېرې د دوى غوښتنو ته مثبت ځواب ورنكړل شي نو د ولشمشرۍ په راتلونكو ټولټاكنو كې به په خپل ګډون غور وكړي.د ملي كنګرې ګوند مشر پدارم په دې وروستيو كې په يوه تلويزوني مركه كې غازي امان الله خان ته (( پدرلعنت)) ويلي و او پر هغه يې بېلا بېل تورونه لګولي وو.په دغه غونډه كې د بېلا بْېلو قومونو د مشرانو او مخ...
12.08.2008
- kho
داسې كسان شته، چې د خبرو كولو په مهارت له دروغو څخه ماهرانه تېښته كوي، يعني نه دروغ وايي او نه رښتيا. دا مطلب مې هغه وخت ذهن ته راغى چې يو پوه ملګري مې راته كيسه كوله .يوه ورځ په يوه جريده كې په مستعار نوم يوه ليكنه خپره شوه چې د ډېرو نظرونه ورته واوښتل. يو له ملګرو مې را څخه پوښتنه وكړه: (( پوهېږې دا ليكنه د چا مال دى؟ ))نږدې و ځواب كې ورته ووايم چې نه پوهېږم خو زر په دې ورسېدم چې دا ځواب به يو دروغ وي ځكه زه پوهېدم چې دا ليكنه چا كړې ده. دا چې ن...